نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

«
»

نوې کابینه، فرصتونه اوغوښتنې

د ۱۳۹۳ کال ټولټاکنو او د هغو لپاره چمتووالي، له خپل ګټورتوب سره سرههېواد ته د جوړونکو او نوښتګرو هلوځلو پرځای،د خپلمنځي چنو او ناندریو په لامل،د افغانانو نږدې یوکال وخت او فرصتونه په اوبو لاهو کړل!

که تېر یو کال کې د ټاکنو بهیر ته وکتل شي او ځینې څنګنۍ پېښې او لیدلورېیوخواته پریږدو، په ټولیزه توګه دلته دوه تګلارې او دریځونه په ډاګه او څرګنده معلومیږي:

لومړۍ هغه،په ټاکنو کې د افغان ولس پراخ ګډون او د ټاکنو په مټ د زاړه او فاسد پخواني حکومت پرځای د نوي او کاري حکومت غوښتنه او داسې حکومت ته د افغانانو تنده او لیوالتیا.

ــ دوهم دریځ، په ټاکنو کې دولسي پراخ ګډون په وړاندې سبوتاژ، پلمې اوتوطیې او په یوه یا بله بڼه د راتلونکي نوي حکومت د جوړېدا مخنیوي او له دې لارې د زاړه فاسد حکومت د پاتې پرزو او لیدلورو خوندیتوب او ساتنه!

خوله ټاکنو روسته اوس هم، د نوې کابینې په جوړېدا او د ملي یووالي د حکومت او د هغه د دندوپه تفسیر کېلکه د ټاکنو د بهیر پشان، افغانان له پورته دوه لیدلورو او دریځونو سره مخامخ دي.

د ټاکنو د پایلو په اړه د عبدالله ټیم ماشومانه ځیل او لالچ او د قانون ضد مقاومت چې یوخوا ييټاکنو کې د ځان په ګټه، بهرنیو لاسوهنو ته لار پرانیسته او بلخوا يید بهرنیانو پر مټ د اشرف غني په مشرۍ د بدلون او دوام ټیم دې ته اړویست چېټاکنو کې خپلې بريا او د دوی په ماتېپسې ډېر ونه ګرځي او د دوی په تفسیر او بیان،ملي لوړه ګټو ته په پام، دوی سره په ګډه د ملي یووالي حکومت جوړکړي. همدارنګه دوی وغوښتل افغانانو ته وښۍ، بویا د تېر په توپير اوس دوی تغییر کړی، له پېښو او تېر تاریخه يي زده کړه کړې؛ نور د زور، مقاومت او حتي دولت سره د اپوزیسیون په کیسه کې نه دي!

البته داسې کړچار، په ښکاره ګټور او ملي اقدام معلومیږي خو شا ته دوی غواړي دا ځل په دې نوم«تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړي»!

دا چې د عبدالله ټیم ځینې خپلسرې غړې لاهڅیږي چې که د مقاومت په پېېښو، پلمو او ناندریو د ملي یووالي حکومت کې ځان ټومبلی شي نو بیا به په هره مسله او په تېره بیا د کابیني جوړښت کې هم،په ناندریو او چنوددوی ناقانونه غوښتنې په ښه توګه او ژر پلې کېدلای شي!

په دې اړه د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون د مشر ښاغلي عبدالستار سعادت دا وینا چې وايي « « افغانستان کې د انتخاباتو کاندیدان د جمهوري ریاست د ټاکنو د دوامداره جنجالونو وروسته په دې باور شوي دي چې حتی د ناکامۍ په صورت کې هم په اعتراضونو او زور سره کولای شي لږ تر لږه یوه ونډه ترلاسه کړي»د پېښو له روان بهیر سره اړخ لګوي.

اوس چې دغو خپلسرو کړیو،د یو باندې زر پلمو او چلوټو په مټ، په ملي یووالي حکومت کې ځان څلیښت او پیوند کړ، غواړي دا حکومت د خپلو ځانګړو ګټو او اندونو سره سم افغانانو ته تفسیر او بیان کړي، څو په دې توګه د ټاکنو په پایله کې چې باید کوم حکومت رامنځته شي، هغه له ملي او پرمختیایي موخو څخه راوګرځوي او دهغه د بریا مخه ډب کړي.

له دې سربېره دغه کړۍ چې ټاکنو کې يي څرګنده او تاریخي ماته وخوړه او بیا يي د پردیو په مټ خپلې ماتې ته د ملي یووالي حکومتپه جوړښت او هغه کې پخپل ګډون،د وړو پزه کېښوده، اوس غواړي دا ګډوله حکومت هم شاړ او شنډ کړي او افغانانو ته وځلوي چې دا په حکومت کې دننه ددوی سبوتاژ نه دی بلکې د پيکه او بدرنګه ټاکنو په پایله کې د جوړ شوي حکومت ګرمتیا ده!

خو بل لور ته د ملي یووالي له حکومته د دغو کړیو خپلسری تفسیر، د داسې حکومت له مفهوم ، دندو او واکونو سره ژور توپير لري. د عبدالله  په مشرۍ د اجراییه پست ویاند مجیب الرحمان رحیمي شپه او ورځ په دې یوه خبره لګیا دی چې د ملي یووالي حکومت یعنې د کابینې او نورو لوړو څوکیو په سلو کې پنځوس په پنځوس ویش!

