سخنی عشق!

               2025-09-02! امین الله مفکر امینی گرسخـــــن زعشق گویی زعصمتِ این گوهربــــدان کزعشق به…

سکوت خلیفه در برابر امیر شکست یا فرصتی برای انحام…

نویسنده: مهرالدین مشید عباس ستانکزی: ملایعقوب کل روند را از مسیر…

زمانیکه کیفرخواست دادستان وحکم دادگاه  منفعل گردد  

نکارشی از سخی صمیم  مسئول کیست و عدالت کجاست؟  ***  ایجازی ازین مختصر!    …

شکست و باخت قدرت

شکست و باخت قدرت نه تنها حس ملی و مردمی…

آیا سراسیمه گی طالبان ، سقوط شان را در پی…

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       درخواست دادگاه بین…

هوش مصنوعی دیپسیک

دکتر بیژن باران پیشرفت چین در جهان چند قطبی…

غریزه در سلب عقل: دلیل نبود دولت مدرن در افغانستان...!

عقل نیروی تفکر و گوهر شناسایی حق در برابر باطل…

۲۱ و ۲۲ دلو فتح افشار

نه ماه از ورود گروه‌های جهادی در کابل می‌گذشت، از…

یادمان سیاوش کسرایی

نوزدهم بهمن ماه هر سال، روزی است که نام سیاوش…

لیبرال ها، میان ماکس وبر، و کارل مارکس

-- max weber 1864-1920 آرام بختیاری جامعه شناسی بورژوایی در مقابل جامعه…

گنج شایگان 

رسول پویان  همیـشـه ثـروت و کاخ طلا نمی ماند  شــکـوه و دبـدبـه…

همخوابگی های سیاسی نافرجام طالبان افغانستان و آخوند های ایران

نویسنده: مهرالدین مشید افتضاح دیپلوماسی هوتل محور ایران در افغانستان عباس عراقچی، روز…

عالم دگر

نوشته نذیر ظفردیــــــده از امیــــــال دنیا بسته امدر دلـــــــم…

بشدار سامی

آقای "بشدار سامی" (به کُردی: بەشدار سامی)، شاعر و فتوگرافیست…

کابل آبستن یک تحول در موجی از اختلاف های درونی…

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت ملاهبت الله در گرو عصیان همرزمان و…

هم پیوندی

جهان با حفظ،نا همگونی ها یک کل به هم پیوند…

آن لوله های آب پا های ما نه؛ بلکه آرزو…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از به زنجیر کشاندن آفتابه ناوقت های شب…

هنر عشق ورزیدن....! 

" زیبایی عشق در این است که نه به چیزی…

آب در هاون کوبیدن یا سراغاز یک بازی جدید

نویسنده: مهرالدین مشید حکم بازداشت ملاهبت الله یک بازی استخباراتی و…

فتوای خرد 

رسول پویان  برون کردم به قتوای خرد تا حلقه از گوشم  بـرای…

«
»

د ښې حکومتولۍ لپاره د غني غوره اقدام

راپورونه وايې په چې په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې  د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود د اشرف غني په امر له دندې ګوښه شوی دی. ارګ وايي چې ضیا مسعود په دې خاطر ګوښه کړای شوی چې په خپلو کارونو کې ناکام و. احمد ضیا مسعود د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر غني له ټيم سره ملګری شو او ولسمشر ورته په ښې حکومتولۍ کې د ځانګړي استازي څوکۍ ورکړل. خو نوموړي د غني د هيلې خلاف له تیرو دوو کلونو راهیسې په بیا بیا ځلي د ملي وحدت د حکومت پر کړنو اعتراض کاوه. نژدې دوې اونۍ وړاندې يې وویل چې د ولسمشر استازیتوب دا مانا نه لري چې له ملي ګټو او خلکو به تیریږم.

نن ښاغلي ضیا مسعود د یو خبري کنفرانس له لارې حکومت ته مستقیم اخطار ورکړ چې که نوموړی په خپل او یا بل پست ونه ګوماري نو کورنۍ جګړه به رامنځته شي. داسې معلوميږي چې ښاغلی مسعود غواړي که دی په قدرت کې وي او جيب يې ډک وي نو په افغانستان کې خیر او خیريت دی، او که ترې د قدرت ګډۍ اخيستل کيږي نو نو بیا به غرو ته خیژي او حکومت نسکوروي.

