جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«
»

په نجم المدارس کښې ادب پالنه  

پروفیسور عبدالله  بختانې « خدمتگار »

مولوی محمد « سعید افغاني »  ، لس کاله د نجم المدارس  د مدرسی مدیریت کړی او د ننګرهار د اد بي  شاعرانه ويښ چاپیر یال د هډی په تاریخي  کلي  کښی او سیدلی دی ، چیرته چه د هیواد  د مشهور عـالم  مولانا نجم الدین  اخونزاده ( هډی صاحب ) مزار دی .

مولوی سعید افغاني د مدرسی شاګردان  لیکوالي ، شعراو ادب ته هم  تشویقول  او هغـوی  روزل .  د  د ه  په  توجه او پالنه به د ننګرهار د ورځپاڼي  او مجلــي  پاڼي د نجم المدارس  د شاګـردانو او استادانو  په مقالو او شعـرونو  ډکیدلی . 

په دغه وخت  کښی مولوی سعید افغاني  د ( النجم ) په نامه ، د مدرسی لپاره ،  په  پښتو ژبه ، یوه اوه نیزه قلمي جریده  هم  چلوله  چه مسوؤلیت یی  د ده  په غاړه وه .                    

د دی جریدی  لومـړی ګڼه د (  ۱۳۳۷ هجري شمسي ) کال  د میزان په ۳۰ مه خپره شوی  ده  . دا  ګڼه  او ځیني  نوری ګڼی یی هم  دا اوس  زمونږ  په لاس کښی  دی او د قلمي  جریدو ډیر ه ښه  بیلګه ده .

په نجم المدارس کښی د مولوی  سعید افغاني  د مدیریت  وخت هغو کلونو  پوری ارتباط  لری چه  د ویښ زلمیانو ډله  خوره  شوی وه ، مګر ؛ د هغو مرام  لا د لیکوالی  په ډګر کښی  او د لیکوالو په ذهن او ضمیر  باندی نفوذ او تسلط  درلود .                                                                 

د پښتنواو بلو څو ورونو دملي آزادی د سرنوشت د ټاکلو موضوع د ورځې موضوع  وه. د ننګرهار  په ادبي  چاپیریال ، د ننګرهار په  ورځپاڼه او مجله کښی  او د نجم المدارس  په   مدرسه  کښی  د غو خبرو څرګند  ځای درلود .

د مولوی سعید افغاني  په  برکت  په  نوموړی  مدرسه کښی  د لیکوالی کار ښه رونق  وموند ، په دغو وختونو کښی زه هـم د ننګرهار د مجلي  مدیر او د ورخپاڼي  مرستیال وم  او په نجم المدارس کښی می  د ادب ، شاعری او لیکوالې  له انکشاف سره مرسته کوله .

زما ښه په یاد دی چه  په ملایانو کښی چه  به چا خط زده  کاوه ، نو د ځینو طالبانو  او ملایانو له خوا به  د « مهمل » په نامه یا دیده او « دعلم طالب »  به نه بلل کیده .

د دغسی کسانو په باب به تل  دوی ویل : « ورک یی کــړه ، مهمل سړی دی ، خط  یادوی .. »  دا د پردو ، په تیره بیا د انګریزی  استعمار او امپر یالیزم دپټو  سازمانوو شفاهی زهر ښندلو ، بد تبلیغ او غلط  پروپاګند تاثیر وچه زمونز مذهبي  دیني  عالمان به یی له خط او کتابت  او په دی وسیله له ملی ادب او اولسی سیاست نه لیری ساتل .

همدارنګه  د خط  او لیکوالی  نه زده کول ، د دی سبب کیدل چه ددینی عالمانو فعالیت ، کار او مشغولیت یوازی په تدریس ، موعظو او امامت او کله لا په  دم او دعاء  چف او کف منحصر شی .

د لیکنی او تالیف مهم  او اساسی علـمي کار تری  پاته شي  او دیني  يو هنې  زیات  او منظم  پر مخ  تګ  او انکشاف ونه کړی .

په دغسی  ټولنو او وختونو کښی د مولوی سعید افغاني  په شان  فاضلو پوهانو قدر وړ ملي ، اجتماعي  او فرهنګي  خدمتونه سرته  رسولی  دی.   

نو موړی  به  هڅه  کوله چه  د مدرسی د طالبانو تر مینځ  د  شعر او ادب کار او سرګرمی  زیاته شې .  لیکني  وشی ، او  د مدرسی په جریره او دننګرهار  په مجله او ورڅپاڼه  کښی  خپري شی .  کنفرانسونه  جوړ شی …

 

پخپله ده به هم د ننګرهار ورځپاني او مجلی ته  ډیري ښی  مقالې لیکلي . په  دغو مقالو  کښی  « ننګرهارته یوه کتنه »  دیادولو وړ ده .

بله مقاله یی د « لغمان » د تاریخي  پیښو او اوسني وضعی په باره کښی ده چې ماهم ور باندی تبصره  لیکلي  وه .

همدا رنګه  د ننګرهار  ددیني عالمانو  د پيژندنې  په لړ کښی  د ده  یوه په  زړه پورې تحقیقي مقاله خپره شوی  ده . په دی مقاله کښې  دهغه وخت  د ننګرهار  د ولایت « اوسنی  ننګرهار ،  کونړ  او لغمان  ولایتونه »   دیني عالمان معرفی  شوی  دی .    

 

عبدالله  بختانې « خدمتگار »

خیرخانه مینه ــ کابل