نه شي افغان ګله له کاندیدانو سره کلی

چېرته دا ساده پټانان او چېرته دا دوکه ولسمشران

افغان ګل 

وروستیو کمپاینونو او د جمهور رییس اختري څرګندونو خلک سخت پریشانه کړي چې ویلي یې دي، د دغه حکومت وخت کم پاتې دی، لومړی دې ټاکنې او راتلونکی حکومت جوړ شي او هغه حکومت دې بیا د سولې خبرې مخته یوسي. دا کار له یوې خوا تضمین نه لري چې نوموړی حکومت به جوړ شي که نه؟ که جوړ هم شي څوک به یې ومني که نه؟ او له بلې خوا وخت نیونکی دی او په دې موده کې به د زرګونو نورو افغانانو ژوند هم واخیستل شي.

زما یو دوست دی سوداګر دی، هغه تل دغه خبره کوي: ((که یو ځل دې هم ونه غولای شوم نو خدای دې ته تا ووهي او که به دوه ځله غولېږم نو بیا دې خدای ما ووهي)). زه نه پوهېږم چې دغه ځینې خلک ولې بار بار غولېږي؟

ایا ایمان مو ضعیف دی چې له یوه سوري مو دوه ځله مار چیچي، که نه حدیث شریف دی چې مومن له یوه سوري دوه ځله نه چیچل کېږي.

 ۴۱ کاله وشول چې بهرنیان په موږ کې رقم رقم ناروا او وژونکې ډلې جوړوي. دوی مو ژوند اخلي، بچیان او خپلوان راځنې اخلي او ان ډوډۍ مو اخلي؛ خو موږ نه توانېږو چې یوه ډله د سولې او خپل ژوندانه لپاره څه کوې چې حتا د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره جوړه کړو. پخپل کلي کې له کوره بې برخې کېږو، پخپل هېواد کې له هېواده او په ډموکراسۍ کې له خپلې خپلواکۍ بې برخې کېږو او………..

دا ټول ولې؟؟؟؟؟؟؟؟

ایا کله مو هم دغه پوښتنې له ځانه پوښتلي، راځئ همدا نن دغه پوښتنې له خپله ځانه وکړو او ځواب هم ورته پخپله ومومو، بیا دغه خپل ځواب مو له نورو هېوادوالو سره شریک کړو او یو واحد فکر رامنځته کړو، بیا د دغه فکر پر اساس د خپل ژوندانه لپاره تصمیم ونیسو او په ګډه سره وړاندې لاړ شو.

زه د خپلې تجربې له مخې وایم چې شاید ۹۸ یا ۹۹ سلنه کسان ووايي، چې هر څه به وشي، خو یووالی او سوله به زموږ ترمنځ هېڅکله رامنځته او دود نه شي.  زه وایم چې دا نه سم فکر دی او نه سهي خبره ده، دا چې یووالی او سوله ولې موږ ته سخت ښکاري دا یو علت لري او هغه دا دی چې موږ تراوسه یوازې د نفاق او جګړې لپاره کار کړی او د یووالي او سولې لپاره مو کار نه دی کړی او په دې نه پوهېږو چې زموږ ترمنځ مشترکات څه دي او له دغو مشترکانو مو د یووالي او سولې لپاره کار نه دی اخیستی، که دا کار وکړو نو سوله او یووالی ناممکنه خبره نه ده.

یعنې اصلاً د سولې او یووالي لپاره مو کار نه دی کړی، د ځان لپاره مو کار نه دی کړی، د اولادونو لپاره مو کار نه دی کړی، د ژوند لپاره مو کار نه دی کړی، د حق لپاره مو کار نه دی کړی، بلکې وخت مو د هوا په ګزولو تېر کړی او د هغه پرځای د جګړې او بې اتفاقۍ لپاره کار شوی، د ځان د مرګ لپاره مو کار کړی، د پردیو لپاره مو کار کړی، د باطلو لپاره مو کار کړی او په دې لاره کې یو تر بله لاسونه مو سره ورکړي دي.

تاسو وګورئ! د شورویانو په پیسو کمونستان جوړ شول، نتیجه دا شوه چې یو خپلواکه او پیاوړی نظام او ملي حکومت یې نسکور کړ او پرځای یې یو کمزوری، پردي پاله او تپلی نظام او حکومت رامنځته شو. ورسره جوخت د مجاهدینو تنظیمونه د امریکې، پاکستان او ………… په پیسو جوړ شول، نتیجه څه شوه؟ د پردیو لپاره جګړه او د هېواد ویجاړتیا او تر ننه د جګړې دوام او پر هېواد د ۴۱ هېوادونو ناتاړ، یو کمزوری پوشالي دولت یا حکومت، د فساد عامېدل، د یوه پلورل شوي دروغجن، بې رحمه، ظالم، حریص او فاسد سیاسي قشر رامنځته کېدل او په دوکه ماریو، فساد او منافقت سره خپل واک ته دوام ورکول.

لازمه نه ده چې څوک دې له بهرنیانو او ښکېلاکګرو د خیر تمه وکړي، د سولې، خپلواکۍ، ښېرازۍ او پرمختګ دروېزه دې ترې وکړي. په قرآنکریم کې د سبا په سوره کې د استعمار او ښکېلاکګرو کار، نیت او نتیجه بیان شوي: د سبا د ملکې په کیسه کې راځي چې کله ملک سلیمان د سبا ملکې بلقیس ته التیماتوم واستوه چې ایمان دې راوړي او د ده د پیغمبرۍ او پاچاهۍ اطاعت دې وکړي، که نه نو د ده له جګړې او تباهۍ سره به مخامخ شي.

ده د قومونو مشران راغونډ کړل او مشوره یې ورسره وکړه، مشرانو وویل چې د سلیمان کږې خولې ته اوسپنیز سوک په کار دی او جګړه باید ورسره وشي، خو ملکې بلقیس وویل چې تاسو وروستۍ لار راوړاندې کړه نورې لارې هم شته. خلکو وپوښتل چې له دغه متکبر سلیمان سره نورې کومې لارې کېدای شي؟  ملکې وویل، موږ باید لومړی دا په ګوته کړو چې سلیمان د الله ج پیغمبر دی که کوم لوټمار امپراطور؟ که چېرې دی پیغمبر وي نو زموږ جګړه ورسره یو عبث کار دی، ځکه له پیغمبرانو سره جګړه مو کومې کامیابې ته رسولی نه شي او که چېرې دی لوټمار او ښکېلاکګر وي، نو بیا جګړه ورسره حتمي ده او حق او کامیابي زموږ په خوا دي.

خلکو وویل چې دا به نو څنګه معلوموو چې دی څوک دی؟ ملکې بلقیس وویل چې موږ باید د دغه کار لپاره دوه ډلې واستوو، یوه له غنایمو سره د ملک سلیمان دربار ته او بله هغه سیمو ته چې ملک سلیمان تازه لاندې کړې دي. که چېرې سلیمان لوټمار او ښکېلاکګر و نو غنایم به ومني او له خپله ګواښه به لاس په سر شي او موږ به یې له تاړاکه وژغورل شو او که چېرې دی پیغمبر و، نو غنایم به پرېږدي او د الله دین د خپرولو لپاره به هرو مرو پر موږ راودانګي او هغه هیات چې د ملک سلیمان تازه اشغال شویو سیمو ته ورځي باید وګوري چې هلته حالات څه ډول دي، که چېرې هلته خلک خوشاله، سوله او امن راغلی او فساد له منځه تللی او پر ځای یې عدالت ټینګ شوی و او ټولنه د کار او پرمختګ پر لیکه ورسمه شوې وه، نو دی یو پیغمبر دی او که برعکس خلک خپه، ناامني، ظلم، فساد او جګړه رامنځته او دود شوي وو او عدالت له منځه تللی و، نو دی یو ښکېلاکګر دی او په دې صورت کې باید ورسره جګړه وکړو.

کله چې هیاتان راستانه شول، نتیجه مثبت او سلیمان یې یو پیغمبر ثابت کړ او ملکې بلقیس ورسره جګړه ونه کړه، د اسلام دعوت یې ومانه او له دغه کار سره د سبا هېواد له جګړې او تاړاک بچ او د لاپرمختګ څښتن شو.

کمونستانو به ویل چې شورویان د سولې لپاره راغلي او هېواد راته جوړوي، د غرب جاسوسانو او فرهنګ ځپلو هم ۱۹ کاله وړاندې همدا خبره کوله، خو هغه څه چې ښکاره دي، نه سوله دلته راغله، نه چا راته هېواد جوړ کړ او نه چا زموږ پرمخ د پرمختګ دروازه پرانسته، بلکې برعکس دغه هېواد ته یې جګړه راوسته، ورور تر ورور، کور تر کور او کلي تر کلي یې ورسوله، عدالت یې له بېخ او بنه واېسته، پرځای یې فساد او ظلم دود کړل، د هېواد ټول اقتصادي اساسات او زېربنا یې له منځه یوړل، د بچیانو ډوډۍ راځنې واخیسته او لنډه دا چې د پولۍ ټق ته یې کېنولو.  ایا د اشغال په دې ۴۱ کلونو کې کومه ستنه هم جوړه شوه؟

په دې اړه دوه خبرې، یوه یې خلکو او بله یې د ولسمشرۍ کاندیدانو او په ځانګړې توګه اشرف غني ته متوجه دي.

دغه خبره خلکو ته متوجه ده چې، تر څو به بهرنیان موږ ته د مرګ ډلې جوړوي او موږ به پرې وژني او پایمالوي او موږ به ورته سړې سړې ګورو، څوک به نه یو او څه به ورته نه شو ویلای؟

راځئ چې موږ دې هم یو څوک شو او د داسې کارونو مخه دې ونیسو!

په الله ج قسم چې موږ دغه کار کولای شو، له هیچا کم نه یو، که دا نور انسانان دي نو موږ خو هم شادیان نه یو، بلکې انسانان یو.

سره له دې چې موږ ټول دغه کار غواړو، همدا اوس د ټولو په زړه کې به دا پوښتنه وي چې زر شه ووایه دغه کار څنګه کېدای شي؟

لومړی وینو چې زموږ ترمنځ مشترکات څه دي؟ ګډ ژوند، یو الله ج، یو قرآنکریم، یو پیغمبر، ګډ هېواد، یوعزت، یوعفت او یو شرم.

تراوسه مو د نفاق، د بل چا ژوند اخیستو، جګړې، ناامنۍ، ویجاړۍ، ناروا او قانون ماتونې لپاره لاسونه سره ورکړي وو، راځئ چې نور د یووالي، د ژوند او ژوند ورکولو، سولې، امن، ابادۍ، ښېرازۍ، حق او قانون جوړونې او پلي کونې لپاره لاسونه سره ورکړو. قرآن او حدیث د خپل ژوندانه لار وګرځوو او نورې ټولې باطلې لارې پرېږدو. دغه باطلې لارې مو ډېرې وازمایلې او ټولې ناکامه راووتلې، ایا نور بس نه دی؟

ټول په یو غږ ووایو چې واعتصمو بحبل الله جمعیا، په خدای قسم چې دغه غږ به د پردیو د جاسوسانو څه کوې چې د هغوی د بادرانو لینګي به ان پخپلو هېوادونو او ماڼیو کې په لړزه راولي.

له الله ج هېڅوک هم زور نه دی او د یوه مسلمان په توګه چې کله د اسلام لار مو خپله کړه باید له الله پرته نور له هیچا هم ونه ډارېږو.

کله مو چې الله ج پخپله بادارۍ او پاچاهۍ ونیوه، بل پاچا او بادار ته اړتیا نشته او کله مو چې د الله ج کتاب قرآنکریم او د پیغمبر ص حدیث د خپل ژوندانه کړنلار او تګلار او د لارې څراغ وټاکل، نو تیاره او ګمراهي ورسره پای ته رسېږي، نور یو مسلمانان یو په موږ کې حاکم او محکوم، ظالم او مظلوم، پنجشیېري او کندهاري، بدخشي او هلمندي، جمعیت او ټوپک، پښتون او تاجک، هزاره او ازبک او ………. د نفاق او منافقت ذرایع نشته، بلکې د یوه الله او پیغمبر، د یو دین او یو لار او د یوه هېواد او ورورګلوۍ خبره پاتې کېږي او موږ ټول په دې راټولېدای شو. د اسلام دین په ډاګه کړې چې مشر څوک دی او کشر څوک، د مشر ځای کوم دی او د کشر ځای کوم، ملامت څوک دی او سلامت څوک، مجرم څوک دی او بری ذمه څوک، مسلمان څوک دی او کافر او منافق څوک او …………

