نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

یو نظر دی

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن فیبروری ۲۰۱۴ کال

جناب محترم د افغانستان نوۍ جمهور ریس اسلام علیکم ورحمت ا لله تعالي .
افغانستان دهغو مشهور متل په استناد ددوو ډیرو خطر ناکو دشمنانو تر منځ موقیعیت لري چې یو ېې ( پړانګ دی او بل ېې پاڼ دی ) نن هم زموږ هیواد دیوي خوانه د وسله والو ټوپک مارو دشمنانو سره لاس او ګریوان دی او د بلې خوانه د ډیر وران اوویجاړ مافیایی اقتصاد سره مواجه دی چې ددغو دواړو نه ږموږ هیواد زما په عقیده د داسې یوه اساسي ستراتیژیک پلان په عملي کولو سره ځان ژغورلۍ شي چې دغه لاندې شیان ېې  هدف ته د رسیدو یوازنۍ نورمونه او اساسات جوړوي .
 یوه بیړنۍ لویه جرګه د قومونو د مشرانو – سپین ګیرو – مخورو- روحانیونو – دجوماتونو د خطیبانو – او د مدنی او سیاسي ګوندونو او ځوان نسل ( ښځینه او نارینه ) نمایدګانو استازی کابل ته دعوتول او د دریو ورځو له پاره باید په دوو مهمو مسلو بحثونه وشي ::
   له پاره ددې چې افغانستان دهر چا کور شي او هر سړۍ ددی وطن خاوند ځان وبولي او په دی وطن کې د مساوی حقوقو نه برخورداره شي او په واقعیت کې د خپل وطن ساتنه ، خدمت ، ورته یوه دینی او ملي فریضه وشمیرل شي او همیشه د بیګانه او خارجی هیوادو د مداخلی او دیکټاټه خلاص شي او د اجیر او مزدور افغان نوم ور باندې کې نه ښول شي دیوه ملي افغاني شخص غونته د ټولنې غړۍ ووسي لازم بولم د شورا ټول غړي په اتفاق د رایو په دغو پرتمینه غونډه کې فیصله وکړي چې ::
اول :-  هر سړۍ مکلف دی بیدون له استثني څخه خپل زامن د عسکري مکلفیت دوه کلن مقدس خدمت ته ولیږي ، دیوې خوانه به ځوانان د استقلال او ازادی او د خاورې تمامیت په ملي روحیه وروزل شي او د بلې خوانه به دوی ته دغه دوره یو عالي او انسانی مکتب وي او هیڅوک به د دي امر نه مستثني نه وي بل ښه والۍ ېې دادی چې یوه ډیره زیاته اندازه پیسې چې اوس ېې په زاریو او ګدايي له غربه په راس کې امریکا نه د معاشونو په خاطر تر لاسه کوۍ هغه به دولتی بودجې ته زیاتی شي دریم ښه والۍ ېې دادی چې د تنظیمو – سمت او مذهب او ژبو او زورواکانو له انحصاره فارغ وسله وال پوځ به را منځ ته شي ، دریمه ښیګڼه ېې داده چې دشمن به په دوی کې نفوذ نه شي کولای او ددوی تر منځ تفرقه نه شي اچولای ،او اخرینه مهمه او ډیره مقدسه خبره داده چې هر سړې د خپل ناموس او خپلې خاورې ساتنه کوي ، نو دغو ته په واقعیت کې ملي وسله وال پوځ ویل کیژي چې یوازې د سر قوماندان اعلي ( ریس جمهور ) تر امر او قوماندې لاندې به کار کوي او یو بی طرفه وسله وال پوځ ورته ویلای شم او د نني ( اجیر – سمتی – تنظیمی – ففټي ففټي – قومي – مصلحتي  دغرب ، پنجابي او ایرانی ) د حمایت او دیکټاټ نه به فارغ وي .
