علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور
په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه بدله شوې ده. نن ورځ د ملتونو ځواک، وقار او د ژوند حق یوازې په شعارونو نه، بلکې په دې پورې تړلی دی چې هغوی د وخت له تمدن او کاروان سره څومره ملګري دي. هغه ملتونه چې د ننني تمدن، علم او مدنیت له کاروانه وروسته پاتې شي، د تاریخ په پاڼو کې مړه ګڼل کېږي او نشي کولی خپل شتون ثابت وساتي.
په تېرو وختونو کې شاید خپلواکي یوازې د جغرافیایي سرحدونو ساتلو ته ویل کېدل، خو نن د خپلواکۍ مانا بدله شوې ده. رښتینې خپلواکي په علمي او ټکنالوژیکي ځان بسیاینه کې ده. یو ملت هغه وخت په رښتیا خپلواک بلل کېږي چې:
خپلې اړتیاوې په خپله پوره کړی شي.
د پردیو له اقتصادي او سیاسي احتیاجه خلاص وي.
د نړۍ په پرېکړو کې د اغېزمن غږ درلودونکی وي.
د خپلواکۍ دا مانا یوازې هغه وخت حقیقت موندلی شي چې ملتونه له عصري وسایلو او ټیکنالوژیکو مهارتونو برخمن وي. په دې بهیر کې، د نجونو زده کړې یوازې یو انتخاب نه، بلکې یوه حیاتي اړتیا ده. هیڅ ملت نشي کولی د خپل نفوس د نیمایي برخې له فکري وړتیاوو پرته د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي. کله چې نجونې له زده کړو بې برخې وي، په حقیقت کې د ټولنې راتلونکی نسل له علمي روزنې محرومېږي.
کوم ملتونه چې له علمي او ټکنالوژیکي پلوه وروسته پاتې وي، خپلواکي یې تل تر فشار لاندې وي. د داسې ملتونو برخلیک د نورو په لاس کې وي او نشي کولی په نړیوالو معادلو کې خپلواک تصمیم ونیسي. که غواړو د یو ژوندي او باوقاره ملت په توګه پاتې شو، باید د وخت له علمي کاروان سره ځان ملګری کړو.
په لنډه توګه، علم او ټکنالوژي د ننني عصر د بقا یوازینۍ وسیله ده. که یو ملت غواړي چې رښتینې خپلواکي ولري، باید له خپلو ټولو بشري سرچینو (نارینه او ښځینه) ګټه پورته کړي او په علمي وسلو سمبال شي. له کاروان څخه وروسته پاتې کېدل مړینه ده او مخکې تلل د تلپاتې ازادۍ ضامن دی.
حبیب الله فتاح