سوله کوم دست آوردونه ګواښي؟

افغان ګل 

د تاریخ پاڼه بدلېدونکې ده، ولس باید هوښیاره اوسي چې د تېرې پاڼې ځینې توري په همغه پاڼه کې پاتې کېږي او ځینې یې بیا نوې پاڼې ته رالېږدي. له بده مرغه کله چې حالات خپلو وروستيو شېبو ته رسېږي نو ځینې خلک راتلونکې ته خوشاله وي او ځینې بیا خپه وي. هغوی چې ګټې یې په راتلونکي نظام کې تضمنېږي راتلونکي ته خوشاله دي او هغوی چې راتلونکی نظام یې ګټې ګواښي له راتلونکي ناراضه دي.

هېڅوک هم خپلې ګټې په اسانه له لاسه نه ورکوي او هغه خلک چې ګټې یې نامشروع وي، د خپلو ګټو نه په دفاع کې د ګناه څه کوې چې ان د کفر تر سرحده هم رسېږي.

اوبو وړي چې اوبو په مخه کړي وي، دوه کاره کوي، یو دا چې وموژغورئ و موژغورئ چیغې به وهي او بل دا چې د ژغورېدا په تمه به د اوبو ځک ته هم لاس اچوي.

په خواشینۍ سره زموږ یوشمېر چارواکو چې پخوا یې پیسه نه پېژنده د اشغال نه په استفاده اوس د ملیونونو ډالرو څښتنان دي. همدا راز د استاد سیاف خبره که دا څوکۍ، ټوپک او د جهاد نوم ورسره نه وي، نو څوک به خپل څاروي هم پر دوی ونه پیايي، خو دوی نن د لوړو څوکیو او قدرت خاوندان دي. معلومه ده چې دا راز خلک نه په سوله خوشاله دي او نه له لاسه د واک په ورکولو خوشاله دي او هر دول پست فطرتي یې چې له لاسه پوره وي نو دوی به یې له خپل ولس او هېواده ونه سپموي.

ځکه د فساد او بې ایمانۍ خاصه دا ده چې یو څوک لومړی تصمیم نیسي او بیا فساد او بې ایمانۍ ته مخه کوي. همدې ګواښونو ته په پاملرنه خلک باید بېداره او هوښیاره وي او لکه څنګه چې لیدل کېږي اهل الوداع(تلونکي) ډېر منافق او چلبازه خلک دي، تلویزیونونه او میډیا یې پر سر اخیستې ده او خلکو ته یې له سولې او طالبانو یو ببو جوړ کړی دی. عام خلک هم یو څه حیرانه ښکاري، ځکه له یوې خوا چې د طالبانو پخوانیو کړنو ته ګوري چې تر بل هر مهم کار ورته د ږیرو اوږدول او د وېښتانو لنډول مهم ښکارېدل او د خلکو په شخصیاتو کې یې لاسوهنه کوله، د هېواد مهم مسایل یې پرېښي وو او په وړو مسایلو پسې ګرځېدل، نو د طالبانو راتګ ورته یو څه د زغم وړ نه ښکاري او له بلې خوا چې په هېواد کې جګړې، د چارواکو فساد، بېعدالتۍ او ظلم ته ګوري وايي چې هر څه دې وي خو سوله، فساد او ظلم دې نه وي.

۱۹ کاله کېدل چې خلکو افغان دولت او امریکې ته ویل چې له طالبانو سره خبرو ته کېني او خبره دې ورسره له سوله ییږې لارې حل کړي، خو افغان دولت او امریکه دواړه په ډېر ډپ او تکبر کې وو او حاضر نه وو، چې دغه کار وکړي، خو په سیمه کې ورځ تر بلې امریکې ته ستونزې جوړې شوې، په وړاندې یې جګړه پراخه شوه او مخالفان یې کرار کرار زیات شول او اوس دا دی دې حالت ته رسېدلې ده چې غواړي خپلې پښې له افغانستانه ورټولې او پام د فارس خلیج، عربو او منځني ختیځ حالاتو ته ورواړوي. امریکه غواړي چې تر وتلو وروسته یې څوک افغانستان د دوی په وړاندې ونه کاروي او دغه وسه یوازې طالبانو درولده او افغان دولت نه درلوده، نو ځکه له طالبانو سره د سولې خبرو ته کېناستل. دغو خبرو ځکه نږدې لس میاشتې ونیولې چې په دې خبرو کې طالبانو په دوو خبرو زیات ټينګار کاوه، یو له افغانستانه د بهنیو ځواکونو په بشپړ وتلو او بل د هېواد لپاره د یو داسې نظام د بنسټ ایښودلو چې د برحاله حکومت فاسدان په کې نه وي، اسلامي وي، مسوولیت منونکی وي، د تېرو کلونو ستونزې هوارې کړي، اشغال په کې پای موندلی وي او سیستم یې داسې رغېدلی وي چې فساد او فاسد ونه مني او د پرمختګ لار پرانیزي.

