آیین عشق

رسول پویان دلی که بادلی ازروی صدق پیوند است به اصل ارزش…

چین لقمه ی افغانستان را بلعیده نمی تواند

       نوشته ی : اسماعیل فروغی       درست دوماه از تصاحب قدرت توسط…

کنفرانس بررسی وضعیت زنان افغانستان زیرسلطه طالبان

به مناسبت روزجهانی زن علیه طالبان ازسوی شورای سراسری زنان افغان…

تظاهرات‌های روز جهانی زنان علیه طالبان در بیش از ۳۰…

به فراخوان نهاد زنان علیه طالبان، روز جهانی زنان علیه…

نداى دادخواهانه

شوراى رهبرى انجمن حقوقدانان افغان در اروپا ، ضمن سپاس…

ما را خدا انسان، آزاده سرشت !

امین الله مفکر امینی! 2021-09-10 درد والام خلـــــق بیگناه…

طالبان به قرائت جدید از دین اسلام نیاز دارند

نویسنده: مهرالدین مشید خواست مردم از طالبان؛ نظام پاسخگو و سازگار…

خزان

باد خزان وزید و گلستان خراب شد صحن چمن مکدر و…

د افغانستان د ملي شناخت امتحان او د ډیپلوماسۍ دستګاه…

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع د فرانسي ولسمشر امانویل مکرون تیر…

دفاع و قیام مسلحانه در چه شرایطی مقبولیت دموکراتیک را…

هستی مستقل را مردم دارند. سازمانی که گروهی از مردم…

توتالیتاریسم؛ تحلیلی علمی یا پروژه‌ای چپ‌ ستیزانه؟ 

فرستنده: حسین تلاش نگاهی به مفهوم توتالیتاریسم در آثار هانا آرنت شبگیر…

خیام - فیلسوف تراز جهانی

دکتر بیژن باران خیام شاعر تغییر از هستن به شدن است.…

A Glance at the cause of failure of two Decades…

Fateh Sami 4/10//2021 Part - 3 American Imported Regimes Liable for Current Chaotic…

بمناست روز جهانی معلم

امین الله مفکر امینی 2120-05-10 مبـارک باد بر تو معلم، این…

د اکټوبر ۷مه ـ د وحشت او اشغال کرغېړنه څپه!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع له نن ۲۰۲۱ زیږدیز کال د…

با باج گیری ها از مردم نمی توان حکومت کرد

نویسنده: مهرالدین مشید  طالبان از زمان به قدرت رسیدن شان به…

دوزخ وحشت

رسول پویان بزم نشاط و شعـر و ترانـه خـراب گشت آتش به…

زیب وطن نیست!

امین الله مفکر امینی 2021-28-09 حضوردشمن به میهن آزاده ،زیــــب وطــــــن…

اریش فروم،- میان مارکس، موسی، بودا، و فروید 

Erich Fromm 1900- 1980 اریش فروم،- نقد عامیانه سرمایه داری یک…

کتابواره انجمن

نامه انجمن  به سرمنشی ملل متحد به  زبان های…

«
»

طالبانو ته څو سپينې او کره خبرې

عبدالصمد ازهر                                                                     ۲۸ / ۰۹ / ۲۰۲۱

طالب چارواکي رابولم چې دا ليکنې مې په ځير ولولي او په ښه نيت سره ورته پام وکړي. اشرف غني ته مې هم ليکل، طالبانو او هر چاته هم چې د قدرت پر ګدۍ ناست وي، له تېروتنو او ګړنګونو ته لوېدو نه د هيواد د ژغورلو په موخه، د خپلې پوهې او تجربې په اندازه نظريات وړاندې کوم. که په چا ښه لګېږي يا بده، مني يې يا مسخرې پرې کوي، د دوی کار دی. زه خپل ايماني او وجداني دين ادا کوم. دا لړۍ به په راتلونکي کې هم، کله کله که روغتيا اجازه راکوله، مخ ته بيايم.

څه پټه خبره نه ده چې زما او ستاسو د ټولنيزو نظرياتو او مباديو تر منځ پراخ واټن شتون لري. خو دا واقعيت هم منم چې تاسو په هره وسيله چې وه، وګټله.  

ستاسو ګټل دوې خواوې لري:

لومړۍ خوا يې مثبته خوا ده چې د نړۍ ډېر غښتلی استعماري زبرځواک مو وپرځاوه او سياسي خپلواکي مو بېرته تر لاسه کړه، چې دا بری دې خدای ټولو ته مبارک کړي. همدا رنګه د جګړې او وينې تويېدو پای، د امنيت خوندي کېدل، د بېلتون غوښتونکو خولو تړل کېدل، د موازي حکومتونو شنډېدل، د چور، تالان او لنډغريو کمبله ټولېدل، هغه سترې لاسته راوړنې دي چې څوک يې له پامه نه شي غورځولی.

دوهمه خوا يې هغه خوا ده چې افغان ولس، او په ځانګړې توګه روڼ اندي او لوستي کسان، ځوانان او ښځې او همدا رنګه نړيواله ټولنه ترې اندېښنه لري. پر دې اندېښنو به بېل بحثونه ولرو او د حل لارې به وړاندې کړو.

ځيني خلک ستاسو په مقابل کې د وسله وال پاڅون او مقاومت خبرې کوي. زه وايم ولس ډېر ستړی دی او نور د جګړو د غځولو زغم او توان نه لري. د اسلاميت او انسانيت حکم هم دا دی په هغې لارې ولاړ شو چې سوله او ورورولي راولي، نه دا چې واټنونه لا پراخ او دښمنۍ وزېږوي. سره له ټولو فکري توپيرونو چې زما او ستاسو تر منځ شته، زه په دې آند يم هر څنګه چې کېږي د دې ځپل شوي ولس نيمې پېړۍ غميزې ته بايد د پای ټکی او پر پرهارونو يې پټۍ کښېښودل شي . ټولنه بايد د يوې عادلانه سولې په فضا کې روحي او مادي هوساينې او بسياتوب ته لار ومومي. په همدې موخې، غواړم په ډېر اخلاص او بې طرفۍ سره هغه څه درسره شريک کړم کوم چې د وطن، د ما، د تا او د ټولو په ګټه او له اسلام او اوسنيو ايجاباتو سره برابر وي.

ستاسو واکمني به هله بريالی او ټول ملت ته په زړه پورې وي چې لاندو ټکو ته ژوره پاملرنه وکړئ:

  1. د اوسني عصر غوښتنې:

 د اوسنۍ زمانې واقعيتونه درک او څومره چې کېدای شي ځانونه ورسره عيار کړئ. دا واًعيتونه به د ځينو له دودونو سره به برابر نه وي او ځکه به يې بدعت او کفر ګڼي، خو د اوسني عصر غوښتنې څوک په زوره شا ته نه شي بيولی. تاسو په خپلې لومړنۍ واکمنۍ کې له عکس، فیلم، ويډیو، ټلويزيون، پنډوسلوبې(توپ بازي)  او داسې نورو سره حساسيت او مخالفت درلود. خو زه وينم چې اوس تاسې تر هر چا زيات له اوسنۍ ټکنالوژۍ، لوبو او کلتور نه ګټه اخلئ. دا ښکاروي چې پوه شوي ياست دا ټول ضرورتونه دي نه بدعت. همداسې يې درواخله د اوسني عصر تعليمي نصاب، د نجونو او ښځو زده کړې، د دوی کار او فردي او ټولنيز حقونو ته پاملرنه، د خلکو د وقار او فردي آزاديو ساتنه، دوی په مختلفو پلمو نه تعجيزول او په جزايي برخه کې هم معتدل عدالت پلی کول، د خلکو زړونو ته د لار موندلو رازونه دي، که نه د خپلې لومړۍ واکمنۍ په شان به د خلکو له کرکې سره مخ شئ..

