آیا هوش مصنوعی مسلمان است؟

عثمان نجیب من یادداشتی از یک پیش‌بینی هراس انداز در مورد…

خالق  “ قرارداد اجتماعی ” را گرامی میداریم 

میرعبدالواحد سادات  1 تتبع و نگارش از :  میر عبدالواحد سادات  دوم جولای مصادف به دوصدو چهل و هفتمین سال وفات یکی از تاثیر گزار ترین نمایندگان  عصرروشنگری اروپا و برجسته ترین نقاد آن عصر ژان ژاک روسو  است .  اندیشمندی که…

نه یک پیروزی دیپلوماتیک؛ بلکه یک اشتباه استراتژیک در هندسه‌…

نویسنده: مهرالدین مشید                              به رسمیت شناسی طالبان از سوی روسیه و…

اخراج بی رویه ی مهاجران افغان از ایران

  نوشته ی :اسماعیل فروغی       این روزها خبراخراج دسته جمعی و گسترده…

شناخت روسیه از طالبان

با خانه نشینی و بیکاری که چشم و گوش با…

داد خواهی بخاطر حق و حقوق افغانان مظلوم و داعیه…

بنام خداوند حق و عدالت مهاجرت افغانان که درطی نیم قرن…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

سیاست فاشیستی اخراج افغانها باید فورا متوقف شود!

هیچ انسانی غیر قانونی نیست! جمهوری اسلامی در پی شکست مفتضحانه…

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز!!

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز،…

حکومت آخوندی ایران جنایت کربلای قرن را رقم زد، یزیدان…

محمدعثمان نجیب ایران در گرمای سوزان، زمین را زیر پای هم‌وطنان…

حیات بشری را آتش فشان خاموشی به شدت تهدید میکند

نویسنده:مهرالدین مشید جهان در معرض توفانی فراتر از جنگ سوم  این پرسش…

دومین بار طی طریق در تعامل گذری انسان با هوش…

*محمدعثمان نجیب، بنیاد‌گذار مکتب دینی فلسفی من بیش‌از این نه…

درک لنینی از دموکراسی: نگاهی از سده 21

ترجمه. رحیم کاکایی یرومنکو ولادیمیر ایوانوویچ دکترعلوم فلسفه، مشاور رئیس مجلس قانونگذاری…

افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

سید جمال الدین افغان

 فیلسوف ،دانشمند بنیانگذار نهضت فکری وجنبش آزادی  خواهی افغانستان ،اساسگذار  اتحاد اسلامی ومبارز…

  به آرمان وطن

بیا برویم کشور تا بان را بسا زیم  خا نه ی…

نوستالوژی و جاذبه های فکری و اعتقادی 

نویسنده: مهرالدین مشید نوستالوژی و گذشته گرایی های فکری و اعتقادی زمانیکه…

«
»

د پګواش دوېمه ناسته او د سولې امیدونه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د پګواش نړیواله اداره چې د سولې اړوند په نړۍ کې کار کوي، په ځینو هیوادونو کې يې هڅو ښه نتیجه ورکړي ده، دوی د افغانستان د سولې هڅې پېل کړي، د کاناډا او امریکا ملاتړ له ځان سره لري، او د ځینو هیوادونو څخه د افغانستان د سولې اړوند مالي مرسته ترلاسه کوي.

د پګواش له نوم سره افغانان د ۲۰۱‍۵ ز کال د می میاشت کې هغه وخت ډیر اشنا شول چې په دوحه کې يې د طالبانو او افغان سیاستوالو شریکه ناسته ترتیب کړي وه. لومړی ځل وو چې د طالبانو اته کسیزې ډلې په کانفرانس کې ګډون وکړ، او د افغان سیاستوالو سربیره افغان میرمنو هم په کانفرانس کې ګډون درلود.

هیله بخښوونکي کانفرانس وو، افغانانو ډیرې هیلې او امیدونه لرل چې دا لړۍ به دوام پيداکړي، ځکه لومړی ځل وو چې افغانانو مخامخ خپل انديښنې او غوښتنې سره شریکې کړي، یواځي د ملګرو ملتونو استازي پکې وو، د ګاونډیو هیوادونو او نورو هیوادونو کسان نه وو، که څه هم پاکستان هیواد  ډیره هڅه کړي وه چې خپل کسان د پګواش لومړي کانفرانس ته وليږي ولي ونه توانیدل.

دغه لړۍ هغه وخت ټکنۍ شوه چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد دمرګ خبر افشاء شو،  او پوره نه میاشتي د پګواش دویم کانفرانس وځنډیدی.

د پګواش دویمه غونډه – دوحه

داځل د کانفرانس ګډونوال ډیر دی ، د افغانستان سربیره له امریکا او اروپا څخه هم افغان سیاستوال او افغان میرمني کانفرانس ته غوښتل شوي. داځل به هم پر دي بحث کيږي چې څه ډول د افغانستان جګړه پای ومومي او افغانان د یوې رښتونې سولې ورځ وګوري.

له دي مخکې همدا ډول کانفرانس د جاپان د کیوټو ښار په دوشیشا پوهنتون کې په ۲۰۱۲ ز کال کې او له هغه وروسته ورته کانفرنس په فرانسه کې جوړ شو، مخکنیو کانفرانسونه ښه نتېجه درلودله، د طالبانو، اسلامي حزب، او افغان بېلابېلو ډلو استازو پکې ګډون کړی و، هڅه کېدله ؛ طالبانو او افغان سیاستوالو غوښتل چې دغه ډول کانفرانسونه دوام پيداکړي، ولي دهغه وخت افغان حکومت يې مخه ډب کړه، او په ترکمنستان کې يې ددغه ډول کانفرانسونو په لړ کې پلان شوې کانفرانس کې خپلو استازو ته د ګډون اجازه ورنه کړه، همهغه و چې د کانفرانسونو لړۍ ودریدله، او د ترکمنستان کانفرانس سبوتاژ شو.

د پګواش د لومړي کانفرانس سره هم اوسنی ولسمشر غني يو ډول پټ مخالفت ښکاره کړ، ولي د بېلابېلو لاملونو له امله يې د افغان سیاستوالو د ګډون مخه ونه نیوله.

ویل کیږي اوس چې په قطر هیواد کې د پګواش ادارې له خوا د افغانانو دوېمه ناسته کیږي بیا هم ولسمشر غني يې مخالفت کاوو، خو معصوم ستانکزي هڅه وکړه چې د پګواش ادارې او غني ترمنځ شخړه د کانفرانس له امله ونه شي.

انګیرل کیږي چې د دغسي کانفرانسونو مخه به هم په راتلوکې کې پاک – افغان حکومت په ګډه ونیسي، ځکه افغان حکومت سولې ته ژمن نه دي او پاکستان غواړي چې نړیوالو ته وښيې پرته له پاکستان څخه سوله ناشونې ده.

پګواش غونډه – دوبۍ

پګواش ادارې په دوبۍ کې په ۲۰۱۲ زکال کې ورته کانفرانس درلود، چې په هغه کانفرانس کې د ملامعتصم آغا جان ملګرو د طالبانو په نوم ګډون کړی و، نتیجه يې ځکه ورنه کړه چې پګواش د قطر د طالبانو سره اړیکه نه وه نیولي.

په ۲۰۱۲ ز کال کې د پګواش کانفرانس چې دوبۍ کې جوړ شوي وو، لاندی کسانو پکې ګډون درلود:

سياسي کار پوه احمد وحيد مژده، ضياء بوميا، فیض الله ذکي د جنبش (دوستم) استازی، سنچارکي  او ولولجي د متحدي جبهي عبدالله عبدالله استازي، استاد ابو الاحرار د حزب اسلامي حکمتيار  استازی، چې ډاکټر غيرت بهير رد کړی دی، وروسته همدا سړی د پګواش مشاور په کابل کې وو، عنايت الله کاکازاده او سمیع الحق د طالبانو  (اغاجان معتصم) استازي.

خليل الله صافی چې ځان يې طالبانو ته نږدې معرفي کاوو، اوس د پګواش استازي کابل کې دی، او د سولې اړوند يې ځينې پروژې هم له بهرنیانو څخه ترلاسه کړي او کار يې کړي.

ډاکټر هاشم  له ترکیې څخه ،سردارمحمد رحيمي هزاره د ائتلاف جبهي غړی، رستم شاه مهمند او بریګیډر سعد د پاکستان استازي.

مايکل سمپل چې افغان حکومت پري د جاسوسي تور لګولي وو او  رابين رافيل د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخواني مرستیال هم ګډون کړی وو.

د ګډونوالو له لسټ څخه د ځینوکسانو حذفول

تیرځل او داځل  پاکستان او افغان ولسمشر موافق نه وو چې په قطر کې دغه ډول کانفرانس جوړشي، تیر ځل پاکستان هڅه کوله چې  رستم شاه مومند او زاید او یا اسد دراني او شجاع پاچا په کانفرانس کې ګډون وکړي، ولي ونه توانیدل.

د پاکستانیانو د ګډون له پاره خلیل الله صافی چې افغانستان کې د پګواش استازی دی، ډیره هڅه يې کوله او ټول معلومات يې په پټه پاکستاني سیاستوالو ته ورکول.

اوس چې د جنوري په ۱۱مه اسلام اباد او ۱۸مه کابل کې د سولې اړوند څلور اړخیزې ناستې وشوې، نو ځکه پاک – افغان حکومت په قطر هیواد  کې ددغسي یو کانفرانس سره په پټه مخالفت کاوو، ولي داچې مخکې له مخکې پګواش ترتیبات نیولي وو، او پوره یوه نیمه میاشت مخکې افغان حکومت د ځینو لاملونو له کبله ورسره منلي وه چې د ازادو افغانانو ګډون په کانفرانس کې مخالفت به نه کوي، بل داچې پګواش نړیواله قوي اداره ده نو ځکه خو دوېم کانفرانس هم د جنوري په ۲۳مه په دوحه کي کیږي.

تیر ځل هم د ځینو په لاسوهنه د ګډونوالو له لسټ څخه په نړیواله سطحه د پېژندل شوې پخواني ډيپلوماټ ملا عبدالسلام ضعیف نوم لیري کړل شو، دا ډول بهرنیو چارو پخواني وزیر مولوي وکیل احمد متوکل له پاره هم په کانفرانس کې د ګډون له پاره خنډ ځکه پيداشو  له کابل څخه تر پرواز یواځي دوه ساعته مخکې خلیل الله صافي په کانفرانس کې د ګډون خبر ورکړي وو او ورته يې ویلي وو چې ستاسي ټکټ او اسناد چمتو شوې.

داډول احمد وحید مژده چې د افغانستان او سيمې په کچه د سیاسي چارو کارپوه دی، هغه هم تیر ځل په پګواش کې له ګډون څخه محروم شو.

خلیل الله صافی چې پرې تور دی چې د ځینو هیوادونو سره په پټه اړیکې لري، مژده صاحب ته ویلي وو چې دده د نه ګډون لامل استاد ابوالاحرار دی، ولی وروسته معلومه شوه چې ستونزه خپله صافي صاحب جوړه کړي وه.

اوس چې دوېم ځل پګواش کانفرانس په دوحه کي کیږي، لومړنی لسټ ۴۵ افغانان وو، چې وروسته دغه کچه ۳۰ تنو ته راټیټه شوه، بیا هم دتیر په څیر خلیل الله صافی وتوانیدی چې د پګواش ادارې ته د ځینو نومونو  په لیري کیدو کې رول ولوبوي.

دا ډول دوی وتوانیدل چې داځل پاکستانیانو ته هم په کانفرانس کې د ګډون له پاره زمینه برابره کړي. ویل کیږي چې ځينې پاکستاني سیاستوال به هم داځل کانفرانس کې ګډون ولري.

دا ځل به بیا هم نه ملاعبدالسلام ضعیف، نه مولوي وکیل احمد متوکل او نه هم احمد وحید مژده په کانفرانس کې ګډون ولري، حال داچې همدا نومونه  په ترتیب شوې لسټ کي وو، مژده صاحب ته خو د الوتکې ټکټ هم ورسیدی، او هرځل ورته ویل کیدل چې ستونزه نشته، ولي ګمان کیږي چې هغه اسرار چې په ۲۰۱۲ کې مژده صاحب د خلیل صافي اړوند په دوبۍ کې پيداکړي، صافی ویره لري چې په دغسي کانفرانسونو کې دمژده ګډون به دهغه اصلي څیره بربنډه کړي.

