له جرګې اندېښنه نه لرو

نبي ګېله من

ولس له جرګې هېڅ اندېښنه نه لري، یوازې هغوی ترې اندېښنه لري چې په ناروا یې پر واک منګولې ښخې کړې وې، پر باطله لار روان وو او نور ولس ورسره خدای پاماني کوي.

ډېری خلکو راته د جرګې له ګډونوالو اندېښنه ښوده او ویل يې چې زیاتره هغه خلک ورته رابلل کېږي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې یې تکیه پر بهرنیو سفارتونو او ډالرو وه او د پردیو په خدمت کې وو، د خپل ولس پر بازو او قربانیو یې باور نه درلود. دوی به ویل چې د یوشمېر زورواکو او چارواکو له خوا جرګې ته د خپل ملکیت، اسهامو، امتیاز او فرصت په سترګه کتل کېږي، لکه په حکومت کې د ګډون په څېر په په جرګه کې هم په اسهامو سره جوړ نه راځي او اجراییه رییس لا د مخه د خپلې ونډې معلومول غواړي او که نه نو ګډون په کې نه کوي، ځان یې مرور مړس او جان کیري(غټې ونډې) ته سترګې په لار دی.

ما دوی ته ویل چې خلک پر جرګو باور لري، هېڅکله داسې نه دي شوي چې په جرګه کې دې ښه او بد کسان نه وي راټول شوي، خو پرېکړه په کې په حق سره شوې او باطل په کې بلع شوي. له بلې خوا، جرګه امر د خدای ج دی، اراده د هغه ده او کله چې الله ج یو کار ته اراده کوي، نو بیا څوک یې مخه نیولی شي. همداراز، بیا د نصر سورې هم د فتحې او بریا یادونه کړې چې کله نصرت او کامیابي د الله ج له خوا راشي، نو تاسو به ووینئ چې ډلې ډلې خلک به د الله په دین کې شامل شي. پر همدې اساس ویلای شو چې انشاالله نور الله ج د افغان ولس دعا د سولې په برخه کې قبوله کړې او د سولې لپاره نېکه اراده لري، نو تاسو به ووینئ چې په جرګه کې د خبرو پرمهال د ډلې ډلې جاسوسانو او پیسه پرستانو په خولو به هم د سولې آیتونه جاري شي او دوی چې تر اوسه سوله د خپلو جېبونو په تاوان بلله، نو بیا به نه شي کولای چې د جرګې پرمهال د ټولو په محضر کې خپله دغه پټه فتنه ښکاره او ځانونه د ولس په وړاندې وشرموي.

همدارنګه، د هر ډول جګړې د پای او سولې په اړه د پیغمبر ص دغه وینا هم د یادولو ده چې ویلي یې دي، د فتنو داسې وخت به راځي چې توره یو وارې له پوښه ووتله بیا به چاته مجال نه وي چې بېرته  ور پوښ ته کړي. په دې وخت کې اصحابان رضی الله عنهما له پیغمبر ص څخه پوښتي، چې یا رسول الله! سوله به هېڅ نه راځي، ورته وايي، سوله به راځي، خو د خاینانو له خوا او په خیانت سره.

له دې حدیثه د هر جګړې په پای کې د سولې د تحقق او هم د یوشمېر خاینانو له خوا، له یوشمېر نورو خاینانو سره د خیانت خبره، حتمي کېږي او په داسې یو وضعیت کې چې نن افغان ولس ورسره مخامخ دی، یعنې څوک یې غږ نه اوري او ارزښت ورته قایل نه دي، حکمت بل څه کېدای شي له دې پرته چې د خاینانو په شر کې د دوی د خیر پلټنه وشي.

 داسې ښکاري چې روانه جرګه د خاینانو لپاره د رسوايۍ او خوارۍ یو ستر ډګر او د ولس لپاره د خوشالۍ یو ستر زیری او ازمون دی. ځکه خیانت به څو طرفه کېږي، هغوی چې لکه شاه شجاع له خپل ملت سره په خیانت لګیا دي او د الله ج د ارادې او سولې پرخلاف خپل غږ پورته کوي، نو لکه شاه جاع ولس او تاریخ ته به شرمېږي او هغوی چې د الله ج او ولس د رضایت او سولې لپاره خپل غږ پورته کوي، لکه وزیر محمد اکبر خان، ځای به یې د ولس په زړونو کې وي او ولس به یې نومونه لکه د ګلونو په شان پخپلو پګړیو کې ټومبي.

 یوشمېر کسان په دې باور دي، چې په سیاست کې تکیه او استدلال په آیتونو او حدیثونو نه شي کېدای، بلکې استدلال په هغو واقعیتونو کېږي چې روان دي او خلک یې لیدای او احساسولای شي.