اسلام له هر چا سره چلن په ګوته کړی او حدود و صعور ټاکل شوي او په کار نه ده چې حالات د اختلاف او پېچلتیا پر لور یوسو. د اسلام دین د هر چا د ایمان او انسانیت د پېژندلو تول ډبره ده او که د محک دغه ډبره له موږ سره وي، نو هرڅوک، دوست او دښمن، منافق او مومن، خپل او پردی، مغرض او مخلص، مجاهد او فاسد او ……….. ورسره پېژندلای شو.

د ولسمشرۍ کاندیدانو، قوماندانانو، جهادي رهبرانو او نورو مشرانو ته به دا بهتره نه وي چې له ولس سره د سولې لپاره خپل غږ یو کړي، ماضي هېره کړي، د الله ج په رسۍ (قرآنکریم او حدیث) چنګ ووهي او په جراات سره خلکو ته ووايي، چې ای خلکو! که موږ رښتیني وای او دغه هېواد ته مو څه کولای شوای، نو په دغه ۴۱ او په تېره ۱۹ کلونو کې به مو کړي وای، یوه ستنه مو درته جوړه نه کړه، تاسو مو وغولولۍ او په خواشینۍ سره تاسو هم وغولېدلۍ، ویل مو یو څه خو کول مو بل څه، د پیسو حرص له خپل الله، پیغمبر، دین، ولس او هېواد نه اړولي وو او د کافرانو غېږ ته یې ورغورځولي وو، نور بس دی له الله ج سره تجدید د ایمان او له تاسو سره تجدید د ټولنیز تړون کوو، له خپلې مشرۍ او کاندیداتورۍ لاس په سر یو، دغه واک د ستاسو امانت و، بېرته تاسو ته یې درسپارو او تاسو یې چې چاته سپارئ ویې سپارئ.

ای خلکو! تاسو هم خپل ماغزه لږ په کار واچوئ ، هغوی چې ۴۱ کلونو کې له جګړې، وژنې، ویجاړتیا، جاسوسۍ، فساد، فحشا او منافقت پرته نور څه دغه هېواد ته رانه وړل او ترسره یې نه کړل، نو نور په کراتو کراتو ترې څه تمه لرئ چې ګوندې دوی دې څه وکړای شي؟

ډاکتر عبدالله په ۴۰ کلونو کې جمعیت یې له حزب اسلامي سره همګرا نه کړای شو، نو څنګه کولای شي چې ټول قومونه چې تر بل هرچا همده متفرق کړي دي هغوی دې سره همګرا کړي. اشرف غني چې د یوه معلم عطا لرې کولو ته خوله جینګه تښتېدلې وه، نو څنګه کولای شي دی دې دولت ساز وي او که یې کولای شول، په دې ۱۹ کلونو کې به یې کړي وای، دی زور ګو نه مني، د ده تر شاوخوا څوک دي؟ صالح فاسد او زور ګو نه دی؟ د رسا فساد دوسیه د ده اړونده نه ده او ده نه ده ځنډولې؟  هغه بل یې سرور دانش د مالیې په وزارت کې د اوونۍ دوه لکه افغانۍ د محابسو له رییس بخشي نه، نه اخیستې او د ده پخوانی مرستیال دوستم جاني، فاسد، غدار او زورګو نه و؟ همدا اوس په ارګ کې د جنسي ځورونو او فحشا دودولو خبره نه ده راپورته شوې؟ پښتانه ملت پالان غني له ارګه نه دي شړلي؟

همدغه سرور دانش په ایران کې د سپاه پاسدارانو په پیسو یوه مجله چلوله چې ټوله محتوا یې د پښتنو پرضد او په ملي کچه د نفاق د رامنځته کولو لپاره وه.

