نقش‌آفرینی چتر بزرگ ملی افغانستان در مسائل کشور

نور محمد غفوری چتر بزرگ ملی افغانستان که به حیث مجموعهٔ از ائتلاف‌های…

مشرب عشق و عاشقی!

امین الله مفکر مینی     2025-02-03! مشرب عشـق و عاشقی ز شمع و…

سیگون و کابل دیروز و کابل کیف امروز؛ چند قلویی…

نویسنده: مهرالدین مشید رفتن به پای مردم بیگانه در بهشت -…

اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«حزب باد»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات غالب…

«حزب باد Opportunism»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات…

        زیارتگاه امام صاحب ولایت کندز دومین شهر مذهبی افغانستان

  نوشته کریم پوپل مورخ ۲۱ فبروری ۲۰۲۵    مقدمه  ولسوالی امام صاحب با داشتن…

روایتی از کشت زار های خستۀ رنگین کمان خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید این هم می گذرد ما مرده ایم، مرده ی در…

             تاریخچه نام گردیز

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۵فبروری ۲۰۲۵ بسیاری از دوستان یکی از…

«
»

د احزابو پر مخ د اشرف غني څپېړه؛ د کرزي ياران يې ناهيلي کړل

وروسته له هغې چې يو شمېر احزابو او سياسي جریانونو د رايه ورکوونکو د نومليکنې د پروسې د باطلېدو غوښتنه وکړه؛ نن ورځ ولسمشر غني دوی ته داسې ځواب ورکړ چې پوره منطقي او پر واقعيتونو ولاړ و. تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني، د حراست او ثبات د رهبري شورا غړي یونس قانوني، د جنبش اسلامي ګوند په استازیتوب باتور دوستم، د وحدت اسلامي مشر محمد محقق، د محاذ ملي مشر سید حامد ګیلاني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په استازیتوب ضرار احمد مقبل يوه ګډه غونډه وکړه او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د نومليکنې بهير دې ژر تر ژره باطل اعلان کړي.

د ټاکنیز نظام بدلون، د رای ورکوونکو د پروسې باطلول، د رای ورکوونکو په بیا ځلي پروسه کې له بایومټریک تکنالوژۍ استفاده او په انتخاباتو کې سیاسي احزابو ته ځانګړې ونډه د دغه ګوندونو او سیاسي جریانونو مهمې غوښتنې دي. دوی ګواښ هم وکړ که يې په يوه اونۍ کې دننه دننه غوښتنې ونه منل شي نو په خپل ټول توان به د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ډب کړي.

دا چې د دوی غوښتنې څومره ملي دي او څومره د ولس غوښتنې دې؛ دا بېله مساله ده، اما دا چې څومره يې غوښتنې د منلو وړ دي؛ بايد روښانه شي.

د نومليکنې د باطلېدو طرحې تر شاه

هغه طرحه چې تېره ورځ د احزابو جمع سياسي جريانونو لخوا حکومت ته نومليکنې د بهير د باطلېدو او په ټاکنو کې سياسي احزابو ته د ونډې ورکولو په خاطر حکومت ته وړانديز شوله؛ کاملاً په شخصي ګټو ولاړه او د روان سياسي وضعيت سره مطلقاً په ټکر کې ده.

لومړی خو دا چې ياده طرحه پايداره او د خلکو په غوښتنه ځکه نه ده چې د خپل منځي متخاصمو احزابو لخوا وړاندې شوې ده. یعنې طرحه د داسې احزابو لخوا ورکړل شوې چې په تېر کې خپله جنګي او د دښمنۍ سابقه لري او آن اوس هم عملاً يو د بل مخالف دي. کله چې د طرحې طراحان سياسي اختلاف ولري نو څنګه کيدلی شي چې طرحه دې د ټولو احزابو لپاره د منلو وړ وي. کله چې په خپل منځ کې احزاب پرې يوه خوله نه وي نو څنګه به پرې ولس قانع کړلی شي؟

دويم دا چې دا طرحه يوه بهانه ده او اصلي د پردې تر شاه د اشرف غني د ننګولو، د روان حکومت د ناکامۍ او د موقت حکومت د جوړېدو سناريو روانه ده. ياده طرحه د شفافو ټاکنو لپاره نه بلکې د شخصي عقدې پاللو لپاره جوړه شوې ده. د طرحې تر شاه ټول هغوی دي چې په يو نه يو ډول له حکومته بېزاره شوي دي. د دغو ټولو ډلګيو تر شاه پخوانی ولسمشر حامد کرزی ولاړ دی چې ظاهراً پټ خو په حقيقت کې د موقت حکومت د سناريو جوړوونکی دی. حامد کرزی او ډله يې غواړي ولس ته اوسنی حکومت ناکام وښيې او اولس اړ کړي څو له دوی سره د موقت حکومت طرحې غږ پورته کړي.

طرحه څومره عملي ده؟

که څه هم په طرحه کې ځينې داسې موارد هم شته چې واقعاً ولس يې غوښتونکی دی لکه د ټاکنو د نومليکنې بهير الکترونيک کول، خو د عملي کېدو لپاره يې ډېره ناوخته شوې ده. د نوملیکنې بهير ځکه بايو مټريک کيدلی نشي چې اوس د نومليکنې په بهير حکومت ميلونونه افغانۍ مصرف کړی دی او باطلول يې نه د ولس او نه د حکومت په خير دي. همدا ډول امنيتي شرايط هم دا نه مني چې ګويا ولس دې يو ځل بيا خپل سرونه په خطر کې واچوي او يو ځل بيا دې د ټاکنو لپاره له سره نومليکنه وکړي. په ټولو ولايتونو خلکو په ډېرو سختو امنيتي حالاتو کې د ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې ده او ولس د بيا ځل لپاره دومره حوصله نه لري چې يو ځل بيا خطر په سر واخلي او په ټاکنو کې نوملیکنه وکړي.

بله دا چې ټاکنو ته يواځې شپږ مياشتې وخت پاتې دی او په دغو شپږو مياشتو کې په هيڅ صورت امکان نه لري چې د هیواد په شرايطو ټول برابر کسان دې بايومټریک شي.

د طرحې طراحانو ته د اشرف غني ځواب او چلینج

ولسمشر غني د شنبې ورځ د يو خبريال د دې پوښتنې ځواب کې چې ځينو سياسي احزابو د ټاکنو نومليکنې د بهير باطليدو غوښتنه کړې او له سره يې په بايومټريک سیستم ترسره کول غوښتي، امکان لري چې ترسره شوې نومليکنه باطله اعلان شي، ځکه احزابو ګواښ کړی که يې غوښتنې ونه منل شي نو ټاکنې به تحريم کړي؛ اشرف غني يې په ځواب کې وويل:

دا سياسيون څوک دي چې د ولس په استازيتوب غږيږي، چا انتخاب کړي دي، څو فيصده رايې يې ګټلي دي، څه وخت ولس دوی ته واک او اختيار ورکړی چې د ولس استازيتوب وکړي؟

زه د افغانستان د ولس ولسمشر يم، د ولس په رايو دلته ناست يم، نه مې زور درلود او نه مې زر درلود يواځې په خپلې پوهې او د ولس په ملاتړ تر دې ځايه راغلی يم. راشئ په انتخاباتو کې شرکت وکړئ او خپل ځان ثابت کړئ.

اشرف غني پر دې د ځينو خلکو او سياسيونو د نيوکو او غبرګونو ته په ځواب کې وويل: په ملياردونو خلک ښکنځلې کوي، کومه ده د دوی طرحه چې په حکومت د نيوکو کولو تر څنګ د ستونزو د حل لپاره يې ولري؟

ولسمشر غني په حکومت نيوکه کوونکي پخواني جهادي او سياسي مشران او منتقيدين چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال په څوکيو ناست و؛ هم بې ځوابه پرېنښودل او ورته په اشارې يې وويل: څلوېښت فيصده چارې د دوی په لاس کې وې (یعنې په اوسني حکومت نيوکه کوونکي څلوېښت فيصده د پخواني حکومت چارواکي دي) دوی څه وکړل؟

