نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د پاکستان ژمنې او د کابل تمې؛ آيا په پاکستان دا وار باور کيدلی شي؟

وروسته له هغې چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتیژي اعلان شوې او په کې په زغرده ویل شوې، چې باید د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو پناهځایونه ختم شي؛ دغه هيواد تر سخت فشار لاندې دی او ټوله هڅه يې دا ده چې په هر طريقه وي ځان له انزوا اوباسي. د همدې هڅو په لړ کې یو ځل بیا افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د سفر نیت کړی دی.د چارو شنونکي دا سفر تشریفاتي بولي،خو حکومت بیا د ازلي دښمن کور ته په ننواتي ورځي او عملي طرح له ځان سره لري.ارګ هم ظاهراً له پیشو غواړي چې د خدای لپاره مږه ونیسي.

ښاغلي غني د کوچني اختر  په مناسبت؛ خپلو خبرو کې وویل،چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ یوه نوې تاریخي پاڼه پرانېزي او په ورته وخت کې به له پاکستاني مشرانو سره په جدیت د سولې موضوع وڅېړي.

ستاسو به په یاد وي،د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او ورسره ملګري پلاوي یې څو،څو ځله ژمنه وکړه چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د میکانیزم ملاتړ وکړي.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له رسنیو سره خبرو کې ویلې«اسلام‌اباد ته ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال به د عملي همکارۍ غوښتنه وشي» خو پوښتنه دا ده چې د پاکستان په ژمنو څومره باور کيدلی شي؟

آيا پاکستان اصلاح شوی او د افغانستان په اړه به خپل پخوانی دريځ بدل کړي؟

پاکستان د ولسمشر په کچه د لوړپوړي چارواکي د ورتګ په اړه دوه تحليلونه محتمل دي:

لومړی؛ لکه څنګه چې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا په نوې اعلان شوې ستراتیژي کې په زغرده ویل شوې و، چې باید د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پناهځایونه ختم شي؛ نو پاکستان د نړيوالو په ځانګړې توګه د امريکا تر سختو فشارونو لاندې دی او پاکستان اړ دی ،چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې عملي اقدام کولو سره؛ ځان له فشارونو خلاص کړي.

همدارنګه دا خبره تل لاندې باندې کېږي،چې د پاکستان ملکي حکومت که هر څومره له افغانستان سره ښه نيت ولري، خو که د استخباراتو او پوځ يې خوښه نه وي؛ په افغانستان کې د جګړې په اور اوبه نه شيندل کيږي. یعنې د افغانستان جګړه مستقيماً د پاکستان پوځ او استخبارات اداره کوي او څو چې دغه مراجع ونه غواړي په کابل کې اور نشي مړ کيدلی. نو دا ځل پاکستان ته د افغان ولسمشر کېدونکي سفر ته په دې هيله مندي زياته ده چې د پاکستان د صدراعظم تر څنګ د سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې هم ملګري دي او دا د دې څرګندویي کوي،چې ګواکې پاکستان په رښتيا هم تر فشار لاندې دی او دا ځل به له انزوا څخه د خپل ځان د خلاصون په خاطر هم په خپلو ژمنو تر يوې کچې عمل کوي.

دويم: که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د کابل ـ اسلام آباد اړيکو د ترینګلتيا څخه وروسته؛ افغان چارواکي د پاکستان په دروازه ور ننوځي؛ بلکې له دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پاکستان ته په ځلونو سفرونه کړې و، خو په خپلو تکراري ژمنو یې دوکه کړی و،خو هر ځل چې د کابل ـ اسلام آباد اړيکې په ټپه درېدلې يا پاکستان ځان د نړيوالو تر فشار لاندې حس کړی دی؛ دغه هيواد له فشاره د خلاصون لپاره يا د کابل يا د امريکا او يا د بل هيواد په غوښتنه یې د همکارۍ ټټر ډبولی، څو ځان له موجوه فشاره خلاص کړي.

په ټوله کې ويلای شو چې پاکستان په سياسي لوبه کې ډير پياوړی ښکاري،چې د دې پیاوړتیا تر شا یې سیمه ییز ملګري هم لاس لري او په هر رنګه حالاتو کې کولی شي، چې له هر ډول فشار څخه د خلاصون لپاره لاس په کار شي.


اوس پر وسله والو فشارونه ډېر ښکاري او پاکستان هم د زهري مار په شان په لومه کې ګیر پاتې دی، نو په دغسې وضعیت کې طبيعي ده،چې پاکستاني چارواکي هم له دغه فرصته په ګټې اخيستنې له کابل سره د اړيکو د رغولو خبره کوي او هڅه يې دا وي،چې دوی په خبرو کې صادق دي؛ښه بېلګه یې په مکۀ  مکرمه کې د ښاغلي غني او عمران خان لیدنه ده.

 

اوس،چې دا ځل چې ولسمشر اشرف غني بیا پاکستان ته ور روان دی؛ نو دا ګمان هم کېږي، چې پاکستان به يو ځل بيا له افغان حکومت او امریکا سره د تير په څېر لوبه وکړي او د پاړوګرو په شان به له خپل مداریتوبه کار واخلي او له کابل سره د خبرو نتيجه به يې يوازې د پاکستان په ګټه وي. له کابل سره د اړیکو رغولو ګټه به پاکستان ته دا وي چې د امريکا له فشارونو به تر يوې کچې رابهر شي،ځکه پاکستان اوسمهال له سخت اقتصادي حالت سره مخ دی؛ نو یوازینۍ لاره یې همدا ده.

اوس که پاکستان ته د افغان ولسمشر په توګه د کار له پيلولو وروسته پاکستان ته د ښاغلي غني دویم کېدونکی سفر په هر ډول تحليل کوو نو اړينه ده، چې کابل دې هوښيار اوسي او د پاکستان د هر ډول لوبې پر وړاندې دي سمدستي ، خو عقلاني او اغېزناک غبرګون وښيې. که دا ځل بيا هم پاکستان له افغانستان او امریکا سره د لوبې هڅه کوله نو دا ځل دې اجازه نه ورکولې کېږي؛ ځکه په کار ده،چې افغان حکومت باید له یوې سوړې څو،څو ځله و نه چیچل شي.

لیکنه: خوشحال آصفي