هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

«
»

ګلان مو چې کرلی وو ، ووس يي ریبۍ ؟؟؟؟

لیکونکۍ :: دکتور طاوس وردک تورنتوی کاناډا ۱۳هم اګست۲۰۱۶ .

افغانستان دمجاهدینوپه قدرت ته رسیدو وروسته او بیا کله چې د پاکستان منافع مجاهدینو پوره نه کړی یوه ریزررف قوه ( طالبان ېې د خلکو په سر حاکمان کړل چی ددوی نخری او شرمونکې حکومت داری تر ننه یو افغان نه شی هیرولای دطالبانو د شکست له پاره یوه ډیره منظمه او مخکی له مخکی ترتیب شوې توطیه د طالبانو د وهلو او ځپلو د پاره په لندن او امریکا ګی د پنجشیریانو( د احمد شاه مسعود – ولی مسعود – ضیا مسعود – ربانی – قانونی – فهیم – بسم الله محمدی – عبدالله عبدالله)  په مستقیمه مداخله او مرسته ،طالبانو ته جوړه او ترتیب شوه او پلان له مخي ېې طالبانو ته مرګوني ګذارونه ورسول ، خو پاکستان ( لندن او امریکا ) متقاعده کړه چې د طالبانو وهل او ځپل لوی نقص لری او هغه دا چې د طالبانو نه د هندوستان په ضد او د مرکزی اسیا هیوادو په خاطر ډیره استفاده کیژي او هماغه وشوه چې د ( امریکا سي آی ای دجنوب شرق د اسیا  مشر، شارون)  طالبان د کندز نه د پاکستانی کوماندوګانو په شمول د شپي لخوا په ۱۰-۱۳ پاکستانی طیارو کی پیشاور ته انتقال کړل ، امرالله صالح چې په کندز کی د امنیت مسول وو شارون ته وایی چې هره شپه په لس هاوو پروازونه د پاکستان لخوانه د کندز څخه خپل کوماندو ګان او د طالبانو رهبری انتقالوی ، شارون هیڅ ځواب امرالله صالح ته نه ورکوی صرف تعجب کوی چې امرالله صالح سګرټۍ ( چرس وهی ) ،  له دی وروسته سناریو د جنګ او ملی خیانت په افغانستان کی کاملا د پنجشیریانو په نفع تغیر خوري ، احمد شاه مسعود وزیر دفاع – ربانی رهبر جمیعت – فهیم وزیر امنیت ملی چې مسکو ته د پوتین زیارت ته ځي او هلته ددوی معرفت د امام علی رحمانوف په وساتت تر سره کیژي او پوتین خپلو مشاورینو او وزیرانو ته وایی ( دروزیم نه ده په موچ ) ګویا چې د دوستانو سره باید مرسته وشي ، او دوی ( پنجشیریانو رهبرانو ) نورو وزیرانو او دنورو تنظیمو مشرانو ته ویل چی ما بودیم که شما را به قدرت رساندیم وما هستیم که سرنوشت مردم را تعین می کنیم ، د امریکا سره ېې قرارداد همداسی وو چې دوی باید دقدرت نه خلع نه کړی او صلاحیتونه ېې کم نه کړی ځکه دوی وو چې زمینه د اشغال ېې غرب ته اماده کړه ، د اولې ورځې نه بیا ترننه د معاملو – توطیو – زورازمایلو – رشوت خوړلو – چوراو تالان – قاچاقبریو – دقومونو ترمنځ د نفاق او شقاق درزاچولو – انتحاری او بم ګذاریو -کډنپولو -او جنګو زمینه دوی برابره کړه په لومړي سرکی ېې طالبان په امریکا او ځپله د شمال ټلوالی داسې په کانتینرو کی غلبیل کړل چې د سرکو په سر دوینو سیلابونه جاری شول ، ۲۰۰۰ تنه طالب جنګیالی داسی ژوندې زخمی په خاورو په حیرتانو کې په خاورو ومنډل چې نن سبا ېې نه ( ملګرو ملتو – نه عفو بین الملل – نه حقوق بشر – نه خدای ) پوشتنه وکړه ،او نن اشرف غنی چې د بسم الله محمدی اختلاسونه – د اسماعیل اختلاسونه او نورو جمیعتیانو چور او اختلاسونه برملا کوی نو غنی ته د قدرت غاصب وایی او عبدالله شروع کوی چې یوه بهانه جوړه کړی او د افغانستان خلکو ته ووای چې ریس جمهور لیونۍ او عصبی دی وزیران بی آبه کوی ؟ ډیر ښه کا ولی بیسیواده ، غیرمسلکی وزیران په کابینه کی ځای ولری ، هغوی چې د بودجی د مصرفولو قدرت نه لری باید لری شی ،پښتانه او د پښتنو رهبران – سپينګیري او لویان چې نه خپل تاریخ پیژڼي او نه ورباندې پوهیژي باید راویښ شي ، مسلمه ده چې امرالله صالح یو هلکی باید سیاست ته ور ودانګی ، دغه ټول اغزی لرونکي ګلان امریکا او په مجموع کې غرب کرلي دی اوس باید امریکا د کرزي صاحب مصاحبه چې د خانم الیزابت سره ېې کړی وه او کرزۍ صاحب رامسفلډ وزیر دفاع د بوش ته وایی چې زه هیڅ صلاحیت نه لرم د هلمنده اخوندزاده صاحب نه شم لری کولای – د شماله دوستم او د کندهاره شیرزۍ او د مزاره استاد عطا ، نو رامسفلډ وزیردفاع ورته وایی (( موږ نه شو کولای شین په شنه ووهو) یعنی سبز را با سبز زده نمی توانیم ؟؟ کرزۍ صاحب توضیحات غواړی چې دقیق پوه نه شوم نو وزیر دفاع د امریکا رامسفلډ ورته وایی موږ هغه دوستان او طرفداران نه شو وهلي او وژلۍ کومو چې موږ ته د افغانستان د اشغال زمینه برابره کړه ؟؟ د افغانستان خلک باید عمیقا وپوهیژي چې پنجشیریانو اشغالګرانو ته خدمت ګاراي او د غرب نوکران شول او هغه علت وو چی کرزی صاحب ته ېې عبدالله تحریک کړو خو په نتیجه کی ېې عبدالله ته  په ملیونو ډالره ورکړل ، او اشرف غنی ته ېې هم عبدالله تحریک کړواو محرک اساسی ېې حامدکرزۍ بللو او د کرزي عکسونه ېې څیرې کړل ، سیاست خور اومور نه لری ، سیاست دوست او دشمن نه لری ، سیاست د شخصی ګټو ساتل ، ځان قدرت ته رسول ، حریفان دیوه سره وهل ، لکه په ترکیه کی چې هم ېې توطیه جوړه کړه او هم ېې وطن پرستان بندی او ووژل ، لکه حفیظ الله امین چې هم کمونست وو او هم د امریکا د فرامینو اطاعت کونکۍ ،او پءچمیان ېې ووژل ،له پاره ددې چې اصلی غله یعنی د جمیعت رشوت خواره او چپاولګران نن سبا زندانی نه شی دغه تهمتونه ډبل عبدالله په اشرف غنی کوی او د عامو خلکو د انظارو مخه نیسی، دغه ټول د شمال ټلوالې مخصوصا حزب جمیعت درهبرۍ ننیو داوو او دنګلو نتیجه ده چې اساس ګذاران ېې د (( سي ای آی — ایم آی سیکس ( ۶)او د پاکستان استخبارات او د ایران سپاه پاسداران او د عربانو جواسیس )) په ضمن کې دروسې استخبارات او چین استخبارات ورسره شامل  دیوه سره تحریکات را منځ ته کوی ، اوس اشرف غنی ته لازمه ده چې د اتاترک غونته یا نني اوردوغان غونته سیاست غوره کړې او دیوه سره غله – رشوت خواره -چپاولګران زندانی او ملکیتونه ېې ملی اعلان کړې او دوی د ( هاګ محکمی ته معرفی کړي )، یوه قانونی – رسمی – حقوقی – عادلانه محکمه حتمی او ضروری ده چې چپاولګران که وزیران وو یا معینان یا ریسان وو د خلکو دادګاه ته معرفی شي ، زما په دریمو مکروریانو کی یو اپارتمان وو هغه هم د مجاهدینو زورواکانو ځان ته قباله کړو او زه په ټول افغانستان کی یوه د اوسیدو خونه نه لرم او بیسیواده مجاهدین او طالبان ا- دغه غله او قاتلین او رشوت خوران قصرونه لری .