نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

غچ اخیستل یا انتقام

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن

دغچ اخیستو کلمه تل زموږ د هیواد والو په ادبیاتو او ورځنیو خبرو کې یوه مروجه کلمه ده چې همیشه ېې د مخالفینو ، دشمنانو او یلغلګرو په ضد استعمال کړیده ، خو په ډیر تاسف سره چې یو ځلې هم ددغې کلیمې نه په دقیق صورت یا شکل سره په موقع استفاده نه ده شوې، بعضا شاعرانو او ادیبانو هم د پشتنو له پاره دغه اصطلاح استعمال کړیده ، لکه چې سلیمان لایق په یوه شعر کې چې دوینو واټ نوم لري په یوه مصرع کې لیکي
پشتون د ننګ په کار کې                خپل وار نه پریږدي دشمن ته
داتقدیر دی نه بدلیژي
خو په ډیر تاسف سره لکه څرنګه چې مروجه ده  هسې ددې کلیمې نه  د غچ او یا انتقام مساله په دقت او ډیر قوي تدبیر سره هر چیرې چې وې او دهر ډول دشمن نه چې وي باید غچ واخیستل شي نه ده تطبیق شوې ، دلیل ېې دادی چې که موږ په طول دتاریخ کې دشمن ته واقعا خوله ماتونکۍ ځواب ورکړۍ وای نن به د مختلفو دشمنانو سره ابدا نه مواجه کیدو دمثال په دول د سلطان سکندر مقدونی سره ، د چنګیز خان سره د انګریزانو سره تر یوه حده دغه کار وشو چې یو وارې په میوند کې او بیا په شیر پور کې چې اول وار ېې ۱۲۰۰۰ تنه او بل وارې ېې ۱۷۰۰۰ تنه دلاسه ورکړل او بیا وروسته د شورویانو سره په جنګ کې غچ وا اخیستل شوو ، خو شورویانو د امریکا او غرب سره په یوه سازشي او سیاسي معامله لاس پورې کړو ،ځکه شوروی دوه لوی مشکلات درلودل ، اول ېې اقتصادی مشکل وو چې دوی د پطروډالر سره نور جنګ ته ادامه نه شوای ورکولای – دوهم د مرکزي اسیا جمهوریتو اسلامی هیوادونو نور نه غوشتل سربازان ېې په افغانستان کې ووژل شي او دبله طرف ددغو اسلامی جمهوریتو بودجه د صفر سره ضرب وه او دخلکو ژوند بخور او نمیر ته تقرب کړۍ وو (( یعنی روسانو شکست نه دی خوړلای او دوی په خپله د برلین ددیواله په شکست او د جرمنی نه د پوره وتلو مساله د امریکا او غرب سره منظوره او دقیقه او په موقع عقب نشینی ېې وکړه)) او دیوه سرباز پزه ېې خوږ نه شوه او احمد شا مسعود چې د سالنګ مسول او دشمال دمجاهدینو رهبر وو د پیسو او محاربوی تخنیک په لاس ته راوړلو د شوروي په عسکرو یو خالي ډز هم ونه کړو او د ( ارواحو جنګ په کتاب کې چې کول لیکلۍ ) وايي چې شارون د (سي آی ای ) مشر په جنوب شرق داسیا کې په یوه نا ببره سفر د بګرام په هوایی ډګر کې دیوه معیوب په کراچۍ ګې د طیارې نه را کشته کیژي او مسعود ېې استقبال ته ولاړ دي او هغه مسعود ته یو روکزک ډک د دالرو ورکوې او ورته وايي چې باید سالنګ په روسانو بند کړې او ډیر روسان ووژنې ، اما روسان سرې سترګې د سالنګه ژوندې بیدون دتلفاتو ووتل نو شارون ورته واېې اقای مسعود ما ۵۰۰۰۰۰ دالر درکړل او ستا وعده وه چې تا دغه وعده په ځای نه کړه خو مسعود ورته وايي زموږ سربازانو وړیني دریشۍ او ګرم بالاپوشونه نه درلودل او ډیر یخ وو نو موږ روسانو ته هیڅ ونه ویل ، په داسې حال کې چې بل چیرې مسعود وايي استاد ربانی د ورنڅوک سره موافقه کړې وه چې دروسانو په وتلو باید په دوی ډزې ونه شي ، نو حقیقت نن څوک نه مني او حقیقت ویل همیشه تریخ دي .
مسعود د امریکا نه پیسې تر لاسه کولې او د روسانو نه محاربوی تخنیک او نور ډیر شیان یعنې مسعود تل ډبل ګیم بازي کوله ( لکه د پرچم نظامی شورا ته ېې ویل زما سره اتلاف وکړۍ تر څو حکمتیار ختم کړو او د مجاهدینو مشرانو ته ېې ویل کمونستان زموږ دشمنان دی چې په حقیقت کې ېې لویه بازی ورکړه ) همدارنګه دحکمتیار اتلافونه د دوستم سره – د خلقیانو سره – ددکتور نجیب الله سره او بیا وایی کمونستان زما دشمنان دي )  او د مسعود بادي ګارد ( سیرګي اوکرایینۍ ) چې مسعود ورباندې نوم ( اسلام الدین ) ایښۍ وو او بل مشاور ېې د (ک، ګ، ب ،د کنیازوف په نامه  ) وو چې روسانو ته ده ځان د ( کولاب تاجکۍ ) په اثبات رسولۍ وو او په دغو مورد ېې په روسیه کې د ( ان  ت  وې ) ازاد تلویزیون سره چې دورځې لس بجې وې مصاحبه کړې وه  د خبر نګار نوم ( سیرګې کسیلیوف وو ) په مصاحبه کې دغه پورته جریان مسعود ویلۍ وو مکمل جریان ېې  په ( بې ستري مردم افغانستان ) کتاب کي ولونۍ ده ویلۍ وو او دغه انترویو په ۶  / ۱۰  / ۱۹۹۷  په لسو بجونوموړي تلویزین خپور کړو .
که چیرته مسعود غچ اخیستلای او واقعا ېې دروسانو یا کمونستانو نه بد راتلای نو ده به غچ اخیستو ته ترجیع ورکړی وه ، همدا رنګه نن چې یو ځلې ډیر په بیړه او ډیر په تدبیر سره پاکستان د افغانستان مجاهدین مخصوصا زموږ وسله وال پوځ غافلګیر او مخکې له مخکې په افغاني مجاهدینو د نواز شریف په فرمان مضمحل یعنی ټوټه او تخریب کړو ددغوکار نه هدف د امریکا او پاکستان داوو چې ( اول هغه مدرنې او اصیلی وسلې او محاربوی تخنیک چې ددکتور نجیب الله درژیم نه مجاهدینو ته میراث پاتې شوو غرب مکمل تاراج او له منځه یوړو او په پاکستان ېې د مجاهدینو درهبرانو او قوماندانانو له خوانه خرڅ کړو تر څو نوۍ حکومت خلع سلاح ووسي – نوۍ حکومت دنویو امریکایی وسلو را نیولو ته ضرورت ولري او بیا امریکا هغه لري واټن ویشتونکي راکټونه او توپچي راکټونه چې تر ۱۰۰کیلو مترو او تر پیشاوره ېې دشمن ویشتلو نور په اختیار کې ونه لري او بیا  نوي افغاني حکومت خپل مخالفین یعنې  ( طالبان – حکمتیار – حقانی  ونه شي کولای په دغو وسلو له منځه یوسي او بل اخره افغانی قووای مسلح دروس له قیمومیت نه خلاصی او د امریکا خرابواو زاړو وسلو ته احتیاج شي ) دغه طرحه او نقشه زموږ د ملي وسله وال پوځ د له منځه وړلو په خاطر په  اسلام اباد کې د (( سي آی ای او همدارنګه آی اس آی )) له خوانه په ګډه طرح او تطبیق شوه اوس که څوک خوښیژي یا خفه کیژی دایو تریخ حقیقت وو چې په مجاهد حکومت و تپل شوو پاکستان غرب یعنی امریکا ته ېې وویل چې نوې وسلې یعنی تعرضی وسلي لکه مدرن زره پوشونه – مدرنې ټوپداره هلیکوپترې – مدرني جت طیارې او مدرن ټوپچي راکټونه لکه بي ایم ۲۱ – لونا – اورګان – سکات او ۱۳۰ او ۱۵۲ م م توپونه او اوبوسونه افغان وسله وال پوځ ته اکمال نه کړې اوس زموږ ځوان نسل – زموږ خلک دنوۍ حکومت نه غواړيخاصتا د اشرف غني احمد زي نه غواړي  نوېې پالیسي غوره کا او هغه د یويي لويي جرګي په را دعوتولو سره یعنې د دیورند د کشالې موضوع زموږ او پاکستان تر منځ په لاندې ډول فیصله کا . ( په موږ نورد کوزي خوا پشتنو حق نشته ځکه، دوی یو هم زموږ سره خوش نه دی او دغه ۳۵ کاله دوی د پنجابی ملاتړي وو او یوه ورځ ېې یوه مجاهد او طالب ته ونه ویل چې چیرې روان ېې ولې خپل وطن افغانستان ورانوې او خلک ېې وژنې ، دوهم دا چې ددوی مشران دیوه سره د پاکستان د ناز او طنعم نه برخورداره دی او بل داچې د پشتنو د خود ارادیت او د اسقلال خبره مستقیما په پشتونستانیانو اړه لري ، دوی یوه زره حرکت نه کوي – یوه مظاهره او میټنګ د پاکستان په ضد نه کوي او دیوه سره د پاکستان په ملکی او نظامی ادارو کې وظیفه لري نو څنګه به موږ ددوی موضوع حل کوو .
 زما اخرینه خبره ، د پشتونستان د حل کولو او ددیورند دخط په ارتباط داده چې د پشتونستان موضوع په خپله د پشتونستان په خلکو اړه لري  موږ باید د پاکستان سره د ګوادر د بندر موضوع  حل او فصل کړو یو بین المللي د ملګرو ملتو په استازیتوب کنفرانس را دعوت کړو د دغو کنفرانس ګډون کونکو ته لازم او مستند دقیق اسناد ددیورند په هلکه ورکړو چې هغه مطالعه کا او بیا زموږ په غوشتنو یوه داسې علمی منطقی او بین المللی فیصله صادره کړي چې دهغو په استناد افغانستان ته د ګوادر بحری بندر د ټولو تاسیساتو په شمول او هغه منطقه چې د ګوادر بندر حدود پکي شامل دی ورتسلیم او ګوادر د افغانستان بحری بندر وشمیرل شي او دګوادر منطقه  د افغانستان ملکیت وشمیرل شي او افغانستان دغو بندر ته ازاده مستقله لاره یا د هلمنده یا د کوتې نه دیوه کوریدور په حیث ولرې او هیڅکله پاکستان په را تلونکي وخت کې زموږ د مال تجارت دخلکو دتګ را تګ او ازادی خنډ نه شي یو تایید شوۍ رسمي قرارداد او تضمین د پاکستانه تر لاسه کړو چې د افغانستان صادرات او مالونه او زموږ خلک تر ګوادره بیدون له کوم قیده اوشرطه او بیدون له کوم ګمرکي مالېې ، تلاشۍ او کنتروله زموږ مالونه او توکي ګوادر بندر ته ورسوي او له هغو ځایه دنړۍ هیوادو ته بیله مداخلې ولیږدول شي او هلته هم دیوه افغانی ګمرک خاوندان وو او ویزې ته  هم ضرورت  نه وي او دنړی نه هم زموږ مالونه ګوادر ته په امن را ورسیژي او هیڅ ډول ګمرکی دمبرج یا کرایه اویا نور مصارف ورباندې را نه شي، په حقیقت کې ګوادر دافغانستان  بحری بندر وي او هلته موږ یوه نظامی عسکری قطعه ولرو او زموږ د مامورین له پاره بلاکونه – کورونه – شهرکونه ګوټۍ او تجارتی مرکزونه ایجاد کړو او هلته زموږ په معین قلمرو د پاکستان د حکومت یوه زره مداخله او او فرمان ونه چلیژي  ( یعنی د قندهاره یا هلمنده تر ګوادره دافغانستان مال تجاره ولیږل شي اومالونه او شیان د خارجه را وغوښتل شي ، ګویا تر ګوادره ازاد کوریدور موږ ته را کړل شي او دغه ننۍ ( دیورند ) علامه ګذاری شي او یوه لویشت خاوره ورته  اضافه ور نه کړل شي ، ځکه د پشتونستان د سیاسیونو ( لکه هفراسیاب خټک ) د خبرو نه معلومیژي چې موږ ناحقه د لرو پشتنو دفاع کوو ځکه موږ ددوی په خبره (همسایه هیواد یو) نو هر کله چې دوی خپله ازادی او استقلال وغوشتو او یا ېې د پاکستان پرضد قیام وکړو او زموږ سره ېې دیوه لوی تاریخی افغانستان فیصله وکړه هغه وخت باید زموږ خلک ورسره ملا وتړي ، دغه ننۍ پشتونستانۍ نسل دیوه سره بې ارادې خلک دي دوی د ۳۵ کالو په دوران کې زموږ په نفع یو مثبت ګام نه دی پورته کړۍ.
