نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

«
»

خونړي بريدونه، حکومت بايد دغو پوښتنو ته ځواب ورکړي

وروسته له هغې چې د عمان پلازمېنې مسقط کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخيز بهير شپږمه غونډه ترسره شوه؛ وسله والو ترهګرو يو ځل بیا خپلو خونړيو بريدونو ته زور ورکړی او د تيرې يوې اونۍ په جريان کې نېږدې ۱۰۰۰ تنه هيوادوالو ته مو مرګ ژوبله واوښته. دا د افغانستان په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ اونۍ ده چې هره ورځ په کې په لسګونو امنيتي او عام افغانان مو په کې له ژونده بې برخې شول.

د پکتيا په امنيه قوماندانۍ، د غزني په اندړ ولسوالۍ، د کندهار پر ميوند ولسوالۍ، د فراه په شيبکوه ولسوالۍ، د ميدان ورګ ولايت په جغتو ولسوالۍ ، د کابل په دشت برچي کې پر امام زمان مسجد، د غور ولایت په دولينه ولسوالۍ کې پر مسجد او په تازه کې د کابل ښار په وزير محمد اکبر خان سيمه کې بريد، دا خونړي بريدونه هغه څه دي چې په نتيجه کې يې د تيرو پنځو ورځو په جريان کې په سلګونو افغانان د غم په ټغر کېناستل.

برید خو ښکاره ده چې د افغانستان او افغان ولس دښمن ترسره کړی او په ډيرې سپين سترګۍ او پوره وياړ سره يې مسوليت هم منلی دی خو پوښتنه دا ده چې اوس ملامت څوک دی، دښمن خو په هر حال کې د خپل شوم هدف د ترسه کولو لپاره د فرصت په لټه کې وي او چې موقع په لاس ور شي خپل کار ترسره کوي، خو آيا هغوی چې د ولس د ساتنې مسوليت په غاړه لري؛ څومره د ولس په ساتنه کې بريالي شوي دي؟

که د پکتيا او کندهار خونړيو بريدونو بڼه ته وکتل شي نو ښکاري چې امنيتي ځواکونه مو په خپلې وسلې، خپل موټر او خپلې مرمۍ شهيدان شوي دي. په دغو بريدونو او دې ته ورته په تيرو بريدونو کې وسله والو طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو له يونيفورم، هاموي او رنجر موټرونو څخه په استفادې ترسره کړي دي. دا هغه لوی تاکتيک دی چې په ډيری خونړيو بريدونو کې ترې طالب استفاده کړې ده او خپل شوم هدف ته په رسيدو کې بريالی شوی دی. ولې تر دې مهاله حکومت د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره نه دی لاس په کار شوی؟

بله ستونزه په ولاياتو کې له ترهګرو سره په جګړه کې او د طالب په محاصره کې د بندو سرتيرو ته د مرستې نه رسېدل دي. تر ډيره داسې کيږي چې په پوستو کې مو سرتيري په ورځو ورځو کلابند وي خو له مرکزه يې د ملاتړ لپاره څوک نه وررسيږي. په جګړه کې ښکېل او د دښمن په محاصره کې بند سرتيرو مو مرکز کابل ته چيغې وهي، نارې وهي، زنګونه وهي خو دلته په کابل کې يې څوک حتی ټليفون ته هم ځواب نه ورکوي. له مرکزه ورته يو ځواب ورکول کيږي چې وزير صاحب په جلسه کې دی او بوخت دی. خدای دې انصاف روزي کړه! اوس د وزير د جلسې وخت دی که د سلګونو سرتيرو د ژوند بچ کولو؟

د غزني د اندړو ولسوالۍ د بريد په  اړه ويل کيږي چې سرتيري درې ورځې محاصره ول، مرکز ته يې چيغې وهلې، د مرستې غوښتنه يې کوله خو له مرکزه ورته مرسته څه چې تليفون ته يې هم ځواب نه ويل کېدو. کله چې طالب په اندړو کې د پوستو تر دېوالونو ورسېدل نو بيا له مرکزه مرستندويه ځواک ورسېد. که لږ ځنډ نور هم شوی وای نو لکه د کندهار د ميوند ولسوالۍ په شان به مو د اندړو سرتيرو هم د شهادت جام څکلی وای. وزير صاحبان مو د خپلو ګوندي غونډو لپاره ولاياتو ته د پوځ په الوتکو کې سفرونه کوي خو د امنيتي ځواکونو سرتيري ته مو چې دښمن يې په مرۍ چاړه ايښې؛ هوايې مرسته څه چې ځمکني ورته څوک نه وررسيږي.

بله ستونزه په جګړه کې ښکېل سرتيرو ته له دښمن سره د مقابل ځواب او بريد لپاره د مرکز کابل  امر ته پاتې کېدل دي. هر کله مو چې امنيتي ځواکونه په ولاياتو او ولسواليو کې د دښمن تر بريد لاندې راشي نو دوی د مرکز کابل امر ته سترګې په لار ناست وي. له يوې خوا طالب بريد کوي، سيمې ته نيږدې کيږي خو بل لور ته بيا بيچاره سرتیری د کابل امر ته شيبې شماري چې څه وخت به ورته د مقابل ځواب امر کيږي. دا امر خو په نيږدې قرارګانو کې له موجودو مراجعو هم ترسره کيدای شي نو بيا ولې مو سرتيري د کابل امر ته په تمه پاتې شي؟

بله ستونزه له استخباراتي معلوماتو رسېدو وروسته هم د اړوند چارواکو لخوا د احتمالي پيښې د مخنيوي لپاره اقدام نه کول دي. هر کله چې يوه خونړۍ پيښه ترسره شي؛ په سبا يې بيا استخباراتي ارګانونه وايې چې دوی څو ورې وړاندې خبر ورکړی وی چې داسې پيښه به رامنتځه کيږي. نو چې استخباراتي ارګانونه له وړاندې هم خبر وي او اړوندې سيمې ته هم خبرداری ورکړی وي نو بيا ولې يې مخنيوی نه کيږي؟

دا هغه پوښتنې دي چې د امنيتي ځواکونو رهبري يې بايد ځواب کړي.

لیکنه :خوشحال آصفي