مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

چه بازی دردناک با سرنوشت انسان 

نویسنده: مهرالدین مشید  قدرت ابزاری برای رهایی انسان، نه ابزاری برای…

آیا هوش مصنوعی مسلمان است؟

عثمان نجیب من یادداشتی از یک پیش‌بینی هراس انداز در مورد…

خالق  “ قرارداد اجتماعی ” را گرامی میداریم 

میرعبدالواحد سادات  1 تتبع و نگارش از :  میر عبدالواحد سادات  دوم جولای مصادف به دوصدو چهل و هفتمین سال وفات یکی از تاثیر گزار ترین نمایندگان  عصرروشنگری اروپا و برجسته ترین نقاد آن عصر ژان ژاک روسو  است .  اندیشمندی که…

نه یک پیروزی دیپلوماتیک؛ بلکه یک اشتباه استراتژیک در هندسه‌…

نویسنده: مهرالدین مشید                              به رسمیت شناسی طالبان از سوی روسیه و…

اخراج بی رویه ی مهاجران افغان از ایران

  نوشته ی :اسماعیل فروغی       این روزها خبراخراج دسته جمعی و گسترده…

شناخت روسیه از طالبان

با خانه نشینی و بیکاری که چشم و گوش با…

داد خواهی بخاطر حق و حقوق افغانان مظلوم و داعیه…

بنام خداوند حق و عدالت مهاجرت افغانان که درطی نیم قرن…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

سیاست فاشیستی اخراج افغانها باید فورا متوقف شود!

هیچ انسانی غیر قانونی نیست! جمهوری اسلامی در پی شکست مفتضحانه…

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز!!

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز،…

حکومت آخوندی ایران جنایت کربلای قرن را رقم زد، یزیدان…

محمدعثمان نجیب ایران در گرمای سوزان، زمین را زیر پای هم‌وطنان…

حیات بشری را آتش فشان خاموشی به شدت تهدید میکند

نویسنده:مهرالدین مشید جهان در معرض توفانی فراتر از جنگ سوم  این پرسش…

دومین بار طی طریق در تعامل گذری انسان با هوش…

*محمدعثمان نجیب، بنیاد‌گذار مکتب دینی فلسفی من بیش‌از این نه…

درک لنینی از دموکراسی: نگاهی از سده 21

ترجمه. رحیم کاکایی یرومنکو ولادیمیر ایوانوویچ دکترعلوم فلسفه، مشاور رئیس مجلس قانونگذاری…

افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

سید جمال الدین افغان

 فیلسوف ،دانشمند بنیانگذار نهضت فکری وجنبش آزادی  خواهی افغانستان ،اساسگذار  اتحاد اسلامی ومبارز…

«
»

  د پوهنیار استاد بشیرمومن د علمي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي هاندوهڅو او نیکمرغه زوکړې په ویاړ نمانځ غونډه

دا پرتمینه غونډه  پر (۲۰۱۹) زیږدیز کال د اکتوبر میاشتې پر(۵) نیټه د استاد بشیرمومن د علمي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي  هاندوهڅو او نیکمرغه زوکړې په ویاړ د دوستانو او یارانو له خوا جوړه شوې وه. د دې غونډې په جوړولو کې د تولنیزو علومو د انستیتوت  پخواني استادانو، په هالند کې د دفاع وزارت یو شمیر ژباړونکو او د کیهان ټولنې غړیو او د استاد بشیر مومن نږدې دوستانو په کې فعاله ونډه درلوده .

په دې غونډه کې پر کوربه هیواد سربیره له بیلابیلو اروپایي هیوادونو پیژندل ښویو او نامتو څیرو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو، او ګڼو مینه والوهم برخه اخیستې وه.

– غونډه پر (څلور نیمو) بجو د اغلې ناهید علومي چې د علم، ادب او فرهنګ سره ژوره مینه لري او د خوږ ژبې ویاندې آغلې فتانه مقتدر په لنډو خبرو سره پیل شوه او د غونډې په اړه یې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړ.

غونډې څلور برخې لرلی :

– لومړی برخه د ښاغلي استاد بشیر مومن ژوند لیک .

– دویمه برخه د استاد بشیر مومن د آثارو په تړاو ځانګړې خبرې.

ـ دریمه برخه د ماښام ډوډی .

 – څلورمه برخه پیغامونه، ټنګ ټکوراو د موسیقي مجلس وه .

