زماترټولوښکلو،ښکلی جانان
په ټولوښکلوکی مرلی جانان
ھاغه چی تل زماپه زړه وریږي
ھاغه زما د زړه منلی جانان
ھاغه چی ماته د ایمان په څیردی
لکه ایمان زما سپیڅلی جانان
ھاغه چی ماته د جنت نه ګران دی
ھاغه زماپه زړه ختلی جانان
ھاغه چی ھرچاتری خوښي آخیستي
آپه دردوکی کړیدلی جانان
ھاغه چی ھرچاورته غم راوړی
ھاغه په ویرکی ژړیدلی جانان
ھاغه چی ھرچاورته شر رواړی
ھاغه په شرکی زوریدلی جانان
آ چی پردي یی په زور،کورته راځي
ھرچاپخپل کورکی ښکنلی جانان
ھاغه چی خپل دبل په خوله وھلی
ھاغه ھرچاپه خوله وھلی جانان
ھاغه چی ھردوست یی دښمن ختلی
آ په دوستۍ کی نړیدلی جانان
آ چی پری اوس رقیب ملنډی وھي
آ د رقیب په لاس لویدلی جانان
لایی پردئ لاس په ګریوان کی پروت دی
آغه زماګریوان شکیدلی جانان
چی لایی وینی له زخمونو څاڅي
ھاغه په وینو لمبیدلی جانان
ھاغه چی بل یی خپلول غواړی اوس
چاترګریوانه ټینګ نیولی جانان
ھاغه جنت چی جھنم جوړشوی
آ د دوزخ په اورسیځلی جانان
زما جانان جانان وطن یادوم
ھاغه زماجګړه ځپلی جانان
یوه شیبه یی ھیرولی نشم
تل می د زړه په سرلیکلی جانان
په ھرقیام کی ورته خیرغواړمه
په ھر غزل کی می ستایلی جانان
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۰۵/۰۴/۲۰۱۴
د ۱۳۹۳ کال د وری د میاشتی ۱۶
په ھیوادکی د ټولټاکنو ورځ