یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

«
»

د سولې مشورتي بورد؛ که د منتقدينو خوله بندول او د حکومت د اوړو پوزه؟

وروسته له هغې چې زلمي خليلزاد له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو لپاره خپل مرکچي پلاوي مشخص کړي؛ بلاخره له مشورو وروسته افغان حکومت د سولې د عالي مشورتي بورډ د غړو نومونه هم اعلان کړل. په دې اړه د ملي امنیت شورا لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بورډ په غونډو کې به د حکومت پر مشرتابه او ځینو لوړپوړو چارواکو سربېره د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، د دیني عالمانو د شورا مشر، د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر او یو شمېر جهادي او سیاسي مشران ګډون کوي.

دغه راز د سولې په مشروتي بورډ کې له حکومته دباندې کسانو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، صبغت الله مجددي، ګلبدین حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني، سید حامد ګیلاني، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، سید منصور نادري، شیخ اصف محسني، عطا محمد نور، عبدالهادي ارعندیوال، حاجي دین محمد، صدیقه بلخي، امنه افضلي، محمد اسماعیل خان او امرالله صالح هم شامل دي.

د سولې عالي مشورتي بورډ رامنځته کول د څه لپاره؟

که څه هم د سولې عالي مشورتي بورډ رامنځته کول ظاهراً د زلمي خليلزاد د غوښتنې پر اساس ترسره شوي، يا که څه هم حکومت د دغه مشورتي بورډ رامنتځه کول له طالبانو سره د سولې د خبرو په هدف له سیاسي، جهادي، ټولنیزو شخصیتونو او د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره د سلامشورو له لارې د تلپاتې سولې او ملي تفاهم د رامنځته کېدل يادوي؛ خو په حقيقت کې د سولې عالي مشورتي بورډ د رامنځته کولو تر شاه د ملي يووالي حکومت نور لوی اهداف نغښتي دي.

  • د ملي يووالي حکومت ته د اوړو پوزه ايښودل:

له هغې ورځې چې د وسله والو طالبانو او د امریکايې چارواکو تر منځ د افغان سولې په تړاو ليده کاته پيل شوي او خلکو سره دا ذهنيت پيدا شوی چې ګويا امريکا او طالبان به د افغان جنګ د پايته رسولو په تړاو توافق ته ورسيږي؛ په کور دننه خلک او سياسيون له دې امله په حکومت نيوکه کوي چې د ملي يووالي حکومت له وسله والو طالبانوسره په خبرو کې شاته پاتې شوی دی او د خبرو ټول واک له امريکا سره دی. دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت تل له طالبانو سره د خبرو لپاره بين الافغاني خبرې د سرې کرښې په توګه مطرح کوي خو طالبانو تل له حکومت سره خبرې رد او مستقیماً له امریکا سره په خبرو يې ټينګار کړی دی.

اوس د دې لپاره چې حکومت ځان ته اوړو پوزه کيږدي چې ګويا د سولې خبرې د دوی تر نظارت او له دوی سره په همغږۍ ترسره کيږي؛ د سولې مشورتي بورډ يې رامنځته کړ. په دې سره به د افغان حکومت هغه خبره بيرته په ځای شي چې له طالبانو سره په بين الافغاني خبرو يې ټینګار کاوه. البته له طالبانو سره د خبرو واک اوس هم د امريکا په لاس کې دی او حکومت هغه وخت خبريږي کله چې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ کتل ترسره شي. د سولې مشورتي بورډ به هم تش يو سمبوليکه بڼه ولري خو د خبرو واک به مستقيما له امريکا سره وي.

  • د حکومتي منتقدينو خولې بندول

ټول ولس شاهد دی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ټول مجاهدين او د ايتلاف غړي د حکومت لخوا د سولې په روانو هڅو نيوکې کوي چې ګويا کار ځانګړې طرحه نه لري. په ځانګړې توګه د مجاهدينو له ادرسه پر حکومت له دې امله نيوکې کيږي چې ګويا حکومت مجاهدين د سياست له صحنې ليري کړي او په سيستماتيک ډول د حکومت له اډانې مجاهدين اوباسي. اوس د دې لپاره چې حکومت د خپلو منتقدينو په ځانګړې توګه د مجاهدينو خولې بندې کړي؛ د سولې مشورتي بورډ يې رامنځته او مجاهدينو ته يې په کې ځای ورکړ.

د سولې عالي مشورتي بورډ ګټې

که څه هم د سولې عالي مشورتي بورډ رامنځته کيدل تر ډېره سياسي بڼه لري خو بیا هم سولې پروسې او افغان حکومت ته مستقیم او غير مستقيمه ګټه رسوي.

لومړی؛ د سولې شورا لغوه کېدو ته زمينه برابرول: له کله چې د سولې عالي شورا رامنځته شوې نو له کاره يې ولسونه خوښ نه دي او وخت ناوخت يې د لغوه کولو غوښتنه کوي خو حکومت د دې له امله چې که دا شورا لغوه کړي نو ولس ته به د دغې شورا د لاسته راوړنو او د دوی د مصارفو په اړه څه ځواب ورکوي؛ په دې نه توانيده چې دغه شورا لغوه کړي. اوس چې د سولې مشورتي بورډ رامنځته شو چې د دغې شورا شتون تر سوال لاندې راځي او په ضمن کې حکومت ته هم زمينه په لاس ورځي چې دغه شورا لغوه کړي.

دويم؛ په کور دننه د سولې داخلي مخالفينو خولې بندول: کله چې د زلمي خليزاد لخوا له وسله والو طالبانو سره څو پرله پسې ناستې ترسره شوې نو هغه کړۍ چې په سوله کې خپله سياسي بقا په خطر کې ويني؛ په لړزه شول او په يو نه يو ډول يې د خليلزاد د هڅو د سبوتاژ هڅې کولې. زلمی خليلزاد چې له حقيقته اګاه شو نو له احزابو او سياسيونو سره يې هم ليده کاته پيل کړل، په پای کې خليلزاد له سياسيونو سره دې موافقې ته ورسيد چې تاسې ته به د سولې مشورتې بورډ په نوم سياسي امتياز درکړل شي. بلاخره همداسې وشول او د سولې په مشورتي بورډ کې هم همداسې خلکو ته ځای ورکړل شو چې پخوا يې د سولې له پروسې سره مخالفت کاوه.

دا چې دا مشورتي بورډ به وتوانيږي چې له طالبانو سره خبرې بريالۍ کړي، يا آيا طالبان به له دغې مشورتي بورډ سره خبرو ته حاضر شي؛ هغه پوښتنې دي چې ډېر ژر به وخت ورته ځواب ورکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي