دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

«
»

په وطن کي داختلاس او رشوت له منځه وړل څه وخت کيدلایسي ؟   

 عبدالقادر

                       ددې سوال ځواب باید په دقيق ډول ولټول سي ۰ په تير ه اوني کي دمختليفو شخصيتونو په فيسبوکونو کي مو وليدل چی ، پر ولس او وطن باندي يي دزړه سوي له کبله دهند په سفارت ،دملي دفاع ، او دتجارت په وزارتو نو کي داختلاس او رشوت ښکاره بيلګي په ګوته سوي او يا وبهر ته دلوي څارنوال او دکابل دښاروال د تيښتی په هکله یی ځنی انديښني څرګنده سوي وي ۰

پدې اړوند مختليفو افغانانو ددولت څخه دموضوع دتحقيق په هکله غوښتنه کړي وه ۰ که دې حیاتي او حساسي موضوع ته په دقت نظر ورواچوو ،معلومیږی چی دا حاکمیت د ۲۰۰۱ کال دبن داستعماري کنفرانس دزيږنده حاکميت تسلسل دي .نو دداسي رژيمونواساس او بنڅټ پر بهرنيو او کورنيو مافيايي ډلو باندي ولاړ وي ۰ نوديوڅو ليکونو او غوښتونو له لاري نه سي کيدلاي چی ددې ستر جنايت مخه ونيول سي ۰ځکه چه دافغانستان په څير هيوادونو کي امريکايي استعماري حاکميتونه غواړي يوه نوی مصنوعي سرمايه لرونکي حاکمه طبقه رامنځ ته کړي، ددې لاری څخه دوي دنورو ګټو تر څنګ  دوې عمده ګټي په لاس راوړ ی۰ لومړي دهغه مملکت ملي شتمني دخپلو لاس پوڅو له خوا تر ٪۵۰ ډيره وخپلو استعماري شرکتونو ته مفته انتقالوي ۰ دوهمه ګټه يي داده چی په نړيواله سطح کي يي خپل هم ږغي نوي مافيايي حاکميت رامنځ ته کړي وي ۰ چی په دانيژدي دوو لسيزو کي يي څو بیلګی دپخواني يوګوسلاويا څخه جلاسو ي يو شمير حاکميتونه ، دبالټيک دري هيوادونه دشرقي اروپا څو هيوادونه او هم که امپريالستي نړي کاميابي ته ورسيږي نو عراق او ليبيا هم په دې قطار کي راتلايسي ۰ با ید ووایو چه نړيواله اقتصادي ، سياسي او پوځي وضع داسي په ګوته کوي ، چی دامپريالستي يو قطبي نړي دموټر ماشين نور دکاره لويدلي اونور نه سي کولاي چی په نړي کي خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي، دا ځکه چی امريکا خپل پخواني اقتصادي توان له لاسه ورکړي او نيژدي ۱۸ تريلونه ډالره قرضداره او د۸ کالو راهيسي دبودجی دشدید کسر سره مخامخ ده ۰ دپورتنيو څو ټکو په نظر کي نيولو سره زما له نظره که دسياسي حل له لاري ودې لاس پوڅي رژيم ته دپاي ټکي کښيښوول سي ،دولس په ګټه به وی ۰ چی په دې حالت کي به  نه يوازي دجنايتکارو سره  حساب تر سره سي ،   بلکه دراتلونکو ناخوالو مخه به هم نيول سوي وي ۰ ،چی په دې لاره کي دمستقلو روشنفکرانو تر څنګ دملي ګوندونو يووالي او ددوي سياسي مبارزي ته هم شديده اړتيا ليدل کيږي ۰ په دی شرط که په نوي رژيم کښي د٪ ۵۰په ډيره برخه کي دخلګو اراده څرګنده سوي وي ،نو کيدلايسي چی دتيرو دوو لسيزو مافيايي کړۍ چی ۱۹۹۲ او۱۹۹۶ کال کي يي دنور چور او چپاول تر څنګ ۳۵۰ دولتي الوتکي او (۱۲۰۰۰۰)دولتي موټران او پوځي وسايط په بهر کي پر خپلو اربابانو خرڅ کړي او یا تحفه کړي دي ۰ او هم ۲۰۰۱ کال څخه دې مافيايي ډلو چه دغربي نړي په نوي شکل او لاره اختلاسونه او دمځکو غصب کړي دي ،دهغوی دوسیی بايد په مرکز اوولاياتو کي دځانګړو محکمو له لاري بررسي او عاملين يي مجازات سی ، او قدم په قدم ولس ځني خبر سي ۰ باید وویل سی ، چی په تيرو ۱۳کلونو دماليي ، دتجارت دوزارتونو او د  تجارت داطا  ق چا رواکی نه يوازي دولس له خواپه لويو اختلاسونو با ندی متهم دی ، بلکه په بشري جناياتو باندي هم متهم بلل سویدی۰ داځکه چه هر کا ل یوا ځی د کابل په ښا ر کی دعا می روغتیا دوزارت دنوي راپور له مخي تر دري زرو   ډیرکسان خپل خوږ ژوند ځکه دلاسه ورکوی ، چی اکثره خوراکی موادی يي تروخت تير اويا دککړي هوا له کبله چی دناپاکو تيلو داستعمال په نتيجه کي منځ ته راغلي ده تنفس کوي یی۰ ځکه نو پورتنيو درو ادارومسوولين دنورو وزارتونودیوشمیرچاروا کو ترڅنګ هم په بشري جناياتو باندی متهم بلل کيدلايسي ۰تمت باالخیر ۰