جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«
»

روان کال، امنيتي ننګونې او د حکومت مسوليتونه

د وروستيو راپورونو له مخې د ناټو موندنې ښیی چې تېر کال پنځه نیم زره افغان ځواکونه وژل شوي او څوارلس زره نور ټپیان دي. ناټو طالبان د افغانستان له پاره جدي ګواښ بولي او د دوی اصلي هدف د افغان دولت سقوط بولي. خو افغان ځواکونه وايي، طالبان به خپل دغه هدف ته ونه رسېږي. په ورته مهال بیا د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي چې طالبانو له پسرلي سره سم خپلو بریدونو ته زور ورکړی. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ويلي“سږ کال هم دغه ډله د هېواد د ځينو برخو د سقوط له پاره هڅې کوي، خو دا د دوی خيال دی، طالبان د بهرنيانو له مرستې پرته د افغانستان له پاره لوی ګواښ نه شي کېدای.”

که څه هم زمونږ افغان امنيتي ځواکونو په تير کال کې هم په نشت امکاناتو د خپلې خاورې څخه په ميړانې ساتنه کړې او قربانۍ يي ورکړي دي او باوري يو چې روان کال به هم په نشت امکاناتو او د خپلو سرونو په بدل کې د دښمن مقابله کوي خو په تير کې د وسله والو مخالفينو او افغان ځواکونو تر منځ نښتو ته په کتو داسې اټکل کيږي چې روان کال هم د افغانستان له پاره خونړی وي. ځکه وسله وال طالبان به يو ځل بيا د حکومت په امنيتي او دفاعي سيستم کې د مديريت له ضعف، د سرپرستانو لخوا د کليدي وزارتونو له اداره کولو او نورو نيمګړتياوو په استفادې د سیمو د لاندې کولو له پاره پوره هڅې وکړي.

همدا اوس هم د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې حالات ترينګلي دي. وروستي راپورونه وايي په بغلان کې یو ځل بیا په هغه سیمه کې چې څه موده وړاندې په کې طالبانو؛ کابل ته د رسیدونکې پریښنا پایې ویجاړې کړې وې؛ د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې. د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې طالبانو شاو خوا شل ښوونځي تړلي. د ځايي اوسيدونکو په وینا وسله وال طالبان غواړي چې ددې ولسوالۍ د ښوونځيو مسئولین او استادان باید د طالبانو کسان وټاکل شي. هلمند ولايت هم د وسله والو مخالفينو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ د جګړې له امله سور تنور ګرځېدلی. هره ورځ د شاجوی، سنګين، نوزاد، نادعلي او موسی کلا څخه د وژنې خبرونه ورکول کيږي. همدا راز د روزګان ولایتي شورا وايي چې د دغه ولایت څلور ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخې دي. د یاد ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالکریم خادمزی وايي چې د تېرو څو اونیو راهیسې د مرکز ترینکوټ ښار ته د د هراوود، خاص روزګان، چهارچینو او ګیزاب ولسوالیو لارې تړل شوي دي. نوموړی وايې که حکومت د دغه ولایت نا امنیو ته پاملرنه ونه کړي نو دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاسونو ته پريوځي. همداشان د هيواد په پلازمينه کابل ښار کې د ملي شورا پر ودانۍ وروستي بريدونه هم دا څرګندوي چې امنيتي حالات د تير په څېر سخت دي. بل لور ته د داعش ډله هم په راتلونکي کال کې د افغانستان د امنيت لپاره ستر ګواښ دی چې په وروستيو کې يي په غزني، زابل او کونړ کې هم د فعاليت خبرونه ورکړل شوي دي.

ولس هيله مند و چې د ملي یووالي حکومت به امنیتي ننګونو ته د یوه پلان له مخې ځواب ووایي، خو له بده مرغه نه يوازې دا چې امنيت ښه والی ونکړ بلکه لا هم د ترينګلتيا پر لوري روان شو. د کندز ولايت تر څنګ د ځينو نورو ولايتونو ځينو ولسواليو د سقوط ترخه وڅکل. په لويو لارو کې مسافر برمته او سرونه ترې پرې شول، د پلازمينې کابل په شمول؛ د امنيت له پلو په نسبتاً آرامو ولايتونو په ښارونو کې خونړي ځانمرګي بریدونه ترسره شول او آن دا په تير کې د شاشهيد خونړي بريد په ډاګه کړه چې آن په خپلو کورونو کې هم خلک خوندي نه دي. که په حقيقت سترګې پټې نه کړو نو په پورته ټولو حالاتو کې د پړې ګوته د ملي يووالي حکومت ته؛ په ځانګړي توګه په امنيتي سکتور کې د چارواکو تر منځ د همغږۍ نه شتون له امله د دوی رهبريت ته نيول کيږي.

څه بايد وشي؟

۱ــ دا يو حقيقت دی چې مونږ له لسيزو راپديخوا له ګاونډيو او د سيمې د ځينو هيوادونو سره په یوه  نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل یو، نو په کار ده چې په دولتي کچه د هرې چارې په پلان کې باید  موجوده امنیتي شرایط له پامه ونه غورځول شي او پر وړاندې یې باید لازم تدابیر ونیول شي.

۲ــ تر هر څه لومړی بايد امنيتي بنسټونه له سياسته جلا شي.

۳ــ دا چې زمونږ کليدي امنيتي څوکۍ د جوړجاړي له مخې ويشل شويدي؛ نو هر ښاغلی (اشرف غني او عبدالله) بايد د مسلک، وړتيا او کاري تجربې له مخې خپلو اړوندو پوسټونو ته نوي کسان وټاکي.

۴ــ دا چې امنيتي حالات تر بل هر تېر وخت ډېر پیچلي دي، اړينه ده چې حکومت د پوځي تجربو لرونکی اشخاص  په ولایتونو کې د والیانو په توګه په دندو وګماري.

۵ــ حکومت بايد د سولې په پلمه د پاکستان په دوه مخي سياست نور ونه غوليږي او په څلور اړخيزو غونډو د خپل وخت د ضايع کولو پر ځای دې د امنيتي ځواکونو په تجهيزولو فکر وکړي.

۶ــ د مليشه سازۍ مخنيوی بايد وشي.

۷ــ د القاعده سره د مبارزې په پلمه بايد هيواد ته د داعش له لوري پيښدونکی خطر له پامه ونه غورځول شي او پر وړاندې يي په سيمه ايزه کچه د مبارزې  زمينه برابره شي.

۸ــ د افغانستان اړوند په راتلونکو نړيوالو کنفرانسونو کې بايد نړيوالو ته د افغانستان د امنیتي حالاتو ريښتينی انځور وړاندې او په اړوند يي لازمې مرستې جذب شي.

لیکنه : خوشحال آصفي