لوند ګريوان
![](http://mashal.org/media/samih.jpg)
سميع الدين افغاني
نن مې دا حالت راته بل شان ښکاري
زوړ شوم که کمزوری مې توان ښکاري
ژوند مې شو بدل که دي حالات بدل
سيرد زندګۍ راته بل شان ښکاري
ژوند په هر منوال په تيريدو کې دی
څوک ترينه راضی څوک پښيمان ښکاري
تل به په عزت او د وياړلو وي
چاته چې سپيڅلی يې ارمان ښکاري
مينه او احساس زړنو ته لار لري
بې مينې جهان راته زندان ښکاري
مينه څوک ګناه که عبادت ګڼي
بې مينې کمزوری د ايمان ښکاري
ستره وجيبه ريښتنې مينه ده
ټګ په زړه کې کله مسلمان ښکاري
تير شولو عبث لاړ دځوانۍ عمر
ځکه مې په اوښکو لوندګريبان ښکاري
—————————
سميع الدين افغاني
١۹ – ١٠ – ٢٠١٤
م ٠ کال