رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

«
»

زمونږکلي اوبانډې

د سمیع الدین افغاني لیکنه 

درویشتمه  برخه

 ارواښاد  مرزا جمعه ګل خان ساپي 

الحاج مرزا جمعه ګل خان ساپی د ملک محمد شریف خان ځوی د فتح محمد خان لمسی په کال ۱۲۸۱ ه ش د لغمان ولایت د عمرزیو د خیراباد په کلي کې په یوې منوره کورنۍ کې سترګې دنیا ته خلاصې کړې دي ۰

خصوصي زد ه کړې یې د دري ژبې په ادبیاتو  ،فقه ، صرف نحوه او نور دیني علومو کې د لغمان او ننګرهار په ولایاتو کې  د مشهورو علماوو څخه ترلاسه کړې او تر هغه وروسته بیا د کابل د سروبي په ولسوالۍ کې د مامور په توګه ولس ته د خدمت جوګه ګرځیدلی دی۰

مده  وروسته مرزا جمعه ګل خان ساپی  د سروبي ولسوالۍ څخه تبدیل او د غزني ولایت  د جاغوریو په ولسوالۍ کې د اداري مسئول په توګه په دنده وګمارل شو۰

دجاغوریوپه ولسوالۍ کې یې د صادقانه کار او فعالیت په پایله کې   بامیانو ولایت ته تبدیل او هلته یې هم د قدر وړخدمات تر سره کړي دي ۰

تر بامیان وروسته  د بامیانو دخلکو سره د ښو مرودو په نتجه  کې د بادغیس ولایت د بالامرغاب علاقه دارۍ د علاقه دار په توګه وګمارل شو او هلته یې  په تقوا اوایماندارۍ او مردمدارۍ سره د هغه علاقه دارۍ خلکو ته د خدمت جوګه وګرځید۰

تر هغه وروسته لغمان ولایت ته تبدیل او د لغمان د امنیه قومندانۍ د جزا د امرپه ټوګه  یې دنده تر سره کړه۰

الحاج جمعه ګل خان ساپی تر ۱۳۴۸ ه ش کاله پورې د هیواد  په مختلفو ولایاتو کې وظایف تر سره کړل او په همدې کال تقاعد ته سوق کړل شو۰

مخکې مو وویل: هغه یو ریښتینی ، صادق ،په وطن مین او بادیانته انسان وو چې ټول عمر یې د هیوادوالو په خدمت کې صرف کړیدی۰ 

اروا ښاد جمعه ګل خان ساپی په کال ۱۳۶۲ ه ش کې له هغه مریضي له امله چې ورته پیښه شوې وه سترګې لدې فاني  دونیا پټې کړې ، حق او ابدیت ته یې خپل روح وسپاره۰

انا لله و انا الیه راجعون

د الحاج جمه ګل خان ساپي څخه اوه  اولاده پاتې دي چې درې ځامن او څلور یې  لورګانې دي۰

ځامن یې  انجینر ظهورالدین اندیش ساپی ، ثبورالدین ساپي  او انجینر زبورالدین ساپي دی چې هریویې د تعلیم او پوهې څخه برخمن دی۰

ښاغلی الحاج عبدالمجید نقیبي د ارواښاد  مرزا جمعه ګل خان صافي په اړه لیکي: ۰ 

الحاج جمعه ګل خان صافی چی زه ئی دلمسي  حیثیت لرم او پری ویارم يو دلغمان ولایت دپیژندل شويو شخصيتونو څخه وؤ چې  د حاجې بابا کړنې د ستاینې وړ دي . دی يو مدبره ميلمه پاله مهربانه دلسوزه دلوړو افکارو خاوند او باديانت شخصيت وؤ ، زما ښه ياديږي کله چی  حاجي صاحب زمونږ په کور کې ، دکابل زمانخان په کلي کې هستوګنه درلوده دبریښنا د تلو او راتلو سره سره دی به دشپی له خوا ترناوخته پوری دتيلو څراغ ته دقران شريف تلاوت کاوه ۰ هغه د ژوند تر پایه  کلونو کی هم په کور قراره کينه ناست او کار ته ئی په قرار لمړیتوب ورکاوه چې ورسته دتقاعد څخه هم دملي بس په تصدی کی یې خپلو هیوادوالو ته دقدر وړ خدمتونه تر سره کړل . روح ئې ښاد اويادئې تل پاتې اوسه۰  

لوی خدای دې ارواښاد جمعه ګل خان ساپي وبښي جنتونه یې نصیب شه۰ 

امین یا رب العالمین۰

۱۸ – ۳ -۲۰۲۰

منشن ګلدبخ – جرمني