پر ډاکټر عبدالله ډېره تبصره نه ده په کار، همدومره کفایت کوي چې دی د شمال د پردي پالې او جاسوسې ټلوالې غړی دی او دا نن چې ۴۰ کفري هېوادونه پر هېواد مسلط دي د ده د مشر فرمایش او سپارښتنه وه چې له خپلو امریکايي ورونو یې غوښتل چې تر څو د باګرام په خط کې د دوی پر مخالفانو غت غت بمونه واچوي او د ده سرګردانه او په کولاب او تهران ګرځېدونکې راګرځېدونکې څوکۍ یوځل بیا کابل کې ځای ومومي.

یو عبدالله د پیغمبر ص په وخت کې و چې عبدالله ابن ابی یې باله او د منافقانو مشر و او اوس دی خدای ناخواسته د افغانستان منافقانو ته د شیطان له خوا په مشرۍ نه وي نیول شوی.

اتمر خو هم یو پر ځان له غره کسانو څخه و او خلک ترې په دې خپه وو چې ولې همغه پخواني غداران، زورمندان او فاسدان یې له ځانه راتاو کړي، خو د ده کمپاینرانو به ویل چې نه، اتمر صاحب یې مدیریت کولی شي، خو په نتیجه کې ولیدل شو چې د هغوی له خوا پخپله اتمر مدیریت شو، ټول ترې په حساس وخت کې لاړل او په سپینه مځکه پر ډاګ پرېښودل شو.

دا نور کاندیدان ډېر کمزوري دي، نه ټاکنې ګټلی شي او نه په دې ارزي چې څه پرې ولیکل شي او د چا وخت پرې ضایع شي.

دغه ټولې ناکامۍ او ناخوالې د دغه نظام او د دوی د میرڅمنو له لاسه دي او نور افغان ولس دې پایلې ته رسېدلی چې پخپله لاس په کار شي، د روانو ټاکنو مخه ونیسي او د دې پرځای سولې ته لومړیتوب ورکړي، یعنې اول سوله وشي او بیا ټاکنې.

دغه کار به دوه ګټې وکړي له یوې خوا به جګړه په هېواد کې ودرېږي او وژنې به ورسره کمې شي او له بلې خوا د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ به یو پرهېزګاره او اهل کاندید وموندل او رایه به ورکړل شي او ۴۱ کلنو غلو، جاسوسانو، غدارانو او فاسدانو ته به نه وویل او له سیاسته به مرخص کړای شي.

د جمهور رییس د اختر د ورځې وینا خلک سخت پریشانه کړي چې ویلي یې دي، د روان حکومت وخت کم دی، لومړی باید ټاکنې وشي او راتلونکی حکومت چې جوړ شو هغه دې له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ یوسي.

د جمهور رییس دغه خبره هېڅ تضمین نه لري، ځکه دلته ډېرې پوښتنې شته چې ځوابول غواړي. لومړی معلومه نه ده چې دغه ټاکنې به ترسره کېږي که نه؟ څومره خلک به ګډون په کې کوي او لازم مشروعیت به ترلاسه کړای شي که نه؟ که دغه ټاکنې ترسره کېږي د ولسمشرۍ بایللي کاندیدان به یې ومني که نه؟ بایللي کاندیدان خو به بیا سرکونو ته نه راوځي او خېمې به نه دروي؟ یوسری که دوه سری حکومت به جوړېږي؟ دغه حکومت به د خلکو پر رایو راځي او که د کوم جان کیري له خوا د چا د لاس په پورته کولو سره؟ که بیا هم همدغه نظام او چارواکي وي ستنه به جوړه شي که نه؟ فساد به ورک شي که نه؟ د خلکو دسترخوانونه خو به بیا د فاسدانو او زورمندانو له خوا چور او خالي کېږي نه؟ د ارګ فحشا دودول به درېږي او که به دوام پیدا کوي؟ د کرام الدین کریم جنسي ځورونو دوسیه به حفظېږي که به بېرته د مېز سر ته راوځي؟ او نورې په سلګونې داسې پوښتنې.

که څوک دغو پوښتنو ته ځواب ویلای شي، لومړی دې دغه کارونه ترسره او بیا به زموږ رایې وي او د دوی صندقونه، که نه نو هسې دې خلک نه غولوي او وخت دې ورته نه تلف کوي.