مخاطب خاص نیست!

این سخن، با آنانی‌ست که روزی از شیر و قیماق…

نظریات قوم‌گرایانه و راسیستی مردود است!

نویسنده: نور محمد غفوری ۱. مقدمه مقالهٔ حاضر با عنوان «نظریات قوم‌گرایانه و…

       اصولنامه ی جزایی طالبان خیلی نفرت انگیزو ضد اسلامیست 

       نوشته ی : فروغی        پس ازنشروتطبیق احکام سختگیرانه و نفرت انگیز…

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن پس از فروپاشی حکومتی…

شصت و یکمین سالگرد با افتخار حزب ما خجسته باد

رفقاى گرامى از نام سازمان حزبى ما در ايالات متحده امريكا به…

مرکه

له ښاغلي (عبدالملک پرهیز) سره د نړېوال ادبي ښوونځی اکسپرسیونیسم…

سرمایه‌داری در لبهٔ شکست؛ اقتصاد بحران‌زده و سیاست مشت‌آهنین

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های ساختاری نظام سرمایه داری و ظهور…

سوسیال دموکراسی؛ تمایز مفهومی، تجربهٔ تاریخی و امکان بومی‌سازی در…

نور محمد غفوری مقالهٔ را تحت عنوان (چرا نهضت جدید سوسیال‌دموکراسی…

الگوریتم څه شی دی، څه وخت، چیرته او څنګه را…

نور محمد غفوري الگوریتم د ستونزې د حل لپاره د منظمو،…

د گوند کالیزه په مناسبت‎

پتمنو خویندو او ملگرو د افغانستان دخلق دموکراتیک گوند د…

بوی نفت و خون 

رسول پویان  ز خون سرخ بشر دست ظلم گلگون است  زطرف جیحـون وکارون تا امازون است  خـدا نظـاره گـر قـتل نظـم و قـانـون است  ز بیم جنگ و تجاوز بشر جگرخون است  شرار…

چه ارزان فروختند!

امین الله مفکر امینی                        2026-22-01! چه ارزان فروختند مردمِ دانـــــای  میهن ما را…

پاسخ به سیاه‌مشق آقای انجنیر کمال بهادری (نامی بی‌هویت که…

درباره‌ی مسئولیت جمعی، نقد سیاسی و ضرورت عبور از فردمحورینوشته‌ی…

چرنیشفسکی نیکولای گاوریلوویچ

ترجمه. رحیم کاکایی پ. ا. نیکولایف.  بخش یکم نیکولای گاوریلوویچ چرنیشفسکی در ۱۲…

ټکنالوژي، سیاست او د عدالت پوښتنه

نور محمد غفوری ایا د نوې زمانې په راتګ سره ټولنیز…

وحدت به‌مثابه پراتیک تاریخی

بازخوانی تیوریک نشست شصت و یکمین سالگرد تأسیس حزب دموکراتیک…

یادنامهٔ دکتورعبدالسلام آثم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ در روزگاری که تاریخ کشورما مشحون از رخ داد های…

بحران فقر در افغانستان: عوامل، چشم‌انداز و راهکارهای مقابله با…

افغانستان در یکی از تاریک‌ترین برهه‌های تاریخ معاصر خود بصورت…

بازسازی نیروی چپ دموکراتیک افغانستان

افغانستان در یکی از پیچیده‌ترین و بحرانی‌ترین مراحل تاریخ معاصر…

طالبان؛ گسست خشونت‌بار و تعلیق تاریخ در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید حکومت ضد تاریخی طالبان؛ نمادی ازایستایی در برابر…

«
»

موسی کلا ولسوالي  څومره مهمه ده چې طالبانو ونیوله؟

د موسی کلا نيونه د طالبانو د وحدت او قوت نښه کيدای شي

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

موسی کلا ولسوالي چې د شمالي هلمند مرکزیت دی، طالبانو لاس ته ورغلي ده، ډیره مهمه ولسوالي ده، د جهاد په وخت کې موسی کلا د ملا محمد نسیم آخند، تر هغه وروسته دهغه د ورور ملامحمد رسول آخند او ملا غفارآخند قوي مرکز و.

