قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

«
»

خپلواکي مو اخيستې؛ خو څنګه يې وساتو؟

د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه 

د زمري اته ويشتمه د افغانستان په تاريخ کې هغه وياړلې ورځ ده چې د دې هيواد دوست او دښمن، افغان ولس او بهرنيان يې نه شي هیرولی او تر ابده به د تاريخ پاڼې پرې زرينې وي. افغان ولس يې ځکه نه شي هيرولی چې په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان د خپلو نورو مجاهدينو سره اوږه په اوږه د نړۍ د هغه زبر ځواک په مقابل کې بريا ته ورسيدل چې لمر يې په امپراطورۍ کې نه ډوبېده. په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان او نورو همسنګرانو يې د افغانستان لپاره او د ټول افغان ولس لپاره تاريخ وياړ (خپلواکي) وګټله. ولس يې د انګليس له جال او غلامۍ خلاص کړ او د عزت او ابرو ژوند خاوندان يې کړل.

او دښمن يې ځکه نه شي هيرولی چې هغوی ته د خپل ظلم، وحشت، بربريت او د دوی د ستر قدرت په مقابل کې د افغانانو او غازي امان الله خان مېړانه ور په يادوي. دوی ته خپله هغه ماتې ورپه يادوي چې غيور افغان ولس ورته په ډيرو ساده وسايلو او نشت امکاناتو ورکړه. دغه ورځ انګليس او د نړۍ پخوانيو او اوسنيو زبرځواکونو ته په يادوي چې افغانان د تاريخ په هيڅ پاڼه کې د پرديو د غلامۍ په نوم څه نه لري، افغانان هيڅکله د چا امر ته غاړه نه ږدي او افغانان خپلواک پيدا شوي، خپلواک اوسېدل غواړي  او خپلواک به واوسي. دغه ورځ نورې نړۍ ته د عبرت درس ورکوي چې افغانان هيڅکله د سر د پاسه سر نه مني.

غازي امان الله خان د افغانستان او افغانانو د سرلوړۍ او سوکالۍ پراخ پلانونه درلودل، خو په څنګ کې يې دښمن هم د غازي د پلانونو د شنډولو لپاره پراخې دسيسې جوړې کړې. غازي يې خپل هدف ته د رسيدو او د سوکاله او پرمختللي افغانستان د ارمان پوره کېدو ته پرېنښود. امان الله خان د ولس د سياسي او اقتصادي خپلواکۍ ارمان درلود. د هيواد د پرمختګ، ساينسي ودې، ټيکنالوژيک پرمختګ او د نړۍ له نورو پرمختللو هيوادونو سره په قطار کې د افغانستان درولو لپاره کار کاوه. که قسمت ورسره ياري کړی وای او دښمن مو د ولس له ناپوهۍ ګټه نه وای اخيستې؛ نن به افغانستان پرته له شکه د اروپايې هيوادونو سره د سيالۍ په ډګر کې ولاړ و.

که امان الله خان خپلو پلانونو عملي کيدو ته کورنيو او بهرنيو دښمنانو پريښی وای؛ نن به مو ولس غاصبين، فاسدين، پردي پال او غله رهبران مسلط نه ول. نن به مو په ملي نواميسو، ارزښتونو او وياړونو سودا نه کيدله، نن به د ګاونډيو د دسيسو ښکار نه و، نن به مو نړيوالو ته د سوال لاس نه اوږدولو او نن به مو په ولس آسماني او ځمکني آفتونه نه راتلل. د غازي امان الله خان تلل او د افغانستان د بربادۍ ورځ شروع کيدل پيل شول. تاسې وګورئ له امان الله خان وروسته تر ننه د افغانستان کوم رهبر، کوم حزب، کوم مشر او کومې ډلې دلته ولس سم رهبري کړی دی او يا کم تر کمه يې د غازي د ارمانونو د پوره کولو لپاره د نوموړي په پل پل ايښی وي؟ یوازې د افغانستان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني چې د غازي امان الله خان په پل پل ایښی دی او د غازي امان الله خان د وخت پروژې پلي کوي د هغه په وړاندې هم جنګسالاران او د سیمې هېوادنو ګوډاګیان د دین او مذهب تر نامه لاندې خنډونه جوړوي . 

دا،چې موږ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې نمانځلو په درشل کې یو نو اړینه ده چې بايد د ستر غازي د روح خوشاله کولو لپاره د زمري اته ويشتمه په پراخو ولولو ولمانځل شي، لکه څنګه چې سر له اوسه حکومت دا لړۍ پیل کړې ده د غازي ياد تازه شي او د پلانونو د عملي کولو لپاره يې حکومت بايد لا نور کارونه هم ترسره کړي. که هر څومره د دغې ورځې په اړه وويل شي نو بيا هم کم دي، د دغې ورځې اهميت او ارزښت تر هغه څه ډير لوړ دی چې اوسمهال د دغې ورځې په پار ترسره کيږي. زه خوشحاله په دې يم چې په اوسنيو سختو شرايطو کې او په داسې حالاتو کې د هېواد، ولس او د خپلواکۍ دښمن مو ورځ تر بلې هڅه کوي چې د ملا، معلم او  سياسيون په نوم د خپلواکۍ د ورځې اهميت په خلکو کې کم رنګه کړي؛ بيا هم د نورو تيرو کلونو په پرتله سږکال د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو لمانځل کيږي. 

حکومت بايد د دغې ورځې مخالفو کړيو سره قانوني چلند وکړي او هغوی چې ستر غازي امان الله خان او د خپلواکۍ ورځې پسې بدرد وايې؛ د خپلو کړنو په سزا ورسوي. که نن د غازي امان الله خان او د دې ورځې يو مخالف ته ځواب ورنه کړل شو نو پرته له شکه چې سبا به شل نورمخالفین او بله ورځ به سل تنه پيدا شي. بيا به مو خدای مه کړه تاريخي وياړونه ورځ تر بلې بې ارزښته او له منځه ځي.

لیکنه : خوشحال آصفي