قامت با شکوه ی آسمایی و شیر دروازه بار دیگر…

نویسنده: مهرالدین مشید به راستی که جهان بی وطنی دنیای سرد و…

مولانا عبدالرحمن جامی 

نورالدین عبدالرحمن بن احمد بن محمد جامی معروف به مولانا…

آیا این یک آدمیزاد است یا غیر آدمیزاد؟!؟!؟!

سنگ شکن خدا که می دهد نمی پرسد بچه کیستی؟! "اما…

پس منظر اختلاف نظر رهبران طالبان و شکننده گی بقای…

نویسنده: مهرالدین مشید سیطره جویی ملاهبت‌الله و افزایش اختلاف میان جناح…

رهبران فراری

نوشته نذیر ظفر ما را به وحشیان زمـــــان رهبران فروخت خـــــود را…

کجاست

مادر دلسوز بی آزار و غمخوارم کجاست  مادر شیرین من از…

تبار گرایی یا تفوق خواهی تباری ؟

ساحه باقیمانده از آریانا ، خراسان و باختر که بنام…

لوکاچ؛ فیلسوف مجار، مورخ و تئوریسین ادبیات

georg lukacs (1885-1971) آرام بختیاری گئورگ لوکاچ، و دمکراسی سوسیالیستی شورایی. جرج لوکاچ(1971-1885…

په حکومت کولو کې بد، په خبرو کې بد او…

نور محمد غفوري جان کیری د امریکا د خارجه چارو پخواني وزیر هغه…

سروش واژگان 

رسول پویان  خـدا تا در نمـاد بنده یـی مصلـوب آدم شد  محـیط…

قلم آزادیخواه همچون باد وزان 

آقای "علی پاکی" (به کُردی: عەلی پاکی)، شاعر کُرد، زاده‌ی…

د نړیوال نظم سازماني بنسټونه

نور محمد غفوری (لومړۍ برخه) د لیکنو ددې سلسلې په پیل کې…

مارکسیسم دگم نیست، بلکه راهنمای عمل است

ترجمه – رحیم کاکایی میخاییل کارداسویچ کل جهان بینی مارکس اما دکترین…

د نړیوال نظم نورمونه

نور محمد غفوري په مخکنیو دریو لیکنو (نړیوال نظم او افغانستان،…

بازی طالبان با کارت قومی و سکوت مرگبار نخبه گان…

نویسنده: مهرالدین مشید هرگونه اعتماد به یک گروۀ تروریستی بزرگترین خیانت…

د نړیوال نظم اصول

نور محمد غفوري (د تیرو لیکنو په تسلسل) د (نړیوال نظم او…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی 

اگر ماه و خورشید را هم از آسمان پایین بیاورند هرگز دل به…

نړیوال نظم په کومو قاعدو ولاړ دی؟

نور محمد غفوري (د پخوا نۍ لیکنې په سلسله) څو ورځې مخکې…

جایگاه ی طالبان در معادلات سیاسی و استخباراتی در حال…

نویسنده: مهرالدین مشید آیا معادلات سیاسی و استخباراتی در منطقه در…

«
»

مګر خدای هم ژاړی؟!

ړونده مور د خپل ناروغ ځوی د کټ سر ته په روغتون کښې د اوښکو په باران کښې په خورا ناهیلۍ ناسته وه، تړمې تړمې اوښکې یې تویولي او د ناامیدۍ څپو په مخه کړی وه.

په همدې حال کښې ناڅاپه له پاسه پرښته را کوزه شوه او د ړندې مور خواته ورغله، ورته یې وویل:

ای مورکۍ! زه د خدای تعالی له لوری ستا لپاره راغلی یم. اوس ووایه! چې څه غواړی، ستا یو خواست به هرومرو د څښتن تعالی په دربار کي قبولیږي، صرف ووایه چې له هغه څه غواړي!؟

ړوندې مورکۍ! ملایکې ته مخ کړ او وېې ویل:

له خدایه! غواړم چې ناروغ ځوی مې روغ کړي او بشپړه شفا ورته نصیب کړي.