په لومړي قدم کې د مرکز ( کابل له پاره دیوه مرکزي ګارنیزیون ( دقول اوردو ) په تشکیل سره د ټولو ولایتو نه سر بازان د مکلفیت ددوری په اساس جلب شي ، بیا هغه قطعات چې په مرکز کې تر ننه په خدمت بوخت وو احترامانه دیوې میاشتی معاش په بخششۍ رخصت شي ، او د نورو قول اوردوګانو د اولیت په حساب مثلا ( د شرقی زون قول اوردو اکمال شي ، بیا د جنوبی زون قول اوردو اکمال شي ، بیا د جنوب شرق زون قول اوردو اکمال شي ، او بیا د غرب زون قول اوردو اکمال شي او بیا د شمل شرق زون قولاوردو اکمال شي او په اخر کې د شمال زون قول اوردو اکمال شي  ، دغه لړۍ ادامه پیدا کړي او د یوه کال په موده کې زموږ وسله وال پوځ د تشکیل له لحاظه په پښو دریژي ، تعلیم او تربیه ېې په هر قول اوردو کې یو تعلیمی غونډ تشکیل شي لکه پخوا چې موږ درلودل او تعلیم او تربیه ېې هلته زموږ د افغاني لوړ رتبه ، باتجربه ډ دکتور نجیب ا لله د رژیم د افسرانو په ذریعه تکمیل شي او د خارجي مشاورینو د بی ځایه معاشاتو مخه به هم ونیول شي او یوه مشاور ته په وسله وال پوځ کې ضرورت نشته او زموږ سربازان او افسران به د مشاورینو د تفاق او شقاق له دیکټاټه فارغ وي البته بیدون د هغو نوي محاربوی تخنیک نه پرته کوم چې زموږ افسرانو تر اوسه نه وي لیدلۍ ، د  نظامی تعلیماتو تر څنګ په هر تعلیمی غونډ کې د ( دریورۍ – ولډنګ کارۍ -نجارۍ – ګلکارۍ – رنګ مالۍ – میخانیک تخنیک – برق – ) درسونه په سر بازانو باندې تطبیق شي چې وروسته له دوو کالو هر سرباز یو مسلکی دیپلوم هم ولري ، او د هر قول اوردو له پاره محاربوی تخنیک لکه (  ټانکو نه – زره پوشونه – توپچي – مخابره – انجینری- لوژستیک – کمیا وګاز – تخنیک – نقلیه )او مهمات او تجهیزاتو په شمول اکمال او تجهیز شي ، په لومړي سر کې هغه روسۍ محاربوی تخنیک چې تر ننه په ډاګو او دشتو یا دیپو ګانو کې بیکاره پروت دی د روسانو سره دیوه قرارداد په حساب یوه د اوسپنې زوبولو فابریکه عاجله جوړه او ترمیماتي برخه ېې دوسلو ترمیم تر لاس لاندې ونیسي او موږ ډیر پخوانی انجینر افسران چې په چکوسلواکیه کې ېې تحصیلات کړې وو او په پلچرخی کې د ترمیم خانې په فابریکه مصروف وو په کار واچوۍ نو به دوی وسایط او تخنیک ترمیم کا او یا هم دروسانو نه هیله وکړۍ تر څو دغه تخنیک در نه واخلي او په عوض ېې نوۍ در کا چې دغه هم یو ممکن کار دی ،خو زما د شخصی تجربې له مخي او دنړۍ د نظامی تشکیلاتو په لیدو سره باید زموږ هر قول اوردو ( یو کنډک ترانسپورتي او محاربوی هلیکوپترونه – یو کنډک جنګي جټ طیاری هم اماده باش د قول اوردو په تشکیل کې ولري تر څو دوی د عاجلو محاربوی فعالیتو له پاره بیړنۍ استفاده ور نه وکړي مثلا که په جلال اباد کې دغه هوایی قوت موجود وۍ نو به زموږ ۲۲ کسه میړني سربازان نه شهیدانیدل  )  ډیرو خلکو ته سوال پیدا کیژي چې ددغو وسایلو او محاربوی تخنیک له پاره پیسې او بودجه له کومه کیژي ؟؟؟؟
دوهم :: – بلې بودجه یو لوی او مهم سوال دی ، خو بیا هم زما په نظر اساسي شرط ددغو لوی او مهم ستراتیژیک پلان دتطبیقولو له پاره په لومړۍ سر کې یوه ملي شخص – یو ملي ریس جمهور – یوه متعهد ریس جمهور ته – یوه افغان ریس جمهور ته – یوه همه شمول ( د ټولو قومونو – ټولو ملیتونو ته باید د پلار حیثیت لرونکۍ ریس جمهور ته چې یو قوم یو ملیت ورته تفوق ونه لري ټولو ته په یوه سترګه وګوري ضرورت دی ، البته نه د ملاعمر په ړنده یوه سترګه ).
او هر کله چې دغه سړۍ تاسې دریس جمهور په حیث وټاکلو او زما له نظره چې ددغو مهمو او تاریخی کارو د اجرا او عملی کولو له پاره د ننیو یولسو نوماندانو له جملې نه فقط اشرف غني احمد زۍ وړ ریس جمهور بولم  او لازم ګڼم دلته د وسله وال پوځ له هم مسلکانو -هم صنفانو – یوه دوره وروسته او وړاندې افسرانو – شاګردانو او قهرمانو سر بازانو نه هیله وکړم چې یوازنۍ سړۍ چې زموږ دوطن د وسله وال پوځ په ضروریاتو اومکلفیتو او مسولیتو ښه پوهیژی هغه دکتور صاحب اشرف غني احمد زۍ دی نو زما هیله او خواهش له تاسو ټولو نه دادی لکه څنګه چې د افغانستان روحانیونو ( حضرت صاحب مجددی – پیرصاحب ګیلانی – او د اسماعیلیانو مشرسید منصور اغا او دقومونو سپین ګیرو او مشرانو ورته رایه ورکړې ده تاسې هم ده ته رایه ورکړۍ چې سرتاسري امنیت تامین کړي او د وسله وال پوځ ارمانو ته ځواب ووایی لکه څنګه چې ده ورته اشاره وکړه ( زموږ په اوردو – زموږ په څارندوی – زموږ په امنیت ملي تجاوز عین تجاوز زموږ په ناموس دی ، نه ېې منو – نه ېې منو – نه ېې منو ) ، اوس چې اقای اشرف غني ریس جمهور شوو باید د پورتنیو او نورو اقتصادی پلانو د عملی کولو او دوسله وال پوځ د مصارفو د پوره کولو په خاطر فورا باید ( یو قول اوردو د قووای کار په نامه تشکیل کاچې د ( قیمتي ډبرو – طلا – یورانیم – کرومایتو ) ټوله پروسه تر سره کا ، چې دلته زیادتر هغو کسانو ته موقع مساعده شي چې د ۳۵کلن ناورین په موده کې ېې دکورنی غړي له لاسه ورکړي دی او بیا نورو حرفوی ځوانانو ته چې تعداد ېې ۲۰۰۰۰ نفرو ته رسیژي ) دغه قول اوردو د وزارت دفاع په چوکات کې منظور شي ، ځکه دلته هلیکوپترو ته ضرورت دی ، ددغو قول اوردو سربازان فقط د خفیفه وسلو انداخت هره ورځ درۍ ساعته زده کوي او متباقی ورځ د هغو معادنو د استخراج – ساتلو – دیپو کولو – انتقالولو تعین شوي محل ته په مرکز یا ولایت کېوظیفه په غاړه لري او په مرکز کې د وزارت معدن له خوانه د پروسس یوه لویه فابریکه ایجادول او ددغو قول اوردو سربازانو نه وظیفه اخیستل ، البسه او اعاشه همیشه هر چیرته ددغو قول اوردو د وزارت دفاع له خوانه اکمالیژي – همدا رنګه ددوی په تشکیل کې دهر معدن له پاره د وزارت معدن انجینران او تخنیکګران شامل شي دیادونې وړ ده چې ددغو قوای کارقول اوردو منسوبین معاشخواره افراد شمیرل کیژي او بودجه ېې د وزارت معدن له خوانه تمویلیژي ، ددې تر څنګ د امنیت ملي افراد او کارمندان باید په دغو تشکیل کې مدنظر ونیول شي تر څو د غلاوو – دغمیوخوړلو ( معدی ته تیرولو ) نه جلوګیري وکړي او ددوی تر کنترول لاندې ټول کارونه تر سره شي ، ددی کار په عملي کولو سره دولت هر کال په حدود ۶-۱۰ ملیارده ډالر تر لاسه کوي ، اوددغو معادنو هر څه ددولت په انحصار کې باید وې .
 دریم :: – همدارنګه د پیسو د پیدا کولو له پاره باید اقلا یو یا دوه کاله د ( تریاکو په تولید – ترافیکنګ – پروسس – او په هغو خلکو چې دلته په دغو کار مصروف دی کاملا جدی دولتی انحصار را منځ ته شي ، یعنی ټول تریاک دولت واخلی اوبیا ېې دولت په هغو کړیو خرڅ کا چې تر ننه په دغو کار مصروف وو ، دمافیا مخه به ونیول شي – او دولت به بزګرانو ته ددوی د تولیداتو په بدل کې غذایی مواد – نور  دژند ضروریات – تعمیراتی او غیره لوازم ورکا او پاتې نقده پیسې ورکا او کرار کرا د تریاکو بدیل ( زعفرانو ته زمینه دکشت برابره کا ) ، او زما په نظر به دولت هر کال د ( ۳۰ – ۴۰ ملیاردو ) دالرو پورې عاید تر لاسه کا ، زما په فکر سره چې د وسله وال پوځ د پیسو موضوع حل شوه ، او د اقتصاد ي ستونزو په هلکه باید ووایم چې د پورتنیو عایداتو نه چې که ۴۰ ملیارده حساب کړم ۲۰ ملیارده ېې هوايي تخنیک واخلۍ او نورې په زراعت او نورو عام المنفعه بروژو مصرف شي لکه اقای اشرف غنی چې وایی،  موږ به کلیو او ولسوالیو او ولایتو ته ډیره توجه وکړو ، دغه ډیر درست او دقیق پلان دی په کلیو کې زموږ اکثریت نفوس دی او دوی د بیکارۍ – فقر او بی امنۍ سره لاس او ګریوان دی نو به دولت دوی ته طویل المدت وړې قرضې تر ۲۰۰۰ ډالرو پورې دهاقینو ته په کلیو کې ورکا او پس له یوه کاله په اقساطو ورنه بیرته دیوې فیصدۍ په ورکولو سره ورنه حاصل کړي او دهاقین ( غنم – وریجی – وربښې – جواری –  ترکاری باب – چرګان – مالداری – شات – فلمرغان – مرغابي او ډیرمختلف النوع لاسې صنایع تولیدولای شي او پورتنی ټول کارونه او اقدامات د بیکاری په له منځه وړلواو د امنیت په راوستلو کې ډیر مهم رول لوبولای شي او په عین وقت کې باید دولت د برق هغه بندونه چې ډیر وخت نه نیسي او اقلا د څلورو کالو په دوران کې جوړیدلای شي عاجل تر لاس لاندې ونیسي نو به زمینه د فابریکو جوړولو او لویو صنایعو دتولید له پاره مساعده شي، داوه یوه  لنډ محاله عاجله ستراتیژیکه طرحه  .