وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

«
»

زمونږکلي اوبانډې پینځمه برخه

د سمیع الدین افغاني لیکنه

 

په کلیو کې ودونه او دودنه

 

د لغمان په کلیواو بانډوکې  د ودونو رواجونه ډیرستونزمن وه ، زوم به د واده  مراسمو لپاره له ډیر پخوا څخه تیاري نیوله ،ځینې کورنیو به په  زوم ډیر باج اوتاوانونه راوستل ، هغه به یې دکوژدنې لپاره قیمتي جامې ، ګاڼې د سرو زرو غاړکۍ  دلاس بنګړېو په رانیولو او نورو سیالیو ته مجبوروه ۰

 

همدارنګه واده ته دبلل شوومیلمنو دخوراک ،څښاک اواضافي لګښتونوتر څنګ د واده ګډون کونکو دخوشالۍ په موخه ټنګ ، ټکورجوړول  او سازیان رابلل او ددې نه علاوه ډیرو نورو ملا ماتونکو لګښتونو به زوم د ژوند ترپایه  پوروړی ساته اوهغه به دخپل پور دپریکولو په موخه ټول عمر دمحتاجۍ او زحمت ژوند تیروه۰

 

دکلي هلکان به په وادو کې ټنګ ، ټکور او د سازیانو راتګ ته خوشاليدل اوخپل ملګري  به یې د واده د ځای او هنري ډلو څخه خبرول۰ په هغه وختونو کې د ګلکي استاد ،  ماجتي ، غلام محمد ،پاینده محمد،هفته ګل ،زیړ ګل ،شاګل اوډیرو نورو هنري ډلو په سیمه کې ښه شهرت اومینه وال درلودل ۰

 

په ښادیو  کې به د واده مسولینو سازیانو اومیلمنوته په حجرو ،دکلي دننه  اویا هم  کلي  ته نژدې مناسب ځای جوړاوه او د ټنګ ، ټکورځای  به یې  په کټونو،  ګلمونواوتوشکوسمبال اودغه ساحه به یې په ګیسونواوچراغونو روښانه کوله۰  

 

سندرغاړو به په وار سره ارمونیه ترغاړې کـړه او خوږې چاربیتې ، بګتۍ او داستانونه به یې په خوږو نغموکې ګډون والوته اورول۰موظف کسانـوبه چای، چلم ،تمباکو  اود څښاک اوبه ګرځولې چې په همدې ډول دسیل فضا به دچلم او سګرټو په دودونو لړلې شوې وه ۰

 

په لغمان کې محلي سازیان ډیر وه چې دهغوی دجملو څخه یوهم استاد ګل محمد وه چې په ګلکي  مشهوروه ،هغه به په سندرو کې د مستو بګتیو ،غزلو، مصرو ، اوڅلوریزوترڅنګ ډیرپه زړه پورې داستانونه اودیني قصې کولې چې په مستو  کمپوزونو او خوږو نغمو به یې د واده ماحول خوشاله ساته ۰

 

ګلکي استاد به کله ، کله دخپل ځوی سره چې په پاینده مشهور وه په سندروکې فلبدیهه شعرونه د سوال اوځواب په ډول اورول ، ځوی اوپلار به شعري مقابله  کوله ، چې د حاضرینو په احساساتو او دلاسونو په پړکهاروبه بدرګه کیدل ۰

 

پاینده هم خوږ اواز درلود او ښه هارمونیه یې غږوله چې  ورسته بیا  په یوه ترافیکي  پیښه کې ومړ او ګل محمد استاد تر ډیره وخته دخپل ځوی په سوګ کې غمجن پاته شو۰

 

په لغمان کې د مشهورو محــلي هنر مندانو  له جملې څخه د استاد ګل محمد او پاینده ترڅنګ خوږ ژبي سندرغاړی لکه ښاغلي  ، ماجتي ،   غلام محمد چې په غلامي مشهور وه، منګل ،ملا ، ملنګ باغبان ،عاشق ملا شاګل ، زیړګل، رحیم الله، هفته ګل او ډیرنور وه چې په محفلونوکې به یې د ملنګ جان، بهایي جان، اودلغـمان دشـاعرانولکه دالینګاري استا د ،محمد نور،دګلکاریو بسم الله ، اشکار ،حنان ،شهید ارمان ،عمرزی وال،ګوجوال ،فقیرسید بها الدین جان او نورو وتلو شاعرانو شعرونه په خوږو نغمو اوکمپوزونو کې خپلومینه والو ته اورول ۰

 

په همدې ډول ټنګ ، ټکور به ترسبا مازیګره دوام درلود،مازیګر به ځوانانو ډولۍ په اوږو کړه،زوم به دډولۍ ومخې ته اونورمیلمانه به دسازیانوپه بدرګه دناوې د راوستلو په موخه د خسر کور ته روان شول۰

 