پرښتې وویل: پیښمانه کیږي خو به نه؟

مور ځواب ورکړ:

نه!

پرښتې بیا وویل:

دا دئ ځوي دې رک روغ شو خو؛ تا کولاي شول چې د خپلو سترګو د بینا کیدو غوښتنه دې کړي واي.

د مور په شونډو موسکا څرګنده شوه او ويې ویل: چې ته نه پوهيږي!
کلونه تیر شول هغه د ړندی توړۍ ځوی نن د لوړ مقام خاوند و او ړندې مورکۍ یې نن د مینی په ګلشن کی د زړه د ټوټې د لاسته راوړنو او صعودنو لمانځانه کوله.

څو شپې لا نه وي صبا چې ځوی یې واده وکړ. دا مهال هغه د خوښیو او مرادونو په کښتۍ کې د هیلو په سفر روان و. خپله میرمنه یې زښته زیاته خوښه وه، ان تر هرچا ورته خورا نژدي او ګرانه وه.

هلک یوه ورځ مور ته وویل:

مورجانی! نه پوهیږم چې څنګه او په کومه ژبه درته ووایم؛ اما ستونزه دا ده چې میرمن مې نشی کولاي ستا سره یو ځای ژوند وکړي. غواړم تا ته یو بل کور ونیسم او هلته په کې ارامه او کراره و اوسی!

ړندې او کړیدلې مور ځوی ته مخ کړ او ویې ویل:

نه ځویه! زه ځم او هلته د لوړ عمر خاوندانو په مسکن ځای کی اوسم او فکر کوم چې هلته به ارامه یم…. ړنده مور مایوسه له کوره ووته،  او په یو خلوت ځای کي يې ژړل پيل کړل…

ړنده لا په ژړا بوخته وه چې هغه پرښته له پاسه راغله او مخ ته یې ودریده! او ویې ویل:

اي موری! ودې لیدل چې تا سره خپل ځوی څه وکړل؟

اوس پښیمانه یې؟

غواړی هغه نفرین او په سخت عذاب یې ګرفتار کړم.

مور وویل: نه!

پښیمانه نه یم او نه غواړم چې نفرین یې کړي. او رښتیا ته په څه پوهیږي؟

ملایکی وویل:

یو ځل بیا د خدای تعالی رحمت پر تا نازل شوي دی اوس ووایه چې څه غواړی او څه ارزو لري. ووایه ، بیشکه چې اوس به له خدایه! بینایی غواړی، همداسی نده؟
مور په پوره اطمینان او ډاډ وویل: نه!

پرښتی په خورا حیرانوونکی غږ وویل: نو څه غواړي؟ ژر شه ووایه!
مور یو ځل بیا ځواب ورکړ:

له خدایه غواړم چې ناوي مې ښه ښځه شي او یوه مهربانه مور اوسی تر څو وشي کولاي زما ځوی نیکمرغه کړي، لنډه چې نوره زه هلته نه یم او زما د ځوی مراقبت وکړي.

ددې خبرو په اوریدو د پرښتی په سترګو کښې اوښکو لارې جوړي کړي او دوې قطرې اوښکې د ړوندې مور په سترګو کښې ولویدې او مور بینا شوه …
کله چې ړوندې مور د پرښتی اوښکې ولیدې نو له هغې یې وپوښتل:

یعنی چې پرښتې هم ژاړي؟

پرښتی وویل: هو!

مونږ هغه وخت ژاړو چې خدای ژاړي.

ړوندي مور وویل:

مګر خدای هم ژاړی؟!
پرښتی وویل:

خدای د داسی یو مخلوق د خلقت له شوقه د ژړا په حال کښی دی … چې نوم يې مور ده.

لیکوال: (؟)

ژباړن: خلیل الله توحیدیار صافی