په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د ولسمسر ځانګړی استازی

په دې جمله کې درې اساسي کلمات (ښه حکومتولي، اصلاحات، د ولسمشر ځانګړی استازی) شته چې غواړم معلوم کړم چې آيا ضياء مسعود په ياد پوست د دغه درېو اصطلاحاتو مطابق څومره عمل کړی دی؟

آيا د ښې حکومتولۍ لپاره چې ښاغلی مسعود په ياده څوکۍ ناست و؛ څومره يې ښه حکومتولي ترسره کړې ده؟
په حکومتي چارو کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره ځانګړې کومه څوکۍ چې ضياء مسعود ته ځانګړې شوې وه؛ کوم اصلاحات يې رامنځته کړل؟
او لکه څنګه چې يې ياده څوکۍ د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه اشغال کړې وه؛ رښتيا هم د ولسمشر استازولي يې وکړله؟

راځو لومړی دېته چې ښه حکومتولي څه ته ويل کيږي؟

د يو هيواد د قوانينو د چارچوب سره سم، له فساد او تبعيض پرته د حکومتي چارواکو لخوا دندې سر ته رسولو ته ښه حکومتولي ويل کيږي. همدارنګه د ولس د لومړنيو اړتياوو لکه پاکې اوبه، سالم خواړه، روغتيايي خدمتونه، تعليم او تربيه، پوښاک او سرپناه او داسې نورو پوره کولو او روڼتیا رامنځته کولو ته هم ښه حکومتولي ويل کيږي. ښه حکومتولي ولس ته لارښوونه کوي څو پوه شي چې په واک کې خلک، ګوند او یا ائتلاف د اقتدار په وخت کې څومره د قانون حاکمیت ته ژمنتیا لري. آیا حکومتي چارې د عدالت، وړتيا او پوهې معيار په نظر کې نيولو سره پر مخ ځې که يا؟ حکومتي پريکړې څومره رڼې دي او ولس ترې څومره رضايت لري.

اوس که د ښې حکومتولۍ همدغې تعريف سره د ښاغلي ضياء مسعود د تيرې دوه کلنې دورې کړنې پرتله کړو، نو په ډاډ سره ويلی شو چې دوه سلنه هم  د دې معيار برابر کار نه دی شوی.

ضياء مسعود څومره يې ښه حکومتولي ترسره کړې ده؟

که څه هم ارګ له دندې د ضياء مسعود د ګوښه کيدلو دليل په خپلو چارو کې د نوموړي ناکامي او نه اغېزمنتيا ياده کړې خو په همدې اړوند بيلابيل نظرونه هم شتون لري. ځينې وايې چې ضيا مسعود د ولسمشر له لوري په وروستيو کې د ملي امنيت د پخواني رييس امرالله صالح لپاره د نوي څوکۍ د رامنځته کولو قرباني شوی دی. ځينې بيا وايې چې ضياء مسعود پتيلې وه چې د راتلونکې ثور مياشتې په اتمه نيټه پر شوروي پلوه حکومت د مجاهدینو د بري د ورځې په پار جوړو شويو مراسمو کې خپله استفا وړاندي کړي، خو ولسمشر پرې خبر شو او مخکې له دې چې ضيا استعفا وکړي؛ د غني لخوا له دندې ګوښه شو.

خو د دې ټولو تر څنګ يو بل لوی دليل هم شتون لري، او هغه دا چې ضياء مسعود په وروستيو کې خپلې پښې له بړستنې ډيرې د باندې ويستلې وې او غنې هم ترې بړستنه لرې کړه. په دې معنا چې ضياء مسعود په حکومت کې دننه د حکومت منتقد و. نوموړي په داسې حال کې چې معاش، موټر او امتياز د دولت اخيستو خو کړنې او څرګندونې يې د حکومت پر کړنو نيوکې وې. حتی تر دې چې په وروستيو کې خو يې آن دا هم وويل چې د ولسمشر استازیتوب دا مانا نه لري چې له ملي ګټو او خلکو به تیریږم.

اوس چې ارګ ماڼۍ د نوموړي د ګوښه کولو خبر ورکړی دی نو ستر لامل يې همدا کيدلی شي چې ښاغلي ضياء مسعود د حکومت دننه د حکومت د پنځم ستون په صفت کار کولو او هغه مسوليت چې ورته سپارل شوی و؛ نه دی ترسره کړي. نو ويلی شو چې د ضیاء مسعود په شتون کې خو ښه حکومتولي ترسره نه شوه نو اوس ولس هيله لري چې د دا ډول اشخاصو او چارواکو په ګوښه کولو سره به ښې حکومتولۍ او د ولس او دولت تر منځ د سالمو اړیکو رامنځته کيدلو ته فرصت په لاس ورشي.

اوس که نوموړی حکومت ته هر څومره اخطارونه ورکوي او ننګوي يې نو حکومت دې پرې خپل غوږ نه خوروي، ځکه نوموړي په خپل د واک دوره کې ولس ته دومره څه نه دي کړي چې تر شاه يې ودريږي. ضياء به اوس خپل زړه په کنفرانسونوتشوي خو هيڅ يې هم په لاس نه ورځي. داسې اخطارونه په افغانستان کې ډير ورکړل شوي دي خو پايله يې منفي ده او هيڅ يې هم نه دي ترلاسه کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي