کلبه ی تارم!

امین الله مفکر امینی       2025-11-02! دربســاطی بیکسی ام ، دلبری آمـد با…

خاطره ها بیانگر واقعی ترین حقایق تاریخی 

نویسنده: مهرالدین مشید خاطره ها تصویری از "تاریخ در بستر جغرافیا" بازهم…

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي

نور محمد غفوری یادونه: دا مقاله مې په ۲۰۱۸ کال لیکلې ده…

سکوت در برابر گستاخی های پاکستان بار بار مسئولیت افغانستان…

حکومت‌های افغانستان زمانی می‌توانند در تامین امنیت و ثبات موفق…

سخنی عشق!

               2025-09-02! امین الله مفکر امینی گرسخـــــن زعشق گویی زعصمتِ این گوهربــــدان کزعشق به…

سکوت خلیفه در برابر امیر شکست یا فرصتی برای انحام…

نویسنده: مهرالدین مشید عباس ستانکزی: ملایعقوب کل روند را از مسیر…

زمانیکه کیفرخواست دادستان وحکم دادگاه  منفعل گردد  

نکارشی از سخی صمیم  مسئول کیست و عدالت کجاست؟  ***  ایجازی ازین مختصر!    …

شکست و باخت قدرت

شکست و باخت قدرت نه تنها حس ملی و مردمی…

آیا سراسیمه گی طالبان ، سقوط شان را در پی…

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       درخواست دادگاه بین…

هوش مصنوعی دیپسیک

دکتر بیژن باران پیشرفت چین در جهان چند قطبی…

غریزه در سلب عقل: دلیل نبود دولت مدرن در افغانستان...!

عقل نیروی تفکر و گوهر شناسایی حق در برابر باطل…

۲۱ و ۲۲ دلو فتح افشار

نه ماه از ورود گروه‌های جهادی در کابل می‌گذشت، از…

یادمان سیاوش کسرایی

نوزدهم بهمن ماه هر سال، روزی است که نام سیاوش…

لیبرال ها، میان ماکس وبر، و کارل مارکس

-- max weber 1864-1920 آرام بختیاری جامعه شناسی بورژوایی در مقابل جامعه…

گنج شایگان 

رسول پویان  همیـشـه ثـروت و کاخ طلا نمی ماند  شــکـوه و دبـدبـه…

همخوابگی های سیاسی نافرجام طالبان افغانستان و آخوند های ایران

نویسنده: مهرالدین مشید افتضاح دیپلوماسی هوتل محور ایران در افغانستان عباس عراقچی، روز…

عالم دگر

نوشته نذیر ظفردیــــــده از امیــــــال دنیا بسته امدر دلـــــــم…

بشدار سامی

آقای "بشدار سامی" (به کُردی: بەشدار سامی)، شاعر و فتوگرافیست…

کابل آبستن یک تحول در موجی از اختلاف های درونی…

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت ملاهبت الله در گرو عصیان همرزمان و…

هم پیوندی

جهان با حفظ،نا همگونی ها یک کل به هم پیوند…

«
»

هغه څه چې سياسيونو را نکړل؛ ورزشکارانو په کم وخت کې راکړل

په داسې حال کې چې لوبې او ورزش؛ سیاسې پولې نه پیژني خو هیوادونو ته د سولې په راوستلو کې اغیزمن رول لوبولی شي. د خلکو په يو موټي ساتلو کې پراخه ونډه لري. د انسانانو د عمومي روزنې یوه برخه جوړوي او همدا لوبې دې چې د ټولنې د وګړو ترمنځ اقتصادي، فرهنګي؛ ټولنیزې او نورې اړیکې پیاوړې کوي. نوره نړۍ به پريږدو؛ که د خپل جنګ ځپلي هيواد افغانستان د نيږدې تيرو لسيزو تاريخ ته وګورو؛ په ملياردونو ډالر د ذهنيت جوړونې، د خلکو تر منځ د يووالي د ايجاد، تر يو نوم او يو بيرغ لاندې د ټول ولس راټوليدو او يو شريک هدف لرلو لپاره بيلابيلو دولتي او شخصي ارګانونو، ټولنو، شوارګانو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، بهرنيو اسلامي خواخوږو هېوادونو او نورو ډېرو کړيو له لوري ډير کارونه وشول چې په دې هېواد کې يووالی رامنځته کړي خو ونه توانېدل، په داسې يو ميکانيزم جوړولو بريالي نه شول چې له مخې يې ولس ته په رښتينې معنا د يووالي او يو ملت کيدلو روحيه وړاندې کړي. خو له نيکه شامته؛ د سپورت د ډګر اتلانو دا هر څه په ډیر کم وخت او پرته له کوم سياسي، ګوندي، قومي او سمتي امتيازه؛ دا هر څه په بريا تر سره کړل او ټول افغان ملت يي په ریښتينې معنا او مفهوم تر يو چتر لاندې د يو افغان په نوم راټول او يو موټی کړ.

