تبلیغات نفاق انگیز

تبلیغات نفاق انگیز گاهی اوج می‌گیرد و گاهی فروکش می‌کند،…

افغانستان در چرخه ی بازی های ژئوپلیتیک کشور های منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید برتری های ژئوپولیتیکی افغانستان و ناکارآمدی زمامداران و…

دزد گورستان شهر یا بهلول دانای دگر؟

در این سیاهه میان سپید‌سرایی و هیچ‌مه‌دان‌سرایی شناوری دارم.محمدعثمان نجیبآن…

دلدادن!

امین الله مفکر امینی          2025-08-03! دلــــدادن بــه هربیـــوفا لطمه برعشق اســــت هم آخـــــوشی…

هشتم مارچ و فریاد های در گلو شکسته شده ی…

نویسنده: مهرالدین مشید حماسه های شکوهمند و تاریخ ساز زنان افغانستان…

حدیث زن

 ای زن محبوب هستی مایه بالندگی  وی توی لطف خدایی در…

التماس یک گدا

شعر از خاک پای عالم : خلیل پوپل تورنتو - کانادا دوستان…

۸ مارچ؛ روز ایستادگی، مقاومت و مبارزه برای آزادی زنان…

پیام تبریکی جنبش آزادی بخش زنان به زنان مبارز و …

انگلس ؛ تئوریسن سوسیالیسم علمی

Friedrich Engels (1820-1895) آرام بختیاری انگلس، در نظر و در عمل؛ همرزم…

«منطق تاریخ در آموزه‌های کارل مارکس و در تاریخ واقعی…

ترجمه- رحیم کاکایی لئو سورنیکوف:  دیدگاه هایی که مارکس و انگلس هرگز…

نقش‌آفرینی چتر بزرگ ملی افغانستان در مسائل کشور

نور محمد غفوری چتر بزرگ ملی افغانستان که به حیث مجموعهٔ از ائتلاف‌های…

مشرب عشق و عاشقی!

امین الله مفکر مینی     2025-02-03! مشرب عشـق و عاشقی ز شمع و…

سیگون و کابل دیروز و کابل کیف امروز؛ چند قلویی…

نویسنده: مهرالدین مشید رفتن به پای مردم بیگانه در بهشت -…

اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

«
»

زړور او اتل شهید داکترنجیب الله

dr.najib

هغه میړنی اوجسورفداکارچې خپله درنه اوغیرتي ککره یې دوطن په لارکې ځارکړه اودغه افغان ویاړلي باتورشهید دمنصورد دارحماسه بیاراژوندی کړه اودالامل دی چې اوس دافغان ولس په زړونوکې اوسي اود ده ستر تاریخي وجاهت اوبې ساری صلابت اوس دنامرده وطن پلورونکوغلواوترهګرودسترګواغزی دی اوغواړي چې دهغه پرخلاف اوتې بوتې اوچرندیات ووایې اوپه دې توګه ایراني اخوندان اوپنجاپي څارګرخوشاله اودتل په څیردجاسوسی اوخوش خدمتی ډالر ترلاسه کړي څرګنده بیلګه یې یوهم تورن اسمعیل خان دی چې ایراني ساواک کلونه،کلونه پخواروزلی اوتل دایراني اخوندانوپه چوپړکې بوخت دی اود دغه جاسوسی په برکت دمیلیونو،میلیونوډالرواوبې شمیره غیرمنقولوشتمنیوخاوند دی اوکله چې دابې کفایته مفتن اوماجراجوداوبواوبریښنا وزیرود ده په کاري اوږده موده کې دبریښنا د تولید یوبندهم جوړنه شواودایرانې اخوندانوپه نغوته اومشوره یې دسلما دبند چارې تل ټکنی اوځنډولي وي اودهغه په بدل کې ډالرې سپین چیکونه ورکول کیدل اوملي ګټوته په څرګند خیانت سره سترفرعون اوقارون ترې جوړشوځکه اوس په لوی لاس خرمستی کوي اوپه هیوادکې په سمتي،تنظیمي اونورو بیلابیلوتوطیواوخصمانه ټولنوپه جوړولوبوخت دی اودهغه شریرکرغیړن کرکټرهر چاته معلوم اورسوا شوی دی نوموړی دطالبانوله زندان څخه دایراني اخوندانوله خوا دمیلیونوډالروپه لګښت خوشی اونیغ په نیغه ایران ته وتښتیده اودادی اوس افغانانوته د درنه اوویاړلي مشر شهید نجیب الله دښکلوانځورونودلیدلوزغم هم نه لري اوسپکې سپورې وایې خوسمندردسپي په ژبه نه مرداریږي اودادکینواونفرتونوډک انسانان پخپلوغورتوپرتولا ځانونه رسواکوي شاعر وایې:

پسته ی بې مغزګر لب واکند     عیب خویشتن را درجهان رسواکند

دارسواڅیرې دی تل رسوا اوسي.