ملامحمد نسیم آخند د جهاد پرمهال د حرکت انقلاب اسلامي مشهور او نوموتی قومندان و، د کجکې ولسوالي اوسیدونکې و، او خپل قوي مرکز يې موسی کلا و لسوالي ټاکلې، د اسلامي حزب له کسانو سره يې سختې جګړې وشوي، بیا وروسته د پاکستان پېښور ښار کې ووژل شو، چې کورنۍ يې پړه د اسلامي حزب اړوند عبدالرحمن خان چې هغه هم د کجکې اوسیدونکي دی اچوله. اړوند زیات معلومات (دلته کښيکاږئ)

ملا محمد رسول آخند د ملامحمد نسیم آخند ورور، د ملاشیرمحمد او ملا امیرمحمد آخند پلار و، د استاد رباني د حکومت پرمهال د هلمند والي و او د دفاع وزارت مرستیال و، وروسته د پاکستان کويټه ښار کې ووژل شو، اړوند زیات معلومات (دلته کښيکاږئ)

ملاعبدالغغار اخند د ملامحمد نسیم آخند بل ورور و، د ملامحمد رسول آخند تر مرګ وروسته واک ده په لاس کې واخیست، د هلمند والي و، د طالبانو سره يې جګړه وکړه، هلمند يې پرېښود، کابل کې د مسعود تر څنګ ودریدی، دی هم د پاکستان د کويټې ښار کې ووژل شو، اړوند زیات معلومات (دلته کښيکاږئ)

د کرزي د حکومت په لومړيو وختونو کې چې کله طالبانو هلمند پرېښودی، د ملامحمد رسول آخند ځوی ملا شیرمحمد آخند د هلمند والي وټاکل شو، څو کلونه والي و، د بریتانوي پوځیانو له مخالفت سره مخ شو، کرزي هڅه کوله چې د هلمند ولایت د ملاشیرمحمد آخندزاده تر واک لاندي وي، ولي بریتانویانو هغه نه غوښت، بالاخره بریتانوي پوځیانو کرزي ته وویل که ملاشیرمحمد اخندزاده له هلمند ولایت څخه ونه شړې، نو دوی به خپل بریتانوي پوځیان له هلمند څخه وباسي، همهغه و چې کرزي ملاشیرمحمد اخندزاده کابل ته وغوښت او بیا يې سناتور کړ، چې اوس هم سناتور دی.

د کرزي حکومت په لومړيو وختونو کې د ملا محمد رسول آخند ځوی ملا امیرمحمد اخندزادا چې تر ملاشیرمحمد آخندزاده کشر دی، د موسی کلا ولسوال و، په يوه پېښه کې بهرني پوځیان ووژل شول، بهرنیانو شک کاو چې د ملاامیر اخند لاس به د دوی په وژلو کې وي، همهغه و چې ملا امیر اخند نیمروز ته وتښتیدې، بیا وروسته د کرزي په هلو ځلو يې بهرنیانو ته سپيناوی وشو.

ملا امیرمحمد آخند له هغه وروسته د ارزګان او بیا د نیمروز والي وټاکل شو.

د کرزي په لومړۍ دوره کې د انګریزانو په خوښه پلان داو چې هلمند په دوو برخو وویشل شي، شمالي او جنوبي هلمند، د شمالي هلمند مرکز به موسی کلا وی. او نوی له هلمند څخه جلاشوې ولایت واګې به د طالبانو پخواني کس  ملا عبدالسلام چې حکومت ته تسلیم شوې و، هغه  ته به سپارل کيږي، د بېلابېلو لاملونو له کبله هلمند ونه وېشل شو. ملاعبدالسلام  د موسی کلا ولسوال شو، طالبانو سخت بریدونه پرې وکړل، دهغه د کورنۍ ډیری غړي يې څو کاله وړاندي ورته ووژل، ملاعبدالسلام ډیر زیات مایوس شو، موسی کلا يې پريښودله اوس کابل کي اوسيږي.

د موسی کلا ولسوالي له طالبانو څخه د ساتنې په موخه ډیری بریتانوي پوځیانو هم خپل سرونه هلته وخوړل. د ۲۰۰۶ ز کال په نېمايې کې بریتانوي پوځیان موسی کلا  ته ورغلل، له طالبانو سره يې سختې نښتې وشوې، د زیاتو حملو له کبله د ۲۰۰۶ ز کال د اکټوبر پر ۱۷ يې موسی کلا بیرته افغان ځواکونو ته پرېښودله، او طالبانو دغه ولسوالی د ۲۰۰۷ ز کال د فیبروري پر ۲مه نیټه تر خپل کنټرول لاندي راوستله.