  1. قبايلي او زاړه سنتونه له دين سره توپير لري:

 اوسني او پخواني، خپل او پردي قبيلوي دودونه د دين په نامه پر خلکو مه تحميلوئ، مباحيات او مستحبات د فرايضو مقام ته مه بيايئ. د عرب شيخانو او اميرانو له خوا تحميل شوی حجاب چې نه له اسلام سره سر لګوي او نه د اوسني عصر د کاروبار او ايجاباتو سره، د ديني فرايضو جامه مه وراغوندئ. وخت تغيير کوي او ورسره دودونه او ټولنيز سنتونه هم بدلون مومي. په دين کې عَرَضي احکام له ذاتي احکامو نه بايد بېل کړل شي او سوچه ذاتي احکام ديني وپېژندل شي نه هر عرضي دود چې د حاکمه قدرتونو او لاسپوڅو «عالمانو» له خوا د تاريخ په اوږدو کې پر دين تپل شوی دی. د چا په ږيره او کاليو هم کار مه لرئ. پرېږدئ د هر چا خوښه چې دريشي اغوندي یا کميس  او پرتوګ، پګړۍ اغوندي، خولۍ په سر کوي يا سرتور ګرځي. ستاسو په مخ کې ستر وظايف او مسووليتونه پراته دي. هغو ته ځانونه ورسوئ، څو د الله او بنده رضا وګټئ.

  1. ملي ارزښتونه:

 ملي او تاريخي ارزښتونو ته  درناوی وکړئ او دا له پامه مه غورځوئ چې همدغه ګډ تاریخ او ارزښتونه دي چې ګرد ولس او ټول قومونه يې د افغان تر نامه او تر يوه ملي بيرغ لاندې سره يو کړي دي. په لومړي سر کې ملي بيرغ، چې تاريخي، ملي او اسلامي ستر ارزښت لري، د ملي سمبول په توګه وپېژنئ او پر دولتي ماڼيو او سياسي نمايندګيو يې ورپوئ. دا چاره ستاسو مقام د ننه په هيواد کې او همدا رنګه د باندې په نړۍ کې لوړوي. ستاسو سپين بيرغ هم د هر ګوند او خوځښت د سمبولونو په شان، کېدای شي ستاسو د خوځښت په داخلي ناستو او ځانګړو فعاليتونو کې د ملی بيرغ تر څنګ اوچت شي. ملي بيرغ د هېچا شخصي ملکیت نه دی او نه په کوم خاص دولت يا رژيم پورې تړلی دی. هغه پرونۍ ورځې چې تاسې د خپل حرکت د پېژندلو په موخه له سپين بيرغ نه ګټه اخيستله اوس تللې دي او تاسې د قدرت پر ګدۍ ناست او ملي بيرغ اوس ستاسو د قدرت او دولت ښکارندوی دی. 

له اسلام نه مخکې زمونږ په سيمې کې پخوانيو اديانو او عقايدو شتون درلود. د هغو پاتې آثار اوس زمونږ د تاريخ او هويت برخې جوړوي. د دغسې آثارو سره دښمني او ورانول له خپل تاريخي هويت سره دښمني ده. همدغه پخواني آثار دي چې زمونږ د پخوانيو مدنيتونو ښکارندوي دي او د توريزم په جلبولو له ملي اقتصاد سره ستره مرسته  کوي. تاسې په خپل تېر امارت کې ډېرې سترې تېروتنې  وکړې. د باميانو تاريخي مجسمې او په موزيم کې که څه د جهادي جنګسالارانو له تالان نه پاتې ول، ستاسو په لاسونو وران شول؛ فيلمونه، تلويزيونونه، کسټونه، رسمونه، عکسونه، د موسيقۍ آلې او د تاسو له اذهانو سره نور بېګانه فرهنګي مظاهر، ستاسو د لاسونو قرباني شول. هيله من يم له تېرو نه مو عبرت اخيستی وي  او که خدای دې نه کړي اوس بيا ورته تېروتنې تکرار کړئ نو له پيله د سقوط ګام اخلئ. 

هغه افغاني لوړ ارزښتونه، لکه مېلمه پالنه، يو بل ته درناوی، امانت ساتل، جرګو او حجرو ته په درنه سترګه کتل، يو د بل لاسنيوی، د ټولنې ګټې تر خپلې برې ګڼل، ايمان او وجدان په پيسو نه خرڅول، حيا، له فساد او بدو نه شرم لرل،له خپل تاريخ او د وطن له ګوټ ګوټ  او هر وطنوال سره  مينه لرل او داسې نور چې د جګړو، د پرديو پليتو برنامو، د جنک او قوم سالارانو د شخصي ګټو خوندي کولو په موخه مخ په زوال تللي ول، بېرته راژوندي کړئ.

