زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکه

شیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې دروژې مبارکې دپیل په سهاردویر اوغم په ټغر کینول اوپه دغه شنیع،شیطاني اورذیلانه عمل سره یې تورپنجاب خوشاله او ټولي نړۍ ته یې اسلام خونړۍ اوداسلام اباد دخنجرپه څوکه دین معرفي کړاودا په اسلام اومبارکه روژه یرغل دی چې انسانیت،وجدانیت اودنړۍ په زرګونو،زرګونودینونه اومذاهب ترې کرکه اوژور نفرت لري.

وایې دچینایانوپیغمبراولوی فیلسوف کنفیسیوس چې دخپلې مورپه مړینه یې پوره درې چینایي کلونه ویراوژړا وکړه اوپه دې موده کی یې په هیڅ کار لاس پوري نه کړخویوه ورځ یې دیوه قبراو مړیستون په څنګ کې یوې میرمنې ته پام شوچې دقبرپه څنګ کې ناسته اوژاړي.کنفیسیوس له غمګیني میرمنې څخه د ژړا د لامل پوښتنه وکړه چې ولې ساندې بولې؟

په دغه ځای کې مې دمیړه پلاردببرپه داړلو ووژل شو.همدا رازمې یو زوی اوخپل میړه هم په همدغه ځای کې د ببرپه وسیله ووژل شول.

کنفیسیوس ورته وویل:

نوبیا ولۍ په دغسې یوه خطرناک ځای کې ناسته یې؟

ښځې ورته وویل:

ځکه دلته ناسته یم چې خواخوږۍ اوعادل حکومت نه شته.

کنفیسیوس خپلوشاګردانوته مخ ورواړوه او ورته ویې ویل:

دغه خبره په خپل ذهن کې وساتی اوتل یې په یاد ولری چې ستمکار،ظالم حکومت اوظالم انسانان له داړونکي اووحشي ببرڅخه هم بد اوداړنکي دي.

همدا ډول زموږ دپیغمبرحضرت محمد (ص) په اړه روایت دی چې دهغه نازولی اوګران صحابي حضرت حمزه(رض) په غزا کې دکفاروله خوا په شهادت ورسید اودهغه له بدن څخه یې غوږونه،پوزه،سترګې،لاسونه اوآن په ډیرزړه بوږنوونکي قساوت سره یې تناسلي آلات پرې کړي اوپه وینولژند بدن یې ټوټې پروت و.کله چې حضرت محمد(ص) دهغه ټوک،ټوک مبارک جسد ولید له ډیرې غوسې یې لوړه وکړه چې زه به ۷۵ تنه کفار همداسې ټوټې کوم اوخورا غمجن و.دوخت په تیریدوسره دالله (ج) له خوا دصبر آیت مبارک نازل شواوحضرت محمد(ص) له خپله هوډه په شا شواوپه صبر یې تکیه وکړه اودهغه دقصاص په بدل یې اکتفا وکړه.

دلوی عالم ستر پرودګار(ج) دسولې اوعدالت غوښتونکی دی الصلح خیر.خوتورپنجاب اودهغه تورلیوني سپي دخدای اودهغه درسول اوامر نه مني اوداسلام دبدنامی لپاره یې دتورپنجاب خونړي خنجردکلدارواوډالرودمزدورورذیلانواو اوباشانو په لاس ورکړی اودبې وزله اوخدای پرسته مسلمانانوویني بهیږي.

دخوست دغیرتي اوسپیڅلو شهیدانواروا دې تل ښاده اوجنت مکان وي .غم ځپلوکورنیوسره په ویر اوژړاکې شریک او ورته دزړونو تسلیت اوجمیل صبرغواړم .ټپیانوته دعاجل اوبشپړ ې روغتیا هیله کوم.اودخوست مشران اوکشران په غیږکې نیسم اودغوجسورومیړنیوته پولادي ارادې اوتسل زړونه غواړم.

په ټپې،ټپي احساس اکبري هالینډ

۲۷/۵/۲۰۱۷

ماتم دی په دې ښارکې جنازې دي چي راځي

خالقه ورځې څه شوی توري شپې دي چې راځي

دا کاڼي دغضب یوازې زموږپر کلي اوري

انصاف څه شوآسمانه زلزلي دي چې راځي

د اور دپاسه اور دی سره ورک نه سوجانانه

دا لومي دشیطان دي وسوسې دي چې راځي

جهاني