– اغلې فتانه مقتدر د ښاغلي بشیرمومن میرمن اغلې( کوکبه مومن ) ته چې د اقتصادي علومو ماستري لري بلنه ورکړه چې خپله لیکنه او د ښه راغلاست او مننې پیغام حاضرینو ته وړاندې کړي.

اغلې کوکبه مومن چې د اقتصادي علومو د ماستري تر څنګ  د علم او ادب سره ځانګړې مینه لري، د خپلو ښکلو او خوږو خبرو تر څنګ ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، او له دوی  څخه چې په دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه اود غونډې په تړاو یې د خپل ستاینې او درنښت مراتب وړاندې کړل، چې د تاوده هرکلي سره مخامخ شوه.

ـ آغلې ناهید علومي، ښاغلي انجنیرعبدالقادرمسعود ته (چې د علم، ادب او فرهنګ غښتلې او ریښتینې مینه وال دی) بلنه ورکړه چې د ښاغلي بشیر مومن علمي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي هاندوهڅو، آثارو او د ده ژوند لیک په تړاو خپله لیکنه حاضرینو ته وړاندې کړي.

ښاغلي انجنیرعبدالقادر مسعود د استاد بشیر مومن د ژوند لیک او د ټولنیز، علمي،  ادبي، فرهنګي او ځانګړي شخصیت او د ګټورو او اغیزمنو آثارو په تړاو برخه والو ته معلومات وړاندې کړ، او د ده یو شمیر ښکلي پښتو شعرونه یې دیکلمه کړل، چې د ګډونوالو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو سره یو ځای توود هر کلی وشو.

– ورپسې د ټولنیزو علوموانستیتوت په استازیتوب پخواني استاد ښاغلي نصیراحمد دستګیر ته بلنه ورکړل شوه چې د استاد بشر مومن د علمي او ټولنیزو آثارو په تړاو خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي. 

 ښاغلي استاد نصیراحمد دستګیر په خپله لیکنه کې د استاد بشیرمومن د کتابونو، په تړاو د خپلو ګټورو خبرو او خوږو خاطرو تر څنګ د ده  د آثارو په اړه د یو شمیر نامتو لیکوالو او ادیبانو، علمي ، فلسفي ادبي او فرهنګي نظریات، خبرې او کره کتنې په بشپړه توګه اوریدونکو ته بیان کړئ، چې د ګډون والو د تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

– په دې پرتمینه غونډه کې آغلې ناهید علومي (مدیر مسوول مجله بانو ناشر اندیشه های زنان افغانستان ) هم ګډون درلود او دې ته بلنه ورکړل شوه چې خپله لیکنه حاضرینو ته وړاندې کړي.

اغلې ناهید علومي د ښاغلي استاد بشیر مومن د علمي ، ټولنیز او فرهنګي شخصیت د درنښت او ستاینې تر څنګ  د بانو مجلې په تړاو هم مینه والو ته مالومات وړاندې کړل چې اوریدونکو یې په چک چکو ملاتړ او هرکلی وکړ.

– د غونډې په دې برخه کې اغلې عزیزه عنایت ته چې یو تکړه او هڅانده لیکواله او شاعره ده بلنه ورکړل شوه چې خپله لیکنه دوستانو ته وړاندې کړي .

اغلې عزیزه عنایت د خپلو ګتوروخبرو تر څنګ چې د ښاغلي بشیر مومن د ادبي او فرهنګي شخصیت په تړاو یې لرلئ خپل ښکلي او په زړه پورې شعرونه هم حاضرینو ته وړاندې کړل، چې له ګدون والو او اوریدونکو له خوا یې  یې په چک چکو ملاتړ او هرکلی وشو.

– ښاغلی نورالدین همسنګر زموږ د هیواد مخکښ او پیژندل شوي لیکوال او شاعر هم په دې غونډه کې ګډون درلود ده ته هم بلنه ورکړل شوه چې خپله لیکنه ګدون والو ته وړاندې کړي.

ښاغلي همسنګر صاحب د بشیر مومن د آثارو، علمي او فرهنګي شخصیت په تړاو د خپلې خوږې، د خلوص او مینې خبرې ترڅنګ خپل خوندور او له انساني احساساتو څخه ډک شعرونه  مینه والو ته وړاندې کړل، چې د تاوده هرکلي او چک چکو سره مخامخ شو.

 

– په دې غونډه کې ښاغلي نقیب رادمل چې د سیاست ، علم او ادب مینه وال او ریښتینی خدمتګار دی  بلنه ورکړل شوه چې خپلې خبرې او د بلجیم په هیواد کې د دریمې لیکې ټولنې پیغام ګډونوالو ته وړاندې کړي.

ښاغلي نقیب رادمل په خپلو خبرو او ترخو خاطرو کې زموږ په جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیواد کې د لوټمارو، تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې ته په اشاره د ښاغلي بشیر مومن علمي او فرهنګي آثار وستایل او دا آثار یې د راتلونکو نسلونو د لارښونې او ویښتوب په برخه کې ګټور او اغیزمن وګڼل.

او د ټولنې په استازیتوب یې د خپلو ملګرو سره یو ځای ښاغلي بشیر مومن ته ستاینلیک ډالۍ کړ، چې د توود هر کلي او چک چکو سره مخامخ  شو.

– په بلجیم کې د افغان کلتوري بهیر مشر ښاغلي انجنیر حضرت سادات ته بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا اوریدونکو ته وړاندې کړي.

ښاغلی انجنیر حضرت سادات چې مطبوعات کې تاند او هڅاند لیکوال، تولنیز، سیاسي او علمي شخصیت دی په خپله لیکنه کې یې  د ښاغلي بشیر مومن علمي، ټولنیزاو ادبي شخصیت وستایه او په څنګ کې یې د استاد بشیر مومن مقالو او لیکنو ته اشاره وکړه چې د ده په لیکنو کې  د هیواد د کړکیچنو حالاتو او د هیواد والو د ژوند پر ناخوالو او نیمګړتیاوو د حل لارې چارې او ګټورې لارښوونې له ورایه څرګندیږي. ګدونوالو د ده خبرې په چک چکو سره بدرګه کړلئ.

– د غونډې په دې برخه کې ښاغلي ډاکټر خوشحال مکمل ته بلنه ورکړل شوه چې د دفاع وزارت د ژباړونکو او مشاورینو په اسازیتوب خپله وینا اوریدونکو ته وړاندې کړي.

ښاغلي ډاکټر خوشحال مکمل په خپلو خبرو کې د افغاني میرمنو او په تیره بیا د ښاغلي بشیر مومن د میرمنې نقش او اغیز د ده د علمي ، فرهنګي او ځانګړي شخصیت په تړاو وستایه او دې ته یې اشاره وکړه که څوک غواړي چې باعزته، دروند، ریښتینی او لکه غر چې په څنګ کې دې دریدلی وي دوست او یار ولرئ هغه سټه استاد بشیر مومن دی.

د ده خبرې د ګډونوالو او اوریدونکو له خوا په چک چکو سره بدرګه شولئ.

– د غونډې په دې برخه کې ښاغلي استاد عطاوالله د اقتصاد پوهنځي پخواني استاد ته بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا پیل کړي.

استاد عطاوالله هم په خپلو خوږو خبرو او خاطرو کې د ښاغلي استاد بشیرمومن آثار، علمي او فرهنګي شخصیت په درنښت سره وستایه.

د استاد خبرې د ګدونوالو له خوا په چک چکو سره بدرګه شولئ.

  

– ورپسې ښاغلي محمود ایوب خیل چې د هالند په دفاع وزارت کې د ژباړونکي دنده لري هم بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا ګډونوالو ته واوروي. 

ښاغلی ایوب خیل چې له شعر، ادب او فرهنګ سره ځانګړې مینه لري  خپله وینا د یو شکلي شعر په دیکلمه سره پیل کړه. ده خپله یوه خاطره د استاد بشیر مومن په اړه  چې په هلمند کې یې د ده سر یو ځای دنده لرله مینه والو ته بیان کړه او د ده علمي او فرهنګي هاندو هڅې یې وستایلئ. اوریدنکو د ده خبرې په چک چکو سره بدرګه کړلئ.

– د غونډې دریمه برخه د ماښام ډوډی ته ځانګړې شوې وه،  له ټولو دوستانو او مینه والو څخه هیله وشوه چې ماښام ډوډی واخلي.

– له ماښام ډوډی وروسته د غونډې په دې برخه کې زموږ د هیواد د نامتو، وتلیو او پیژندل شویو لیکوالو او هنرمندانو پیغامونه ګډونوالو ته وړاندې شول.

–  ښاغلی کریم تنویر چې د فلم جوړولو او د سینما هنر یو پیژندل شوی، تکړه، تاند او هڅاند هنرمند او مینه ناک او ټولنیز شخصیت دی، ده ته بلنه ورکړل شوه چې د خپلې ټولنې پيغام واوروي.

