جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

«
»

شهید دوکتور نجیب الله د خاطرو په هنداره کې

زموږدګران هیوادپه معاصرتاریخ کې ملي رښتینی اونومیالی اتل دشهیدانوسالاردوکتورنجیب الله جوت اونوموتی ځای لري دځوانۍ له مهاله بیا دهغه دویاړلي سترشهادت پوري د ده ژوند دبې ساري ځانګړتیاوواوڅرګندوبریاووڅخه ډک دی د دغه ستراوبریمن افغان مشرسره دوه نه هیریدونکي خاطرې دیادولووړبولم.

دوکتورنجیب الله هغه وخت چې دکابل پوهنتون دطب پوهنځۍ محصل ودپوهنتون اودپوهنتون دباندې چاپیریال کې دڅرګند درنه اوزړورمبارز اومتبارزشخصیت په توګه دهرچا دژبوپه سروهغه دیوه ځواکمن غښتلي فزیکي وجود سربیره دیوه خارق العاده ذکاوت خاوند ،بلیغ ویانداودخپل اغیزمن غږپه درلودوسره د درنودرنوغونډوسرغنداوسرلاری و.

یوه ورځ مې دهغه دزړورې اوسرښندونکي مبارزې په اړه ترې وپوښتل چې ایا سیاسي دیالیکتیکي زده کړوتاسوته د دغه بې امانه اوبې ویرې مبارزې توان درکړی اوکه کوم بل لامل هم شته ؟هغه مینه ناک موسکی شواوویې ویل هوسیاسي مطالعه خپله اغیزه لري خوما دسیاسي مبارزې زده کړه ،انتباه اوتومنه دخپلي دردیدلې اوبې وزلي ټولنې اوزیارکښ ولس دغم اوکړاوڅخه اخیستی  اودخپل تنکي ځلمیتوب یوه تراژیکه کیسه اوسترګولیدلي پیښه یې راته داسې بیان کړه.

کلونه،کلونه پخوادخپلوڅوتنو همزولوځوانانوسره دطالب علمانوپه جامه کې دقرآن مجید دتفسیراوترجمې په موخه دکرمې ایجنسی دپاړه چنارسیمي ته روان ووستړي مزلونه مووهل اودیوي شیبې دمې لپاره دیوې ونې سیورې ته کیناستوپه لاره کې دګڼوکوچیانوپه اوښانو بارکډې اوکاروانونه روان ووچې ناببره په لاره کې څوتنه کوچۍ میرمنې په بیړني ډول راټولې اوپه ګوښه کې سره کیناستې یوه شیبه وروسته دیوه کوچني زوشوي ماشوم ،تنکی ژړا مو ترغوږوشوه دمیږو،وزواوداوښانودکاروان اومزل دوړي هوا ته پورته کیدې کوچیومیرمنوبې له ځنډه تنکی ماشوم په تورڅادرکې ونغښت ترشایې وتړه لکه دغرونوزمرۍ بې له دمې اوځنډ د کاروان سره روانې شوې اوپه مخکې ستړي لاره یې وهله.

د دغې زړه بوږنوونکې صحنې په لیدلو سره مې په سترګوکې اوښکې ډنډاوسخت خواشینی اومتاثرشوم دخپل وجدان اوبشرې عواطفوله مخې مې له ځان سره دالوړه وکړه چې دخپل زوریدلي،کړیدلې اوبې وسه افغان ولس دسوکالی اونیکمرغۍ په لاره کې به جداوجهد کوم

رښتیاهم بشرپال اوهیوادپال دوکتورنجیب الله دخپل ولس اوافغان ملت په غیږه کې ډیرڅه زده کړل اووروزل شوډیري مودې تیرې اوکلونه،کلونه پسې واوښتل داسې مهال راورسید چې ډاکتر نجیب الله دګران افغانستان بریمن اوویاړن منتخب ولس مشرشواودخپل جګړه ځپلي اوغمیدلي افغان ولس دبسیا اوسوکاله ژوند اوپه هیوادکې دبشپړټیکاواوامنیت په سپیڅلي،ملي اواسلامي هیله یې دملي روغي،جوړي رغنده اوکارنده سیاست اوتګلاره غوره کړه چې دهیواد دننه اوبهریې پراخ سیاسي،ملي اوبا القوه پوتانسیل رامنځته کړاودخپلوغیوروولسونوپه با الفعل اوبا القوه ملاتړیې داتل وسله وال پوځ په مټ دملي روغي جوړي په وړاندې یې دپاکستان دڅارګراونظامیګرپوځ په سردمداری په سیمه یېزه اونړیواله کچه دجلال آبادپرضدجګړه ناکامه اوپه شاوتمبوله دافغانستان په چاروکې دسیاسي مساېلوڅیړونکي مېرمن نسرين کتونا دجلا ل اباد دجګړې نومي مقاله کې لېکي:

(دنړیوالې دویمې جګړي وروسته په نړیواله کچه دجلال اباد جګړه یوه خوراستره جګړه وه چې دافغانستان دتاریخ په اوږدوکې دپیچلواستخباراتې اواطلاعاتې عملیاتوپه ګډون پیل شوې وه).

