معاون صاحب اول رياست جمهوري ، شکايت له پيژندوال د وزارت دفاع او رياست تقاعد نه؟
زه د حربي پوهنتون د توپچي پوهنځي او سياسي پوهنتون د فلسفي او انګليسي د کافدرا آمر او استاد ، ارکانحرب ، ماستر تاريخ ، دکتور فلسفه ، معاون دفتر ريس جمهور دکتور نجيب الله ، د پيژندوال د وزارت دفاع جنرال زلمي او د توپچي مديريت ډګر من عنايت الله له خوا د علمي رتبي ( پوهاندي )، نه قصدا محروم شوي يم او تر نن ورځي پوري مي وزير دفاع – معاون استخبارات وزير دفاع هلال الدين هلال ته اداره امور ته، نورالحق علومي ته او امرالله صالح ته دده د مسينجر له لاري عريضي کړي خو په ډير تاسف چي يوه مقام يا يوه بزرګوار ماته زما قانوني حق نه دي را کړي ، زما شاګردان همدا نن ډګر جنرالان ، تورن جنرالان ، بريد جنرالان او د ، پوهندوي علمي رتبي او پوهاندي علمي رتبي لري په داسي حال کي چي نه استادان وو او نه ماستري او دکتوراوي لري خو علمي رتبي يي ور کړي دي ، د يوي غلطي اطلاع له امله چي پيژندوال د وزارت دفاع ، زلمي عسکر زوي زما شاګرد او مادون ريس استخباراتو هلال الدين خا نته ويلي چي ګويا زه په شخصي پيسو دکتورا ته لاړ وم په داسي حال کي چي آتشه نظامي حسام الدين حسام په مسکو کي او ذبيح الله زيارمل ريس سياسي د وزارت دفاع او قوماندان د پوهنتون سياسي هغه وخت جنرال اکرم خان معاون سابقه د وزارت دفاع رسما زه اکادمي سياسي د مسکو ته ليږلي يم نن دغه کسان او زما شاګردان ژوندي شاهدان دي خاصتا شخص علومي صاحب شاهد دي ، د معاون صاحب اول او شخصا ريس جمهور نه هيله کوم چي زما قانوني علمي رتبه “” پوهاندي “” راته منظوره او رياست تقاعد ته يي رسما وليږي .
په درناوي
دکتور فلسفه ارکانحرب محمد طاوس وردک