آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

«
»

د ټاکنو په وړاندې په ارګ کې لوبه روانه ده

امین الله حقپال

په ارګ کې ناست اجمل غني او داود نورزی نه یوازې د ( افغانستان لپاره د دموکراسۍ بنسټ) رهبري کوي، بلکې دولتي امکانات هم له خپلو ځانګړیو اغراضو قربانوي.

دوی له یوې خوا د ولسي جرګې د یو شمېر ځانګړيو نوماندانو د بریالیتوب لپاره درې پړاویزه لګښت ته اوږه وړاندې کړې او له بلې خوا ولسي جرګې ته روان یاران په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني په ملاتړ ټاکنیزو هڅو ته هم لمسولي دي.

په ارګ کې ناست د دغه بنسټ د رهبرۍ غړي هر یو اجمل غني او داود نورزي د ولسي جرګې ډاډمنو نوماندانو ته نه یوازې ولسي جرګې ته د بریالیتوب ټټر وهلی، بلکې په درې پړاوونو کې یې د پیسو ورکولو ژمنه هم ورسره منلې ده.

ارګ میشتي د ولسي جرګې دغو ځانګړیو نوماندانو ته په لومړي پړاو کې لس زره دالر ورکوي؛ خو د پیسو په بدل کې ترې د راتلونکي لپاره لیکلی سند تر لاسه کوي.

د ولسي جرګې ځوانو نوماندانو دغه پیرزوینه د دې لپاره منلې، چې په راتلونکيو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني د ډلې ګټې ته ولوبیږي.

دا لکه لمر روښانه شوې، چې ارګ او ارګ میشتو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې له ولس سره درغلي وکړه او ولس هم ترې په تېرو څو کلنو کې خپلې رایې بېرته خپلې کړې؛ خو دې ډلې د ډلې مشر د کار سړي په توګه پر ولس او خلکو وروتپه. اوس دوی غواړي د همدې ولس له ځوانو استازيو سره نه یوازې درغلي وکړي، بلکې د ولس استازي د پیسو پر زور له خلکو رابېل او خپلې شرمیدلې او ناشونې غوښتنې پرې ومني.

ولس پوهیږي، چې د ارګ دغه سینګار شوې ډله نه یوازې ځان غولوي؛ بلکې په پیسو اخیستل شوي یاران، چې ځانونه د ولس استازي بولي هم غولوي.

د یادولو وړ بولم که د ملي امنیت شوری پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر په خپل ځای وای؛ نو هېڅکه به یې داسې لوبې ته اجازه نه وای ورکړې ځکه د نوموړي د هېواد پالنې روحیه غښتلې وه او ولسواکۍ ته ډېر مایل شخص و.

د خواشینۍ وړ ده چې ارګ او ډله یې نه پوهیږي، چې د ولسي جرګې د نوماندانو تر منځ له توپیر پیدا کولو به ولسي ملاتړ خپل نکړي او نه به د دیموکراسۍ تر پښو لاندې کول ورته د بیا واکمنۍ زیری وړاندې کړي او نه به تر پایه د ولس ځپلو لپاره دولتي امکانات وکاروي.

هو! له ملته تجرید شوي مشران به نه مشران شي او نه به ولسي ملاتړ خپل کړي. په درنښت