مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

«
»

د جواد ظریف څرګندونو ته له یوه بېل لیده غبرګون!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټوله مرکه او د ایران د اخوندی رژیم دریځونه یوې خواته، هغه څه چې ماته د یوه افغان په توګه د ملتپالنې او افغان ګټو له دریځه مهم وو، هغه دا یوه جمله وه چې وویل ( هېڅ ځای لکه خپله خاوره او هېواد نشي کېدای ) موږ په خوږه پښتو ژبه کې پدې اړوند ډېرې ژورې بېلګي لرو، داچې وایي پردی کټ تر نیمو شپو دی، تر پردې زوی خپله لور هم ښه ده، هر چاته خپل وطن کشمیر دی، ‏پردي خواړه يا پور دى يا پيغور او تر پردی ګل خپل اغزی هم ښه دی.
نو په داسي یوه حالت کې پر ایران، پنجاب، فرنګ او مغل د تکیی پرځای ښه دی چې زموږ سیاستوال، رهبرګوټی او واکمنان دا وطن خپل وګڼی، د نیویارک د ساتلو، په تهران، سویس، ماسکو او خلیج کې د عیش نوش پرځای پدې خاوره کې ځانته د کور، اور او ګور فکر وکړې، هغوی چې لکه جواد ظریف د لویدېځ په ښیښه ای ښارونو کې زدکړو غربی نه کړو، سیکولار یې نه کړو، خپل اولادونه یې خپل وطن ته یووړل او نن د ایران د یوه داسي نظام له دریځ څخه د خپلو وطنی ګټو په دفاع کې مبارزه کړې چې زما او ستا هېوادوال د خپلو ګټو په پاره د کرایی ملېشو په توګه د یمن له صنعا، د عراق تر موصله، او د لبنان له بیروت او صیدا څخه د سوریی د جولان تر لوړو د خپلو نیابتی جګړو په پاره جنګوی او بیا په وروستي سپین سترګۍ د هغوی هرچاته په اجرت او کرایه ورکولو ټټر دربوی.
د کارګری انقلابونو لوی مبارز چیګواراه وایي: چې يوه ژورنالېست راڅخه وپوښتل: چې هېوادپالان او د بلواکۍ ضد مبارزان ولې په روحي لحاظ ځانونه دومره شتمن ښيي چې په سترګو کې يې د لوږې څرک هم نه موندل کيږي؟
وایي ورته ومې ويل: چې هېوادپالان او په خپل تاریخ او ارزښتونو تکیه کوونکي د مالکيت احساس لری، دوی فکر کوي چې هېواد یې، ملکيتونه، معدنونه، شتمنۍ، کروندې، فابريکې او هر څه زموږ یانې ولس دی.
ځکه نو هېڅوک له خپله ماله له خپلو خلکو او له خپل وطنه غلا نه کوي.
هېواد پلورونکي بیا د دې خلاف يوه بنسټیزه او ستره ستونزه لري، هغوی هېواد او ولس د ځان نه بولي او پردې یې ګڼي، نو ځکه غلا ترې کوي او بيا له غلا سره د پردیو غيږې ته پناه وړي.
پر همدې بنسټ ښه به دا وی چې موږ موږ شو، د پردو رنګینو غلامیو او ډالرو ته شاه کړو، یو بل وزغمو، له سویلي کوریا بغیر هېځ ملت پردو نه دی سیال کړې، چین وروسته له هغه صنعتی شو، امریکا ته بلاه شو او ډېرو ته د سترګو خار شو چې کله چینی رهبر ماوتڅه د کنفسیوسیزم د ښوونو او لارښوونو پر بنسټ چې پر اصیلو چینی ارزښتونو ولاړ وو د خپل انقلاب سروکي وټاکل، د اپارټایډ پر ضد د لوترګینګ او نیلسن مانډیلا د آزادۍ د لاری اوږد مزل پرته له دې چې پرخپل ولس یې تکیه کړې نور هېځ هم نه دی، ګاندی هغه ځېره چې د انګلیستان څخه یې په فلسفه کې ډاکټری راوړه ولي د انکرېز د فکر او جلال غلام نه شو، بلکي لنګ یې ووهل او د خپل ولس منځ ته ورغی، د بودیزم خندونکي او د عقلانی فسلفی ضد عبادتونه یې تر سره کړل تر څو چې هند یې د انګرېز د پیړیو له تاړاک، یرغل او نیواک څخه خپل اختیاره کړل او په پای کې زموږ د پولی او پټي دښمن، د فرنګ وارث او د سویلی اسیا د آزادو قامونو زیندان مصنوعی پنجاب، پاکستان د خپل پېداېښت د تاریخ په خلاف او زموږ د پوپولیستي او پولیسپي واکمنانو د عوام فریبانه څرګندونو پر خلاف، وروسته له هغه د هند پر ضد د اټوم څښتن شول، کله چې ذوالفقار علی بوټو خپل ولس ته په ویناه کې وویل: که اړتیا شي نو ریشکه به وخورو ولي د اټومي وسلو له جوړولو به لاس وانخلو.

دا د ټولو سیالو، پرمختللو، د عزت څښتنانو او هغو ځواکمنو ملتونو د عزت، راج او غټ سترګي راز دی چې نن لوی اقتصادونه، په پرمختللو وسلو سمبال پوځونه، په نړېوال سیاست او لوبو کې د خبرې دریځونه او په ټوله کې د سکون، آمن او هیلو څخه د ډکي نن او سبا څښتانان دی.

زه وړمه شپه د ظریف خبرو د سپېڅلی افغانیت له دریځه خوراه خواشیني کړم، دهغه څرګندونو او له مکر او تکبر ډکو اشارو مې وجود په لړزه راوست، ولي د افغان ژورنالېست نجفی زاده اورژبو او د ملي ګټو له دریځه د نوموړي په سترګو کې د سترګو ننویستلو به مې د دې هېواد پر راتلونکي بیا، بیا باور را ژوندی کاوه، او ویل به مې که متعال رب په موږ سوله ولوروله، نو د هوتکی راج، ابدالی عزت او امانی غرور څښتنان به شو، او هغه ورځ به بیا وګورو چې د محمود هوتکي لښکرو د میرویس نیکه له سپارښتنې سره سم اصفحان ونیو او د ابدالی بابا اسونو به په ګنګاه اوبه څښلی او غازیانو به یې له فرغانی او سمرقنده نیولی تر ډهیلی او نیمی اسیا د سردرو ګران وطن په پاره د وطن ګشایی تورې وهلی.
ولي دا ټول څه یوازی پدې بنسټ دی چې موږ پرخپل ولس او تاریخ تکیه وکړو، د بایډن بریاه ته خوښ نه شو، پنجاب او تهران څخه مو خپله سیاسي قبله د وطن لویو او ارمانی ګټو ته واړو او د سولې له لارې د امریکا او ۴۸ هېوادونو سره د حکومت او نظام جوړولو پرځای له طالب، حکمتیار او بل هر هغه څوک چې په ژبه ګویا وی بس افغان سره ګډ افغانستان وزغموو.