دې خبرې د برحاله حکومت فاسدان او زورمندان سخت وارخطا کړي او دا چې خپل ځانونه او واک په راتلونکي نظام کې نه ویني، نو د سولې د پروسې او طالبانو پرضد سخت تبلیغات کوي. دوی په دې اړه درې ډول عمل کوي او همدومره یې په لاس کې دي. یو امریکایانو ته وايي چې له افغانستانه مه اوځئ او همدلته پاتې شئ، خو دا کار ځکه نه کېږي چې امریکې ته په افغانستان کې پاتې کېدل د زهرو د ګوټ او بشپړې ماتې او اضمحلال په معنا دي. په دویمه خبره کې غواړي چې په راتلونکي نظام کې ورته د برخې ورکول کېدو چانس پیدا شي او په دې خاطر وايي چې دوی سوله غواړي، خو باعزته سوله غواړي، په داسې حال کې چې سوله پخپله خیر او عزت ده او بې عزته سوله وجود نه لري، برعکس په جګړه کې د انسان بې عزتي(ښکنځل، پرځېدل، سپکاوی، ذلیل کېدل او ….) زیاته ده.

د دوی درېیمه خبره د عامو اذهانو د بې لارې کولو او د مقابل لوري د کمزوري کولو په موخه ده او هغه دا چې دوی وايي د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې باید د سولې قرباني نه شي. دغه د عام ولس غوښتنه هم ده، خو فاسدان یې د یوه سیاسي تکتیک په توګه کاروي ځکه له عامه افکارو او ولس له غوښتنو یوې مسالې ته راجستر کېدل د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو او بیا قوت موندلو په معنا دي، خو فاسدان یې د عامه خلکو په نیت نه کاروي، بلکې په دې اړه د دوی او د خلکو د نظریاتو ترمنځ پوره توپیر دی. د بېلګې په ډول عام خلک هم غواړي چې ښځې دې له کور څخه بهر کار وکړي، خو دغه کار باید شاقه نه وي، د دوی د ښایست د ضایع کېدو سبب نه شي، د ماشوم د راوړلو او غټولو مخه یې ونه نیسي، په پرده کې وي، پت، عزت او کرامت ته یې زیان ونه رسوي او له دوی نه د جنسي ناوړې استفادې سبب نه شي، خو دوی بیا وايي چې ښځه دې سکرتره وي، هغه دې هم شپاړس کلنه جلۍ وې، د رسمي کار ترڅنګ د دوی جنسي تقاضا دې هم عرضه کوي او ښار دې له فحشاوو ډک او پر ښځه دې هېڅ الزام نه وي چې څه غواړي هغه دې کوي.

خو دغه کار چې هم موږ اوس ولید سمه نتیجه یې نه درلوده، هغه نجونې چې ۱۹ کاله مخکې سکرترې وې او لوړ ډالري معاشونه یې اخیستل، اوس د هغوی عمرونه له ۳۵ کلونو پورته شوي، له سکرتریتونو شړل شوي او پرځای یې نوې پېغلې نیول شوې دي او پخوانۍ سکرترانې زیاتره یې اوس بې مېړنو د کابل په سړکونو کې په فحشا دودولو او خیرات ټولولو لګیا دي او ورځ تر بلې ټولنه په رنځونو، فساد او ناروغیو ورسره ککړېږي. یوشمېر خلک شاید ووايي چې په اساسی قانون کې داسې کوم څه نه دي راغلي، که کوم وزیر او چارواکی دغه کار کوي هغه په نظام، قانون او دولت پورې اړه نه لري د دوی په اصطلاح شخصي سلیقه یې ده، خو په قانون کې داسې کوم څه هم نه دي راغلي چې د داسې بداخلاقیو مخه دې ونیسي او چاته پرې جزا ورکړل شي او یا دا چې پر دوی قانون او عدالت نه پلی کېږي. دا په داسې حال کې ده چې قانون او شرعیت په اسلام کې الزامیت لري او چاته د خپلسرۍ اجازه نشته.

