اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی او ستر فیلسوف، ریاضي پوه او شاعر وو. د هغه اندونه او افکار د نړۍ د فیلسوفانو په منځ کې ځانګړی ځای لري. د زېږېدنې د نېټې په اړه ېې دقيق مالومات نه شته خو څېړونکي وايي چې هغه تر ميلاد « 427یا۴۲۹» کاله مخکې، د يونان په اوسني پاېتخت ( آتن) او یا هم ېو بل ښار ( آېجاینه) کې زېږېدلی دی. او په (۷۴) کلنۍ کې مړ شوی دی.
اپلاطون له خپل ښوونکي سقراط او زده کوونکي ارسطو سره یو ځای درې ستر یوناني فیلسوفان دي چې د فلسفي او اخلاقي مسایلو بنسټ ایښودونکي دي. اپلاطون یو لرغونی یوناني فیلسوف او د نړۍ د لومړي عصري پوهنتون،چې د «اکاډیمي» په نامه یادېږي بنسټ ایښودونکی دی. په دغه اکادیمۍ کې اپلاتون تر مرګه پورې د ریاضیاتو او فلسفې ښوونه او تدریس کاوه. اپلاتون د اخلاقو، سیاست، ریاضیاتو، میتافزیک، منطق، جمالیات او ښکلا پېژندنې، علم پیژندنې، فلسفې، شعر او هنر په برخو کې ارزښتناک او ګټور متنونه او کتابونه لیکلي دي. د اپلاتون له مهمو او غوره اثارو څخه د «جمهور» او « میلمستیا » کتابونه ډېر نامتو دي. اپلاطون د فلسفې تر څنګ په ریاضي، منطق او اخلاقي اصولو کې هم کار کړی او خپل اندونه او لید توګي یې وړاندې کړې دي.
دا هم د اپلاتون ګڼ شمېر ګټورې، مهمې او اغیزناکې خبرې او ویناوې:
– که پیسې ولرې انسانان به دې وپېژني، که پیسې ونه لرې نو انسانان به وپېژنې.
– د انسان ارزښت په درې شیانو کې دی: علم، محبت او ازادي.
– ادب د لویو او سترو انسانانو تر ټولو ښکلې پایله ده.
– هغوی چې غواړي ښه ژوند وکړي باید حقیقت ته نږدې شي، ځکه چې د حقیقت موندلو وروسته، دوی د نړۍ له غمونو او اندېښنو څخه ځان ژغوري.
– د انسان چلند له دریو اصلي سرچینو څخه څرګندېږي: هیله، عاطفه او پوهه.
– د هر شي ساتونکي چې څومره زیات وي هغومره خوندي وي، خو د راز ساتونکي چې څومره زیات وي هغومره په خطر کې وي.
– دندې سر ته رسول ویښ وجدان، پوهه او آګاه زړه او باطني مینه غواړي.
– تر ټولو ښه ژوند هغه دی چې په کوچنیو شیانو قناعت وکړئ او راضي ویئ.
– یوازې نیاو(عدالت) او انصاف دی چې کولای شي خوشبختي رامنځته کړي.
– د ځمکې پر مخ او لاندې ټول معدنيات د یو فضیلت او لویوالي په اندازه ارزښت نه لري.
– هغه کسان چې په ژمنو وفا کوي، هغه تر ټولو ځواکمن او غښتلي خلک دي.
– نړۍ ته نه راتلل له ناپوهي څخه غوره ده، ځکه ناپوهي د ټولو بدبختیو مور ده.
– عام خلک شتمن خلک خوښوي، او خاص او ځانګړي خلک عالمان او پوهان خوښوي.
– هر څوک چې د نورو د نیکمرغۍ غوښتونکی وي، لرې نه ده چې خپله به یې نیکمرغي په برخه شي.
– زما په اند، یوازینۍ موضوع چې د انسان مغز باید اندېښمن کړي د هغه د ماشومانو راتلونکی دی او هغه باید په دې اندو فکر وي چې د خپلو ماشومانو د خوشحاله کولو لپاره څه وکړي.
– حکومت د یو فرد په څېر دی، او دنده یې د اخلاقي فضایلو په دایره کې د خلکو روزل دي، د یو چا د نیکمرغي څخه د ټولنې نیکمرغي ډېره غوره ده.
– ټولنیزه نیکمرغي په ځانګړې نیکمرغۍ باندې لوړه او اوچته ده.
– د آزادۍ ډیروالی به حتمن د مریتوب او غلامۍ د زیاتوالي لامل شي، که په فرد کې وي یا په حکومت کې.
– موسیقي په روح کې د غږ د ننوتلو وسیله ده، د هغهٔ د فضیلتونو د روزنې لپاره.
– موسیقي د بشري ژوند د دوام لپاره اړینه ده.
– هوښیاري په دې کې ده چې خپله خوله بنده وساتې ځکه تر څو پورې چې د ماهي خوله بنده وي نو هغه د ښکاري ښکار نه کېږي.
– هوښیار خلک خبرې کوي ځکه چې دوی د ویلو لپاره یو څه لري. ناپوهان او احمقان خبرې کوي ځکه چې دوی باید یو څه ووایي.
– پوهه او عقل د خدای تر ټولو لوی نعمت دی، وروسته له پوهې او عقل څخه خاکساري او د خپل روح او ځان برابري ده، که دغه دوه نعمته له ځواکمنتوب او شجاعت سره یو ځای شي، چې څلورم نعمت دی نو دریم نعمت یانې نیاو(عدالت) ترې جوړیږي.
– نړۍ د هوښیارانو په مرګ او د ناپوهانو او جاهلانو په ژوند اوښکې تویوي.
– هوښيار خلک تر ټولو پیاوړي او ځواکمن دي.