ده د خپلو خوږو خبرو تر څنګ چې د ښاغلي بشیر مومن د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه یې لرلې ښاغلې بشیر مومن ته یې د خپلې ټولنې یو ستاینلیک هم ډالۍ کړ.

– د غونډې په دې برخه کې اغلې ناجیه ګیځ د ښاغلي خلیل الله خدرخیل (په بلجیم کې د افغانانو د ملي یوالي ټولنې) مشر پیغام حاضرینو ته وړاندې کړ.

– ورپسې ښاغلي ډاکټر جاوید د کیهان ټولنې پیغام ولوست او د دې ټولنې له خوا یې ستاینلیک ښاغلي استاد بشیر مومن ته ډالۍ کړ.

– اغلې ډاکټرلیلا حنیف د ښاغلي کاندید اکاډیمیسن محمد اعظم سیستاني پیغام حاضرینو ته وړاندې کړ.

– اغلې ډاکټر نوزیه متین د ښاغلي پوهان اکاډیمیسین احمدشاه جلال پیغام ګډونوالو ته وړاندې کړ.

– په دې برخه کې اغلې فتانه مقتدر ښاغلي استاد بشیر مومن ته بلنه ورکړه چې خپله وینا دوستانو ته وړاندې کړي.

ښاغلي بشیر مومن خپلې خبرې په مینه او اخلاص سره بیان کړئ او ټولو مینه والو ، دوستانو او یارانو ته یې ښه راغلاست ووایه، او له ټولو دوستانو څخه چې د دغې درنې او پرتمینې غونډې په جوړولو کې یې  فعاله برخه درلوده د زړه له کومې مننه وکړه اود غونډې په تړاو یې د خپل ستاینې او درنښت مراتب وړاندې کړل، چې دوستانو او یارانو یې په چک چکو او تاوده هرکلي بدرګه وکړه.

د غونډې په پای کې ښاغلی استاد بشیر مومن د خپلې زوکړې، علمي او فرهنګي هاندو هڅو په ویاړ د خپلو مینه والو، یارانو او دوستانو له خوا د ښکلو ګلونو ګیډیو په ډالۍ ونازول شو.  

–  د غونډې څلورمه برخه هنري کنسرت ته ځانګړې شوې وه.

 

 اغلې ناهید علومي د ستیږ سر ته راغله زموږ د هیواد پیژندل شوي او تکړه هنرمند ښاغلي محبوب الله محبوب او ښاغلي فهیم پوپل ته چې د طبلې په غږولوکې ځانګړې استعداد لري بلنه ورکړه چې په خپل خوږ او زړه وړونکي آوازسره محفل نور هم رنګین کړي.  

 ښاغلي محبوب الله محبوب د خپل هنر او ښکلي آواز په وسیله په توودو ولولو او چک چکو سره بدرګه شو.

ورپسې آغلې فتانه مقتدر ښاغلي کریم لمر ته چې خوږ او زړه وړونکی آواز لري، بلنه ورکړه چې د ستیږ سر ته راشي او په خپل خوندور آواز سره دوستانو او مینه والو ته خپلې ښکلې او په زړه پورې سندرې ډالۍ کړي.

دی هم د خپلو مستواو خوږوسندرواو نغمو په اورولو د حاضرینو له خوا په چک چکو او توود هرکلي سره مخامخ شو.

د غونډې په دې برخه کې ښاغلي انجنیرعبدالقادرمسعود او ډاکټر خوشحال مکمل د ګلونو د ګیډیو په ډالۍ سره او ښاغلي کریم تنویرد ستاینلیکونو په وسیله محبوب الله محبوب، کریم لمر او فهیم پوپل، آغلې جمیله زمان انوري چې زموږ د هیواد تکړه، خوږ ژبې او د رادیو تلویزون پخوانې ویانده ده، اغلې ناهید علومي او اغلې فتانه مقتدر ونازول. 

 په دې غونډه کې د فلمبرداری په برخه کې ښاغلي هادي یار چې یو تکړه او مسلکي فلمبردار دی هم فعاله برخه درلوده چې د ده ونډه د فلم په جوړولو او عکس اخیستلو کې د ستاینې او قدر وړ ده .

– د یادونې وړ ګڼم، د غونډې په پای کې مینه والو، یارانو او دوستانو له ښاغلي بشیر مومن سره یادګاري عکسونه واخیستل او همداسې د ادب درنو مینه والو د ده اثار په مینه او علاقمندی سره  تر لاسه کړل.

دا درنه او پرتمینه غونډه د شپې د (۱۲) بجو په شاوخوا کې پای ته ورسیده. 

په مینه او درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود