بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

«
»

د پاکستان د ملي امنيت د مشاور په ځواب کې .!

راپورونه وايې تيره ورځ په اسلام آباد کې د افغان سولې اړوند د پنځمې څلور اړخيزې ناستې يوه ورځ وړاندې د پاکستان د ملي امنيت مشاور ناصر جنجوعه ويلي چې؛ دهغوي زړونه دافغانستان لپاره درزيږي، او افغان وروڼو سره خواخوږي لري. جنجوعه ويلي ځينې خلک ګڼي چې مونږ دوه مخه لوبه کوؤ خو د نوموړي په وينا داسې نه ده بلکې پاکستان سوله خوښى دى او افغانستان کې دامنيت ټينګښت ته ليواله دى. نوموړي همداراز ويلي هغوي د افغانانو سره خپل کور او دسترخوان ويشلى او د افغان کډوالو له امله يې اقتصاد ته د اربونو روپو زيان رسيدلى.

غواړم دلته د پاکستان د ملي امنيت مشاور ناصر جنجوعه ته يې د وروستيو څرګندونو ځواب ووايم.

جنجوعه ويلي چې دهغوي زړونه دافغانستان لپاره درزيږي، او افغان وروڼو سره خواخوږي لري. په دې کې خو شک نشته چې د جنجوعه په شمول د ټولو پاکستاني چارواکو زړونه د افغانستان لپاره درزيږی خو دا درزيدل داسې نه دي چې ګويا د افغانستان لپاره د پاکستاني چارواکو د ښه نيت استازولي وکړي؛ بلکې د هغوی زړونه د افغانستان د بربادۍ، د افغانانو د وژنې او د افغان حکومت د تخريب لپاره درزيږي. د دوی زړونه د دې لپاره درزيږي چې افغانستان بايد پرينږدي چې په ځان بسيا شي، دوی بايد افغان پرينږدي چې آرامه ساه واخلي او د دوی زړونه  د دې لپاره درزيږي چې څنګه وکولای شي افغانستان لا هم د بدبختيو کندې ته ټيله کړي. د افغانستان او پاکستان تيرې اړيکې که مطالعه کړئ نو زما د دې ادعا ثبوت به حتماً ووينئ.

جنجوعه همداراز ويلي چې ځينې خلک ګڼي چې مونږ دوه مخه لوبه کوؤ خو د نوموړي په وينا داسې نه ده بلکې پاکستان سوله خوښى دى او افغانستان کې دامنيت ټينګښت ته ليواله دى. نه پوهيږم ښاغلي جنجوعه ته د حکومت په شمول ټول افغانان او د تاريخ پاڼې ړندې ښکاري او که په خپله ړوند دی؟

ناصر جنجوعه ته به په ياد نه وي چې د پخوانيو افغان حکومتونو تر څنګ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال پر پاکستان څومره باور وشو، جنجوعه به پاکستان ته د حامد کرزي له شلو زيات سفرونه له ياده باسلي وي چې افغان حکومت پرې باور کولو او پاکستان به ورته ژمنې ورکولې خو پايله به يې يوازې د وخت ضايع وه. جنجوعه ته به نه وي معلوم چې اوسني افغان ولسمش اشرف غني پاکستان ته څومره امتيازات ورکړل آن تر دې چې د استخباراتي معلوماتو پټ سند يې هم ورسره لاسليک کړ خو په مقابل کې يې پاکستان تشې وعدې کولې او بس. او آيا جنجوعه به د چين، امريکا، افغانستان او پاکستان تر منځ د افغان سولې په څلور اړخيز ناستو کې د پاکستانيو چارواکو ژمنې هيرې کړي وي چې د مذاکرې ميز ته د وسله والو طالبانو د راوستلو لپاره يې کړې وې او اوس ترې په شا شوی دی؟ دا ټول د پاکستان په رضالت او دوه مخي توب دلالت نه کوي؟

او همداشان د پاکستان د ملي امنيت مشاور ناصر جنجوعه دا هم ويلي چې هغوي د افغانانو سره خپل کور او دسترخوان ويشلى او د افغان کډوالو له امله يې اقتصاد ته د اربونو روپو زيان رسيدلى. دلته هم بايد د ناصر جنجوعه په شمول د پاکستان هر يو چارواکی افغانانو ته دا پيغور ورنکړي چې ګويا پاکستان افغانانو ته پناه ورکړې او د افغان کډوالو پر سر پاکستان زيان ليدلی دی. اصلاً پاکستان خو په افغان کډوالو خپلې دښتې آبادې کړې، پاکستان خو د افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په نوم له نړيوالو په اربونو ډالر مرستې ترلاسه کړې، دوی خو زمونږ له کډوالو منفي ګټه واخيستله، په پاکستان کې له ميشتو افغان کډوالو يې د افغانستان د خوګې ګوتې په توګه ګټه واخيستله، پاکستان خو تل له افغان کډوالو په افغان دولت د فشار د آلې په توګه ګټه پورته کړې ده، زمونږ له همدغو کډوالو يې د خپلو استخباراتي ګټو په ترلاسه کولو کې استفاده وکړله. نو بيا په کومو سترګو ښاغلی جنجوعه وايې چې افغان کډوالو د پاکستان اقتصاد ته په اربونو روپو زيان اړولی دی؟

که جنجوعه په حقيقت سترګې پټې نه کړي او په خپل ګريوان کې سر ښکته کړي نو ور په یاد به شي چې همدغه افغانان و چې پاکستان يې اوسني حد ته راورسولو او همدغه افغان کډوال دي چې تاسې يې پر سر اوس هم له نړيوالې ټولنې د کډوالو ته د پناه ورکولو په نامه په ميلونو ډالر ترلاسه کوئ.

لیکنه : خوشحال آصفي