له هر هغه ګامه باید ملاتړ وشي،چې د سولې مسئله آسانوي

کېدای شي ځيني کسان او د روانو چارو څارونکي ووايي:

په اوبو کې د یوه ډوبېدونکي ژوندي موجود په شان باید هر خاشاک او خځلې ته لاس ور وا نه چوو،خو  مثبت فکر کول خپله د ښه نیت او انګېزې د رامنځته کېډو لامل ګرځي.

تاسې به اورېدلې وي،چې پوهان وايي:
« خپلو اندونو ته پام وکړئ،چې په کلام به مو بدل نشي؛ خپلو خبرو ته متوجه اوسئ،چې په کړنې مو وا نه وړي؛خپلو کړنو ته پام ولرئ ،چې په عادت مو اوړي.»

په کار ده،چې د منفي فکر کولو په ځای،مثبت فکر وکړو؛څو منفي فکر کول مو عادت و نه ګرځي.
نن او سبا د کابل- مسکو د ډیپلوماټیکو اړیکو د سلمې کلیزې په پلمه د افغان سیاسیونو،د طالبانو،سولې عالي شورا او افغان حکومت استازیو غونډه کېږي.

تمه ده،چې د دې غونډې په څنډه کې د سولې د مذاکراتو په اړه هم خبرې وشي.
له همدې امله ویلای شو،چې دا لیده کاته د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره ښه موکه ده،ځکه افغان ولس هم غواړي،چې دا ډول ناستې باید بین الافغاني شي نه له نورو سره.


په تېرو کلونو کې مو ولیدل،چې د جګړې ښکېلو خواوو پر سختو شرطونو تأکید کاوه،خو نن حد اقل اوس د وسله والو طالبانو استازي دې ته سره حاضر شوې دي،چې د افغانستان د حکومت او د سولې عالي شورا له استازیو سره خبرې وکړي.

نو له دې کبله ویلای شو؛ دا لیده کاته به د لا اغېزناکو او دوامدارو خبرو لپاره یو ښه ګام وي،چې پایله به یې له شک پرته سولې ته د لارې خلاصېدل وي.

لیکنه : خوشحال آصفي