تیر ځل هم ویل کیږي د طالبانو د سیاسي کمیسون غړي پوهیدلي وو چې ځينې کسان په لوی لاس په کانفرانس کې له ګډون کولو څخه محروم شوې، همدا ستونزه يې د پګواش کانفرانس له ادارې سره شریکه کړي وه، خو دادی دوېم ځل بیا له یوه غار څخه وچیچل شول.

پګواش ته څه کول په  کار دي

د پګواش ادارې ته په کار ده چې دغسي مهمو مسایلو کې باوري او بې طرفه کسان وګماري، داسي کسان چې د نورو هیوادونو له پاره کار کوي، او یا خپلې شخصي عقدې ساتي او یا د سولې په نوم له  یوناما او نړیوالو څخه پروژې ترلاسه کوي، پرته له شکه د ګټې پر ځای سولې بهیر ته تاوان کوي.

یوځل خو همدي خلیل الله صافي دومره مهارت هم کړی وو چې د کوم مهم هیواد استازو ته يې ویلي وو چې طالبان غواړي له تاسي سره مخامخ خبرې وکړي، داډول طالبانو ته يې ویلي وو چې هغه هیواد غواړي له تاسي سره خبرې وکړي، کله چې ناسته ترتیب شوه، هغه هیواد طالبانو ته ویل چې خبره پېل کړئ تاسي د ناستې غوښتنه کړي وه، طالبانو ورته ویلي وو چې اصلا خو تاسي د ملاقات غوښتنه کړي، وروسته خبره ښکاره شوې وه چې صافي صاحب همدا  ناسم رول لوبولي وو.

تیر ۲۰۱۵ ز کال کې داسي پټ راپورونه هم ورکول شول چې تاید  نه شول، خلیل الله صافي په دوبۍ کې د طالبانو د استازي یا پېغام رسونکي په نوم له روسانو سره پټې لیدنې درلودلي.

د سولې له پاره باوري او  اخلاص لرونکي کسان په کار دي، په فساد کې ککړ کسان ددي پر ځای چې سولې خبرې مخکې یوسي زیان رسوي، او خلک د سولې په دغو کانفرانسونو هم بې باوره کوي.

داسي راپورونه شته چې صافي صاحب ډیرو کسانو ته ژمنه ورکړي وه چې له یوناما څخه به ورته پروژې اخلي او له هغوی څخه يې مخکې له مخکې پیسې اخستي وي. ځکه هغه د یوناما  سره هم د سلاکار دنده درلودله، او یا خو ممکن ورسره  قراردادي وو.

دجمیل ټراول ایجنسې اداره وایې چې څو کاله وړاندي يې له یو هود خیل تجار څخه یو لک ډالر  وړي چې هغه ته به له یوناما څخه د میلیونو ډالرو پروژه اخلي اوس هم هغه پیسې ورسره پاتې او ځان په لاس نه ورکوي.

تر څو چې د سولې له پاره ناپيلي او ژمن افغانان کار ونه کړي، دغه ډول کسان چې د  نورو هیوادونو له پاره کار کوي او یا دهغوی په وساطت له ځینو هیوادونو سره د طالبانو په استازیتوب خبرې کوي، یا د سولې په نوم د پروژو اخستلو هوډ لري، څه ډول به باور پري وشي.

همدا  ځينې خبرې مې نږدې ۶ میاشتي مخکې له صافي سره پر ټلیفون او  پېغام هم کړي او هیله  مې ورڅخه کړي چې د افغان ولس مظلومیت ته په کتلو سره د سولې له پروسې څخه د سولې د پروژې په ډول کار وانخلي ولي دادی بیا هم په خپلو ناسمو اهدافو کې مخکې روان دی، مهم افغان سیاستوال د پګواش غونډې له ګډون  څخه محروم او پر ځای يې پاکستانیان وربلل شوي.

امید دی چې پګواش اداره  په دي اړه فکر وکړي داسي افغانان خپل استازي وګماري چې هغوی د سولې له پاره په  رښتونې ډول کار وکړي.