«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

                 یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                          (قسمت دوم)                        چرا…

ژئوپولیتیک ساختار قدرت؛ تنوع قومی و آیندهٔ دولت‌سازی در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از رویای فدرالیسم تا کابوس بالکانیزه شدن…

آیا محمد اشرف غني د بیا راڅرګندېدو په درشل کې…

نور محمد غفوری لنډیز د ۲۰۲۱م کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته…

برگردان، یا همان واژه‌ی شناسای عربی ترجمه

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب دینی-فلسفی من بیش از این نه می‌دانم از گذشته‌‌های…

چرا صدای گاندی ها در کوهستان‌های افغانستان پژواک نیافت ؟

نویسنده: مهرالدین مشید جغرافیای خشونت، سیاست قبیله‌ای و غیبت ماندلاها در…

جمعبندی غیر تحلیلی از جریانات اخیر نظامی و دپلماتیک افغانستان…

آنچه سیاسیون و نظامی های پاکستان پس از حملات هوایی…

                     یک گرفتاری با مافیا

محمد عالم افتخار         و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و…

فلسفه سیاسی فردوسی و روانشناسی ترس در شاهنامه

دکتر بیژن باران نتیجه‌گیری. شاهنامه فردوسی چیزی بیش از یک…

سناریوی براندازی طالبان؛ از سوی پاکستان و ایران!؟

نویسنده: مهرالدین مشید براندازی طالبان واقعیت ژیوپولیتیک یا توهم تحلیل گران دراین…

دو کنیز در سحرگاه فلسفه یونان

Greece Philosophie.2800j. آرام بختیاری فلسفه یونان؛ افسانه و عرفان، منطق و برهان. در…

جنگی حاجی

آقای "جنگی حاجی" (به کُردی: جەنگی حاجی) با نام کامل…

 شانسی برای نجات افغانستان باقی مانده یا فرصت‌ها از دست…

نویسنده: مهرالدین مشید بیداری وجدان جمعی مردم؛ بازسازی مشروعیت سیاسی این پرسشی…

مارکسیسم قلب جوانان را تسخیر می‌کند

ا. م. شیری «چگونه یک ایدئولوژی غربی مانند مارکسیسم می‌تواند در…

عالم تنهایی 

رسول پویان  آزاد و ســرافـــرازم در عـالـم تـنهـایی  عشق و دل بیدار است تا…

هرمشکل حل گردد

امین الله مفکرامینی           2025-10-11! نازم آن قامت رسـا که نگردد خـــــــم زاِدبــــار همــتـــــــی…

جګړه او ورور وژنه د هېواد ستونزې نه شي حل…

 نور محمد غفوری سریزه نیمه پېړۍ کېږي چې په افغانستان کې جګړه…

پاکستان؛ درگیر جنگ نیابتی هند یا اسیر میراث تروریست‌پروری های…

نویسنده: مهرالدین مشید پیاله کافی؛ دیروز زهری به کام مردم افغانستان…

«
»

د افغان حکومت ناپايداره سياست

په داسي حال کې چې افغان حکومت تاکيد کاوه، تر هغې، چې پاکستان د افغان سولې په تړاو خپلې کړې ژمنې نه وي عملي کړې، په څلور اړخيزو غونډو کې ګډون نه کوي؛ تیره ورځ د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د افغانستان سولې اړوند، د پاکستان، چين او امریکا په منځګړيتوب پنځمه څلور اړخيزه غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال، د پاکستان په استازیتوب د دغه هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز احمد چودري، د امریکا په استازیتوب د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازی ریچارد اولسن او د چین په استازیتوب د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هیواد خاص استازي دینګ ژنیګ ګډون کړی و. وړاندې تر دې افغان چارواکو ويل چې په کابل کې ترسره شوې څلورمه څلوړ اړخيزه غونډه کې پاکستان ژمنه کړې وه چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شول پر ضد به یې په ګډه اقدام کوي. خو د افغان ولس د هيله مندۍ خلاف په څلور اړخیزه غونډه کې ټولو په دې موافقه وکړه چې سولې ته باید چانس ورکړای شي او سوله ییزې خبرې د افغانستان د مسلې د حل یوازینۍ لار ده.

کابو يوه مياشت وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني ملي شورا ته په وينا کې ويلي و چې نور له پاکستانه د افغان سولې اړوند د خير تمه نه لري او يوازې د تيرو څلور اړخيزو غونډو ژمنې دې عملي کړي. د افغان حکومت ياد اقدام په کور دننه د سياست والو او هيوادوالو لخوا له تود هرکلي سره مخامخ شو. خو څو ورځې وړاندې د افغان حکومت په نظر کې ۱۸۰ درجې بدلون راغی او تيره ورځ یې په اسلام اباد کې په پنځمه څلور اړخيزه غونډه کې د سفير په کچه ګډون وکړ.  دلته د افغان دولت ۱۸۰ درجې نظر بدليدل هم د پوښتنې وړ مسله ده. داسې انګيرل کيږي چې ګويا افغان حکومت د بهرنيانو په ځانګړي توګه د څلور اړخيزو غونډو د منځګړو هيوادونو (چين او امريکا) د فشار په پایله کې په پنځمه غونډه کې ګډون کړی وي.

دلته دا مهمه نه ده چې افغان دولت د فشار په پايله کې او که په خپله خوښه په پنځمه څلور اړخيزه غونډه کې کړی ؛ بلکې مهمه دا ده چې افغان حکومت يو ځل بيا په ثبوت ورسوله چې يو پایداره بهرنی سیاست نه لري او په لويو ملي پريکړو کې هيڅ خپلواک نه دی. افغان حکومت په ډاګه کړه چې په کابل کې د پل محمود خان په سيمه کې د خونړي بريد وروسته چې اشرف غني د پاکستان په خلاف کوم دريځ غوره کړی و؛ هغه يوازې د ولس د احساساتو د ارامولو په خاطر کړی و. په دې سره افغان حکومت په کور دننه او په نړيواله کچه خپل باور له لاسه ورکړ. که څه هم د ملي يووالي حکومت د کار له پیله تر ننه خپله يوه ژمنه هم نه ده پوره کړې خو په وروستيو کې کله چې يې له پاکستانه د هيلو دروازې وتړلې او څلور اړخيزې غونډې يې تحريم کړې؛ دغه کار يې د ولس له تود هرکلي سره مخامخ شو او د ولس او حکومت تر منځ د بارو په فضا کې ښه والی راغی. خو اوس چې افغان دولت يو ځل بيا په پاکستان ړوند باور وکړ او ترې یې د خير تمه وکړه نو ولس ته يې وښودله چې نه يوازې په کور دننه مسالو کې ثابت سياست نه لري؛ بلکې په بهرني سياست کې هم پايداره نه دی. دا په پوره ډاډ سره وايم چې نور به افغان ولس د حکومت په هيڅ دريځ باور ونکړي.

د څلور اړخيزو غونډو اړوند لکه څنګه مو چې وړاندوينه کوله چې پنځمه غونډه به هم تش د وخت ضايع کول وي او هيڅ ګټه به ونلري؛ همداسې وشول او په کې هيڅ هغې ژمنې ته اشاره ونه شوه چې د کابل په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې برخوالو هیوادونو کړې وه. په تيره غونډه کې د څلور اړخیزې غونډې برخوالو هیوادونو ژمنه کړې وه چې له خپل نفوذه په استفادې به د سولې د هدفونو لپاره فعال رول لوبوي خو دا ځل بيا هم پريکړه وشوه چې سوله او جوړجاړی یوازیني حل لار ده او جګړه د هیڅ لوري په ګټه نه ده. د غونډو برخه والو هيوادونو هيڅ کومه نوې خبره نه درلوده او يوازې خپل وخت يې تير کړ. دوی فقط په کابل کې وروستی خونړی بريد وغانده او د تروریستي بریدونو عاملانو ته یې خبرداری ورکړ چې د خپلو اعمالو ځواب ته دې تیار واوسي.

په پنځمه څلور اړخيزه غونډه کې نه يوازې دا چې افغان لوري ته پاکستان خپلې تيرې تکراري ژمنې زمزمه کړې؛ بلکې د افغان ولس د هيلو خلاف د افغان لوري پر ځای؛ پاکستان له افغانستانه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د پاکستان ضد څرګندونو مخنيوی وکړي. په دغه غونډه کې پاکستان له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د هغه هیواد خلاف څرګندونو څخه ډډه وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې هیواد يې په افغان سولې پروسه کې ریښتینې هڅې کوي او افغان حکومت باید د پاکستان ضد څرګندونو څخه ډډه وکړي.

که څه هم افغان حکومت د ولس د هيلو خلاف په پنځمه څلور اړخيزه غونډه کې برخه واخيسته او دغه لړۍ یې یو ځل بيا پیل کړ خو د کابل ـ اسلام آباد تيرو اړيکو او د پاکستان دوه مخۍ ته په کتو؛ ځينې کارونه شته چې افغان حکومت يې بايد ترسره کړي.

تر هر څه وړاندې اړينه دا ده چې افغان حکومت بین الافغاني مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي او بيا هم راتلونکې څلور اړخيزې اغونډې تحريم کړي خو په دې برخه کې پرې د نورو فشار وي نو بيا اړينه ده چې په راتلونکو غونډو کې له ګډون وړاندې د پاکستان د صداقت اړوند نړيوال ضمانت واخلي. همداشان افغان دولت بايد له چين، امريکا او په ټوله کې له نړيوالې مرستندويه ټولنې وغواړي چې په پاکستان فشار راوړي څو په پاکستان د حقاني شبکې په شمول د ټولو ترهګريزو ګروپونو پر ضد په رښتونې توګه عمليات ترسره کړي. او همداشان افغان حکومت بايد له نړيوالو هغه هيوادونو چې پاکستان سره مالي مرستې کوي؛ وغواړي چې خپلې مرستې په پاکستان کې ميشتې حقاني شبکې د ځپلو پوري مشروطې کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي