کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

عید قربان

ای وطندار عید قربان شد قربانت شوم صدقه‌ی حال خراب و…

حامییان حق!

امین الله مفکر امینی !    2025-03-06   نترسم زدشمن تکیه برحـــق کــــــــــرده ام باتکیه…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش نخست درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

افغانستان در تلاقی آشوب و رقابت؛ قرائتی تازه از فروپاشی…

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی طالبان؛ تلاطم‌های داخلی و بازتاب‌های جیوپولیتیکی منطقه‌ای…

در مورد تعاونی‌های کارگری

از آثار کلاسیک لنین برگردان: آمادور نویدی درباره تعاونی‌های کارگری تذکر سردبیر سایت مارکسیست– لنینیست امروز: این…

«
»

په بهرنيو چارو وزارت کې څه روان دي؟

آس په وزارت کې

که څه هم د ملي يووالي حکومت له پيله په دغه حکومت کې سياسي نادرې پيښې ډيرې ترسره شوي دي خو په وروستيو کې په کابل کې د ترکيې سفير د افغانستان په حيثيت او اساسي قانون سياسي ملنډې وهلې دي. تيره ورځ په کابل کې د ترکيې سفير د ټولو ډيپلوماټيکو اصولو خلاف، د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ته په داسې ننوتلی چې پر آس سپور و. دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو وزارت مامورين هره ورځ له څلورو تلاشيو په تېرېدو سره پلي له عادي دروازې تيريږې. همداراز په نورو هيوادونو کې د افغانستان سفيران د بهرنيو چارو وزارت په داخلي ساحه کې حتی د پلي تګ جرات نه لري.

دا سمه ده چې د هغه متل په مصداق چې « اوښ ته يې ويلي و چې غړۍ دې کږه ده، اوښ ويلي کوم ځای مې سم دی؟»؛ د ملي يووالي حکومت هم شړېدلی دی؛ خو د ترکيې د سفير وروستی کار په افغانستان ملنډې وهل دي، په ډيپلوماسۍ ملنډې وهل دي او  په ټوله کې د افغانستان په اساسي قانون ملنډي وهل دي . آيا دلته ولسمشر چې پوښتنه يې وکړي؟ دلته حکومت شته؟ دلته څوک ډيپلوماسي پيژني؟ دلته په بهرنيو چارو وزارت کې زمونږ ډيپلوماتان څه کوي؟ آيا دوی په قانون او ډيپلوماسۍ پوهيږي؟ آيا مونږ په دغه وزارت کې داسې څوک لرو چې د ترکيې سفير ته ځواب ورکړي چې ډيپلوماسي نرمه ژبه ده او خرو او آسونو ژبه نه ده؟

د افغانستان د اساسي قانون اتمه ماده ده چې وايې: «دولت د هېواد خارجي سياست دخپلواكۍ، ملي ګټو، ځمكنۍ بشپړتيا په ساتلو، مداخله نه كولو، ښه ګاونډيتوب، دوه اړخيز درناوي او دحقوقو د برابرۍ پربنسټ تنظيموي». د اساسي قانون همدغې مادې ته په کتلو د ترکيې سفير د افغانستان پر حيثيت او اساسي قانون ملنډې وهلي دي. خو هغوی چې د حکومت په راس کې دي، هغوی چې زمونږ بهرنۍ پاليسي جوړوونکي دي او هغوی چې په بهرنيو چارو وزارت کې په لکونو افغانۍ تنخواوې اخلي؛ آيا دوی د اساسي قانون اتمې مادې ته په کتو، د خپل هيواد د ساتلو لپاره کوم اقدام وکړ؟ آیا زمونږ د بهرنیو چارو وزارت وزیر لري یا په بهرنیو چارو وزارت کې څوک شته چې د دغې غوبل او رسوایي مخنیوی وکړي؟

له دې ورهاخوا دغه وزارت په لويه کچه په فساد کې ډوب دی. په دغه وزارت کې د نور فساد تر څنګ يواځې ناقانونه ګمارنې هغه څه دي چې دغه وزارت په کې ډوب دی. هغه کسان چې په دې وروستيو کې په بهرنيو چارو وزارت کې مقرر شوي دي؛ آيا کوم څوک يې په حقوقو، ديپلوماسي او سياسي علومو کې دوکتورا، ماسټري او يا کم تر کمه ليسانس لري؟ آيا دوی د ډيپلوماسي په الف او ب خبر دي؟

نه هيڅکله نه. دوی نه يواځې دا چې د ډيپلوماسي پر پوله نه دي تير شوي بلکې په ډيری سفارتونو او ډيپلوماټيکو ارګانونو کې د ملي يووالي د حکومت ډيپلوماټان د هيواد په رسمي ژبو پښتو او دري ژبو روان ليکل او لوستل نشي کولی، انګليسي او نورې نړيوالې ژبې خو پر ځای پرېږده. دوی په دغو لوړو پوستونو يواځې خپل وخت تيروي او ډالري تنخواګانې هضموي او بس.

آيا د سيمې او نړۍ د لويو قدرتونو پر وړاندې زمونږ په بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان بهرنی سیاست په ليکلې بڼه شتون لري؟
تر ټولو بده يې لا دا چې په وروستيو کې چې د ډيورنډ مساله ډيره مطرح شوې ده؛ زمونږ د بهرنيو چارو وزارت په غوږونو کې پلتې ايښې دي او ډيپلوماټانو مو ځانونه په کڼو او ړندو وهلي دي چې دوی نه څه اوري او نه څه ګوري. په دغه ملي مساله کې دغه وزارت ولې چوپ پاتې دی؟
آيا زمونږ په بهرنيو چارو وزارت کې څوک شته چې خپله دنده وپېژني او افغانستان چې اوس د سيمې د لويو قدرتونو تر منځ د سيالۍ په ډګر بدلېدونکی دی؛ په دغه حساس وخت کې خپل مسوليت ادا کړي او روسيې، امريکا، ايران، پاکستان، سعودي عربستان او نورو ته قناعت ورکړي او د افغانستان په ګټه لابې ګيري وکړي؟
آيا زمونږ ډيپلوماټان له خپلو اصلي دندو خبر دي؟ آيا زمونږ ډيپلوماټان چې د هيواد په رسمي ژبو ليک او لوست کولی نشي؛ په انګليسي او نورو نړيوالو ژبو په نورو هيوادونو کې د افغانستان له ملي ګټو او بهرني سياست نه دفاع وکړي؟ آيا په ترکيه کې افغان سفير دومره جرات لري چې بهرنيو چارو وزارت ته په آس سپور ورشي؟

څوک شته چې د بهرنيو چارو له ښاغلي وزير نه پوښتنه وکړي چې دوی دا کسان چې په لوړو څوکيو يې کېنولي دي او ډالري معاشونه اخلي؛ د کوم معيار، قانون او پرنسيب له مخې او که د ګوند، مذهب، ژبې، سمت او اړيکو له مخې ټاکلي دي؟

آیا د بهرنیو چارو وزارت دا اوسنی ویاند او مرستیال یې په پښتو ژبه لیکل او لوستل کولی شي ؟  

په پای کې مو د افغانستان ښاغلي ولسمشر اشرف غني ته وړانديز دا دی چې ګرانه ولسمشره! تاسې په خپله د دغه وزارت کارونه او څرنګوالی وڅيړئ. هغه کسان چې په دغه وزارت کې په لوړو او ټيټو څوکيو مقرر شوي دي؛ تاسې پخپله ترې يو ځل ازموينه واخلئ چې د ډيپلوماسۍ په الف او ب هم خبر دي او که نه؟ تاسې ښاغلی د دوی فکري قوت او پوهه وارزوئ چې څومره په قانون، سياست، ديپلوماسي، په رسمي ژبو بلدتيا او د دغو څوکيو وړتيا لري؟ وروسته له ازموينې مو بيا د کار اهل په څوکۍ پريږدئ او د بيکاره هغه څوکۍ ته يو اهل او په هيواد مين او له نړيوالو اصولو باخبره شخص وټاکئ.

لیکنه : خوشحال آصفي