غني د خبرو په دوام کې د حکومت منتقدين او د کرزي د ډلې چارواکي له نوموړي سره د آزاد بحث لپاراه چلینج کړل او زیاته يې کړه « که غواړئ او د صلاحاتو غوښتونکي ياست نو يو آزاد بحث ته راشئ او طرحې مو وړاندې کړئ. دا چې زه حوصله لرم نو په دې مانا نه ده چې زه ډار لرم، زما حوصلې نه دې خلک ناوړه استفاده نه کوي چې هر څوک راشي او ووايې د دې هيواد او خلکو واکدار دی.

غني د حکومت منتقدينو په ځانګړې توګه هغه سياسي احزابو ته چې د نومليکنې د بهير د باطلېدو غوښتنه يې او د غوښتنې د منل کېدو په صورت کې يې د ټاکنو د تحريم کولو ګواښ کړی و؛ وویل چې که د نومليکنې په باطلېدو يا د ټاکنو د تحريم په صورت کې فاجعه او بحران رامنځته شي، دوی (سياسي احزاب) يې ځواب راکوي؟ دوی څوک دي چې ټاکنې تحريموي؟

ولسمشر غني د احزابو د هغه غوښتنې په ځواب چې په ټاکنو کې د پراخې ونډې او واک غوښتونکي دي، وويل: هغوی چې مسلح قواوې لري، ځان ته څنګه سياسي احزاب وايې؟ ولس بايد فيصله وکړي او هغوی چې وسله لري بايد سياسي احزاب ورته ونه ويل شي. د غني اشاره د جنبش ګوند ته وه چې په وروستيو کې يې یو قوماندان د کومانډو ځواکونو لخوا لاس تړلی کابل ته راوستل شو. يواځې جنبش ګوند نه بلکې جمعيت اسلامي، حزب اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونه هم وسله والې ملېشې لري چې وخت ناوخت په شمالي ولايتونو کې خپل منځۍ نښتې هم کوي.

غني د کرزي د ډلې چارواکي هم ناهيلي کړل او ورته د پيغور ورکولو په توګه يې وويل: په کوم ډول حالت کې دا وطن ما ته په ميراث راغی، نړيوال ټول له افغانستانه په تېښته کې و او که نه، د دولت خزانه خالي وه او که نه، د امنيتي قواوو د مالي تمويل لپاره مو د نړيوالې مرستې ترلاسه کړې وې که نه، اوس چې ما تر راتلونکو شپږو کلونو لپاره د افغان امنيتي او دفاعي قواو د تمويل لپاره نړيوال قانع کړل؛ فکر کوئ دا آسانه خبره ده؟

غني د کرزي واکمنۍ پر مهال د سولې پروسې ته په اشارې وويل: ولې د افغان سولې لپاره په هغه مهال نړيوال غږ او نړيوال فتوا راپورته نه شوه؟ دلته بايد خلک عادلانه قضاوت وکړي.

ولسمشر غني د کرزي او عطامحمد نور په شمول ټول هغو کسانو ته هم واضحه ځواب درلود چې د موقت حکومت نغاره يې غاړې ته اچولې او په هر بحث کې يې ډنګوي. غني وويل: د حکومتولې نورې لارې تجربه شولې يا نه، موقت حکومت مو تجربه کړ يا نه، دکتاتوري تجربه شوله یا نه، نتيجه يې څه وه؟ يواځې بحران. آيا د بحران پسې بحران غوائ؟

غني په ټوله کې د سياسي ګوندونو لخوا د نومليکنې د بهير د باطلېدو د غوښتنې په ځواب کې د روانو ستونزو يواځينی حل ټاکنې او په کې د خلکو پراخ ګډون ياد کړ.

ممکن سياسي احزاب او د کرزي شاوخوا ډلې د اشرف غني دغو خبرو ته ډېر تند غبرګون هم وښيې.

لیکنه : خوشحال آصفي