یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

«
»

د کابل پروسې غونډه؛ برید او لاریون

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د نړیوالو په مرسته ، د امریکا او افغان حکومت په ګډو هڅو، دوی وتوانیدل چې د ۲۴ هیوادونو استازي ورسره ومني چې د کابل پروسې غونډه کې د جون ۶مه په کابل کې ګډون وکړي.

دا ډول به په یاده غونډه کې د ناټو، ملګرو ملتونو او اروپایې ټولنې ملکي استازي هم ګډون وکړي.

په یاده غونډه کې به افغان حکومت له یادو هیوادونو او نړیوالو ادارو وغواړي چې د ترهګري (د دوی په اصطلاح) په ضد له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

افغان حکومت به یادو هیوادونو او نړیوالو ادارو ته وایې چې په افغانستان کې تر ۲۰ زیاتې ترهګري وسلوالي ډلې شتون لري، او ځپل یې یواځي د افغان حکومت له وسه نه ده، ډیر تمرکز به بیا هم د داعش ډلې په فعالیتونو کوي، او داعش ډلې په اړه به افغان حکومت نړیوالو ته فریزنټیشن ورکوي، تر څو د نړیوالو لخوا په هیواد کې د څو نورو کلونو د جګړې د دوام لپاره مرسته او ضمانت تر لاسه کړي.

له همدې امله چې د کابل پروسې غونډې ته ښه کمپاین شوې وي، د مئ ۳۱مه ۲۰۱۷، د کابل په تر ټولو مهمه او ډیپلوماټیکه سېمه  (زنبق څلور لاريې ته نږدې) کې مجهول برید وشو، افغان حکومت وایې چې ټانکر بم وو، خو افغان څیړونکي وایې چې له هواء څخه ویشتل شوی راکټ وو.

د برید په ترڅ کې تر ۱۰۰ زیات بې ګناه افغانان مو شهیدان او تر ۴۵۰ زیات بې ګناه افغان وګړي مو ژوبل شول، کابل کې د وینو لښتیان روان وو، د هر افغان په کور کې غم وو.

طالبانو ډیر ژر په کابل کې د شوې برید غندنه وکړه، د حکومت لخوا برید حقاني شبکې او پاکستان استخباراتو ګډ  پلان وګڼل شو، په غبرګون کې یې د حکومت مشر غني لخوا د ۱۱ تنو حکومت سره بندي طالبانو (۴ تنه د حقاني شبکې او ۷ تنه پخواني لوړ پوړي طالبان) د اعدام حکم توشیح شو.

طالبانو د حکومت د یاد غبرګون په اړه په تونده لهجه اعلامیه خپره کړي، ګواښ یې وکړ، که ددوی بندیان اعدام شي، غچ به یې اخلي، او له طالبانو سره چې د ځینو بهرنیو هیوادونو بندي اتباع دی، که هغوی ته زیان ورسیږي، ددغسي عمل متحرک کوونکی به افغان حکومت او که بهرني هیوادونو د خپلو اتباعو په اړه غفلت وکړي، د طالب زندانیانو د اعدام مخنیوي کې هلې ځلې ونه کړي، بیا به د دوی اتباعو ته د ضرر په صورت کې یاد هیوادونه مسؤل وي.

د کابل پروسې غونډې اړوندځینې هیوادونه بیا غواړي چې د یادې غونډې اړوند د افغان حکومت او امریکا کمپاین  ناکام کړي، او کابل پروسې غونډه پیکه کړي، له همدې امله د برید څخه دوه ورځې وروسته (۲ جون ۲۰۱۷) د ځینو حکومت مخالف او په حکومت کې ګډو سیاستوالو لخوا لاریون په کار واچول شو، لاریون کوونکو غوښتل چې ارګ ته ځانونه ورسوي، امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله،  لاریون په تاوتریخوالي بدل شو، پایله کې ۷ تنه لاریون کوونکې، د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال ایزیدیار د زوی محمد سلیم ایزدیار په ګډون ووژل شول او نږدې لس تنه لاریون کوونکې ژوبل شول.

ویل کیږي چې ځینو لاریون کوونکو له ځان سره وړې وسلې (تومانچې) درلودلي، دا ډول د لاریون کوونکو لخوا په امنیتي ځواکونو د ډبرو وارونه شوې، او امنیتي ځواکونو یې ارګ ته د تګ د مخنیوي لپاره په لاریون کوونکو ډزې کړي، د کابل ګارنیزون مشر ګل نبي احمدزي ویلي چې د لاریونکونو لخوا په امنیتي ځواکونو د ډزو له امله ځینې امنیتي کسان ژوبل شوې دي، ګل نبي احمدزي له خلکو غوښتې چې په اوسنیو حالاتو کې امنیتي ستونزو ته په کتلو، خلک دي له لاریون کولو څخه ډډه وکړي.

د کابل ګارنیزون مشر ګل نبي احمدزي ویلي چې په لاریون کې د ځانمرګې برید او حملې احمتال شته، له همدې امله باید په اوسنیو شرایطو کې خلک لاریون ونه کړي.

یوکال وړاندي چې د روښنایې غورځنګ له لوري په کابل ښار کې لاریون وشو، دوی غوښتل چې د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا باید کابل ته د بامیانو ولایت د لارې تیره شي، د لاریون کولو څخه یوه ورځ مخکې افغان امنیتي ادارو د روښنایې غورځنګ مشرانو ته خبر ورکړی وو، چې امنیتي تهدید شته، او کیدای شي، چې ځانمرګی برید وشي.

د ۱۳۹۵ ل. کال د زمري میاشتي په ۲مه نیټه د روښنایې غورځنګ لخوا جوړ شوې لاریون د کابل ښار دهمزنګ څلورلارې کې چاودنې وشوې، چې د چاودنو له امله ۶۶ تنه مړه او ۳۰۵ تنه ژوبل شول.

په کابل کې د لاریون کوونکو ( ۲ جون ۲۰۱۷)  غوښتنه داوه چې د حکومت دواړه مشران ( ډاکټر غني او ډاکټر) عبدالله ، د امنیت شورا مشر ښاغلی حنیف اتمر او د ملي امنیت مشر ښاغلی معصوم ستانکزی دي له دندو استعفاوي وکړي، دا ډول یې د لنډمهاله حکومت غوښتنه کوله.

دوی  مرګ په اشرف غني، مرګ په حنیف اتمر، مرګ په ګلبدین حکمتیار، مرګ په حقاني شبکې، مرګ په امریکا او مرګ په پاکستان شعارونه ورکول، د حکومت دمشر او حنیف اتمر انځورونو ته یې اور واچاوو.

د حکومت مشر ډاکټر اشرف غني او په کابل کې د ملګرو ملتونوځانګړي استازي  تادامیچي یاماماتو له لاریون کوونکو وغوښتل چې ارام او خاموش واوسي، له زغم څخه کار واخلي، او ددوی هغه غوښتنې چې له قانون سره سمې وي، حکومت به یې ومني.

دادی د جون په درېېمه بیا هم لاریون د کابل له شمال (خیرخانې) سیمې څخه پېل شوې، لاریون کوونکي هوډ لري چې ځانونه د زنبق څلورلاري ته ورسوي، امنیتې ځواکونه یې مخه نیسي، د لاریون په سېمه کې د ډزو اوازونه بیا هم اوریدل شوې.

لاریون کوونکي د ګډ حکومت د مشرانو او کابینې د استعفا غوښتنه کوي، دا ډول  د لنډ مهاله ادارې په جوړیدو ټینګاره کوي.

په بلخ ولایت او تخار کې هم د حکومت ضد لاریونونه د زنبق څلور لارې د برید په بهانه شوې وي، او له ګډ حکومت څخه د برید مسؤلینو ته د جزا او  حکومت د مشرانو استعفاوي غواړي.

ویل کیږي چې د یادو لاریونو تر شاه د د ډاکټر غني د پخواني ستر سلاکار احمدضیاء مسعود او د امنیتې ادارو چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح  لاس دی، دا ډول کیدای شې ځینې نور هغه کسان چې په دولت کې د زیاتې ونډې غوښتنه کوي، د لاریون تر شا یې لاس وي.

د امریکا او ناټو ځواکونو ، د امریکا سفارت په شتون کې، نه بريښې چې د لاریون او یا هم ناراضه سیاستوالو لخوا د سپينې کودتاه په ترڅ کې دي نظام ته سقوط ورکول شي، امریکا به د همدې کمزورې او افغان ولس د خوشي خلاف نظام څخه تر هغه وخت پوري ساتنه کوي، تر څو چې ددوی ګټې په کې خوندي وي.

احمتال شته چې د حراثت او ثبات شورا ځينې غړ او د شمالي ټلوالي ځینې مشران به په کلکه له د نیم حکومت له مشر ډاکټر عبدالله وغواړي چې له خپلې دندې استعفی ورکړي، تر څو د لنډ مهاله حکومت لپاره لاره پرانستل شي.

که لاریونونه دوام وکړي، او ډاکټر عبدالله له ګډ حکومت څخه مستعفي شي، نه یواځې د کابل پروسې غونډه به له ناکامې سره مخ شي، بلکې لا زیات تاوتریخوالی او ګډوډې به په هیواد کې زور واخلي.

په اوسنیو حالاتو کې، سمه ده چې موږ د ګډ حکومت او د حکومت له جوړښت، د بهرنیو پوځیانو له شتون سره مخالف یو، خو که ګډوډۍ زور اخلي، او واک خلا رامنځته کیږي، د ۷۰مو کلونو، د ډاکټرنجیب الله د حکومت د سقوط تکرار یې ګڼم، چې موږ یې یوې بلې ۲۰ کلنې جګړې ته ورټیل وهلو، که بیا هم په زور ځینې ډلې او سیاستوال د واک ترلاسه کولو هڅه کوي، مسایلو او پېښو ته قومې او سمتي رنګ ورکوي، دابه یو بل لوی ناورين وي.

افغان حکومت ته په کار ده، چې د افغان ولس غوښتنو ته احترام ولري، د پردیو هیوادو د ګټو لپاره په هیواد کې د جګړې د دوام باعث ونه ګرځي، واک د لنډمهاله حکومت په جوړښت کې د افغان ولس رښتوني استازو ته د یوې منظمې او اصولې پروسې په ترڅ کې وسپاري، او لنډ مهاله حکومت  نړیوالو ته تضمین ورکړي، چې په ټاکل شوې موده کې به د منتخب افغان شموله نظام لپاره کار کوي، او هغوی ته به واک په خپل وخت سره په سولییز ډول سپاري.