– تل د ښوونو، لوستلو او زده کړو په اندو فکر کې اوسه او د پوهې او علم څارل ته لومړیتوب ورکوه.
– لومړۍ او غوره بریا په خپل ځان برلاسي ده.
– بدنیته هغه انسان دی چې د خلکو کمزوري او عیبونه ښکاروي او نېکي یې پټه ساتي.
– هغه شی چې په لاس نه درځي ارمان یې مه کوه.
– د ښځې لاس د اوسپنې نه هم غښتلی او قوي دی.
– په نړۍ کې، د انسان د خوښۍ یوازینۍ سرچینه مینه ده.
– مینه یوازینۍ ناروغي ده چې ناروغ ترې خوند اخلي.
– د مينې په لمسولو سره هر څوک شاعر کېږي.
– دا مینه ده چې د خلکو په منځ کې سوله رامنځته کوي.
– هر انسان پوهه، عقل او شعور لري، خو له پوهې، عقل او شعوره کار اخیستل، هر څوک نه شي کولای.
– زده کړې باید د ماشومتوب له دورې پیل او د ژوند په هر پېر او دوره کې دوام ولري.
– هیچ څوک له زده کړو بې وسه او محتاج نه دی، لکه څنګه چې له خوړو او ساه ایستلو بې وسه او محتاج نه دی.
– په قضاوت کې باید له درې شیانو لرې واوسئ: هوس، کرکه، کینه او ځواک.
– تر ټولو بده دا ده، چې یو څوک د خپل ځان ستاینه کوي.
– بې عمله عالم د هغه ړانده په څېر دی چې څراغ یې لاس کې وي خو لار پرې نه ویني.
– هغه کسان چې په ژمنو وفا کوي، هغه تر ټولو ځواکمن او غښتلي خلک دي.
– موږ د زده کړې او تعلیم له لارې کولی شو د ولس ویده صلاحیتونه راویښ کړو.
– ویسا (اعتبار) هغه ګرانبیه او قیمتي جوهر دی چې د بې پروايي او غفلت په یوه کاڼي ماتېږي او له منځه ځي.
– څوک چې د نورو لپاره خیر او نېکمرغي غواړي، په پای کې به خپله نېکمرغي هم تر لاسه کړي.
– یوازې نیاو (عدالت)کولی شي خوښي راولي.
– هیڅکله هغه څوک مه نهیلې کوئ چې په دوامداره توګه پرمختګ کوي، مهمه نده چې دوی څومره ورو حرکت کوي.
– بې صبري، انسان له هر ډول کړاو څخه نه خوشی کوي. بلکې، دا د یو کس د ویجاړولو لپاره یو نوی درد رامینځته کوي.
– هغه څوک چې له موږ سره همغږي وي موږ ته آرامتیا راکوي او هغه څوک چې زموږ سره همغږي نه وي موږ ته پوهه راکوي.
– د ځمکې په سر ټول سره زر د یوه فضیلت په اندازه ارزښت نه لري.
– له یوناني فیلسوف اپلاتون څخه چا پوښتنه وکړه: هغه څه ډول خبره ده، چې که رښتیا او صحیح هم وي ویل یې ښه نه دي؟ وې ویل: د خپل ځان ستاینه او تعریف.
– هغه څوک چې د شتمنۍ د ترلاسه کولو په لټه کې وي، هغه وخت نه لري چې علم ترلاسه کړي.
– پوهان ناپوهان پېژني، ځکه یو وخت ناپوهان وو اما نا پوهان دوی نه پېژني، ځکه هیڅ وخت پوهان نه وو.
– د ځمکې په سر او لاندې ټول سره زر د یوې اخلاقي ښېګڼې ارزښت نه لري.
– ځان تر ښه ملګري ځار کړئ.
– هغه چې د نورو ښېګڼه غواړي، خپله به یې هم لاس ته راوړي.
– تر ټولو ځواکمن خلک هغه دي، چې په خپله غصه برلاسي شي.
– نیکمرغي هغه چا ته غېږ پرانیزي، چې د نورو د نیکمرغۍ لپاره هڅې کوي، هر څوک چې د نورو لپاره د نیکمرغۍ په لټه کې دي، هرومرو خپله به هم نیکمرغي ترلاسه کوي.
– یوازېنۍ ناروغي چې ناروغ خوند ترې اخلي مینه ده.
– بې مینې ژوند نه کېږي.
– مینه داسې بلا ده چې ټول یې غواړي.
– مینه او میینېدل له هر چا نه شاعر جوړوي.
– په نړۍ کې، د انسان د خوښۍ یوازینۍ سرچینه مینه ده.
– مینه مه هېروئ او بې ارزښته یې مه ګڼئ.
– د انسان د سوکالۍ زړی په مینه کې دی.
– هنر د رښتینې نړۍ تر څنګ د ایډیالي نړۍ جوړول دي.
– د انسان په اروا کې د موسیقۍ وزن و نغمه لوی اغېز لري او که سم وکارول شي د ښکلا مانا ورپېژندلای شي.
– بشر په ژوندانه کې موسیقۍ ته اړتیا لري. موسیقي د انسان د څېړنې، ځېرتیا، پوهې، حس، لیدلو، ارزونې او په پای کې د مینې ځواک پیاوړی کوي. تاسې یوه شډله اروا زما لاس ته راکړئ، زه به د موسیقۍ په مرسته شډلتوب و تیاره ترې لرې کړم او بېرته به یو پوه او مېړنی سړی دروسپارم.
– د هر کار پیل، د هغې ترټولو مهمه برخه ده.
– همدا چې یو سړی له خپل برید نه واوړي او هغه ځای ته ورسېږي چې دی یې وړ نه وي، اخلاق یې ورانېږي.
***
په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود












