جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

«
»

پر ټاکنيزو اصلاحاتو د مشرانو ناندرۍ او د راتلونکو ټاکنو برخليک

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کميسيون په دې وروستيو کې د راتلونکي کال د تلې مياشتې په ٢٤مه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کولو نېټه اعلان کړې، خو د حکومت اجرايي رياست ويلي، چې له هر ډول ټاکنو تر سره کولو وړاندې، ټاکنيز اصلاحات يوه اړتيا او اصل دى او لومړى بايد ټاکنيز نظام په بنسټيزه توګه اصلاح شي او له هغه وروسته به نوى کميسيون او کمېشنران د ټاکنو نېټه اعلان کړي.

دا يو حقيقت دی چې د تېرو ټاکنو نه را ولاړ شويو جنجالونو ته په کتو عامه افکار هم د اصلاحات په طرف ولاړ دي خو پوښتنه دا ده چې اصلاحات بايد څه ډول وي؟ په ټاکنيزو کميسيونونو کې د اصلاحاتو راوستلو څخه د ارګ او سپيدار هدف څه دی او خلک څه ډول اصلاحات غواړي؟ آيا په ياد کميسيون کې د افرادو بدلون به سمون راولي او خلک به په راتلونکو ټاکنو باوري شي؟

اوس په تازه کې د راپورونو له مخې اجراییه ریاست وايي چې که ټاکنیز اصلاحات پلي نه شي دوی به پخپلو پلویانو غږ وکړي. د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي چې دوی د یو ښه حکومت لپاره قرباني ورکړې او که يې غوښتنې ونه منل شي، پخپلو پلویانو به غږ وکړي. رحیمي له اصلاحات ویبپاڼې سره مرکه کې ويلي، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاح د دوی هدف دی او له خپل پنځوس سلنه ورکړل شوي واک نه به ګټه واخلي د اصلاحاتو د کمیسیون طرحه پلي کړې. په دې کې خو شک نشته چې ولس رڼې او داسې ټاکنې غواړي چې د دوی اراده تمثيل کړلی شي خو د ملي يووالي د حکومت د شريکانو سياسي ارادو ته په کتو، داسې هيڅ څرک نه ليدل کيږ چې په رښتينې معنا دې اصلاحات رامنځته شي. ځکه د غو ښاغلو (اشرف غني او عبدالله) تل د اصلاحاتو لړۍ ځنډولې او تر اوسه پورې يې چې هر ګام پورته کړى، يواځې تشريفاتي او سمبوليکه بڼه يې درلوده او د ټاکنيزو اصلاحاتو په ډګر کې يي کوم کار نه دى تر سره کړى.

که څه هم څه موده وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۴مه د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ورځ اعلان کړه؛ خو داسې ښکاري چې پر ټاکنيزو اصلاحاتو د حکومت د مشرانو تر منځ ناندريو او د ټاکنو کميسيون د تمویلوونکو بنسټونو نه همغږۍ او نه ملاتړ له امله د راتلونکو پارلماني ټاکنو نېټه هم وځنډيږي. ځکه د ملي يووالي په نوم د حکومت د مشرانو تر منځ د سياسي هوکړې يو اساسي شرط؛ د ټاکنيزو کميسيونونو اصلاح کول و خو لکه څرنګه چې ښکاري د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر تر اوسه نه دی بشپړ شوی او د ټاکنو د روڼتیا لپاره اړین اصلاحات نه دي رامنځته شوي. يوازې دومره شوي چې د اجرايه رياست د پرله پسې فشارونو په پايله کې د يو لړ امتيازاتو په ترلاسه کولو سره د ټاکنو خپلواک کميسيون رييس احمد يوسف نورستاني استعفا وکړه.

زمونږ په باور که چېرې د ټاکنيزو اصلاحاتو اړوند د حکومت د شريکانو په نظر کې يووالی رامنځته نه شي او دواړه په يوه خوله نه شي نو د اختلاف له امله به يې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کېدو لړۍ له ځنډ سره مخامخ شي او د مشروعيت د نه شتون لړۍ به په نظام پورې وتړل شي او بيا به ډېره ستونزمنه وي، چې حکومت ځان له سياسي ننګونو راووېستلى شي. که چيري د ملي يووالي حکومت شريکان (اشرف غني او عبدالله) په رښتيا په ټاکنو کې د ولس د ارادې د تمثيل غوښتونکي وي او په رښتوني معنا د ټاکنيز سيمستم د اصلاح غوښتنه کوي نو په کار ده چې له خپل منځي ناندريو تير شي او د ټاکنيز سيستم د اصلاح لپاره لاندې ګامونه پورته کړي.

  1. اصلاحات بايد د ټاکنيز سيستم د اصلاح په معنا وي؛ نه دا چې يوازې د کميسيون کارکوونکي بدل شي او پر ځای يي د ارګ، سپيدار، سياسيونو او بيلابيلو ټپلو خلک ځای پر ځای شي.
  2. ټاکنيز اصلاحات بايد هغه زمینې چې کړکېچ ته لار اواروی له منځه یوسي او هغه ډول اصلاحات بايد رامنځته شي چې ولس يي غواړي؛ نه هغه ډول اصلاحات چې د ملي يووالي حکومت شريکان يي غواړي.
  3. د راتلونکو ټاکنو د قومي او سمتي کيدو څخه بايد مخنيوی وشي او د قدرت هغه جزيرې بايد له منځه ولاړې شي چې تيرې ټاکنې يي کړکېچنې کړې.
  4. په ټوله کې داسې ټاکنې بايد ترسره شي چې په ټوله معنا ولس او نړيوالو ته د مننې وړ وي او په رښتينې معنا د ولس اراده تمثيل کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي