سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

«
»

سرخلاصۍ لیک ریس جمهور او ډبل عبدالله ته

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د جنوري اوومه ۲۰۱۶ کال
دلته هر څوک چې اوسیژی بس افغان دی       توراوسپین پیدا کول ملی تاوان دی
داوطن به په ملی وحدت جوړیژي                 دازمونګه عقیده دا مو ایمان دی
که رشتیا را نه پوشتنه وکړۍ ، یا حقیقت را نه وغواړۍ ، په شرف او وجدان مو سوګند خورم چې یوه کلمه می درسته یا ښه خبره په خوله نه را ځي چې ریس جمهور اشرف غنی او ډبل عبدالله ته ېې ولیکم یا ېې استعمال کړم  ، خلک به ډیر په خوشحالۍ ، ډیر په راستۍ ، ډیر په صداقت لیکونه – یا شکایتونه – یا دزړه خواله دوحشت ملی رهبرانو ته لیکي ، خو زه چې دغه سرخلاصۍ لیک، لیکم دیوې خوانه می زړه نه غواړي ، دبلې خوانه زه پوهیژم چې زما لیک لکه د پخوا په شان نور لیکونه چې یو ېې هم نه دی ور رسیدلي دغه به هم د ریاست جمهوری د دلالانو او چاپلوسانو – د افغانانو ددشمنانو چې د ریس جمهور څلورو خوا ته لکه شغالان او ګیدړان ناست دی او څارکرو ادارو ګمارلي دي افغانان شتون لری ، او همدا علت دی چې دواړه ( ع او غ ) په کارو او اموراتو کې مخصوصا امنیتی او اقتصادی وضعیت کې پاتې راغلی دی ،دومره ډیر سوالونه او خبرې دی چې که زه تاسې ته دهغو په مواردو ولیکم نو به لس صفحې شي ، او هر یو ېې ډیر مهم او د پام وړ بولم ، زه نه پوهیژم چې (ع او غ ) ولې دغو کارو ته نه متوجه کیژۍ ، امنیتي حالت خو هیڅ نه یادوم ځکه نه تاسې دواړه او ستاسې وزیردفاع او ریس امنیت دکار وړ خلک یاست ( چې مشر ېې غومبر وي اختر ېې مازدیګر وي ) یعنې تاسې دواړه بی مسلکه ، بی هویته ، بی کاره ، بی مغزه ، سمت او زبان پرسته ، متعصب او انتقام جویه کسان یاست ، لایق او متخصص نه شۍ تحمل کولای،صرف ( رشوت خواره – غله ، وطن فروشان ،مرتجع – دعربو نوکران – د پاکستان نوکران – دایران مزدوران – تخریبګر او تخریشګر عناصر – جهادی کثیفی څیرې – قاتلینو ته ) تاسې دواړو ځای ورکړۍ دی او همدا وجه ده چې تر ننه په ټولو اموراتو کې ناکام یاست ، ویل د چې اتلافی – سهامی او موازی حکومت نه منم ، نه غواړم ؟؟ خو تر هر څه نه د بدتر ته غاړه کیشودله او دبدنام ترینو سره د دبدنام ترینو امپریالستانو په هدایت د سازش غاړه کیشودله ، داسې تاریخی خیانت د کړۍ چې کرزۍ نسبت تاته لس چنده براات لری ؟؟
یوه ورځ د دنجونو او هلکانو شاګردان دهر مکتب یا هری لیسی نه لس لس نفره ارګ ته در ونه غوشتل او ورسره د ددوی په مشکلاتو خبری ونه کړی ؟؟ دوی د خپلو مسولیتو او وظایفو ته متوجه نه کړل ؟؟ یوه ورځ د تلویزیون له لاری د هیواد معلمینو ته خطاب ونه کړو چې شاګردان پوه کړۍ چې د انتحاری او بم ګذارانو مخه ونیسي، که ورور یا پلار ېې هم ددشمن سره لاس لری باید ېې امنیتی ارګانو ته معرفی کړي ، یوه ورځ د تلویزیون له لاری کورنیو ته ونه ویل چې زامن – میړونه ، خپلوان پرې نه ږدی چې د دشمن سره کار وکړی او د مبارزی لاری چارې د ور ونه شودلې ، یوه ورځ د والیانو ته ونه ویل چې که تر یوه کاله – دچرګانو ، مرغابیو ، فیلمرغانو هګی او  غوشې تر ضرورت زیاتی تولید نه شوي  یا شدی – کوچ – مستې – پنیر – عسل – وریجې – غنم – جوار – بوره – ترکاری – تکه باب – غوړي – د تشناب کاغذ او داسې نور لاسې صنایع په هیواد کی د ننه تولید نه شول نو مسول به والیان وی، یوه ورځ د وزارت دفاع د افسرانو تحصیلی او تعلیمی سویه دیوه تطبیقات او یوې بازی حرب په جریان کې کی ونه عرضوله ، یو فرمان د صادر نه کړو چې زموږ ۴۴ معادن چی د قیمتی ډبرو او یورانیم – کرومایت او لیتیم مواد پکې موجود دی ملی اعلانوم او یو توپک سالار – یو قاتل او غل نور حق نه لری چې ملی سرمایه د ټولو افغانانو ګډ ثروت د دوی له خوانه غلا نه شي او دیوه قول اوردو له خوانه چې همدا بیکاره مزدوران ورته جذب او تولید او ساتنه او پروسس ېې د معادنو د انجینرانو او کشفی مقاماتو تر نظر لاندی پروسس شي او په ملیاردو ډالر هیواد ته منفعت را وړي ، غرب د تریاکو او هیرویینو او چرسو له درکه هرکال ۶۰ ملیارده دالره خپلو هیوادو ته وړي ، او تاته فقط ۵ملیارد هغه هم لکه خیرات درکوی او ته او ډبل عبدالله پورته نه شۍ ورته کتلای ، چې هرڅه په خپل انحصار کی راولۍ ، ځکه تاسې نسلا دخرڅ شویو پلارونو او نیکونو زامن یاست ، یوه ډیره لویه دشرم او خجالت خبره در ته لیکم چې تاسې دواړه که دغرب یا شرق یا عربانوایرانیانو مزدور او نوکران نه یاست ایا لسو وطن فروشانو – ملایانو – جهادی پیژندل شویو مزدورو څیرو ته چې کله د افغانستان نوم نه منی – کله د افغان کلمه نه منی – کله امان الله خان یو خاین او ملحد بولی ؟؟؟ سزا ورکړۍ ، ایا تاسې د څه له پاره ، په څه خاطر د حکومت په راس کې قرار لرۍ ، که څوک افغان نه وي – که څوک د افغانستان نوم نه منی – که څوک یوه ملی قهرمان ( غازی امیر امان الله خان ته ملحد او کارفر وایی یا وایی چې اسلام ته ېې سپکاوۍ کړۍ ) نو زه شخصا ددغو دین او اسلام څخه منکر یم ، ولې دغو بی وجدانه – دغو افغان دشمنو – دغو مزدورانو – یو ځلې بیا زموږ دهیواد په حساسو شرایطو کی داسې یوه خاینانه ناورین ته زمینه برابره کړه چې وطن په وینو کې لاهو دی ، د ډبل عبدالله نه سوال کوم ، ته خو نه پشتون ېې او نه افغان ، نسب او قوم د معلوم نه دی په خپله احمد شاه مسعود ویل ته یو قندهاری ېې نو که ته قندهارۍ ېې نو ولې د خپل ریس دفتر یو افغان او پشتون دشمن مقررکړي (( مجیب الرحمان یو وطن فروش دی )) او ته ورته ګوري اوس ووایه چې ته څوک ېې ، ریس جمهوره که دغه منافقین – دغه مرتد ملان هغه خاین سیافۍ کوهدامنۍ  د محاکمی میز ته حواله نه کړې ، پشتانه باید تر هغو ملی قیام ته زمینه اماده کړي او ادامه ورکړي تر څو بیرته د طالبانو رژیم را ژوندۍ کړي او په ننیو خطرناکو شیبو کې تر هر چانه هماغه دحزب دیموکراتیک ګوند خلقیان او پرچمیان ډیر ښه بولم چې خلک باید سیاسی قدرت ورته تسلیم کړي ، تر څو بیرته د افغان شمله اوبیرق اوچت کړي نور زه هم ددغو خاینینو د تبلیغاتو د اوریدو او لوستوحوصله نه لرم