دجلال اباد په جګړه کې غوڅ اواتل وال برې د ډاکټرنجیب په مشرتابه دافغانستان جمهوري دولت په سیمه یېزه اونړیواله کچه دلوړي اوتوریتې اودرنه پرستیج خاوند شو.

د داکترصاحب نجیب سره دیوې بلې خاطرې یاد هم اړین اوپه زړه پوري ګڼم اوهغه داچې

دهغه دولس مشرې په مهال مې دقومونواوقبایلودعالي جرګې دمنشې په توګه دنده درلوده نوموړي عالي جرګې دهیواد په یوولسوولایتونوکې  دقومي مخورواومشرانوپه ګډون کابو۹۳ اجرایوي کمیټې اودایما فعال جرګه ګی درلودې دنوموړوجرګو غړوبه داړوند سیمودبیلابیلوستونزودحل اودملي روغي جوړي دتګلاري دتحقق اوپلي کیدا په هیله کله ناکله د ډاکترصاحب سره منظمې جرګې اومرکې کولي اوپه خورا دوستانه اوازاده فضا کې به سپین ږیرو اومشرانوګټورې اواغیزمنې سلامشورې وړاندې کولې یوه ورځ دلوی ننګرهارد درنومخورواومشرانو د ډاکټرصاحب سره خورادوستانه جرګه درلوده په دغو زیاتره جرګوکې دخپلي دندې له مخې ما هم تل ګډون درلود دپورتنی جرګې له پایته رسیدووروسته دکونړدغیرتي ولایت یوه تن سپین ږیري هیله څرګنده کړه چې غواړي په یواځې توګه د ډاکټرصاحب څخه دوه پوښتنې طرحه کړي ډاکترصاحب دهغه وړاندیز ومانه کله چې ټول سپین ږیري ووتل ډاکټر درنه سپین ږیري ته وویل زه دې په خدمت کې یم څه ویل لرې؟

درنه مخورورته وویل چې ډاکټرصاحب ته پیاوړی اوسترشخصیت یې اوکه اعلیحضرت غازي امان الله خان؟

ډاکټرصاحب کټ، کټ ورته وخندل اوسپین ږیري ته یې وویل زه هیڅکله داعلیحضرت غازي آما ن الله سره ځان نه پرتله کوم هغه زموږدهیواد اوتاریخ ویاړ اودافغانستان دخپلواکۍ محصل ،اتل اوګټونګی دی زه دهغه تاریخي اوملي عظمت ته د درنښت سر ټیټوم.

سپین ږیري ورته وویل زه دخپل پاخه عمرپه مهال غوړه مالي نه کوم خویو څه درته په زغرده وایم چې ته تر آمان الله خان پاچا څخه پیاوړی اوبا تد بیره یې هغه یواځې انګریزانوته ماته ورکړه خو تا پخپل ځواکمن ارادت اواتل پوځ په مټ سیمه یېزاونړیوال استعماراودعربوارتجاع په ګونډو کړه هیواد دی له سترې ورانی اوړنګیدوڅخه وژغوره.له بده مرغه آمان الله خان دیوه نا اهله شنه غله دسقاوزوی حبیب الله څخه وتښتیده اوهیواد یې غلو ته پریښود.ډاکترصاحب ستا وفاداري له موږسره په کومه کچه ده ګوره دامان الله خان لاره غوره نه کړې اوکه څنګه؟

ډاکترصاحب ورته په خنداشود سپین ږیري دسپینوخبروڅخه په مننې یې لاس وراوږد کړورته ویی ویل: ما لوړه کړي چې وطن یاکفن ،سرورکوم خوسنګر نه ورکوم اودادرته ډاډ درکوم چې خپل سر به له وطنه ځارکړم اوخپلوغیرتمنوهیوادوالوته به بې ننګي پرې نه ږدم.

د ډاکټرصاحب له حضوره رخصت شوخوزموږدهیواد د دغه ستر،نومیالي اواتل بچي دهغه درنه سپین ږیري اووطن سره ژمنه دخپل ویاړلي اوسرهسکي سر په ځارولوسره ترسره کړه تلپاتې ژوندی دی اودادې اوس دهر افغان په زړه کې اوسي.

زموږدتاریخ دویاړاوسترافتخارغیرتي شملي اودشهیدانوسالاره ډاکترنجیب الله! یاد دې تل تاند اوځلانده اوسه اودسپیڅلولوړوارمانونولاره دې دژمنواورښتینوملګرډکه غواړم.

دانــجیب دی لـــوی اتـــــــل دلــروبــــره      دوطن پر ســــر یې ایښي ده ککره

هسې مه وایې چې مړدی تل ژوندی دی      نه یې یاد مري نه یې مینه نه خبره

 

مرد نمیردبه مرګ ،مرګ آزونام جست   نام چوجاوید شدمردنش آسان کجا ست

بسم الله اکبري

۲۵/۹/۲۰۱۵

هالیند