نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف،…

«
»

پولادي سټی او هوډمن میړونه

کلونه پخوا دطالبانودواکمنی په مهال دځاځیودغیرتي اوباتورقوم څوتنه سپین ږیري اومشران دیوه ځوان بندي دخلاصون په هیله دخوست دولایت دامنیه چاروقوماندان ته په جرګه ورغلي وودخبرواتروپه ترڅ کې یوه تن سپین ږیري له قوماندان څخه وپوښتل چې قوماندان صاحب دپوښتنې عیب دی نه وي دکوم ځای ېې؟.هغه بې له ځنډه ورته وویل زه دځاځیودموشکې سیمي یم اوحاجي بهادروراره یم.دجرګې ټول غړي دهمدي سیمي اوسیدونکي ووټول هک پک اوحیران شول یوه سپین ږیري بې له ځنډه تري وپوښتل قوماندان صاحب موږدهمدغه سیمي یوپه دومره موده کې موڅنګه نه دي سره لیدلي؟

قوماندان د دي خبري په اوریدوسره لکه زیړدال زیړواوښت اوپه پوه شوچې څیره مې ورته بربنډه اوهویت مې ورته رسواشووپه قهراوغوسه ېې میزپه سوک ووهه اوورته وویل په همدي شیبه کې موپه خوست کې ونه ګورم اوکه موخبره بل چاته کړي وه ژبې به موپه تالوکې درپري کړم.

سپین ږیري بې له ډیله دهغه له دفتره ووتل اوپدې پوه شول چې په ږیره،سپینوکالیواوسپینه پګړۍ کې پاکستانی پنجاپی دی ځکه ېې په لوی لاس په وژلو،ټکولواودافغانانوپه سپکاوي اوله منځه وړلولاسونه سره دي مشران بې له ځنډه خپلې سیمي ته ستانه شول خوڅه موده وروسته دځوان ځاځي ټپي ټپي مړی په داسی حال کې چې داوږولاندی پوستکی ېې له مالګې ډک وله ګردیزڅخه ځاځیوته ولیږدول شو.دایوه کوچنی بیلګه وه په زرګونوزرګونوورته زړه بوږنووکي پیښې دافغاني طالبانوترپوښښ لاندې دپاکستان دڅارګرې،ځناورې اوخونړۍ ادارې اودهغه دوحشي غړوپه تورواوناولولاسونوترسره شوي دي.

دپکتیکادغیرتي،باتوراولس وروستی ستره غمیزه اوبې ساری ستربشري جنایت اوناتاردهغه خونړي سریال دوام دی چې له کلونوکلونوراهیسي دپاکستان دنامرده اورذیلوڅارګروله لاسه ترسره کیږي اوله بده مرغه زموږد دولت چارواکي اوڅه دپاسه درې لکه پوځونه په دغوغیرت اون نګ زووروونکوغمجنوپیښویواځی اویواځې په فردوس جنت،صبرجمیل،شفای عاجل په کلماتوبسنه کوي لاڅوورځی تیرې نه وي چې بیا دویراوغم ټغرویړوي .

  افغانان متل لري چې کږي خولې په سوک سمیږي

ټولونړیوالوته په ډاګه ده چې دشهید ډاکټرنجیب الله دویاړلي زعامت په مهال دپاکستان دنظامیګرانواوپوځي زغره والودسیمي اونړی د دوښمنواومرتجع لښکروپه ملاتړوسله وال یرغل دننګرهارپه غیرتي ولایت ترسره کړخودافغانستان داتل اوزړه وروسله وال پوځ اوباتوروسرتیروپه غوڅواوریزمریزګوزارونوداسې وټکول شوچې تورلنګیوپنجاپیانودرحم کرو،رحم کروچیغي اونارې سورې تراوسه داتلوافسرانوپه مخابروي تخنیک کې ثبت دي اودغه تاریخي ستره ماته دافغانستان په تاریخ کې په زرینوکرښوثبت شوه اوټول افغانان په ویاړي.

له دې شرموونکي ماتې وروسته دپاکستان نظامیګرانوداووپتیله چې دافغانستان دغه باتوراوجسورځواک په بیلابیلو توطیواوشیطاني نقشوله پښووغورځوي دخپلوقسم خوړلولاسپوڅوبړیڅوپه واکمنی سره ېې داسترارمان ترسره کړاونوازشریرپه ډیره خوشالۍ اودبدبه پاکستانیانوته په ډاګه کړه اووېې ویل دامې سترویاړاوافتخاردی چې دافغانستان ځواکمنه اوتاریخې اردومې درته دړې وړې اوماته کړه اودادی له هغه راهیسې دافغانستان په دننه کې له هیڅ رازسبوتاژاوویجاړی څخه لاس نه اخلي.

په افغانستان کې دجګړې داوردغرغړانده اوتل بلولو لپاره دپاکستان دڅارګرواونظامي اداري اړوندیوپراخ تشکیله انستیتیوت اوپه دې موخه مسلکي اومتخصص څارګرکارکوي اودضیآ ال حق اواخترعبدالرحمان دپخوانیوارمانونوپوره کول غواړي اودافغانستان ټول ولایتونه اوسیمي ېې دخپلولاسپوڅووحشیانوپه وسیله ترپوښښ لاندې راوستي دي .دوی لکه څرنګه چې وسله وال پوځ دړې وړې کړاوس غواړي دسپورت په ډګر کې چې افغاني اتلو لوبغاړودکریکټ،فوټبال،تیکواندو سوک وهنی  او پهلوانی په سیمه ېېزواونړیوالولوبوکې ستري سوبې ،ویاړونه اوبریالیتوبونه تر لاسه کړی دي ستونزی رامنځ ته کړی اودکریکیټ وروستی لوبې چې دپنډی په لوبغالي کې دافغانستان اوپاکستان دمشرانودسترګوپه وړاندې افغاني شا ه ځلمي په تورلنګیوپنجاپیانولاسبري شول نه یواځی دافغاني مشرانوبلکې دټول افغان ملت لپاره دویاړاوافتخاربری اوزیری و

پاکستان هیڅکله هم په افغانستان کې ټیکاواوسوکالي نه غواړي اودافغانانوبری اوسرلوړي دوی ته په سترګوکې اغزی ښکاري ځکه غواړي دافغانیوشاه ځلمیانودسپورت اوبریالیولوبوپه لاره کې لکه دپکتیکاپه څیربشري جنایت اوخونړی ناورین رامنځته کړي څودویري اونا امنیوپه خپرولوسره دسپورت اولوبودغوړیدا لاره ډب کړي ځوانان اودسپورت مینه وال ناهیلي کړي څوپه سپورتي لوبوکې برخه وانخلي څه موده دمخه ېې دبغلان په ولایت کې دوزلوبې په مهال خونړی پیښه رامنځته کړه اودالرغوني لوبه ترسره نه شوه پاکستاني نظامیګران تل دافغاني اصیلوارزښتونواوتاریخي میراثونوپه له منځه وړلو بوخت دي دبامیانوپه تاریخي ولایت کې ېې لرغوني بوتان چې په ګرده نړۍ کې ېې ساری نه درلوداودنړیوالوتورستانواوګرځندویانودپاملرنې اودلچسپی وړوواوزموږدهیوادلپاره دعایداتوستره اوسرشاره منبع وه دځناورو اووحشي بنسټپالواولاسپوڅوپه وسیله ونړول هغه بوتان چې داسلامي لښکرواو اصحابودستروقوماندانانودهجوم اوبلوسې په وخت کې مصوون اوخوندې وو نومیالي سلطان محمودغزنوي په هند کې دسومنات بوت مات کړخودبامیانوبوتانوته دتاریخي اوملي میراث په توګه وکتل اودغه سترارزښت ېې وساته اودتاریخ په اوږدوکې دګرده اسلامي پاچاهانواوامیرانودواکمنی په دوران کې پخپل برم اوعظمت سره ولاړوو.

زه پخپله دیوه خبریال په توګه کلونه مخکې دچکوسلواکیا دبهرنیوچاروله وزیر اوورسره پلاوي سره یوځای د دغولرغونواثارودلیدلوپه موخه تللی وم نوموړي وزیرد دغودنګواوستروبوتانوپه لیدلوسره په حیرت وویل له دغوبوتانوسره دنړۍ سترعجایب اوان دفرانسې دایفل برج اوڅلی سیالي نشی کولای.

د ښوونځیوپرنجونوتیزاب شیندل دپوهانو،ښوونکووژنه اوتروردښوونځیو سوزول دپوهنې اوزده کړې په لاره کې بیلابیلې ستونزي اوخنډونه رامنځته کول هغه سترجنایت اوناورین دی چې هیڅکله دبښلووړنه دي.

دپکتیکا په ستر ناورین نه یواځی افغان ولسونه په وینوژاړي دنړی په ګوټ ګوټ کې دغه زړه بوږنوونکی بشري جنایت په سختوټکوغندل شوی اودهغه په عامیلینونفرین واېې.

دپکتیکاویرجنواوغمجنومیندو،پلرونو،خویندو،وروڼواودریدي ګلونوپه څیرتنکیواوښکلوماشومانو!.

ستاسودغیرت،میړانی،ننګ سترعظمت اوشهامت ته د درنښت سر ټیټو م غرونه غرونه زغم اوډاډینه درته غواړم تاریخي دوښمنان تل میړني اوغیرتي میړونه په نښه کو ي نامرده تورمخي بړیڅي ستاسودتوري دشرنګ اوبهادروزمریوله زړورتوبه په ویره کې دي اوداتاسووی چې دخپلوغیرتي شاه ځلمیانوپه مټ اوګوزارونومودپردیومزدورطالبان اوورسره تورلنګیان وشړل ټول افغان ملت درباندي ویاړي تاسولکه پولاد کلک شوي اولاهوډمن شوي ېې ستاسوتورغرتورغرارادي دنامردانوغلچکی سیلۍ نه شي زموللی .دکډوالۍ له لیرې ټاټوبي څخه دخپلي مهاجري کورنۍ دټولوغړولښتي ،لښتي اوتړمې ،تړمې اوښکي په سپیڅلوسرووینولژند شهیدانوپه مزارونونذرانه کوواوغیرتي شناختوته ېې دعقیدت اوورورګلویزدرنښت ګلونه ږدوارواګانې ېې ښادې اودیادونوډیوې ېې تل ځلانده اوسه.

دارواښاد پژواک شعردپکتیکا دغیورولس هوډمنو میړو او پولادي سټو رښتینې انځور بولم. .

مورمې لورده دسپین غر                       پلارمې زوی ده دتورغر

اوزه زوی دافغانستان یم

بسم الله اکبري هالنډ

۲۵.۱۱.۲۰۱۴.