بلخوا دوی د ملي یووالي د حکومت نورې دندې پرځای یښې، دا چې امنیتي وضعه په ټاکنو کې ددوی د شخړو په لامل بدتره شوې او یا د هیواد نورې بېړنۍ چارې، دوی يي د یوې په کیسه کې هم نه دي! دوی یوازې په دې لګیا دي چې کله به دا اجراییه پست د صدارت پست ته لوړیږي، یا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د هغه د تفتیش کمیسیون چارواکي چې ټاکنو کې يي د دوی رايي لږې ښودلې ولې د دوی په اند ژر نه محاکمه کیږي او داسې نور!

خو د ملي یووالي حکومت کې د واک او څوکیو د ویش خبره اصلآ نشته. د اساسي قانون له مخې افغانستان ریاستي نظام لري چې د اجراييه، مقننه او قضایه درې ګونو قواو په سر کې ولسمشرځای پرځای دی.د ولسمشر واکونه او دندې د اساسي قانون په ۶۴ ماده کې په ډاګهتسجیلشوېدي، په هغو کې تغییر نه شي راتلی چېاساسي قانون کې د لويي جرګې لخوا بدلون رانشي!

اجراییوي پست چې په اړه يي لویي غوغا ته لمن وهل کیږي، د ولسمشر په فرمان رامنځته شوی او کېدای شي که اړتیايي نه وي د کوم بل  فرمان په وسیله له منځه لاړهم شي.بلخوا اجراییوي پست، ولسمشرۍ سره کوم موازي پست نه دی او نهپه حکومت کې دننه کوم بل حکومت دی چې ځینې کړۍ يي د ځانګړو ګټو په موخه دا ډول تفسیروي. همداراز د دې پست په رامنځته کېدو سره په اساسي قانون کې د ولسمشر واکونه او دندې نه دي بدلې شوي او نه بدلېدلای شي. د ملي یووالي په حکومت کې د دې پست د رامنځته کېدو موخه داده چې ددې پست په سر کې ټاکل شوی کسپه ښې حکومتوالۍ او همداراز په حکومت کې د وړ او مسلکي کسانو په ګمارنه کې ولسمشر ته سلا ورکولای شي. په دندو د هغه اشخاصو ګمارنې او له هغو رپوټ اخیستل چې اساسي قانون يي واک ولسمشر ته ورکړی، یوازې د ولسمشر دنده ده.

ولسمشر به کابینه ټاکي چې د اساسي قانون له مخې د ده دنده ده او الزامي ده او بیا به يي ولسي جرګې ته ورپېژني چې د دې جرګې لخوا هم تایید شي او په رسمي توګه په کار پیل وکړي. البته د نورو سلاکارانو تر څنګ اجراییوي پست والا هم ولسمشر ته د کابیني د غړو په ورپېژند کې سلا ورکولای شي، نه بل څه یا زیات څه!

دا خبره چې د کابینې او نورو لوړپوړو چارواکو څوکۍ به د ولسمشر او د اجراییوي پست والا کس ترمنځ په سلو کې پنځوس پنځوس ویشل کیږي، په یوه حکومت کې به دوه سري، درې سرې او یا څو سري موازي حکومتونه رامنځته کیږي او حکومت به دننه پخپل ځان او نس کې اپوزیسیون هم لري ځینې ملي ضد کړۍ او د هغو په لاړو لمدې رسنۍ يي له بده نیته او په لویلاس خپروي!

د ملي یووالی حکومت د چوکيو د مساوي ویش لپاره نه دی رامنځته شوی، بلکې داسې حکومت افغانانو ته ځواب ورکوونکی دی او افغانانو ته باید په هر ټاکلي وخت د خپل کار او خدمتونو رپوټ ورکړي.

بل پلو د ملي یووالی حکومت کې د چوکیو مساوي ویش، له قانون څخه د بې خبرو او یا د هغو کسانو ډنډوره ده چې غواړي اوبه خړې او کبان ونیسي. افغانانو په ټاکنو کې ځکه پراخ ګډون وکړ اوغواړې د هغو په پایله کې داسې یوه کابینه رامنځته شي چې ددوی ډب شویو تاریخي غوښتنو او اړتیاوو تهوړ او د وخت له غوښتنو سره سم ځواب ووايي.

کابینه کې باید هغه کسان وټاکل شي چې په تېرو وختونو او تېروحکومتونو کې يي لاسونه په فساد او د افغانانو په وینو ککړ نه دي. کابینه باید « د کار اهل ته د کار سپارل» پر بنسټ رامنځته شي.

همداراز کابینه او په لوړو څوکیو د شخصیتونو ټاکلباید په لومړي ګام کې د نارینه او ښځینهنوی پښت، د کار وړ او مسلکي ځوانانو له منځه غوره شي، نه د پخوانیو مفسدینو او میرزا قلمانو له منځه!

بلخوا که عبدالله او د ده په ټیم کې روغ کسانملي هوډولري چې افغانستان له روان کړکیچه ووځي، مهرباني دې وکړي، له خپل ټیمه په تېره بیا د ویاند پتوګه مجیب الرحمان رحیمي چې معلوم الحاله خراساني (ایراني) او ځان پخپله د معاصر افغانستان دوښمن بولي، له خپل ټیمه او د ویاندۍ له دندې رخصت کړي!

 دعبدالله ټیم په استازیتوب د ملي یووالي حکومت کېد داسې کسانو شتون نه یوازې د دي حکومت د ملي توب له مفهوم او روحيي سره اړخ نه لګوي او نه ښايي په داسې حکومت کې ځای ولري، بلکې داسې کسان پخپله عبدالله او د هغه ټیم ته هم، لوی سر درد ګڼل کیږي!

د ۲۰۱۴ کال د نومبر ۷ مه

سرلوڅ مرادزی