پریږده چې وژاړم!

هوا ډیره یخه اوکنګل وه په همدې سړه هوا کې له کوره بهرووتم. ټول چم ګاونډ دیخنۍ په منګولوکې راګیر،ته واهرڅه له ساړه بوږنیدل.خوپه همدغه یخنۍ کې په سړکونودګړندیوموټرونوګڼه ،ګوڼه اوپه پلیو لاروکې خلکوتګ راتګ کاوه چې ناببره مې ځینوکسانوته پام شوچې ترڅنګ اویادمخه یې ډول،ډول سپي ځغلي.یوي بوډۍ میرمنې اوورسره سپي مې پاملرنه راجلب کړه له لنډه کي درنښت اوروغبړوروسته مې ترې وپوښتل نن ډیرساړه دی هسې نه ناروغه نه شی ؟هغې راته په موسکا اومینه ځواب راکړهورښتیا ساړه دی خوما اوزماګلالي ماسک نومي سپي تاوده اووړین کالي اغوستي اویوه شیبه به دپارک په شاوخواکې قدم ووهو. زموږخبروته ماسک هم څک غوږونه نیولي اوسینه یې په ګرمه،وړینه کورتۍ پوښلي اودمړې خیټې دتاودوخواړوګرم بړاسونه یې له خولې ایستل شاوخوا مې چې پام شوډیریوسپیوژمني کالي په تن کړي اودخپلوڅښتنانوسره خرامان،خرامان روان اوپه مخکې یې ځغلي دلوی پارک په یوه ګوښه کې په یوه لرګینه څوکۍ کښیناستم اودسترګو په رپ کې مې دټپي اوغمګین احساس ګوربت دخپل وران،ویجاړوطن په لوروالووت اودژمي په دې یخنۍ کې مې دڅیرواوشکیدلوخیموببر سره ،چاودمخي ،پښې لوڅي اوڅیري ګریوان ماشومان اودنوم ورکوشهیانویتیمان تر سترګوشول چې په خیټه وږي اوپه تن لوڅ دخپلوغمګینومیندوله غیږې پرته بل پناه ځای اواسره نه لري.خدایږوپه زړه مې اوربل اوپه کریغو،کریغوژړا سرشوم اوپه وړینوکورتیوکې پوښل شویو سپیو ته مې له غمه اودرده کتلای نه شول اوپه غمجنه اوبې وسه ژړامې دزړه اورمړاوپه ټپي،ټپي احساس کورته راستون شوم اودخپلوویرجنواوغمجنوافغانانوپه یاد مې داغمګینه اوترخه شیبه په دغه کړیکه انځورکړه

افسوس،افسوس ارمان،ارمان دی       خالي میدان دی سترګې چاته واړومه

دزراوزوردغدارانودنابودی په هیله.

بسم الله اکبري

۲۰/۱/۲۰۱۶ هالینډ