همدغه د سپورت د برخې (کرکټ، فوټبال، واليبال، تکواندو او نور …. ) اتلان دي چې په خپلې اتلولۍ سره يي افغانانو او افغانستان ته وياړ وبښه. همدغه ورزشکاران دي چې د سولې پيغام رسوونکي او ملي يووالي سمبولونه دي. ډير ليرې نه ځو؛ همدا تيره ورځ د کرکټ اتلانو، څو ورځې وړاندې د فوټبال اتلانو او همداشان څه موده مخکې د تکواندو اتلانو؛ افغانستان او افغانانو ته وياړونه راوړل او د افغانستان درې رنګه بيرغ يي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په عزت او وياړ رپانده وساته. همدا کرکټ او فوټبال دی چې ټول افغانان یې په یوه خوله کړل ، پښتون ، تاجیک ، هزاره … حزب پلوی ،جمیعت پلوی ، دولت پلوی ، طالب پلوی ، ، …. ټول یوه خوله شول او ټولو خپل ملی احساسات څرګند کړل. خو له بده مرغه چې په سياسي برخه کې بيا دا وړتيا نه لرو. ای کاش چي په ملي او سياسي مسايلو کې مو لكه سپورت همداسي له ملي جذبې نه كار اخيستلای، کاش مو سياسي مشران لکه د سپورت د اتلانو په شان؛ د حزب پالنې، قوم پالنې، سمت پالنې او ژبپالنې پر ځای په ملي پالنه سمبال وای.

اوس د دښمن لاسوهنې دومره زورورې شوي چې آن دغه د سپورت برخه مو هم ترې په امان کې پاتې نه ده. اوس ځينې پرديپالې او نورو ته وفادارې کړۍ هڅه کوي چې دغه ورزش د ملي يووالي سمبول مو هم د نفاق په اور ککړ کړي. اوس دغه کم درکه، بې وجدانه او د پرديو مزدورې کړۍ په دې لګيا دي چې ملي لوبډلې مو هم د پښتون او فارسيوان تر منځ وويشي. دغه له خدايه نه ډاريدونکې کړۍ اوس لګيا دي چې د فوټبال ملي لوبډله د هيواد يو قوم، يوې ژبې او يو سمت پورې؛ او کرکټ د بل قوم، ژبې او سمت پورې وتړي حال دا چې دواړه لوبډلې د هيڅ قوم، سمت او ژبې لپاره نه بلکه د يو افغان ولس او يو افغانستان لپاره وياړونه ګټي. اوس دغه پرديپالې کړۍ په دې کار کوي چې په يو نه يو ډول د افغانانو د ملي يووالي د ساتلو دغه يواځينی بنسټ (ورزش) هم د تعصب او نفاق په ناروغۍ اخته کړي. دوی اوس د فوټبال ملي لوبډله د افغانستان د زمريانو پر ځای په بل نوم يادوي.

دغه بې وجدانه خلکو ته مې دا وړانديز دی چې راځۍ له تعصب او بدبينۍ نه لاس واخلۍ، د خپلو خلکو احساساتو ته درناوی وکړئ او د یو و بل سپيڅلو احساساتو قدر وکړئ. يو و بل ومنئ ، د دوی وړتياوو او استعدادونو باندې قانع شئ. خير دی که ستاسې د قوم، ژبې، مذهب او سمت څخه نه دی او ستاسې په ژبه خبرې نه کوي. که غواړو چې يو موټی ملت و اوسو او د يو واحد هويت خاوندان و اوسو؛ نو لازمه ده چې نورو قومي هويتونو ته درناوی ولرو او ويي منو. د يو او بل ارزښتونو ته درناوی ولرو او دا وړتيا پيدا کړو چې که يو څوک هندو، مسلمان يا مسيحي وي او يا هم هرې بلې ډلې او قوم څخه وي خو چې په کومه برخه کې وړتیا لري نو د وړتيا خاوند دی او بايد د منلو تر څنګ يي درناوی وکړو.

کينه انسان د مرګ کندې ته غورځوي، د نورو تخريبول د ځان د تخريب په معنا دی، د بل قوم سپکاوی د خپل قوم سپکاوی دی. نو لازمه ده چې له يو و بل سره د انسان او افغان په توګه مينه ولرئ، د يو و بل د برياليتوبونو لپاره هڅه وکړئ، ټولنيز او ډله ييز فکر وکړئ. په دې نړۍ کې تر ټولو لوړ مقام انسان اوسيدل او انسانيت دی. د يو و بل ښه والی او پرمختګ بايد و زغمئ. او هيڅلکه بايد د چا دروازه په سوک ونه وهو ددې لپاره چې سبا مو خپله دروازه په لغته ونه وهل شي.

ورزش ملي دی؛ نه قومي او نه سياسي. هر ورزشکار مو د ملي بيرغ پورته کولو وياړ ګټلی او هر ورزشکار مو د ملي سرود په زمزمه کولو سره ډګر ته داخليږي. دا ځوانان د ملي وحدت او د سولې نمونې دي. مړه دي وي هغه کسان چې په سپورت کې هم نفاق ګډوي.

 

لیکنه : خوشحال آصفي