آویزان نوری

بانو "آویزان نوری" (به کُردی: ئاواێزان نوری)، شاعر و نویسنده‌ی…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

چه بازی دردناک با سرنوشت انسان 

نویسنده: مهرالدین مشید  قدرت ابزاری برای رهایی انسان، نه ابزاری برای…

آیا هوش مصنوعی مسلمان است؟

عثمان نجیب من یادداشتی از یک پیش‌بینی هراس انداز در مورد…

خالق  “ قرارداد اجتماعی ” را گرامی میداریم 

میرعبدالواحد سادات  1 تتبع و نگارش از :  میر عبدالواحد سادات  دوم جولای مصادف به دوصدو چهل و هفتمین سال وفات یکی از تاثیر گزار ترین نمایندگان  عصرروشنگری اروپا و برجسته ترین نقاد آن عصر ژان ژاک روسو  است .  اندیشمندی که…

نه یک پیروزی دیپلوماتیک؛ بلکه یک اشتباه استراتژیک در هندسه‌…

نویسنده: مهرالدین مشید                              به رسمیت شناسی طالبان از سوی روسیه و…

اخراج بی رویه ی مهاجران افغان از ایران

  نوشته ی :اسماعیل فروغی       این روزها خبراخراج دسته جمعی و گسترده…

شناخت روسیه از طالبان

با خانه نشینی و بیکاری که چشم و گوش با…

داد خواهی بخاطر حق و حقوق افغانان مظلوم و داعیه…

بنام خداوند حق و عدالت مهاجرت افغانان که درطی نیم قرن…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

سیاست فاشیستی اخراج افغانها باید فورا متوقف شود!

هیچ انسانی غیر قانونی نیست! جمهوری اسلامی در پی شکست مفتضحانه…

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز!!

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز،…

حکومت آخوندی ایران جنایت کربلای قرن را رقم زد، یزیدان…

محمدعثمان نجیب ایران در گرمای سوزان، زمین را زیر پای هم‌وطنان…

حیات بشری را آتش فشان خاموشی به شدت تهدید میکند

نویسنده:مهرالدین مشید جهان در معرض توفانی فراتر از جنگ سوم  این پرسش…

دومین بار طی طریق در تعامل گذری انسان با هوش…

*محمدعثمان نجیب، بنیاد‌گذار مکتب دینی فلسفی من بیش‌از این نه…

درک لنینی از دموکراسی: نگاهی از سده 21

ترجمه. رحیم کاکایی یرومنکو ولادیمیر ایوانوویچ دکترعلوم فلسفه، مشاور رئیس مجلس قانونگذاری…

افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

«
»

میلادالنبی یا دبشریت نجات بخښوونکی سټرلارښود

نصیراحمد – مهمند ملبورن- آسترالیا
دنیکمرغی زیږدنی او سیرت په ویا ړ
د۲۰۱۲م کال دفبروری څلورمه
نن چی د خاتم النبیین حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم دنیکمرغی زیړیدنی سره سمون خوری، غواړم دیو مسلمان اودآنحضرت دیولارروی يه حیث دخپل وس په اندازه په اجمالی ټوګه څولنډ خودمینی اوپاک خلوص نه ډکی کلمی ګرانو مسلمان هیواد والو ورونوخدمت ته وړاندی کړم او پدی وسیله له برکته یی برخه من او فیض واخلم:
رحمان بابا وایی :
که صورت دمحمد «ص» نه وی پیدا پیداکړی به خدای نه وه دا دنیا
ټول جهان دمحمد په مخ پیـــــــــدا شو محمد دی دتمام جهــــا ن آبــــــا
نورهاله دمحمد«ص» وه په جهان کښی چه بوی نه وو دآدم او دحـــــــوا
په صورت کښی آخرین دی پیدا شوی په معنی کښی اولین دی ترهرچا
نبــــــــــوت په محمد باندی تمام شو نشته پس له محمده «ص»انبیاء
خدایی مه ګنړه بیشکه چه بنده دی نوریی کل واړه صفات دی په رښتیا
که نبی دی که ولی دی که عاصی دی محمد دی دهمه واړو پیشــــــــــــــــوا
چه یی دین دمحمد«ص»دی قبول کا جنتی دی که فاسق دی کــــــــــــه پارسا
محمد دګمراهانو رهنمـــــــــــا دی محمد «ص» دی دړندو دلاس عصـــــا
محمد «ص» دبیچارهو چاره ګر دی محمد«ص» دی هر دردمند لره دوا
زه رحمن دمحمد«ص»د در خاکروب یم
که می نه کړه خدای له دی دره جد ا
قدررمنولوستونکوعزیزانو!هغه څه چی د بشریت سټرلارښود رحمت اللعالمین ، خاتم النبیین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دشخصیت ، کاراو پیکار،مقام اومرتبت په باب ګرانو لوستونکو په خدمت لیکل کیږی ، یوکرښه ده دیوه لوی او با ارزښته کتاب ، آو یوه څاڅکی ده دیوهمیشه روانی پاک اوزلال لوی سیند ۰هغه ،هسی څوک نه دی چی وکولای شو پدی لږ او لنډ شرح او بیان دهغه «ص» له شخصیت نه یوکامل انځور په لاس ورکړو ۰
هغه لومړنی پیغمبروو چی ددی په زیږیدلو، حیات اوممات کی هیڅ ډول شک او شبهه موجود اوواقع شوی ندی ۰آصل او نصب یی له موراو پلارنه ترحضرت ابراهیم خلیل الله څخه ټولوعربو اوعجمو ته معلوم او روښان دی ۰حضرت «ص» لومړنی رسول دی چی برسیره پرخپل کتاب اودینی سنت دتاریخ په روښانو او زرینو پاڼوکی ډیراوچت اولوړځای اومقام ګټلی دی۰همدارنګه سربیره دنبوت اورسالت له وظیفی نه دیو لوی ښوونکی اولارښودپه حیث نه یوازی دخپل پیروانو لپاره ،بلکی دانسانی نهضت او ترقی دمادی اومعنوی تکامل مخکښ اولارپرانیستونکی هم ګڼل کیږی ۰یعنی په حقیقت کی نننی بشری نهضت او پرمختګ (که نړیوال اعتراف وکړی یا نی )دهغه «ص» له علمی آداری او سیاسی نهضت له روح څخه سرچینه اخیستی دی۰ پرته له شکه آنحضرت «ص» یوسټرسیاست‏ پوه ، متفکر ،اوفاضل شخصیت و۰
نجات بخښوونکی پیامبر «ص» هغه مهال په دنیا راغی چه ناپوهی او خرافات خپل څادرغوړولی وو.انسانی عاطفی او ژوند خپل ځای دښمنی، ظلم او بی عدالتی ته پریښی و ۰بربریت ناروا او بدمرغی حکومت چلاوله . دمظلوم، محکوم اوبیوزلو خلکو وینی په ناحقه توییدلی . ظلم اوتیری ، بی انصافی او عداوت خپل اوج ته رسیدلی و ، خلکو نه لار ورکه شوی وو،ا و دجهل او ناپوهی داسی کنډی ته غورځیدلی و چی دنجات او ویستو خبره دبشری عقل نه لری ښکاریده۰
له بلی طرف نه د ابلیس او ابلیس صفتان بازار ډیر تود و، اوخلک داسی ترسلطی اوتاثیرلاندی نیولی و، چی شراب ، قماروهل ، زنا، دخلکو پرمال ڼاموس او عزت باندی تیری اوتجاوزاوژوندی ترخاوری لاندی کول اوداسی نورفجایعود عادی ورخنی رواجونه اودمستکبرانو اوجبارانودسرګرمی اومصروفیتونو څخه شمیرل کیدل۰دزمان په تیریدو انسان او انسانیت له اصلی واټن اولاره منحرف او انسانی روح نارامه کیدل ۰
خو دا باید په ډاګه شی چی هرڅیزانجام اوهره تیاره پای لری۰ دظلم کاسه نسکوره ده،او دظالم ډیوه تر سهاره ته بلیږی ۰نوهمدا ډول ددغومظالمو، بدمرغیو او توری تیاری انجام رانږدی شو، او زوال نیټه یی راورسیده ۰
ورځ په ختمیدوشوه ، لمرخپلی زرینی وړانګی ورورودکلیو باندو اوغرونوڅخه راټولولی۰او دشپی تورتیاری خپله لمن پراخوله۰ شپه راورسیدله ، خلک ټول په آرام خوب تللی وو، چپه چپ تیاوه ، آرام اومعطر وږمی ځوځیدو، سپوږمی دځپل سپین مخ په شعلو تیاره ځمکه رڼا کوله۰ ستوری دآسمان په تور زرکی دالماس په شان ځلیدل ۰
هرلورپه معنوی دنیا کی داسی دمبارکی پیغامونه خپرول چی دمادی دنیا هم په شور راوسته ۰ په دغه شیبوکی دبشریت سټرلارښود ، دمعنویت لوی لمردیو بی وزلی او فقیرکورنی نړی ته سټرخلاصه کړ، او وزیږید ۰هغه سټرشخصیت دنیا ته راغی چی ټولی ڼاکراره ارواح یی په انتظاروی ۰ انس اوجن ټولی دهغه لپاره دامتحان ډګرته راوستل شوی وو ۰خلاصه داچی ددنیا ټول هستی درحمت اللعالمین لپاره چمتو اوګمارل شوی وو۰
که دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دکردار او سیرت ته پام وکړو، ګوروچی دکړاونواوتکلیفونوبیلګه ده هغه دموراو پلاردغیږ، مینی او شفقت څخه محروم او په ظاهرکی یوشپون و، خو الله جل جلاله داسی لویه مرتبت او مقام ورکړه چی دانسانانوشپونی اولارښوونی ورته وسپارل شو۰ رسول کریم دتعلیم دنعمت څخه بی برخی و ، خورب العزت دټولی نړی لپاره شوونکی وټاکلو ۰هغه ددنیا په مزخرفو قوانین نه پوهیده ، خو وروسته دداسی قانو ن مالک شوچی دده قانون ترقیامته دآدمیان اوعالمیانو لپاره لارښود او نجات ورکوونکی دی ۰
رحمت اللعالمین صلی الله علیه وسلم داسی قانون ځان سره راوړوچی ټول جهالتونه یی له مینځه یوړل اونه یوازی مسلمانانو ته بلکی ټول بشریت ته یی لاره روښانه کړه ۰خلکوته نورنه پریښودل چی معنوی کاذب بتانوته سجده وکړی ۰ پری نه ښودل چی مظلومه نجونی طبقه ژوندی ترخاورولاندی شی ۰ هغه ظلمونه او تیری او بی انصافی او استبداد له مینځه یوړل او دخلکو رجوع دیو الله جلجلاله خواته وکړه ، هغه الله ته چی واحد او لاشریک دی ۰
که دی ته ځییرشوچی آنحضرت«ص»هیڅکله نه دسیراوحکمت کتابونه اونه دپخوانیوخلکوکتابونه نه و لوستلی او دچاڅخه یی تجربی هم نه وترلاسه کړی ! نوڅنګه یی وکولای شوای چی سرکښ او ګمراه عربو ایل (رام)کړی؛ اوڅنګه یی په ډیرښه تدبیرسره ددوی سخت زړونه نرم اوپرځان راټول کړل؛ ان تردی حده چی درسول الله لپاره له خپلو میندو ، پلرونو،زامنو او خویښانو سره مقاتله او مقاطعه وکړی ، داڅرګنده د ه چی دپیغمبرصلی الله علیه وسلم دلوړی علم اوپوهی اوفراست او۰توانایی په نتیجه کیوو ،دا ځکه چی اخلاقی پراختیایی دعقل ددرجی په اندول وه ! رسول کریم «ص» ددومره پراخی اخلاقی مرتبی خاوندوو؛ چی هغو منافقانوچی پر ده مبارک باندی په غیاب کښی بدویل ، په مخامخ به یی غوړه مالی کولی ۰
کله چی یارانوورته ویل چی پرهغه قوم چی ستاسره مقاتله کوی او ستاغاښ یی ماټ کړیدی اوستا له مبارکه وجود څخه یی وینی بهولی دی نفرین ووایه ۰ آنحضرت «ص» وفرمایل چی : « زه ددی لپاره نه یم راغلی چی خلکوته نفرین او لعنت ووایم ؛ بلکی زما بعثت ددعااو رحمت لپاره دی ۰۰۰»۰ آنحضرت «ص» آرام باوقاره، متواضع، ډیر خوش خوی او مهربان انسان و ، له دی کبله دخلکو په زړونو کی ځای درلود ۰
قوی زورور او بی وزل اوضعیف دده مبارک پروړاندی یو ډول و ، دضعیفانو پوښتنه به یی زیاته کوله ۰دناروغانوعیادت به یی کاوه،دمړو په جنازه به حاضریده ،او نورخلک یی دنیکو کارونوته رابلل ۰ په مصالح او فضایلو کی ډیری هڅی کوله اومشکلاتو په له مینځه وړلو کی ډیراخلاص مندو۰ دین یی ایمان اوسرمشق یی قرآن و۰هغه څه چی قرآن غوښتل ده هم غوښتل اوهغه څه چی قرآن یی نه مڼل ده هم نه مڼل ۰
نو په خاتمه کی عرض می دادی ،چی مسلمانانو ته اړینه دی چی نورمه پریږدی چی خلک بیا دجهالت کنډی ته وغورځیږی۰ ظالمانواوجبارانو ته مه پریږدی چی موقع ترلاسه کړی او دمظلوموولسونو دوینی مزه اوچړچی وکړی ۰ راځی چی دقرآن ترسیوری لاندی ژوند وکړواوخپل یوالی ، ورورولی په رښتیا او صادقاته ډول پیاوړی کروترڅوددغه آسمانی قانون هدایات اودپیامبراکرم دنیک کرداراوسیرت په پلی کولوسره ددنیا اوعقبی لوی اوسټرنیکمرغیواو بریالیتوبونوته لاس رسی پیدا کولی شو ۰
هماغسی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم اوصحابه کرام رضی الله وعنه دقرآن مجید په دستوراتواو رهنمایی په تولنی کی دتقوا ، پرهیزګاری مینه اوصداقت ، عدل او انصاف سره تیر کړیدی اودیوهوسا اوبا امن ژوند برابرولواوپلی کولو کی هڅه کړی اوزیارایستلی دی ،دنړی استکباری ځواکونه له مینځه یوړل خپل هستی وقف کړی، نن هم هماغه قانون اوسنت موجود دی خوضرورت دی چی دخيل دعمل دلاری ډیوه او لارښود یی وکړځوو۰