  1. د غرض والا هيوادونو لاسونه لنډ کړئ: 

بله کره خبره چې غواړم د خپل وطن د ښېګڼو او د زرغون خپلواک افغانستان د خوندي کولو په موخې درسره شريکه کړم دا ده چې: مونږ په دې پوهېږو او څه پټه خبر نه ده چې خوځښتونه د مبارزو او جګړو په بهير کې باندنيو مرستو ته اړتيا لري، چې تاسو به هم د خپلو کورنيو او دفترونو د خوندي کولو او نورو موخو په خاطر دا رنګه اتکاوې لرلي وي. خو هوښيار او ريښتيني وطنپالونکي هغه وي چې د بري په وخت کې له دې مرستندويانو نه مننه او د ډېرو ښو دوستانه اړيکو له ادامې سره، د خپلې خپلواکۍ او د ملي ګټو په ساتنې کې په ډېرې زيرکۍ او با مسووليته لرليد سره چلند کوي. دا بايد هېڅ کله هېر نه کړو چې هېڅ پردی هېواد، که هرڅومره نيژدې اشتراکات هم ولري، د خداي له پاره او بې غرضه مرسته نه کوي. زه پوره يقين لرم تاسې تر هر چا زيات پوهېږئ چې زمونږ ګاونډيان ټول بُوڅ ناست دي او لټه کوي له کومې سوړې خپل د غرض لاسونه راوغځوي او خپل پخواني غځېدلي لاسونه لا هم پياوړي کړي. پر تاسو دا تومت لګېدلی دی چې د پاکستان تر پياوړې اغيزې لاندې ياست. تاسو به، لکه چې ومې ويل، تر اوسه اړتياوې درلودې، خو اوس به ښه وي د لاسپوڅۍ تومت له ځانه ليرې او د پاکستان د لاسوهنې مخه ونيسئ. زمونږ ټول روڼ اندي په دې عقيده دي چې امريکا او پاکستان ستاسو په واکمنۍ کې او د تاسو په مرسته په دې سيمې کې نور استعماری او د ګډوډۍ راوستلو ډېر خطير پلانونه لري چې افغانستان به د سيمې د جګړو او ګډوډيو محور پاتې شي. پر تاسو د دوی اوسني فشارونه او په دولت کې د ټولګډون په نامه د خپلو اجنټانو د ننوېستو زيارونه، د همدغو ناروا پلانونو د پلي کولو له پاره بستر جوړول دي. په دې هکله که تاسې په دوحه کې له امريکايانو او يا په اسلام آباد کې له پاکستان سره، په پوهه يا ناپوهه، څه هوکړې کړي هم وي، اوس يې وخت دی چې په ډېرې هوښيارۍ او سوکه دپلوماسۍ له دې شيطاني لومو نه ځانونه وژغورئ. 

په لنډه: د امريکې زبرځواک د اشغال پای او د خپلواکۍ بيا خوندي کول ستاسو ستره لاسته راوړنه او وياړ دی. ګورئ چې يو استعمار د بل استعمار ځای ناستی نه کړئ. پاکستان د خپل پيدايښت له ورځې او په ځانګړې توګه له نيمې پېړۍ راهيسې زمونږ د وطن په بې ثباتۍ او تباهۍ کې اخته دی. افغان ولس په عامه توګه، د پاکستان حکومتونه او آی اس آی ته د ستر دښمن په سترګه ګوري او سخته کرکه ترې لري. ستاسو محبوبيت له دې سره هم لوی تړاو لري چې د دې دښمن لاس زمونږ له چارو نه څومره لنډوئ. مونږ له پاکستان سره د دښمنۍ په خوا نه يو، خو له دوی نه په زغرده غواړو زمونږ له خاورې سره د خپلې صوبې په څېر چلند ونه کړي او خپلې پليتې غوښتنې پر مونږ تحميل نه کړي.