عزیزانو وطندارانو ، سیاسیونو ، د وسله وال پوځ سربازانو او افسرانو زه دیوه با تجربه او متخصص ارکانحرب افسر او یوه سیاست پوه او د فلسفی د دکتور په حیث تاسې ته دغه لاندې شیان لیکم چې بیدون له عملي کیدو د دغو شیانو نه زموږ بیچاره خلک نن او سبا ته د هیچا نه ( په افغانستان کې دننه او بهر )غچ نه شي اخیستلای او هغه کوم شیان دی ؟؟
۱-  دیوه ملي وحدت لرونکي هیواد خلک نشته ،او دلیل د نه شتون ېې دادی چې یو متعهد او با دسیپلینه وطن دوسته اصیل افغان ریس جمهور نه لرو  زه وینم چې طالبان – حکمتیار اومولوی حقانی هره ورځ زموږ سره مواجه دی نو که جنګ شروع کړۍآتومات ( پاکستان او ایران ) ددوی تر شا دریژي اول دوی ټول ځایونه درنه نیسي او دبلې خوانه انسانی تلفات دواړو خوا ته افغانان ورکوی او اقتصاد ته مو هم لویه ضربه ده .
۲ – ډیره مهمه او د پام وړ خبره چې زه همیشه ورباندې تا کید کوم  یو ملي وسله وال پوځ چې په مدرنو وسلو او محاربوی تخنیک سمبال وی نشته ، تاسې سایټو ته مراجعه وکړۍ ما د پارالمان ریس – شکریه بارکزۍ – د کمیسیون ریس ته د وسلو عکسونه دلندنه لیږلي اما یوه هم په دغو مواردو اصلا غور نه دی کړۍ که دوه کاله پخوا دوی زما خبره اوریدلې وۍ او قوی ملي وسله وال پوځ( یعنی د مکلفیت دوه کلنه دوره ېې شروع کړې وای او د تنظیمی – مصلحتی – سمتی – اجیر – ففټي ففټي -وسله وال پوځ نه ېې یوه ملي افغانی وسله وال پوځ ته ګذار کړۍ وۍ او هغه ېې تشکیل او په مدرنو وسلو سمبال کړۍ وۍ) نن به د افسرانو او سربازانو د معاش د معضلی نه خلاص وو او د امریکا پښو ته به نه ورلویدو ، او تربیه ېې زموږ افغانی باتجربه پخوانیو افسرانو په غاړه اخیسته او دغو افسرانو د ظاهر شاه – داود خان – حزب دیموکراتیک خلک افغانستان په دوران کې په قطعاتو کې د تعلیمی غونډو له لارې تر سره کوله او یوه مشاور ته ضرورت نه وو او نه به معاشونه د مشاور په نامو زموږ له بودجی نه خارجیدل ، او نه په ګوشته کې پاکستان پوستی را مخ ته کولای شوۍ ؟؟ نن پاکستان په افغانانو مسخري کوي؟؟
۳ – زموږ نیمایی وسله وال پوځ د پنجابیانو او د ایرانیانو نوکران دی ، ځکه د حکمتیار – حقانی – ملاعمر – خلیلی – محقق – جمیعت اسلامی او سیاف نمایندګان پکې خدمت کوي او متباقی د نورو اسلامی تنظیمو غړیتوب لری نو څنګه په دغو پوځ د پاکستان سره نه شو جنګیدلۍ  یو تعداد بې مسولیته او نادان کسان او د پاکستان طرفدارې ډلې ټپلې زموږ خلک تحریکوي چې د پاکستان سره په جنګ شۍ ، (جنګ تباهی ده ، جنګ د عسکر له معدی نه تیریژي یعنی جنګ ډیر قوی مصارف لری- جنګ ته باید مدرن محاربوی تخنیک ولرو ډیر لوی ستراتیژیک مطمن ذخایر ولرو)  او افسران مو په دغو تخنیک بلدیت ولری لکه د دکتور نجیب ا لله په وخت کي چې هغه ماشین جنګی موږ درلودو که جناب اشرف غني هم چې احمد زۍ دی داسې پوځ جوړ او طعبیه کړي نو بیا دهر متجاوز غوږونه ور تاو ولای شوو  .
۴ – د وسله وال پوځ د معاشاتو نه نیولې بیا تر هر څه پورې د پاکستان د ستراتیژیکو دوستانو له خوانه اکمالیژي یعنی د ( انګریز او امریکا لخوانه )  سباد پاکستان په فرمایش دوی هر څه در باندې دروي بیا به څه کوۍ، زه درته وایم چې اول په خپلو منځو کې سره جرګه شۍ سره یو شۍ ملی وحدت تامین کړۍ او ملی وحدت په افغانستان کې هغه وخت تامینیژي چې کار اهل د کار ته وسپارۍ او هیڅ سړۍ د ایدیالوژیکو او عقیدې له لحاظه چې یو تحصیل یافته او متخصص افغان وی له یاده ونه باسۍ نو ملی وحدت جوړ بوله ، بیا خپل ځان ښه سمبال کړه ( د سیاسی لحاظه – د اقتصادی لحاظه – د نظامی لحاظه ) بیا د پوتین خبره له یاده مه اوباسه ( تا جای که زور وقوت باشد به دیپلوماسي و زاری ضرورت نیست یعنی به منطق ضرورت نیست ) د پوتین خبره ده ؟؟
۵ – ایا افغانستان د اقتصادی لحاظه په خپلو پښو ولاړ دی ، اول د افغانستان ځوان نسل محصلینو ته وایم نن چې تاسې د پاکستان په ضد مظاهرې کوۍ ما درۍ کاله پخوا تاسې ته لیکل چې دکرزي په ضد د نارنج انقلاب وکړۍ ولې تاسې ونه کړو؟ که هغه وخت د کرزی حکومت ړنګ شوۍ وۍ نن به هغه د باده راوړې پیسې په مهمو اقتصادی لویو پروژو لګیدلې وې لکه ( دبرق بندونه – دزراعت لويي پروژې – لکه دنساجی او قالینو لوېې فابریکې – لکه د معادنو استخراج وغیره ، خو هغه وخت تاسې له لاسه ورکړو او نن د اقتصادی پلوه خلع سلاح یاست او د ادارو مامورین مو دیوه سره رشوت خواره دی .
۶ – که تاسې معقول – باسیواده، متخصص وزیران ددفاع ، داخلی او امنیت درلودلای نن به د تاسې هغه زړې او تر خاورو او لمر لاندې روسۍ وسلې دوخته ترمیم یا دروسانو سره بدلې کړې وی نن به مو لا اقل نیم وسله وال پوځ مجهز په مدرنو وسلو درلودلو .
۷ -همدا نن د دولت وزیران – معاونین – او معینان د پاکستان سره پټه خبری کوي او فامیلونه ېې د ډیرو جایدادو سره په غرب یا دوبۍ کې دی او که جنګ شروع شي فورا دوی د ښځو په چادرۍ کې وزي او تاسې ځوانان بیا د اورپه لمبو کې پریږدي .
۸ – بین المللي ټولنه د امریکا او انګریز تر قوماندې لاندې ده او دغه دوه ابر قدرته هیوادونه هیڅکله په افغانستان کې دصلحی طرفدار نه وو او نه دي ، دعراق او لیبیا هیوادونه ېې ښه مثالونه دي چې دوی هلته خلک څنګه سره تجزیه او تقسیم کړل دتاسې خلک ېې هم همداسې تجزیه او په قومو او ملیتو ویشلي دي نو زما مشوره تاسې ته داده چې فقط اشرف غني احمد زي ته رایه ورکړي تر څو دغه اهداف در ته عملی کړي ، امین .