ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

                 یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                          (قسمت دوم)                        چرا…

ژئوپولیتیک ساختار قدرت؛ تنوع قومی و آیندهٔ دولت‌سازی در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از رویای فدرالیسم تا کابوس بالکانیزه شدن…

آیا محمد اشرف غني د بیا راڅرګندېدو په درشل کې…

نور محمد غفوری لنډیز د ۲۰۲۱م کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته…

برگردان، یا همان واژه‌ی شناسای عربی ترجمه

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب دینی-فلسفی من بیش از این نه می‌دانم از گذشته‌‌های…

چرا صدای گاندی ها در کوهستان‌های افغانستان پژواک نیافت ؟

نویسنده: مهرالدین مشید جغرافیای خشونت، سیاست قبیله‌ای و غیبت ماندلاها در…

جمعبندی غیر تحلیلی از جریانات اخیر نظامی و دپلماتیک افغانستان…

آنچه سیاسیون و نظامی های پاکستان پس از حملات هوایی…

                     یک گرفتاری با مافیا

محمد عالم افتخار         و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و…

فلسفه سیاسی فردوسی و روانشناسی ترس در شاهنامه

دکتر بیژن باران نتیجه‌گیری. شاهنامه فردوسی چیزی بیش از یک…

«
»

طالبان ولي هزاره ګان وژني؟

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

له یوې اونۍ راهیسي په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې راپورونه ورکول کیږي چې طالبان په مالستان، جاغوري او خاص ارزګان کې د هزاره قوم وژنه پېل کړي، نه یوازي رسنۍ بلکې ځینې لویدیځ سفارتونه او په ځانګړې ډول په کابل کې د ایران سفارت هم ورته انديښنه ښودلې ده.

په تیرو ۱۷ کلونو کې چې امریکا او ناټو ځواکونو یوازي پر پښتون میشت سېمو خپل تر ټولو لوی بمونه وازمویل، په شنډنډ، ارزګان، کندوز، د ننګرهار هسکه مینه او د کندهار پنجوایې کې یې د پښتنو ټولوژنه وکړه. داسي پښتون میشت سېمه به نه وي چې هلته د امریکا / ناټو ځواکونو لخوا جګړه نه وي شوې.

په خوست او ننګرهار کې چې د افغان ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو د وژلو راپورونه نړیوالو رسنیو ورکړل، د یوناما په ګډون ځینو خپلواکو ادارو هم د ملکي افغانانو وژنه تاید کړه، زموږ هزاره او تاجک وروڼه تر هر چا ورباندي ښه خبر دي، خو د پښتنو په شمول، هیچا د هغوی د بې ګناهې او وژنې ږغ په کابل او یا بهر هیواد کې را پورته نه کړ.

کندز ښار د طالبانو لخوا سقوط وکړ، فراه ښار ته طالبانو سقوط ورکړ، غزني ښار کې چې ډیر زموږ هزاره او تاجک وروڼه په ښار کې مصروف دي، د طالبانو لخوا د حملې پر وخت یې د حکومت پلوه هزاره وسلوالو لخوا مزاحمت ونه شو، بلکې ځینو لا دا تور هم پورې کړ، چې له طالبانو سره ښار ته ننوتلو کې حکومت پلوه هزاره وسلوالو مرسته کړي.

زابل کې چې تر ۳۰ زیات هزاره ملکي کسان  (مارچ ۲۰۱۵) د وسلوالو لخوا نیول شوې او برمته شوې وو، طالبانو ازاد کړل، په تیرو ۱۷ کلونو کې داسي پېښه نه ده شوې چې طالبانو دي پر ملکي هزاره کسانو حمله کړي وي، او که طالبانو یا بل هر چا دا کار کړي وي، چې پر ملکي هزاره ګانو یې برید کړی وی، موږ ټول ولس یې په کلکه غندو.

عامو خلکو فکر کاوو چې طالبان پر حکومت پلوه هزاره وسلوالو هم برید نه کوي، او په تیرو ۱۷ کلونو کې رښتیا هم د داسي جګړې راپور نه دي ورکول شوی چې طالبانو دي مخامخ پر هزاره وسلوالو برید کړی وي.

په خاص ارزګان کې حکیم شجاعي چې  غیر مسؤل وسلوال دی، او په سېمه کې یې ډیری پښتانه ووژل، یو ځل د  مخکېني ولسمشر کرزي دحکومت پر مهال (اګسټ ۲۰۱۳) افغان حکومت هم د هغه د نیولو هڅې وکړي، ولي بهرنیو کړیو مداخله وکړه، او شجاعي همداسي د غیر مسؤلو وسلوالو  یو شمیر ډلګۍ تر دي مهاله وساتلي.

علي پور هزاره غیر مسؤل وسلوال قومندان چې د میدان وردګ، بامیان، غوربند او  غور ولایتونو  د لویو لارو په ځینو  سېمو کې یې وسلوال له مسافرو سره توپیري او بد چلند کوي، د ډاکټر غني حکومت یې د نیولو (اکټوبر ۲۰۱۸) هڅې وکړي، علي پور له افغان ځواکونو سره جګړه وکړه، وروسته یې د هزاره قوم له منځه دا خبرې وکړي چې افغان حکومت یې د نیولو توان نه لري.

اوس که طالبان د شجاعي، سلطان پور او نورو قومي تعصب ته لمن وهونکو غیر مسؤلو هزاره وسلوالو پر ضد جګړه کوي، په دي معنی نه ده چې د کوم قوم پر ضد جګړه ده، او افغان حکومت هم عملاً له طالبانو سره په جګړه کې بوخت دی، که د حکومت په چوکاټ کې هزاره او طالب جګړه کوي، دا هم هغه جګړه ده چې ۱۷ کاله یې طالب د امریکا او حکومت خلاف کوي، او قومي جګړه ورته نه شو ویلای.

که رښتیا هم په مالستان ولسوالۍ کې ټول دولتي ځواکونه د هزاره قوم وي، دا خپل ذات کې یو ناسم، قومي او تعصبي چلند دی، بیا نو موږ اردو او پولیسو ته ځکه ملي نه شو ویلای، چې په ولسوالۍ باندي تسلط د یو قوم د وسلوالو دی.

که ایران، امریکا او لویدیځ د طالبانو برید په پښتون میشت ځایونو کې د پښتون قوم پر ضد نه ګڼي، په مزار او تخار کې یې د تاجکو او په جوزجان کې یې د ازبکو پر ضد  نه بولي، نو بیا هم؛ دلته پوښتنه پيدا کیږي چې د کومو موخو له کبله ایران، امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه پر مالستان، جاغوري او خاص ارزګان دولتي ودانیو او نظامي تاسیساتو باندي د طالبانو برید د هزاره قوم پر ضد جګړه بولي.

که د ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۹ ز کال پوري په ځینو پښتون میشت سېمو کې د هلوکانو مکتبونه تړل شوې وي، د نجونو مکتبونه بیخې وجود په لیري پرتو سېمو کې نه درلود، ولي په جاغوري، مالستان، خاص ارزګان او ټول هزاره میشت سېمو کې د هلوکانو او نجونو مکتبونه خلاص وو، چې دا له هزاره ګانو سره یو ډول توپېري او د طالبانو لخوا امتیازي چلند نه ګڼل کیدی، اوس چې د حکیم شجاعي او نورو هزاره وسلوالو پر ضد طالبان جګړه کوي، هغه هم له دي ویري چې همدغه غیر مسؤل هزاره وسلوال به په راتلونکې کې قومي او مذهبي جګړو ته لاره هواروي، ځینې ورته قومي نوم ورکوي، دا همهغه کړۍ دي چې په تیرو کلونو کې یې بېلابېلې هڅې وکړي تر د عراق په څیر په افغانستان کې هم د سني او شیعه تر منځ جګړه پېل شي.

د فاطمیون لښکر له نوم سره هر افغان بلد دی، فاطمیون په میدان ښار کې ځانګړې وسلوالې ډلګۍ لري، او همدي فاطمیون لښکر ته د ایراني جنرالانو لخوا روزنه ورکول شوې، ایران غواړي چې د اسلامي دولت (داعش) سره د جګړې لپاره د فاطمیون لښکر غړي افغانستان ته راولي، په دي ورځو کې داسي راپورونه  ورکول کېدل چې فاطمیون مالستان، جاغوري، خاص ارزګان او میدان ښار کې د هزاره قوم د غیر مسؤل وسلوالو تر چتر لاندي خپل ځانونه سمبالوي او فعالیت لري.

