واخان

طی هفته اخیر سال عیسوی توسط شبکه های خبر رسانی…

نانوشته

       پس از دیر باز ، شعرقشنگ و پراُبُهَتی از" حسیب…

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي

نور محمد غفوری ټول پوهيږو چې د بريالۍ سياسي مبارزې له…

ساعت "کنزل" نمادی از نوستالوژی؛ اما به روایتی دیگر

نویسنده: مهرالدین مشید نه یک ساعت؛ بلکه حماسه ای در فضای…

ریبوار طاها

آقای "ریبوار طاها" (به کُردی: ڕێبوار تەها) با نام کامل…

نقارۀ جنگ 

رسول پویان  نـوای ســال نــویــن تـا نقـارۀ جـنگ است  به خون خلق…

عرفان و زبان

– دکتر بیژن باران من در جهان لغات دیگران می…

ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان

      به افتخارسالگرد حزب پر   افتخاردموکراتیک خلق افغانستان ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان یادت…

ریباز سالار

آقای "ریباز سالار" (به کُردی: ڕێباز سالار) با نام کامل…

تهاجمی خونین و آغاز مداخله ها و پایان حاکمیت ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجمی که افغانستان را به میدان جنگ های…

میا پیشم!

امین الله مفکرامینی        2024-28-12! میا پیشم تو دلـــدارممزن زخمه دلی زارم رهی دوستی…

شماره چهارم سال ۲۷ م محبت

شماره چهارم سال ۲۷ م محبت از چاپ برآمد. پیشکش می…

دولت پدیده عقلی – تحلیل موردی حمله پاکستان در ولایت پکتیکا

دولت پدیده قوم و یا دینی مطلق نیست. و دین…

هر شکستی ما را شکست و هیچ شکستی شکست ما…

نویسنده: مهرالدین مشید با تاسف که تنها ما نسل شکست خورده…

نوروز نبودت

- بیژن باران چه کنم با این همه گل و…

عرفان در مغز

دکتر بیژن باران     لامارک 200 سال پیش گفت: به پذیرش…

نماد های تاریخی- ملی و نقش آن در حفظ هویت…

نور محمد غفوری اشیاء، تصاویر، نشان‌ها، مفاهیم، یا شخصیت‌هایی که نمایانگر…

در دنیای دیجیتالی امروز، انسان‌ها به مراتب آسیب پذیرتر شده…

دیوارها موش دارند و موش‌ها گوش! این مثل یا زبانزد عام…

خالق تروریستهای اسلامی؛ الله است یا امریکا؟

افشاگری جسورانه از ژرفای حقیقت سلیمان کبیر نوری بخش نخست  درین جا می…

چگونه این بار حقانی ها روی آنتن رسانه ها قرار…

نویسنده: مهرالدین مشید از یک خلیفه ی انتحاری تا "امید تغییر"…

«
»

تودې غونډې؛ سړې پايلې

د افغان سولې د بهير د څلور اړخيزو غونډو؛ چې پاکستان، افغانستان، چين او امريکا پکې ګډون لري، د جوړولو پرېکړه د تېر کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د ايشيا زړه په کنفرانس کې شوې ده. د دې لړۍ لومړۍ غونډه د جنوړۍ په يوولسمه په اسلام اباد كې ترسره شوه. په دې ناسته کې د همغږۍ څلور اړخيزې غونډې د کار لپاره شرايط تصويب او په افغانستان کې د سولې او پخلاينې بهير د مخته وړلو په موخه د منظمو غونډو پر روانو ساتلو هوکړه وشوه. دغه راز پرېکړه وشوه چې په دې اړه دويمه غونډه به د مرغومي په ٢٨مه په کابل کې جوړه شي. دويمه غونډه په کابل کې ترسره شوه او يوازې دومره وشول چې طالبانو سره د خبرو د پيلولو لپاره د لارې پر نقشې خبرې وشوې. همداشان پريکړه وشوه چې درېيمه غونډه به د سلواغې مياشتې په ۱۷ مه نېټه په اسلام اباد کې ترسره شي. دريمه هغه هم ترسره شوه او وروسته له ډيرو هڅو دې پايلې ته ورسيدل چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر «نقشې» موافقه وکړي. د تيرو غونډو په څېر په دې غونډه کې هم د راتلونکې څلور اړخيزې غونډې نيټه وټاکل شوه چې له مخې به يي کابل د فبروري میاشتې د بلې څلور اړخيزې غونډې کوربه وي.