  1. ټول شموله حکومت: 

د امريکې پلان دا و چې خپل زرخريد پخواني ټوپکسالاران – د فساد او چور تلواله، او د استخباراتو لاسپوڅي د ټولشموله حکومت تر عنوان لاندې په مذاکراتو کې تحميل کړي، چې د اشرف غني ناببره وتلو او ستاسو آني ننوتلو دا پلان په پوهه یا په تصادف سره شنډ کړ. همدا اوس هم دوی له تاسو نه ټول شموله حکومت غواړي. د امريکې او پاکستان تعبير له ټول شمول نه همغه دی چې وويل شول، خو ټولشمول والی د سترو ملي اعتباروالا ګوندونو په تړاو د بحث مورد ګرځېدلای شي نه د غلو او د فساد  مسلحو مافيايي ډلوسره. څرنګه چې په افغانستان کې په سمه مانا سياسي ګوندونه نشته او د ګوندونو په نامه ډلې ټپلې هېڅ يوه يې هم د ګوندونو له قانون سره سر نه لګوي او د ګوندوالي له متشکله عناصرو نه په دې دليل تشې دي چې له يوې خوا مسلحې ډلې دي او له بلې خوا افغانستان شموله نه دی –  قومي، مذهبي او محلي رنګونه لري. نو په داسې حال کې د ټول شمول ريښتينی او اصولي تعبير  دا دی چې د افغانستان له هر ګوټ نه او دافغان ولس له ټولو اقشارو نه، له ځوانانو، ښځو، د پوهې او لوړو تحصيلاتو خاوندانو ، متخصصانو او کارپوهانو نه په هر قوم او لوري پورې چې تړاو ولري، بې له تبعيض  نه بايد حکومت ته راوستل شي. ستاسو ديني عالمان او د جوماتونو امامان که چېرې په سياست، حقوق، اقتصاد، انجنيرۍ، طب، تاريخ، تعليم او تربيې، ټولنيزو او بشري علومو او نورو ساحو کې لوړې زده کړې لري، نو کېدای شي د ټولنې له مختلفو قومونو او سيمو نه همدغو ته په دولتي مقامونو کې غوړه برخه ورکړل شي. که داسې نه وي نو د «تؤدوآ الامانات الی اهلها» پر بنياد بايد د مسووليت چارې د کار اهل ته وسپارل شي. که دا اصل هېر کړو چې ترکاڼ، پښ، طبيب، سياستوال، انجنير، تاريخبوه، اکادميک، دينی عالم او ملا که يو د بل  پر ځای کښېني نو هغه شی ترې جوړېږي لکه ستاسو ځينو سطحي او نابلده ملګرو يا سرتېرو چې د هليکوپتر پر پَرُو ټال خوړ، يا يې په هوايي ډګر کې د بکسونو د انتقال پر کمربند او یا ځينو نورو پر څرځي څوکيو د سړک په سر سپرلي خوړله. تصور کوم په پيل کې تاسې هم اړ ياست د خپلو ملګرو د غوښتنو رعايت وکړئ. خو خطر يې په دې کې دی چې د پخواني دولت په شان  به لومړنۍ ايښودل شوې ډبرې بيا څوک نه شي بېځايه کولی. زما بې غرضه وړانديز دغه دی چې خپله کابينه او همدا رنګه مرکزي او اطرافي اداره په واقعي توګه د ټولو قومونو له کارپوهانو نه ټولګډونه کړئ. مګر د پرون غټ فاسدان، چور سالاران او له افغانيت او ملي بيرغ نه منکران نه ښايي چې بيا تحميل شي.

