وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف،…

جوردانو برونو (بخش نخست)

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

حضرت دوست

نوشته نذیر ظفر  شدم خراب إزا و خوب‌تر نمیگردم نهال خشک   شدم با…

 پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

«
»

ډبل عبدالله او که ډبل ډبل لګښتونه

وایی په یوه څانګه وره هسکه ونه کې دوه چوغکې په جنګ شوې دشوکي ماشوکې په شخړه کې دونې لاندې راولویدي اوجګړه یی توده روانه وه چې یوه شنې سترګي ببرې پیشوورباندې سترګې ولګیدې اوناببره یی ورټوپ کړاودسترګوپه رپ کې یی دواړه پخپلوپنجوکې کلکې ونیوې اوپه یوه شیبه کې یی  ترستوني تیرې کړې پیشودخپل بریالي ښکارله کبله په خونړیومنګولودخولې اوبریتوپه پاکولوبوخته وه اوله ځانه سره لګیا اوویل یی دواړه چوغکې بختورې وې چې له جنګ جګړې مې وژغورلې ګني دوی دواړو په جګړه کې یواوبل ته سخت زیان رساوه اوله شخړې مې بې غمه کړې.

له بده مرغه دکلونوکلونوراهیسي په موږافغانانوباندې هم ورته لوبه دشنوسترګوپیشوګانوله لوري روانه ده اودالامل دی چې ستونزي اوناخوالې مودپای ټکی نه مومي اوافغان زوریدلی اوکړیدلې ولس دبې ساري ناورین اوستروغمیزوسره مخامخ د ی اودځمکې په کره کې هغه هیواد دې چې دمشرتابه اوزعامت اوسنې بڼه اوجوړښت یی بدیل نه لري اوهرزورواکی په دې تکل کې دی چې دخپلوخواخوږواوپلویانولپاره دزراوزورامتیازات اوواګي ترلاسه کړي څودتحکم اوبرلاسې په فرعوني غروردخپلوجاه طلبیوشیطاني موخوته ورسیږي.

دکابل په ارګ کې د دووپاچاهانوڅخه یوه یی جلالتماب داکترعبدالله دخپل ریاست په چم ګاونډاواډانه کې کابواووه سوه تنه په کارګومارلي اود دغه لښکردلومړیوشپواوورځولګښت یی څلویښتو ملیونوافغانیوته رسیدلې چې سر له اوسه دمالیی وزارت له خوادفساداودرغلیودنیوکولاندې راغلی دی دا دپټي سردی پټی وروسته سوروردی د ده مرستیال مولاناصاحب محمدخان هم مټې رابډوهلې وارله واره یی یوولس تنه  سلاکارپهلوانان ځانته وګومارل اومحقق اخوندصاحب هم په ټاکلواوګومارلوکې بیاترهرچالوی لاس لري اوپه درجنودرجنویی ترخپلې چپنې لاندې ساتلي دي اوډیرژربه یی سیاسي ډګراولوبې ته وړاندې کړي داټول جلالتمآبان ډالري معاشونه اولوکس موټرونه اودلګی دلګی باډیګاردان لري چې دکابل ټرافیک یی بایدله وړاندې دګړندیوموټرونودګڼې ګوڼي تدابیرونیسي خوپه زړه پوري داده چې جلالتماب جمهور ریس داکترمحداشرف غني یوازې د دوووزیرصاحبانودباوردرایوپه ګټلوبریالی شویدی اودافغانستان ولسي جرګې په تاریخي حساسوشیبوکې تنظیمي،سمتي اوژبني له تعصبه ډکه څیره څرګنده اوجمهور ریس ته یی له ورایه سورچراغ وپړکاوه اوپه دغه قصدا اګاهانه عمل سره یی دنوي زعامت پرستیژاواوتوریتي ته خصمانه ټکان ورکړاودتش په نوم ملي وحدت تپل شوي مصنوعي جوړجاړی یی ترسوال لاندې راووست که چیری رښتینی روغ نیتی اوسالم تفاهم موجود وای دباورپه رایوبه اوسنی غوبل اود دوه سروخوسکیوشرموونکي ناندرې اومنفي پایلې نه رامنځته کیدي.

ډاکترعبدالله عبدالله دخپل اجراییه پخپل سرځواکمن ریاست ته له ولسي جرګې څخه د ۲،۸میلیونوډالردبودجې اولګښت دمنظوریدووړاندیزکړی اوپه دې اړه له وکیلانوسره چنې وهل پیل شوي اوتصویب یی داجراییه ریاست دتشکیلاتوترټاکنې پورې ځنډول شوی خودادی ګوروچې د درجن درجن تش په نوم سلاکارانو،مرستیال سلاکارانو،ویندویانو،مرستیال سخن ګویانو،سکرټرانو،باډیګاردانو،ډریورانو،اشپزانواوپه لسګونوخدماتي پرسونل دټاکنواوګومارلوبهیرښه په کړس سره روان دی اودوی پتییلي ده چې دجلالتماب کرزي دزعامت دسلاکارا نوریکاردچې په نړۍ کې یی ساری نه درلود مات کړي.ښاغلې کرزي ټول ټال یوسلولس ۱۱۰تنه سلاکاران درلودل شپیته تنه سلاکاروزیران اوپه عدلي اوقضایی برخه کې پنځه سلاکاران دجمهوري ریاست دټاکنو په لوړبورد کې پنځه سلاکاران ، دجمهوري ریاست داداري چاروپه اډانه کې پنځه دیرش سلاکاران،دملي امنیت دشوراپه چوکاټ کې پنځه سلاکاران درسمی غونډواوسفرونواړوند دځانګړومشورولس تنه سلاکاروزیران اونورپه دغه لښکرکې شامل ول چې میاشتنی تنخوایی پنځه زره ډالره ټاکل شوي وه اوکلنی لګښت څه دپاسه څلوروملیونوډالروته رسیده په دې لښکر کې داسې سلاکاران هم ووچې دیوه کال په موده کې یی له ښاغلي کرزي سره ملاقات اولیدنه نه ده شوي په زړه پوري داده چې دارګ په دننه کې یوازې دورځې اته زره دانې هګی چې یوه دانه یی په ۱۶ افغانۍ پیرل کیده دشاتواوګبینوسره نوش جان کیدي اودنورواسرافي لګښتونواټکل په اسانی سره کیدای شي .پرځای یی ویلي چې