اوس په تازه کې راپورونه وايي کابل به راتلونکې اوونۍ د څلور اړخیزې ناستې کوربه وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دغه غونډه به د راتلونکې سې شنبې پر ورځ په کابل کې وشي. سرچينه وايي د څلور اړخیزو ناستو په راتلونکې غونډه کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلیدو پر عملي لارو چارو او دغو خبرو ته پر جوړ شوی میکانیز خبرې وشي.

دا يو حقيقت دی چې افغان ولس غواړي د سولې د خبرو اترو پايله يوه سياسي پرېکړه وي، چې په افغانستان کې د زورزياتي په ختمېدو او د يوې دوامداره سولې په رامنځته کيدو تمام شي. خو که د دغو څلور اړخيزو غونډو تيرو دریو هغو او په تير کې له افغان سولې پروسې سره د پاکستان نيت ته وکتل شي؛ نو له راروانې څلورمې څلور اړخيزې غونډې هم د هيلو مزې شليږي. د پاکستان په نيت ځکه باور نه شي کیدای چې په تير کې يي د افغان سولې پروسې ته پراخ خنډونه رامنځته کړيدي. ښه بيلګه يي د سولې لومړي پړاو خبرو د ډپ کولو لپاره د طالب مشر ملا عمر د مړينې خبر خپرول دي چې دوه کاله وړاندې مړ شوی و خو پاکستان د ځانګړي موخې په پار په حساس وخت کې خپور کړ. پخوا د سولې راوستو له پاره هيلې يو څه غوړېدلې وې، چې ګواکي کېدای شي د سولې خبرې پر مخ لاړې شي او يوې پايلې ته ورسيږي، خو د ملا عمر د مړينې د خبر په خپرېدو سره دغه هيلې ختمې شوې.

همداراز د څلور اړخيزو غونډو پايلو ته په کتو داسې څرګنديږي چې دا غونډه به هم تش د کاغذ پر مخ په ژمنو وڅرخي او کومه عملي پايله به ونه لري. دا تيرې درې څلور اړخيزې غونډې چې ترسره شوي دي؛ په کې د چين او امريکا رول هم تر ډیره د پاکستان په ګټه دی او افغان لوري ته يي کوم شه زیری نه دی درلودلی دی. اصلاً په دغو غونډو کې د امريکا او چين د پاکستان د استازو په څېر معلوميږي. هر څه چې پاکستان وايي؛ دوی يي ورسره تايدوي. افغانانو چې کومه هيله له امريکا او چين څخه درلوده چې دوی دواړه هيوادونه به په پاکستان فشار راوړي څو د افغان سولې پروسه کې د ژمنو پر ځای عمل وکړي؛ هغسې ونشو. دوی دواړو هيوادونو تر اوسه داسې کوم خاص فشار په پاکستان نه دی راوړی چې پر اساس يي د پاکستان په نيت کې بدلون راغلی وي. نو فلهذا له راتلونکې غونډې هم ډيرې تمې نه شي کيدلای.

همداشان که څه هم د طالب مشر ملا عمر له مړينې وروسته د طالبانو په ليکو کې درز رامنځته شوی دی؛ په دې وروستيو کې هم د طالبانو د خپملنځي اختلافاتو راپورونه ورکول کيږي. د طالبانو د پاشل کید تر شاه د پاکستان لاسونه ښکاري چې غواړي يو ځل بیا د سولې پر مخ یو بل خنډ رامنځته کړي. اوس مهمه موضوع داده، چې له څلورمې څلور اړخيزې ناستې وروسته به د مخالفانو کومې ډلې په خبرو کې ګډون کوي او که نه؟ که ګډون کوي نو د دوی غوښتنې به څه وي؟ آيا د دوی د غوښتنو پلي کول د افغانستان د حکومت په وس کې دي که نه او يا لږ تر لږه نړيواله ټولنه کولای شي د مخالفينو غوښتنې ومني که نه؟

دا هغه پوښتنې دي چې وخت به يي ځواب ووايي.

لیکنه : خوشحال آصفي