افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

طالبان د سیاسي ډيالوګ او سولې جراات نه لري او په هره موضوع کې د مخالفت او انکار په ښودلو سره، د هېڅ په لور تېښته کوي.

زمریال  اشنا

وايي همغه زاړه جوګیان او زاړه تومارونه. پخوا به د پاکستان استخباراتو داسې تومارونه جهادي تنظیمونو ته جوړول. هغه جلا وخت و او اوس جلا وخت دی. هغه وخت په داسې انکارونو سره یوشمېر جهادي تنظیمونو ته موقع په لاس ورغله چې د کابل پر حکومت کودتا وکړي، واک په لاس کې واخلي او تر څو کلونو یې پخپل انحصار کې وساتي. د دغه کار نتیجه د یو نامشروع حکومت رامنځته کېدل، اردو له منځه تګ، د وسلو چورکېدل او د یوشمېر جهادي قوماندانانو له خوا یې پر پاکستان پلورل، تنظیمي جګړې، بې قانوني، د کابل ښار کنډواله کېدل، د ټول هېواد بې سرپرسته کېدل، د هېواد دښمنانو ته موقع په لاس ورکول، مذهبي، ژبني، تنظیمي، قومي او نورو تربګنیو ته لار هوارېدل، ان د نړۍ په کچه د سیاسي اسلامي جریانونو بدنامه کېدل او زوال او نورې سلګونه بدبختۍ چې په پای کې همدغو طالبانو یې په وړاندې پاڅون وکړ او د ولس په ملاتړ یې د هېواد له ۹۵ سلنه خاورې د تنظیمي جریانونو د واک ټغر ورټول کړ او که خلک کومه ښه خاطره له طالبانو لري، نو له همدې کبله به یې لري.

اوس نو پوښتنه دا ده چې کوم جهادي تنظیمونه، له سولې انکار او جګړه یې چې پخوا د طالبانو بد اېسېده اوس یې خپله ولې په پل روان دي؟

د جهادي تنظیمونو د ځان غوښتنې، نه خبرو کولو او د پلورالیزم د نه منلو او واک د انحصار له کبله وه، چې ۴۰ کلونه په هېواد کې جګړه روانه ده، ورځ تر بلې هېواد د بدبختۍ کندې ته ولوېږي، له ګاونډیانو کمزوری کېږي، ګاونډيان مو خاوره لاندې کوي، اردو مو په پښو نه درېږي، وسلې او پیسې ورته نه لرو، ټول خلک نن پښېمانه دي او وايي که مجاهدینو له ډاکتر نجیب الله سره ګډ حکومت جوړ کړای، اردو او وسلې يې ساتلې وای، نو دا اوسنۍ بدبختۍ به نه راتلې، نه به ګاونډیانو پرموږ رادانګلی شوای او نه به ناټو او نورو ته دا اړتیا پیدا کېدای چې د تروریستانو پلټنه یې زموږ په کلیو او غرونو کې کولای.

که تاسو نن په کابل کې وګورئ ډېری خلکو د ډاکتر نجیب عکسونه پخپلو موټرونو وهلي او که ترې پوښتنه وکړې، نو د هغه خبرې او پېش بينۍ به درته کېسه وکړي، چې د جهادي تنظیمونو د انحصار غوښتنې، د خبرو او سولې نه کولو سیاستونو په وړاندې یې کړې وې.

اوس طالبانو ته هم په کار ده، چې د انکار او خبرو نه کولو سیاست پرېږدي او د جهادي تنظیمونو او د پاکستانیو استخباراتو لار دې بیا نه تکراروي او خلک دې بیا نه اړ باسي چې تاریخ پرې دویم وار تکرار او بیا د دویم وار لپاره هم پښېمانه شي.

طالبان باید پوه شي، چې خلک هم اوس هغسې نه دي پاتې چې یو ګړنګن ببر سټی او بې نمازه دې د جهاد په نوم د ده کور په راکټ ولي، بچې دې ورته ووژني او د خپل کور په اور کې وسوځوی، د کور دستکې او کړکۍ دې ورته وکاږي او دی به ورته خړې خړې ګوري، والله چې پوستکې یې ورته له بوسو ورډک کړي.

طالبان دې همدا اوس پام وکړي او و دې ګوري، چې د سولې له خبرو په تېښتې سره نور په عمومي انظارو کې د دوی په وړاندې بدلون راغلی او د پخواني ولسمشر کرزي صاحب هغه خبره یې ور په یاد شي، چې پخپلې واکمنۍ کې یې طالبانو ته کړې وه، ته چې سوله نه کوې او د سولې خبرو ته نه کېنې او امریکایان هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور اړتیا تا او ستا جګړه بولي، نو بیا له امریکایانو سره لاس لرې چې ته ورته جګړه کوې او هغه ستا د جګړې په پلمه له ملکه نه وځي.

طالبان به تر کومه وکولای شي چې د سولې له خبرو او سیاسي ډیالوګ نه په تېښتې سره خپل ځانونه او سیاستونه پټ وساتي، لاس تر زنې دې د واک نیولو ته ناست وي، په داسې حال کې چې خلک پوهېږي نور د سولې وخت راغلی، خلک سوله غواړي او د جګړې هر هغه اړخ چې سوله نه کوي او جګړه غواړي، ورځ تر بلې به راپرځي، رسوا کېږي او بالاخره ناکامېږي به او له منځه به ځي.