کله چې  به میلمانه د ناوې کلي یا کورته ورسیدل هلته به د نکاح لپاره د کلیو مشران ، سپین ګیري ، ملکان  ، دینی علما ، دجومات  امام او نور با نفوذه اشخاص په یوه مناسب ځای کې کیناستل ، د زوم  او کوژدنې شرعي نکاح به یې ددیني علما،ملا صاحبانواوبا نفوذه شخصیتونوپه حضورکې تړله ۰

 

  تر نکاح وروسته به سازیانوبه یوه پنجه مست ساز وکړ اوبیا به زوم د خسر په کور کې د نور بوج اورواجونوسره پنجه نرموله،هغه داسې چې دکلي نایي ،   ترکاڼ ،  زرګر ، پښ، ګلکار ،اشپز او نورو به په وار سره دځوم ومخې ته کیناستل اوخپله حقداري به یې ځینې غوښتله او زوم مجبور وه چې دا سیالۍ ترسره کړي اوهریوته د حقداري په موخه څه پیسې په لاس ورکړي۰

ترهغه وروسته به زوم دناوې خونې ته بدرګه کیده ،دناوې خونه چې دناوې د خورلڼو ،ښځواوماشومانو څخه به ډکه وه مخکې له هغه چې زوم دناوې خونې ته ننوځي د ناوې د خورلڼو  لخوا به دخونې ورتړلی شوی وه تر هغه  ورسته چې  نجنوبه خپله شیریني ترلاسه کړه وربه پرا نیستل شو او زوم ته به خونې ته د ورتلو اجازه ورکړل شوه دزوم په راتګ سره به په هغه باندې دهر لورې  تورې پيسې ، نقل ،پتاسې او چاکلیټونه شیندل کیدل چې په خونه کې به سمدم غوغا جوړه شوه اوهرچا هڅه کوله چې ځانله په دې چورکې څه ترلاسه کړي ۰

 زوم  ته به پس له ډیرې ګډوډۍ  داموقعه برابره شوه چې دناوې ترڅنګ ځان  ورسوي او دهغې سره جوړه ودریږي۰

 

په همدې ډول پس له ډیروټوټکواورواجونو به نجنو دچمبوسره یوځاي اوازونه  پورته کړل، په خوشالي او نڅا ګانو سره به یې ناوې ډولۍ ته بدرګه او ځوانانو به ډولۍ جګه کړه دټوپکو ،تفنګچو په ډزواواټنونوسره به یې په ډیره خوشحالي ناوې دزوم کورته بدرګه کړه ۰

 

دزوم په کور کې مخکې له دې چې ناوې دډولۍ څخه کوزه شي د ناوې  و مخې ته به یې  پسه، او یا چرګ درسم په دود حلال کړ او دناوې پښه به یې په وینو سره کوله ۰

 

د ډولۍ څخه د ناوې په کوزیدلو سره د زوم په کور کې  دکلي نجونواوښځوله چمبې سره بیا اوازونه پورته کړل او په مستو سندرو او نڅا ګانو به یې محفل ته خوشحاله بڼه ورکوله۰

 

 په همدې ترتیب د ناوې په کوزیدلو سره به د واده لمړۍ اواساسي مراسم  پای ته ورسیدل  اوزوم کولی شول چې پس له ډیرو منډو،رامنډواو جنجالونوڅه دمه وکړي چې ورسته بیا دواده دریمه ،تخت جمعي اودواده په اومه کې ناوې دپلار کورته تګ  دومره د جنجال او تشویش خبره نه وه۰

پل دې بختور شه

 

شپــې دې دبرات شـه شه کلـونه دې اخـتر

پــل دې بخـــتور شـه ناوې پـــل دې بخـتور

 

پل دې بختورشـه ناوې میـنه کې دې کورشو

نوې اشنـایي شـوه نـوی بــل د مینې اور شو

ستا دحسن شـمعه چې روښانه په هـرلورشو

حســن دې ښکلا دې چــیرې مه شـه د نـظر

پــل دې بخـتور شـه ناوې پـــل دې بخـتور

 

نن چې دې محفل کـې خوشحالـي ده هم خـندا

خوښـې دې هـمزولې دي په مــینه کـړي نڅا

یــې د نـجـونومــیره ټـول دا سـتا په تمـاشا

رب دې په نصیب کړه په ژوندون کې زیب اوزر

پــل دې بخـتور شــه ناوې پـــل دې بخـتور

 

ناوې نوی ژوندکې خوشحالي دې شه نصیـب

کوردې بختورشه خوږ اشنـــا دې شه طبـیب

اور یې چې بلــیږی پاک الله یـې شې قریــــب

وی دی په امان  کـې  افغــانــي  ښـکلی بشر

پــل دې بخــتور شه ناوې پــل دې بخــــتور

 

*** ***

سمیع الدین افغاني

 

نور بیا