خشت اول ګرنهد معمار کج                 تا ثریا می رود دیوارکج

ځکه ډبل عبدالله اودهغه بړیڅوډبل،ډبل لګښتونو ته ملا تړلي ده څرګنده خبره ده ډاکتراشرف غني اود ده دواړه مرستیالان جنرال دوستم اوسروردانش به هم خپلوکمپاینرانواودټیم غړوته څه ژمنې ورکړي وي.

خوله بده مرغه ښاغلی داکتراشرف غني دارګ په دننه کې دروږدوشویواتلانوپه منګولوکې ځان ښکیل کړی اوکه دارګ په ننګونواوخپل سریولاس بری شي نوښایی دهیواد اوسیمي په کچه یی دسم سمکي اوټیکاودراوستلورغنده ایدیالونه اوارمانونوته هیله من اوسو.

دژورې اندیښنې اوخپګان ځای دی چې زموږپه هیواد کې ۳۶سلنه خلک دبې وزلې په ټیټه کچه کې ژوندکوي تنکې،تنکی ماشومان اوځوانان دیوي ګولی ډوډی لپاره ډلې،ډلې له هیواده وځي چې ډیری یی په سمندرونوکې دنهنګونوخوراک ګرځیدلي اویا دستونزمن اوخطرناکوسفرونوپه یون کې لادرکه اوورک شویدي په پاکستان اوایران کې خوهسې وحشیانه،رذیلانه اوغیرانساني چلندورسره کیږي چې په ځنګلونوکې به یی داړونکي ځناور ونه کړي.

په زغرده سره ویلای شم په افغانستان کې دزوراوواک مستکبروټوپک سالارانو،تنظیمي اودولتي واکمانانودچور، غصب اوفساد له لارې دومره حیرانوونکي اوسرسامه اوره منقول اوغیرمنقول پانګې ترلاسه کړي اوکابوکړیدي که چیرې هغه دافغان دزوریدلي ولس په واک اوچوپړکې ولویږي دټول هیواد په کچه به یوبېوزله کس اوکورنی پیدا نه شي اوان چې دبیکاری اوبې وزګاری کمپله به ټوله اوګرده افغانان به پخپل ځان ویسا اوبسیا وي دغه انساني ارمان ته درسیدلولپاره لومړی دالله پاک دربارته لاسونه لپه کوواودویدووجدانونودویښتیا اوبیداری لپاره دنوشیروان په څیرعادل زعامت غواړوهغه عدالت چې په فساد اودرغلی ککړوزیریی په لوی قفس کې ژوندی بندیوان کړاوپه هماغه اهنګري قفس کې یی سا ورکړه اودهغه اسکلیټ ټولوخلکوته دعبرت بیلګه وه.

زموږپه معاصرتاريخ کې اعلیحظرت امان الله خان هغه ویاړلی پاچا وچې دایټالیا په هیوادکې یی په تنګسیا اوستونزوشپي تیرولي دغه بریمن اوغازي پاچا چې اروپایانو دختیځ د ناپلیون ،ګرده اسلامي او اسیایی هیوادونودختيځ دستراتل اودافغانستان غیورملت دغازي په القابویادوه په ایټالیا کې موټر نه درلود اوخپل کورته یی په بایسکل سوداراوړه اودکابل دشاهي ارګ دسرواوسپینوخزانې دسقاودزوی اومشهورشنه غله حبیب الله کلکاني اودهغه غلواوداړه ماروتورمخواوکرغیړنوملګروله خواچوراوچپاول شوه دکابل دپتمنواوسیدونکودپانګوسربیره دهغوی ناموس هم خوندي پاتې نه شو دهغه د دفاع وزیرسیدحسین دمیرمنوشمیرڅه دپاسه څلویښتو ته رسیده په دې اړه دافغانستان دمعاصرتاریخ پیاوړی سترمورخ اونامتولیکوال علامه ارواښاد غلام  محمدغبارموثق اوانکارنه منونکې معلومات وړاندې کړیدي.

خوپه اوسني عصرکې دهماغه سقاوي غله په پله داسې ماهراومدرن غله پیداشویدي چې کولای شي دتشکیل اومشاور په نومونو او دتیلو په سترو قراردونو کې ملي اودولتي پانګه لوټ اود دمکارزعامت په نوم دبې وزله اوبې وسه ولس ویني دژورواوببروغڼوپه څیروزبیښي.

په دې نیمګړي دنیاګی کې هیڅوک تلپاتې ژوند نه لري خوتلپاتې ژوند دهغه نیمکرغه کسانوپه برخه وي چې دانسان کرامت خوندي اودهغه زړه لاسته راوړي اوپه چوپړکې یی وي.

که دزړه وي دکعبې دجوړولو      دبې وزله انسان زړه جوړکړه کعبه ده

په ګران هیوادکې درښتیني عدالت اوبشرپالنې دټینګښت په هیله

بسم الله اکبري هالینډ

۰۴-۰۲-۲۰۱۵