اصلاً دا شمېر کسان د ړندو او کڼو حیثیت لري، د خدای منهج او سنت نه شي لیدلای او اوس هم د خپل ولس پر مټ او بازو باور نه لري او لاهم دا نه مني چې ګوندې دوی دې تر شوروي وروسته یوبل ستر نړیوال ځواک په ګونډو کړی وي. د دوی دا استدلال خلکو ته د شاه شجاع د تاریخ هغه پاڼه وریادوي، چې کله انګرېزانو د شاه شجاع د تمې او غوښتنې خلاف خپل ستر کاروان د جلال اباد پر لور وتاړه او د کابل د بالاحصار له شرقي دروازې ووتل او بیا ورپسې شاته یې شاه شجاع هم مایوسانه ور روان شو، خو مجاهدینو هغه د سیاه سنګ په سیمه کې یعنې د بالاحصار په څو سوه مترۍ کې له کاروانه راستون او تر خپلو تورو لاندې واچوه، خو انګرېزانو ورته رډې رډې کتلې، که هر څومره شاه شجاع خپلو بادارانو ته چغې ووهلې چې مخ ورواړوي، خو نه یې چا غږ واورېده او نه چا ورته مخ ور واړوه. دا د جنګ قاعده او اصول دي، چا چې په جګړه کې ماتې وخوړه او خپل حریف ته یې شا ور واړوله، نو بیا ورته ډېره ستونزمنه ده چې پر مځکه یې پښې ورټينګې شي او بېرته مخ ور واړولای شي. موږ د شورویانو د ماتې او تېښتې پرمهال هم د همداسې یو حالت شاهدان وو، هغه مهال هم ببرک کارمل او د هغوی ملګرو ډېرې چغې ووهلې چې موږ ته شاه مه اړوئ او موږ په سپین میدان مه پرېږدئ، خو هغوی بیا ورته هېڅکله ان تر ننه مخ ور وا نه ړاوه او په سپین میدان یې پرېښودل.

اوس هم چې څوک د خپل ولس په مېړانه، قوت او بازو باور نه لري، نه به یې لري او لاهم به بهرنی سفارتونه خپل د قدرت، څوکۍ او شتمنېدو ځایونه بولي او تکیه به پرې کوي او په راتلونکې نظام کې به یې د نفوذ د بقا لپاره په جرګه کې لابي کوي، خو حقیقت دا دی چې نور نو پردیو د الله ج له ارادې سره سم ماتې خوړلې او د بریا باز د افغان ولس پر اوږه ناست دی. راتلونکی نظام به انشاالله داسې وي چې د بانک کيلۍ به د ولس په جېب کې وي، څوکۍ سپارونکي به بهرني سفارتونه نه، بلکې د ولس رښتینې مشران وي.

که څوک یې غواړي او یا یې نه غواړي، که څوک یې مني او یا یې نه مني، د قدرت موضع، د بریا لوری او شاخص نن افغان ولس دی، هر هغه چا چې په جرګه کې د افغان ولس پر اراده او شاخص تکیه ووهله، نو پوه دې شي چې کامیابي یې وګټله او هر هغه چا چې یې مخالفت وکړ، نو پوه دې شي چې بد نوم او ناکامي یې خپل کړل.

که څه هم د افغان ولس اراده ډېری خلکو ته څرګنده ده چې خیر او سوله ده، خو شرط او تضمین یې بیا د سولې دغه آیت دی: د دین لار په غوره کولو کې کراهت(شک او شبه) نشته، لار د تلو څرګنده ده، یعنې پرېښودل د طاغوتانو(زورواکان او مینه د پیسو، مال، څوکۍ، واک او قدرت) او باور پیدا کول پر منهج د خدای(پر قدرت او ربوبیت) پس دا داسې دي لکه پر یو ټینګ لاسوند مو چې منګوله ښخه کړې وي او هغه ماتېدونکی نه دی او الله ج هر څه اوري او پر هره خبره خبر دی(د فتنه ګرو له بدې او د پرهېزګارانو له نېکې ارادې).

ډېری خلکو فکر کاوه چې ګوندې پیسه(ډالر) او بهرني سفارتونه دي چې خلکو ته عزت، مقام او قدرت بښي، نو دوی د حلم او تقوا پر ځای د سفارتونو، تکبر او ناروا پیسو، څوکۍ او قدرت لار خپله کړه، خو عزت او بزرګي یې ځکه ور په برخه نه شول چې د دغو شیانو په بدل کې د الله ج د منهج پرځای د پردیو غلامي ومنله، ولس او خدای ور نه هېر شول او د دوی د تمې او فکر خلاف الله ج ثابته کړه چې عزت او ذلت ورکونکی یوازې الله دی او پیسه له ده سره په واک کې شریکه نه ده.

موږ په تېرو ۱۹ کلونو کې ولیدل چې ورځ تر بلې په دې حکومت کې فاسدان، مشرکان(پیسه پالونکي) او کاذبان له دنیوي او اقتصادي پلوه پیاوړي کېدل او مومنان او پرهېزګاران ورځ تر بلې محرومیت ته ټېل وهل کېدل، خو د بقرې په دې سورت کې په ورپسې آیتونو کې د کاذبانو او مشرکانو حال داسې راځي: هغوی چې الله خپل خالق او رازق نیولی او مومنان دي، نو الله د هغوی دوست دی، هغوی له تیارو رڼايي ته رابولي او هغوی چې طاغوتان(قوماندانان، پیسه، واک او بهرني سفارتونه) خپل خدایان نیولي، هغوی له رڼايي تیارې ته رابولي او الله ج په هر ډول کار قادر دی.

دا الله ج دی چې یو لوري ته د کامیابۍ ویاړ او بل ته د ناکامۍ ذلت ور په برخه کوي، خو ویاړمن لوری بیا په عفو او بښنې او د عدالت پر ټینګښت سره د الله ج د دغه کامیابۍ شکرانه ادا کوي، انتقام او ظلم ته مخه نه کوي، ځان پر خلکو بادار او حاکم نه جوړوي، بلکې څوکۍ او واک د الله ج او ولس په وړاندې یو تکلیف او سخت مسوولیت ګڼي.

نور پرې خدای پوهېږي.