همدارنګه ویل کیږي چې د فاطمیون ځینې مشران په کابل کې هم میشت او د ایران په ګټه فعالیتونه کوي، غواړي چې مذهبي شخړو ته لمن ووهي.

یو بله اندیښنه چې ځینې افغان سیاستوال یې لري، ویل کیږي چې د جاغوري او مالستان دولت پلوه وسلوالو له طالبانو سره تړون درلود، طالبانو ته د تګ راتګ پر مهال د دوی سېمو کې کومه ستونزه نه وه، او ویل کیږي چې د مرمیو او ځینو سپکو وسلو او حتی مالي مرستې یې هم له طالبانو سره کولي.

اوس چې د سولې خبرې نږدې شوې، زموږ هزاره وروڼه به هڅه کوي چې د کورنۍ جګړې او داعش د ویرې له امله د وسلو ذخیري ولري، او وسلې له ځان سره خوندي کړي، او فاطمیون وسلوال په خپلو سېمو کې وساتي.

د امنیتي تړون پر مهال زموږ هزاره وروڼه نه یوازي د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون ننګه کوله، بلکې هغوی له ۹ امریکایې نظامي اډو څخه یوه اضافه اډه په بامیان کې غوښتله.

اوس چې راپورونه ورکول کیږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پېل شوې، او ویل کیږي چې امریکایې پوځیان به له افغانستان څخه ووځي، له همدې امله ده چې د امریکایې پوځیانو د شتون ملاتړي هزاره وسلوال به په لوی لاس هڅه کوي چې طالبان د هزاره قوم دښمنان وښيې او له امریکایانو به وغواړي چې همدلته خپل نظامي شتون وساتي.

د امریکا/ناټو له پوځي شتون څخه هزاره قوم ډیره زیاته ګټه تر لاسه کړه، د همدې امریکا د شتون له امله ده چې له 8 کلونو راهیسي د غزني ولایت څخه په ناقانونه ډول ټول ۱۱ د ولسي جرګې غړي یوازي د هزاره قوم دي، او دا ځل هم هڅه کيږي چې د درېمې دورې لپاره هم همدا د هزاره قوم وکیلان په ولسي جرګه کې پاتي شي، په داسي حال کې چې اکثریت مطلق د غزني ولایت اوسیدونکې پښتانه دي، او هلته تاجک هم شته، ولي هزاره قوم د غزني د پښتون، تاجک او نورو قومونو حق تر پښو لاندي کړي، د بشر حقونه او نړیوالو ادارو هم سترګې ورباندي پټې کړي.

په امنیتې ادارو (دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت) کې هم د پښتون او تاجک حقونه د میرمنو په برخه کې د هزاره قوم میرمنو ته ورکول شوي، دا بېله خبره ده چې پښتنې میرمنې په امنیتي ادارو کې دندې ته زړه نه ښه کوي، دا رنګه تاجک میرمنې هم د هزاره میرمنو په پرتله کمې یادو ادارو کې دندې اجراء کولو ته زړه ښه کوي، ولي پوښتنه داده چې ولي په لوی لاس په امنیتي ادارو کې همدوی (هزاره) میرمنو ته زمینه مساعده کیږي، اوس خو داسي ده چې د دفاع وزارت ځینې مهمې چوکۍ د امریکا د ډیموکراسي د اصولو خلاف انحصاري شوې او پرته له میرمنو نارینه حق نه لري، چې هغه بست ته حتی ځان نوماند کړي.

داسي ویل کیږي چې د طالبانو او هزاره دولت پلوه وسلوالو  ترمنځ د تړون له مادو څخه په وروسته وخت کې هزاره وسلوالو سرغړونه کړي، او طالبانو هم یوازي د دوی پر دولتي تاسیساتو برید کړی.

ورته تړون څو کاله مخکې په سېمه ایزه کچه په ډنډ غوري کې د طالبانو او دولت پلوه وسلوالو ترمنځ شوی وو، چې بیا وروسته د دولت لخوا مات او جګړه وشوه.