مغرور انسانه
دا چې لوبې په سرو سپینو هر سبا کړې
راته ووایه چې دا هومره مغرور چا کړې
د دنیا په مینه مست یې بې شرابو
د هستۍ جنون له هر څه بې پروا کړې
د هغه په حال چې وریځ د اسمان ژاړي
ته پرې هر ساعت خندا لکه برېښنا کړې
له همدې خاورو پیدا خاکي انسان یې
نه پوهیږم دنیا ولې په هوا کړې
هر څوک ټیټ درته ښکاریږي له خپل ځانه
خپل نظر کې خپل ګومان ابن سینا کړې
دغه علم دغه مال دغه کمال ستا
بلا بویه چې یې هر چا نه جلا کړې
موږ او ته د یوه کور او یو کهول یو
د دنیا عزت له موږ نه نا اشنا کړې
د غرور له ماڼۍ ښکته شه دنیا ته
که د خوار او د غریب د زړه دوا کړې
لږ زړه سوی او همدردي که در سره وي
دا زموږ تیاره محفل به ټول رڼا کړې
پتنګان به دې تاوېږي له برجله
په احسان به ځان محبوب لکه لیلی کړې
رڼایي د حقیقت به دې نصیب شي
کوه طور ته به د زړونو لار پیدا کړې
فرعونان به دې له ویرې سودایان شي
دلجویي د خوار غریب که په رښتیا کړې
شاعر : ارواښاد استاد ګل پاچا الفت
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود
***
خپلواکي
د ملي ژوند اساس خپلواکي ده
د ملي غرور ژوند، سرلوړي ده
د څو تنو د څو کسو خونه ده
پکې برخه د هر هر سړي ده
حفاظت یې په سر او په مال
د هر چا وظیفه ایماني ده
په تش لاس یې ساتنه ده ګرانه
لوی دښمن یې خواري بیوسي ده
په ملي قدرت لاس ته راغلی
په ملي اتحاد متکي ده
چې هر څومره ملت متحد وي
خپلواکي یې هغومره قوي ده
په ملي تربیه قوت مومي
په ملي روحیه کې خوندي ده
ټیګ اساس یې ملي اقتصاد دی
خپلواکي نورو نه بې نیازي ده
په ملي ثقافت قوم ژوندی دی
کولتوري سرمایه یې هستي ده
راشئ ورکه خواري کړو وطن نه
ترقۍ لور ته هڅه حتمي ده
ورکه کړئ باداري د څوتنو
خپلواکي د فرد، فرد آزادي ده
په آزاد او خپلواکه وطن کې
روا کله په بل باداري ده
شاعر : ارواښاد استاد ګل پاچا الفت
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود
****