د ۲۰۰۷ ز کال د ډسمبر پر ۷ نیټه د ناټو، ایساف او افغان ځواکونو ډیر لوی عملیات پر موسی کلا وشول، د ډسمبر پر ۱۰مه يې طالبان له ولسوالۍ څخه واخستل او د ډسمبر پر ۱۲مه ولسوالۍ د ناټو او آیساف ځواکونو په مرسته ونیول او افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

د ۲۰۱۲ ز کال جولای ۱۷مې نیټې څخه بیا تر سپټمبر میاشتې پورې بریتانوي او افغان ځواکونو موسی کلا کې د طالبانو تر محاصرې لاندي و، چې وروسته بیاله طالبانو سره د  اکټوبر پر ۱۳مه نیټه د بریتانوي پوځیانو د وتلو تړون وشو، له زیاتې مرګ ژوبلې وروسته بریتانوي پوځیان  هلمند کې باسټن اډې ته بیرته ولاړل.

د ۲۰۱۵ کال د جون میاشت کې بیا ځل د موسی کلا ولسوالي ته نږدې د طالبانو د پرمختګ او جګړو راپورونه ورکول شول، دجون میاشتې پر ۱۳ مه د طالبانو له خوا څخه د ۱۷ افغان پولیسو د وژلو او ۲ ژوبل کیدو راپورونه ورکول شول.

د جولای پر ۱۷مه نیټه ټیلیګراف ورځپاڼې داسي راپور خپور کړ چې د بریتانوي پوځیانو په وینو نیول شوې ولسوالۍ بیرته د طالبانو لاس ته ورتلونکې ده.

د اګست میاشتې پر ۲۳مه د موسی کلا ولسوال هم اندېښنه ښکاره کړه چې ولسوالي ته طالبان ډیر نږدې شوې او د طالبانو به ډیر ژر دغه ولسوالي ونیسي، هغه د مرکزي حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د اګست میاشتې پر ۲۵مه نیټه  تاید شوه چې ناټو د افغان ځواکونو هوايې مرسته کړي، او پر طالبانو يې له څو ورځو راهیسي بمبارد کړی دی.

موسی کلا ولسوالي له څو ورځو راهیسي محاصره وه، ناټو چورلکو بمبارد وکړ، بیا هم افغان حکومت يې په ساتلو ونه توانېدی.

د ۲۰۱۵ ز کال د اګست میاشتې پر ۲۶ افغان حکومت ومنله چې موسی کلا ولسوالي يې له لاسه وتلي، دا ډول طالبانو هم اعلان وکړ چې دوی ددغه ولسوالی په بشپړه ډول سره نیولي او یو زیات شمیر نظامي تجهیزات يې هم لاسته ورغلي دي.

که طالبان دغه مورچل ټینګ کړي نو بیابه ټول شمالي هلمند د طالبانو تر تهدید لاندي وي، کجکی، سنګین او واشیر.

طالبانو مخکې له مخکې د شمالي هلمند باغران او نوزاد ولسوالۍ نیولي دي، بیا له همدې لاري ارزګان  هم تهدید کیدای شي او شمالي ولایتونو غور ته هم تګ راتګ اسانه کیدای شي.

ممکن چې افغان حکومت به ډیر زور وکاروي چې بیرته د موسی کلا ولسوالي مرکز ونیسي، که چیرته داځل طالبان په شا کيږي ، نو يواځي مرکز د موسی کلا به له حکومت سره پاتې شي چې په دی صورت کې به هم طالبان ټول شمالي هلمند او د ارزګان ځينې برخې تهدیدوي.

فکر کیږی په اوس وخت کې د موسی کلا ولسوالي نیول په تیرو ۱۴ کلونو کې د طالبانو تر ټولو لویه نظامي لاسته راوړنه ده، او که د ساتلو توان يې ولري، داب د طالبانو د جنګ په ډګر کې يو له تر ټولو غټو پرمختګونو او لاسته راوړنو ګڼل کيږې.

تر موسی کلا مخکې په شمالي هلمند کې د باغران ولسوالي ډیره پخوا هم طالبانو نیولي وه، څو اونۍ مخکې يې د نوزاد ولسوالي ونیوله، واشیر ولسوالي هم کله طالبانو او کله حکومت سره وه.

د نوزاد او موسی کلا ولسوالیو نیول به د طالبانو پر خپل منځې سیاسي اختلافاتو هم تاثیر ولري، ویل کيږي چې د طالبانو د نوی مشر ملااخترمحمد منصور د انتخاب سره نظامي طالبان ستونزه نه لري، يواځي ځينې سیاسي طالبان چې نومونه يې رسنیز شوې دده له مشر ټاکل کيدو سره ستونزه لري، اوس چې طالبانو نظامي پرمختګ کوي، او د القاعدې مشر ایمن الظواهري له ملااخترمحمد منصور سره بیعت کړي، فکر کيږي چې سیاسي مخالفتونه به هم تر سیوري لاندي راولي، او دطالبانود وېش هڅې به هم یو ډول له ناکامي سره مخ شي.