وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

نوی نسل

د سمیع الدین افغاني لیکنه

درنو لوستونکو !

زه څو کاله دمخه دغزل شپې  یا د شب غزل   تر نامه  يو هنري بنډار ته رابلل شوی وم  چې  پدې هنري ناسته  کې ډيرو د شعر ، غزل،  موسیقي او اواز مينه والو  ګډون  کړی وه ۰

 دا په زړه پورې پروګرام  د جرمنی د کوبلنز په ښار کې ديو ملي   شخصيت په مالي لګښت  جوړ شوی وه چې یاد هنري محفل ته  د لرې ځايو څخه  دشعر،  ادب او غزل   مینه والو ته بلنه ور کړشوې وه ٠  

همدارنګه دغې ناستې ته  د هیواد منلي او خوږ ژبي سندرغاړي هم  رابلل شوې وه  څو را بلل شوو میلمنو او مینه والو ته په خپلو خوږو اوازونو کې د خپلوهنري  استعدادونو  هنر نمایي وکړي ۰

  په پیل  کې د ماښامانۍ  چای او ناشتا وروسته د ټنګ ټکور پروګرام پيل شو چې  بيا ميلمنو د شپې ډوډۍ د صرفولو وروسته هم  ترنا وخته پورې ددغې  په زړه پورې ناستې  شاهدا ن وه ٠

سندر غاړو په وار سره په حجره کې ناستو میلمنو ته په خپلو خوږو اوازونو کې په زړه پورې سندرې ، خوږې نغمې او غزلونه  په مناسبو  کمپوزونواو راګونو  کې  واورولې  چې پدې سندر غاړو کې یو ډیر با استعداده ځوان هنر مند د حاضرینوخاصه  پاملرنه  ځانله راواړوله ۰

 

  دې ښکلي  ځوان  چې د خرابات او يا  هم د غزل د شپې ځانګړې او ښکلې جامې  په تن  وې  په ارمونيه لاس پورې کړ او په پرله پسې توګه پوره ښه شیبه په زړه پورې غزل په خواږه او ښکلي راګونو او  کمپوزونو کې  مينه والو ته واورول چې  راغلو میلمنو  د لاسونو په پړکهار دا ځوان  هنر مند پوره ونازول شو۰

ددې ځوان  پیل  د استاد اولمیر  هغه مشهوره حماسي سندره وه  چې وایې:

دا مو د بابا وطن  دامو د دادا وطن

دا په موږه ګران دی  دا افغانستان دی 

ددې سندرې پیل دمینه والو روحیه را ژوندۍ کړه او ورسته يې د هیواد دنامتو سندرغاړي د موسقۍ سرتاج مرحوم استاد سراهنک د مکتب ښکلې کمپوزونه چې د ابوالمعني بیدل ښکلی اشعار پکې کمپوز شوي وه د حاضرینو هنري تنده ورماته کړه چې پوره خوند مو ترې واخیست ۰ 

 

کله چې ددې ځوان پروګرام پای ته ورسید نو د حاضرینوله جملې   څخه یو مشر  ورته  وویل؟

 کور مو ودان ، په ریښتیا سره مو دمرحوم  استاد سراهنک د افغانستان دموسقۍ سر تاج او استاد اولمیر یادونه زموږ په ذهن کې را تازه کړل۰

 

‌‌ د مشر ددې تشویقي خبرو نه وروسته یو بل ګډون کونکي  پوه نه شوو چې  ولې د مشر دا څرګندونې    خوښې نه شوې ،هغه  په قهرجنه لهجه د اعتراض په ډول  وویل:

 نه داسې نه ده  ، تاسې د حقیقت نه انکار کوئ  استاد سر اهنګ ته هیڅ څوک  نه شي رسیدلی  تاسو استاد سر اهنګ  او استاد اولمیر ته سپکاوی کوئ  اودا ځوان هغو ته نه شي رسیدلی او  داسې نور څه بې مورده او نا سمې خبرې د هغه دروند مشر  د خبرو په ځواب کې   اظهار کړې۰

د محفل فضا لږه بدله غوندې شوه او هغه مشر   چې وویل دمرحوم  استاد سراهنګ د افغانستان دموسقۍ سر تاج او استاد اولمیر یادونه مو تازه کړل،  غوښتل چې ددې خبرو   اصلي موخه چې ددې هنر مند  تشویقي بڼه  درلوده څرګنده کړي  خود بده مرغه مشر  ته بیا دافرصت  برابره نه شوه او د مقابل لورې د چا خبرو ته غوږ نه نیوه او خپلو خبرو ورته خوند ورکاوه۰

 د پرګرام کوربه  چې  پوه او مدبر سړی وه دیوې لنډې دمې هیله وکړه او تمام ګډون کونکی یې چای او وړې ناشتا ته راوبلل  ۰

موږ تمام د ناشتا د صرفولو په مقصد بلې خونې ته لاړو۰

هغه مشر  چې  هنر مند په اړه یې تشویقي خبرې وکړې  ماته یې وویل:

ما خو کومه بده خبره ونکره  پوه نه شوم چې ولې دا سړی پرې دومره خوابدې شو۰

ما ورته وویل:

تاسو  مه خفه کیږئ وروسته به ورته قناعت ورکړو۰

موږ تمام ددې ګډون کونکي  نا سمې او قهرجنې  موضیع ګیرۍ ته حیران پاته وو او موږ ته دا سوال پیدا شو چې ولې دغه شخص دومره د تعصبه ډک حالت ځانله غوره کړ ۰

 

کله چې د ناشتا پروګرام خلاص شو یو بل دوست  دې غصه ناکه سړي ته ورنژدې شو اوپه ډیره نرمه لهجه یې  ورته وویل :

ګرانه ستاسو دا احساس او پیرزوینې نه چې د هیواد وتلو هنر مندانو ته یې لرئ د مننې او د قدر وړ خبره ده خو ستاسو دا څر ګندونو زما په ذهن کې یوڅو  سوالونه پیدا کړل  که ستاسو اجازه وي تاسو سره به شریک کړم۰

هغه سړی چې د خپلې  پخوانۍ غصې نه  لږ څه  سوړ شوي وه  ورته وویل:

هوکې مهرباني وکړئ ستاسو خبرې  اورم ۰

هغه دوست خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکړه:

  لمړی: ستاسو  په اند ولې اجازه نه ورکوئ چې په هیواد کې دې  داسې استعدادونه پیدا شي چې د استاد سر اهنک یا استاد اولمیر يا د کوم بل استعداد  جانشین شي یا د د هغه ځای ونیسي او یا هم  تر هغه لوړ مقام  تر لاسه کړي ایا د دوئ لاسته راوړنې   به نور هم ددې استادانو د سبک  یا مکتب اتوریته په ټولنه یا سیمه کې  لاهم  لوړه نه کړي ؟

دویم : ایا استعدادونه ته معیار یا چو کاټ ټاکل به نا سم کار نه وي ؟

دریم : که داسې څوک پیدا شي چې تر دغو منلو استادانو د معیارنو  نور هم ځان  لوړ مفام یا منزلتونو ته ورسوي  افتخارات او ویاړنې تر لاسه کړي په دې کې به څه مشکل وې ؟

 

څلورم : موږ په دا خبره د تا سره ومنو چې ددې استادانو باید درناوی وشي  د هغو په مزار دې د ویاړنې ګلونه کیښودل شي او د هغو خدمات دې  وستایل شي  خو اصلي  خبره داده چې هغوی باید  کوم مشخص معیار  یا چوکاټ نه وي چې ځوک دې اجازه ونلري چي ددې سر حد نه  ووځي  ، که داسې یو څوک  پیدا شي چې تر دوئ نور  هم لوړه مرتبه لرلی شي نو  بیا ولې استاد سر اهنګ یا استاد اولمیرورستی معیار وګنو ؟

پنځم : تاسو وګورئ زموږ په هیواد کې  ډیر نور  داسې با استعداده  هنرمندان شته که هغوئ   ته د رشد او د کار زمینه  برابره شي دا به دقیقه خبر وي چې د هغو  استعدادونو چې نن سبا زموږ په معاشره کې ښه ځلیدلي او د هغو صرف ابتکار او کار نامې موږ ته په میراث پاتې دي دهغود نشتوالي  خلا به  ډکه نکړي ؟

د قهرجن سړي چې ددې دوست په خبرو یې غصه نور ه هم ماته  شوې وه په ځواب کې وویل:

  دا ځوان  ښه هنر مند دی خو استاد سر اهنګ ته نه شي رسیدلی ۰

دی دوست ورته وویل :

که ستاسو د غصې  موخه دا وي چې یاد شوي استادانو ته د قدر په سترګو وکتل شي نو موږ به دا خبره در سره ومنو ، ستاسو دا احساس د قدر او د منلو وړ دی خو اساسې مطلب دادی چې موږ باید په مجموع کې دراتلونکي یا نوي نسل استعدادونه په یو محدوده کې ځای نکړو ۰

په هر صورت داچه پدې خبروبه  ددې قهرجن میلمه څومره قناعت حاصل شوی وی دا به پریودو د هغه قضاوت ته ۰

خو که چیرې موږ خپل ټولنې ته ځیر شو نن سبا په ځوانان او نوی نسل کې داسې استعدادونه شته چې  هغوئ نه تنها  تشویق شي  بلکه هغوئ  د معیاری چوکاټونو نه وویستل شۍ  او د هغو د هنر د لا غني کیدو له پاره  زمینه برابره شي۰

 

موږ په  نویو ځوانانو او نوي نسل کې ډیر ښه استعدادونه لرو چې که چیرې ورته توجه وشي په راتلونکي کې به  د خپل عصر او زمان د روحیې  سره سم  منلي او وتلي شخصیتونه  ترې جوړ شي پدې شرط چې ددغو  یو شمیر تنګ نظرو اشخاصو  د تهدید څخه په امان کې پاته شي  او ځوړ نسل خپل ریشتنی مسولیت د راتلونکي اونوي نسل په مقابل کې ادا کړي ۰

په ډیره مینه

سمیع الدین افغاني

۷ / ۲ / ۲۰۱۴

م۰ کال

ددې لیکنې پر بنیاد دبیلګې په توګه د دوستانو پام ددې څلور کلن  ماشوم ښکلي اواز ته را ګرځوم۰

http://www.youtube.com/watch?v=PIvHRdkAJQM