د سولې په وړاندې د داسې فاسدانو او منافقینو دوه نورې بهانې او پلمې شنډې شوې دي، خو د لاسته راوړنو په اړه چې دوی یې د تېرو نولسو کلونو دست آورد بولي دسیسې او پلمې لاهم د سولې پروسه ګواښي او عامه اذهان یې یوڅه ګډوډ کړي دي. دلته به دغه د تېرو نولسو کلونو دست آوردونه پرتله شي چې کوم یې د سولې په راتګ سره دوام مومي او کوم یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

           دست آورد             دوام یې
فساد.

فحشا.

واسطه او شخصي حکومتولي.

زورواکي او قوماندان سالاري.

قانون ماتونه.

د ځمکو غصب.

کنیزتوب ته د ښځو د مقام راپرېوتل.

بې سترې او عریاني.

زورمندانو ته د باج ورکول.

 

بې ګټې او مبتذل تعلیمي نصاب.

 

 

د بازار پر سود ولاړ اقتصاد.

 

ناوړه او مبتذل دودونه او لوړ لګښتونه.

 

په دفترونو او کار ځایونو کې له ښځې نه ناوړه جنسي استفاده.

 

د اسلامیت کمزروي کېدل.

پاپړ او نور روغتیا ته زیان رسونکي تولیدات او سوداګري.

په پلور او پېر کې خدعه، تزویر، جعل، ګران فروشي او حرامه سوداګري.

 

 

هغه څه چې دوام مومي

د بیان ازادي.

 

                        د واک ټاکنیز سیستم.

رایه ورکول او بعیت.

 

 

 

 

اقتصادي پرمختګونه.

امنیتي ځواکونه.

تلویزیونونه او رسنۍ.

 

له منځه به ځي.

له منځه به ځي.

له منځه به ځي.

له منځه به ځي.

له منځه به ځي.

له منځه به ځي.

له منځه به ځي.

له منځه به ځي.

له منځه به ځي. له منځه به ځي او یو ګټور او د وخت له غوښتنو سره برابر نصاب به یې پرځای راځي.

 

له منځه به ځي او پرځای به یې پر اسلامي اقتصاد ولاړ بازار منځته راځي.

له منځه به ځي او پرځای به یې اسلامي دودونه او کم لګښتونه دودېږي.

 

له منځه به ځي او په قوانینو سره په کارځایونو کې د ښځو موقف او موقعیت به پیاوړی کېږي.

له منځه به ځي.

له منځه به ځي.

له منځه به ځي.

له منځه به ځي.

 

 

 

په لوړه شېوه او اسلامي بڼه یې دوام مومي.

 

دوام مومي او له درغلیو پاکېږي.

په یوه کارت نه دا چې یوازې رایه به ورکول کېږي بلکې اخیستل کېږي به هم او د اخیستلو په صورت کې چارواکی به له دندې لرې کېږي.

دوام به مومي.

دوام به مومي او لابه پیاوړي کېږي.

لا به پیاوړې او ګټورې کېږي.

 

دا سوله نه ده چې دست آوردونه له منځه وړي، بلکې جګړه ده چې مثبت دست آوردونه له منځه وړي او منفي دست آوردونه راوړي.

څو ورځې مخکې د کابل او لس نورو ولایتونو د برښنا(دست آورد) پایې تخریب او لینونه د جګړې له کبله پرې شول چې دا د جګړې له کبله وو په داسې حال کې چې دغه پایې او لینونه کلونه کلونه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د امن او سولې له کبله روغ رمټ ولاړ وو.

لنډه دا چې سوله د هېواد په ګټه ده، ولس یې مخالفت نه کوي او که کوم څوک یې مخالفت کوي او مخه یې نیسي، دا کار له نړیوال وضعیت سره برابر کار نه دی او هم د ولس او هېواد په ګټه نه دی.

وخت حساس دی او ولس باید بېداره وي، سر له اوسه سوله او جوړجاړی له خپلو دېرو، حجرو او کورنو پیل او کرارکرار د دولت تر ادارو راورسوي. ځکه دا سوله باید یوه ولسي سوله وي، نه دا چې یوازې د طالبانو او دولتي چارواکو ترمنځ د واک او قدرت معامله، چې دا ډول سوله به د ډاکتر نجیب حکومت تر ړنګېدو وروسته د مجاهدینو حکومت ته ورته نتیجه رامنځه او د کورنیو جګړو سبب به شي.