د ډاکترصاحب نجیب الله دزړورتوب په اړه ماته ګران اوخواخوږي همرازه دوست ارواښاد عبدالغفارنیازې کلونه پخوایوه په زړه پوري کیسه کړي وه اوهغه داچې:

ډاکترصیب دافغان ولس مشر په توګه دګوندي اودولتي پلاوي په مشری دملګروملتونوپه عمومي غونډه کې دګډون په موخه دامریکا متحده ایالاتوته سفر وکړکله چې د دوی دسپارلی الوتکه دنیویارک په نړیوال هوایې ډګر کې راښکته شوه دهغوی دراکوزیدومخکې دامریکا دسی،ای،اې دوه تنه ښځینه اونارینه کارکوونکې الوتکې ته ورپورته اود ډاکترصیب نجیب الله اوورسره پلاوې په مخکې ودریدل دښه راغلاست له ویلووروسته یې ورته وویل ستاسوڅخه څوپوښتنی لروکه دهغه په اړه ځواب راکړی؟

ډاکترصیب په خوراسړه سینه ورته وویل کولای شی خپلې پوښتنې طرحه کړی.

یوې میرمنې لومړی پوښتنه داسې وړاندې کړه چې کلونه پخوا دامریکا دوخت جمهور ریس مرستیال افغانستان ته سفردرلود دکابل دنړیوال هوایي ډګردواټ په اوږدوکې دهغه موټرپه هګیووویشتل شوداموټرچاپه هګیو وویشت ایا تاسوپه دې اړه ځواب لری؟

ډاکترصیب نجیب الله په ځانګړي غرورځواب ورکړهوهغه موټر پخپله ما په هګیو وویشت.

دویمه پوښتنه یوه ځوان وړاندې کړه ویې پوښتل کلونه پخوادافغانستان دښوونې اوروزنې وزارت ودانۍته څیرمه په یوه لویه مظاهره اولاریون کې یوچا دامریکا دمتحده ایالاتوبیرغ ته اور واچاوه هغه څوک و؟

ډاکترصیب بیاګوته په زړورتوب پورته کړه ورته ویې ویل هغه هم زه وم.

دریمه پوښتنه داسې وړاندې شوه چې کلونه پخوا په کابل کې دامریکا دمتحده ایالاتولوی سفارت ته څوهګۍ ګوزارشوي وې داهګۍ چا ګوزارکړي وې که معلومات راکړی؟

ډاکتر صیب داځلې ورته وویل په دې اړه معلومات نه لرم.

پوښتنه کوونکوورته وویل تاسو اوستاسوپه مشری راغلی پلاوی کولای شی له الوتکې څخه دتشریفاتي اودپلوماتیکي مراسموپرته ښکته اودټاکلواستوګنځایونوپه لور ولاړشی .له هغه وروسته ډاکتر صیب نجیب الله اوورسره پلاوی له الوتکې ښکته اوپه ځانګړوموټرونوکې دمشخصو هوټلونوپه لوروخوځیدل اوپه ټاکلي مهال یې دملګروملتوپه عمومي غونډه کې دافغانستان په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره په پښتودرنه ژبه خپله وینا واوروله.

هوپرځای یې ویلې دي چې دستارتړي هزاردي د دستار سړي په شماردي .خوله بده مرغه اوس نه سړي دهغه زړورافغان مبارزبچي په اړه خپل کرغیړن اوتورنیت څرګندوي اوبابیزه غاپي.

دافغانانودویاړهسکه شمله شهید نجیب الله یاد دی تل ژوندی اواروادی ښاده اوسې.

دانجیــــب دی لـــــوی اتــل دلــروبـــــــــره               دوطن پرسریې ایښي ده کـــکــــره

هسې مه وایې چې مړدی تل ژوندی دی             نه یې یاد مرې نه یې مینه نه خبره

ب.اکبري

۱۹/۴/۲۰۱۶