  1. د ښځو حقونه: 

له بده مرغه د پخواني جاهليت د وخت خويونه لا تر اوسه په افغانستان غوندې قبايلي او وروسته پاتې ټولنو کې شته والی لري. پخوانيو پاچايانو، اميرانو او ملايانو د دې په ځای چې د خلکو د ظالمانه او انساني ضد دودونو او معتقداتو مخنيوی کړی وای او عادلانه اصلاحات يې پلي کړي وای، يا به  يې پخپله هم وروسته پاتې فکرونه درلودل او يا به د ستونزو زېږولو له وېرې چوپ پاتې ول او ان  تایید يې هم کاوه. خو اوس زمانه بدله ده او د افغانستان د وروستۍ نيمې پېړۍ سترو پېښو او بدلونونو تاثيرونه هومره پياوړي دي چې ټولنه همغومره چې د زده کړې، پوهنې او علومو په اهميت پوه شوې ده، د ډېرو کلکو متحجرو عنعنو په هکله يې هم د خبرو د اورېدا زغم موندلی دی. په ځانګړې توګه که دا خبرې ورته د ديني عالمانو له خوا کېږي ډېر ژر يې منلو ته چمتو کېږي.

الله تعالی فرمایلي دي: و لقد کرّمنا بني آدم. د دې لوړ ارشاد پر بنياد نارينه او ښځه برابر کرامت لري او د دې کرامت پالنه او درناوی بايد وشي، نه دا چې د بُوده، مينځې، مال او شي حيثيت ته ټيټه او له بشري حقونو او انساني لوړ مقام نه بې برخې وګرځوله شي. 

 په حديٍث شريف اطلبوا العلم و لو بالصين کې هم خطاب عام دی د نارينه او ښځينه له پاره.

 د الرجال قوّامون علی النساء په آيت کې نارينه د ښځې حمايت ته مکلف شوی نه بادارۍ ته. د دې مانا دا نه شي کېدای چې ښځه دې د مينځې حيثيت ته راټيته کړای شي او يا يې د دېوالونو تر شا زنداني يا سر تر پښو پورې يې د حجاب په نامه په کفن کې وپېچي. الله تعالی حتا د لمانځه په مهال چې د رب په حضور کې بنده په عاليترين درجه د درناوۍ او خضوع کې درېږي او طاعت په ځای کوي، د ښځې له پاره دا رنګه حجاب چې تاسې يې غواړئ، نه دی توصيه کړی. له کوچيانو نه نيولې زمونږ د اطرافي پاک طينتو سوچه مسلمانو خلکو پورې چې په خپلو عقيدو، اخلاق او سَتر کې بې ساري دي، د اوسنيو عربو اختراع شوی حجاب څوک اصلاً پېژني نه. په يوه ساده پړوني کې زمونږ د ښځو وقار تر هر چا زيات خوندي دي او د خپل نارينه تر څنګ يا يواځې، په کرونده او څړځای کې په آزادۍ سره کار هم کوي.

د څښتن تعالی له خوا هم د ښځو د زده کړې او کار په هکله هېڅ ممانعت وجود نه لري. ټوله ستونزه  زمونږ د نارينه سالارۍ او پېړيو فکري انجماد زېږنده ده. نارينه ولې يو ځل ځان د ښځې په ځای کې نه تصور کوي؟ که چېرې دود دا وای چې نارينه حجاب واغوندي څو يې سترګې ګناه ګارې نه شي او يا د کار اجازه ونه لري، د ديوالونو تر شا ایسار يا په حجاب کې وپېچل شي، پر ده به څه تېرېږي او څومره به يې عادلانه بولي؟!

دا چې ځيني نارينه د خپل نفس په ضبط باندې قادر نه دي او خپلې د شهوت سترګې او غوښتنې مهار کولی نه شي، نو د دوی د اخلاقو او ارادو د کمزورتيا  تاوان ولې بايد ښځې پرې کړي؟ عادلانه خو به دا وي چې د داسې نارينه و پر سترګو باندې پرده وغوړول شي نه د ښځو پر مخونو.

د اسلام په نامه ښځې له انساني حقونو نه محرومول، له اسلام سره دښمني ده. د نورو اديانو پېشوايانو په تدريج سره هغه حشو او زوايد چې د آسماني کتاب خلاف د دين په نامه تحميل شوي ول او يا د احکامو  تفسيرونه د تنګ نظرۍ له مخې شوي ول، ليرې کړل او دا پروسه لا هم روانه ده. دوی دا کار ځکه وکړ چې له يوې خوا خلک ويښېږي، پوهه تر لاسه کوي او د دې پوهې په مرسته  پخپله د دين اصلی احکام، صحيح ژباړه او سالم تفسير موندلی شي؛ او له بلې خوا دين له عصری مثبته علومو سره له ټکر نه ژغوري څو خلک له دين نه د انکار پلو ته ولاړ نه شي. مګر زمونږ په اسلامي نړۍ کې له بده مرغه چپه پروسه روانه ده. په دې مانا چې زمونږ ديني عالمان  ورځ تر بلې دين سختوي، له مدنيت سره يې په ټکر کې راولي او لوستي خلک له دين نه تېښتې ته اړباسي. لويه غميزه بيا دا ده چې د همغو ظالمانه تولنيزو سنتونو او دودونو د خوندي ساتلو په موخه، کوم چې په عَرَضي ډول د دين اجزا ګرځول شوي دي، له عصري زده کړې سره دښمني هم کېږي.

د اقتصادی او ټولنيزې پراختيا تر لاسه کولو له پاره هم د ښځو، چې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي، ګډون يو انکار نه منونکی ضرورت دی.  که چېرې نيمايي خلک له اقتصادي توليد، فرهنګي چارو او خدماتي عرصو نه بهر وساتل شي يا په بل عبارت نيمايي نفوس په بند کې واچول شي، نو توليد، خدمات او لاسته راوړنې هم په همغه تناسب ښکته لوېږي. د ترقۍ له کاروان نه د ډېرو مسلمانو هيوادونو د بېرته پاتې والي غټ راز په همدې کې پروت دی چې نیمايي نفوس يې يواځې د نارينه و د جنسي شهوت د ارضا له پاره په شخصي زنداندانونو کې ساتل کېږي.

بله سوچه خبره دا ده چې د ښځو آزادی د دوي طبيعي حق هم دی. هر انسان، نر او ښځه آزاد زېږول کېږي او دا بيا د زورورو زبرځواکي ده چې له چا نه مريی، له چا نه مينځه او له چا نه بادار جوړوي. هېڅ خدايي دين د وګړو تر منځ د جنس، رنګ، نژاد پر بنياد توپير او تبعيض نه دی روا کړی. کوم کسان چې د دين له نامه نه په جعلي رواياتو سره له ښځې نه د هغې انساني روا حقونه اخلي، پر خدای باندې د بې عدالتۍ تومت وايي او د اسلام ضد عمل تر سره کوي.

په داسې حال کې چې د ازدواج د صحت له عمده شرايطو نه ايجاب او قبول دی او د تصميم د صحت شرط هم جسمي او عقلي بلوغ دی، د پلار يا بل چا په وصايت يا وکالت، د ماشومو نجونو په زور نکاح، له عدالت نه تېری او يو ظالمانه عمل دی. د دې کار په مشروعيت کې روايتونه او د عمل د سابقې نمونې مخې ته ايښودل کېږي، خو يو حقیقت ډېر ښکاره دي د کولو په حتميت باندې يې هېڅ حکم شته والی نه لري. د دې مانا دا ده چې که حکومتونه  د تقنين له لاري د وجايبو، مسووليتونو، مکلفيتونو او په دې ترڅ کې د ازدواج حد اقل سن وټاکي، کوم ناروا کار نه کوي. د عدالت حکم دا دی چې يوه ماشومه باید پوره جسمي او عقلي بلوغ ته ورسېږي، بيا پخپله د مېړه کولو يا نه کولو تصميم او د غوره کولو او په ايجاب او قبول کې د آزاد اظهار حق ولري. 

لنډه داچې د ښځو د حقونو سلبول له دين او عدالت سره جفا او اسلام ته د بد نوم د ګټلو وسيله ده او بايد ژر تر ژره يې لمنه ټوله شي. 

  1. د بيان آزادي: 

د بيان آزادي لمن ډېره پراخه ده. دغه آزادي په ليک، وينا، تمثيل، ګډا، انځور، نقاشۍ، ټنګ ټکور، او داسې نورو اشکالو، د ورځپاڼو، مجلو، راډيو، ټلويزيون، سينما، تياتر، ګالري، کونزرواتور، تحقیقاتي مؤسسو، اکاډميو او نورو فرهنګی مرکزونو او وسايلو له لارې وړاندې کېږي. د بيان آزادي د ټولنې د مادي او معنوي ودې، د افکارو، نظرياتو او احساساتو د شريکولو، د مباحثې، انتقاد او اصلاح چارو ته د زمينه ورکولو ډېره غوره وسيله ده. بې له دې نه يوه ټولنه کنګل کېږي، ژونديتوب له لاسه ورکوي، زمولېږي او فکري استبداد واکمنېږي.  

د بيان د آزادۍ له ټولو محسناتو  سره، له بده مرغه په تېره کې، تر امريکايي استعمار لاندې، د اساسي قانون او فرعي قوانينو په خلاف، د هېواد د يووالي، ملي لوړو ګټو، ملي ارزښتونو او ملي يووالي د ګډوډولو په موخه ترې په زغرده ناروا ګټه اخيستل کېده او په دې مواردو کې چا د شته قوانينو د تطبيق خبره هم نه کوله. که چېرته د همدې نقيصې مخه ونيول شي، د بيان د آزادۍ ټولو اشکالو او ارکانو ته بايد لا نوره هم وده ورکړل شي. 

  1. په رسميت پېژندلو مسئله:  

اصولي خبر خو دا ده چې نړيواله پېژندنه، له ملي پېژندنې نه سرچينه اخلي.  يو نظام او جوړښت خپل مشروعيت او ملي پېژندنه د خلکو په رايو منل شوي اساسي قانون نه اخلي چې تفصيلي او اختصاصي خواوې يې له مور قانون نه زېږېدلیو فرعي قوانينو کې وړاندې کېږي. په دې کې شک نشته چې زمونږ په هيواد کې د تل په شان د تقنين په منابعو کې اسلامي فقه ځانګړی ځای لري او ټول قوانين تر همدې شرط لاندې جوړېږي چې د اسلام له احکامو سره ټکر ونه لري. کله چې يو حاکميت د ولس له خوا منل شوي اساسي قانون  له مخې، چې له نړيوالو معيارونو سره برابر وي، منځ ته راشي نو نړۍ يې هم د ملي مشروعيت له مخې په رسميت پېژني.  کله ځيني هيوادونه د خپلو موخو او ګټو له پاره په زور تپل شوي حکومتونه هم په رسميت پېژني. لکه ستاسو په لومړۍ پلا واکدارۍ کې چې پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو ستاسو واک په رسميت وپېژاند، خو نورو دا کار ونه کړ او له نړۍ سره له فعال تعامل نه بې برخې پاتې شوئ.

که په کور د ننه، د ولس له خوا منل شوي يوه اساسي قانون پر بنسټ يو ولسواکه نظام، چې د ټولنې ټول قومونه او اقشار ځانونه په کې وويني؛ د وګړو – نارينه و او ښځينه و، فردي او ټولنيز حقونه او آزادۍ، د زده کړې او کارحقونو په شمول، په ډاډه توګه په کې خوندي وي؛ د اقتصاد، پوهنې، فرهنګ، روغتيا او خدماتو د متوازنې او چټکې ودې ژمنتيا په کې تضمين شوې وي؛ او له کوره باندې، له ټولو هيوادونو سره متقابلې دوستانه اړيکې ټينګې او د بين المللي قوانينو، اساسي قواعدو، کنوانسيونونو او نړيوالو دودونو رعايت شوی وي؛ د مشروعيت ګټلو او په رسميت پېژندلو له پاره اصولي او اساسي لار هواره  ده.

طالب چارواکو ته نه ښايي له نړيوالو منل شويو اصولو او ارزښتونو سره د مخالفت له لارې نړۍ پر ځان راتنګه او ځان او ولس ته ستونزې رامنځ ته کړي. ښه به دا وي چې د پلمو وَرونه وتړل شي څو په آرامه نړيوالې مرستې تر لاسه او د هيواد په شېرازۍ او ولس ته د کار، ډوډۍ او فرهنګ په برابرولو بوختيا ولري.

د اوس له پاره همدومره.